• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

میوند چمپینز د احمد شاه ابدالي د څلور ورځنیو ټيسټ کرېکټ سیالیو اتل شو

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۴ GMT+۱

د احمدشاه ابدالي څلور ورځنۍ ټیسټ کرکټ سیالیو پای لوبه نن په درېیمه ورځ د میوند اتلانو په بریا سره پای ته ورسېده. میوند اتلانو په ډېرې اسانې سره وشو کولې په نهم اور کې د درېیو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره ټاکل شوی هدف پوره او د اتلولۍ جام خپل کړي.

دا لوبه دوه ورځې وړاندې د هندوکش سټرایکرز او میوند چمپینز ترمنځ پیل شوه.

د هندوکش لوبغاړو په دوو اورونو کې ۳۳۴ او ۸۷ منډې جوړې کړې وې. د میوند کرکټ لوبډلې لوبغاړو د درېیمې ورځې له پای ته رسېدو مخکې دواړه هدفونه پوره او اتلولي یې خپله کړه.

په دې سیالیو کې د ماهیپر سټارز او پامیر لیجنډز لوبډلې درېیم او څلورم مقام خپل کړ.

د هېواد د زونونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ د لومړۍ درجې څلور ورځنۍ ټیسټ سیالیو شپږم پړاو په ننګرهار او خوست ولایتونو کې جوړه شوی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

هانګژو اسيايي لوبې؛د افغانستان والیبال ملي لوبډلې په لومړۍ لوبې کې له جاپان څخه ماتې وخوړه

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۲ GMT+۱

د چین په هانګژو اسیایي لوبو کې د افغانستان د نارینه والیبال لوبدلې لوبې نن پیل او په ګروپي پړاو کې یې خپله لومړنې لوبه له جاپان سره وکړه. په دې لوبه کې جاپان د ۰-۳ سره بریا خپله کړه. لومړۍ سټ ۲۴-۲۶، دویم سټ ۲۲-۲۵، او درېیم سټ ۲۵-۸ د جاپانیانو په ګته وه.

د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د دې سیالیو په (اف) ګروپ کې له جاپان، انډونیزیا او فیلیپین لوبډلو سره لوبېدلې ده.

دا لوبډله به سبا چهارشنبه په ځايي وخت د ماسپښین ۲:۳۰دقیقې (د کابل پر وخت ۱۱ بجې) له فیلیپین سره لوبیږي.

په ګروپي پړاو کې د افغانستان درېیمه لوبه د انډونیزیا له لوبډلې سره ده، چې د پنجشنبې په ورځ پر ځايي وخت ۲:۳۰دقیقې (د کابل پر وخت ۱۱ بجې) ترسره کېږي.

د افغانستان د والیبال د ملي ټیم ټولې درې مقدماتي سیالۍ به د «ډیکینګ هانګژو د سپورتي مرکز په تالار کې ترسره شي.

د افغانستان ۲۳ کلنو فوټبال لوبډله د کمې بودیجې له امله په اسیايي لوبو کې له ګډون پاتې شوه

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۰ GMT+۱

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر محمد یوسف کارګر وايي، د دغه هېواد د ۲۳ کلنو فوټبال ملي لوبډلې په اسیايي لوبو کې له ګډون ډډه وکړه. د نوموړي په خبره، په اسیايي لوبو کې د نه ګډون اصلي لامل د بودیجې کمښت دی.

ټاکلې وه چې د افغانستان امید په نوم د ۲۳ کلنو فوټبال لوبډله د هانګانګ په هانګژو کې له سوریې او ازبکستان سره ولوبېږي.

خو محمد یوسف کارګر افغانستان انټرنشنل ته وویل، دوی دومره بودیجه نه لري چې لوبډله دې سیالیو ته واستوي.

د نوموړي په خبره، په دې لوبو کې نه ګډون به په فیفا او اې اېف سي کې د افغان لوبډلې پر مقام تاثیر ونه کړي.

هند په خورا لوی توپیر د سریلانکا په ماتولو سره د اسیا کرېکټ جام وګاټه

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۷ GMT+۱

د هند کرېکټ ملي لوبډلې د یکشنبې په ورځ په شپږم اور کې د کوربه لوبډلې سریلانکا په ماتولو سره د کرېکټ اسیايي جام وګاټه. سریلانکا سیالې لوبډلې ته پنځوس منډې هدف ټاکلی و. هند دا هدف د ۲۶۳ بالونو په لرلو سره پوره کړ.

د اسیا کپ پایلوبه چې د سریلاکا په کولمبو کې کېدله، د لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله، خو په پنځلسم اور کې یې ټول لوبغاړي د ۵۰ منډو په جوړولو سره وسوځېدل.

