د شاهرخ خان د "جوان فلم" عاید له ۱۰۰ میلیونه ډالرو واوښت

د شاهرخ خان "جوان" فلم د لیدونکو له تود هرکلي سره مخ شوی او په ټوله نړۍ کې له ۱۰۳ میلیونو ډالرو ډېر پلورل شوی. له "پټان" وروسته په روان کال کې دا د دغه نامتو اداکار دویم لوړ عاید لرونکی فلم دی. "پټان" له ۱۳۰ میلیونه ډالرو څخه ډير عاید درلود.