هندۍ لوبډلې په خپلو لومړنیو دوو لوبغاړو او د ۲۶۳ بالونو په لرلو سره دا لوبه خپله کړه او په دې سره یې اتم ځل اسیا کپ وګاټه.

دې سیالۍ کې هندي لوبغاړي محمد سراج په یوه اور کې د سریلانکا څلور لوبغاړي وسوځول.

نوموړي په ۷ اورونو کې د ۲۱ منډو په ور کولو سره ټول اوه سریلانکايي لوبغاړي وسوځول او د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی شو.

د سریلانکا لوبډلې په بې خونده توپوهنې سره اټکل دا و چې هند به په خورا اسانۍ دا لوبه وګټي.

سریلانکا تېر کال اسیا کپ ګټلی و او سږ کال یې د خپلې دې بریا دفاع کوله.

سریلانکا د سپټمبر پر ۱۴ پاکستان ته په ماتې ور کولو سره پایلوبې ته وتلې وه.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په دې جام کې له سریلانکا او بنګله دېش سره سیالۍ درلودې او دواړه یې بایللې وې.

په سږني اسیا کپ کې شپږ لوبډلې افغانستان،هندوستان، پاکستان، بنګله دیش، سریلانکا او نیپال سره ولوبېدل.

دا لوبې د اګسټ پر ۳۰ په پاکستان او سریلانکا کې پیل او نږدې ۱۸ ورځې وروسته نن پای ته ورسېدې.

د کرېکټ جام؛ د هند او سریلانکا تر منځ د اسیا کپ پایلوبه نن کیږي

۲۶ وږی ۱۴۰۲ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۵۲ GMT+۱

د سریلانکا لوبډله د اسیا کپ د تېر کال اتله لوبډله ده، او د یوولسم ځل لپاره د اسیا کپ په پایلوبه کې لوبیږي. د اسیا کپ پایلوبه نن د (وږي۲۶ مه ) د سریلانکا په کولمبو ښار کې د افغانستان په وخت د ماسپښين په یوه بجه تر سره کیږي.

د ۲۰۲۲ کال اسیا کپ سیالیو اتله لوبډله سریلانکا وه، او د دغه کپ وروستۍ لوبه هم د یاد هیواد په کولمبو ښار کې تر سره کیږي.

خو د هند لوبډله تیر پنځه کاله په‌ پرلپسي ډول د اسیا کپ د اتلولۍ ګټلو په هڅه کې ناکامه پاتې شوې.

کرکټ پوهان وايي د کرکټ لیدونکې په بې صبرۍ د یادې پایلوبې تر سره کیدو ته په تمه دي، او د ډیرو هیله مندي دا ده چې دا ځل اسیا کپ دې د هند لوبډله وګټي.

د کرکټ پوهان وايي، د سریلانکا او هند تر منځ پایلوبه به ډير په زړه پورې وي، ځکه چې په دې پایلوبه کې به د ویراټ کهولي، شومنګیل، هارډیک پانډیا، اسالانکا،پهتیرانا، کوشال پریرا،ډوسان شاناکا په څېر د کرکټ د نړۍ غوره لوبغاړي د اتلولۍ ګټلو په موخه کلکه مقابله وکړي.

په اسیا کپ سیالیو کې هند، پاکستان، افغانستان، سریلانکا، بنګله دېش او نیپال هیوادونو د کرکت ملي لوبډلې په دوه جلا جلا ګروپونو کې د یوبل پر وړاندې ولوبېدې.

د ۲۰۲۳ کال اسیا کپ سیالۍ د پاکستان او سریلانکا په کوربه توب تر سره شوې او لا هم روانې دي.

په لومړي ځل افغان کاناډايي کرېکټ کلب د ټورنټو کرېکټ ټولنې پایلوبې ته لار پیدا کړه

۲۴ وږی ۱۴۰۲ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۷ GMT+۱

د افغان کاناډايي کرېکټ کلب لوبډله د ټورنټو کرېکټ ټولنې په شل اوره نیمه پایلوبه کې د ۱۹ مڼدو په تفاوت سره خپلې سیالې لوبډلې نارترن نایتس سي سي ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ووته.

افغان کاناډايي کرېکټ کلب (افغان کانیډین کرېکټ کلب) لوبدله به سبا د سپټمبر په ۱۶مه د اونتریو ایالت د کینګ سیټي په نړیوال او تاریخي لوبغالي کې له خپلې سیالې لوبډلې سنچريان جولي سټارزسي سي سره ولوبیږي.

دا لوبې د مې میاشتې له ۷مې نېتې راهسې پیل او سبا د سپټمبر په ۱۶مه ختمیږي. په دې لوبو کې لس لوبډلې لوبیدلې دي.

د ټورنتو کرېکټ ټولنې لوبې هر کال په ایالتي سطحې لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

افغان کرېکټ کلب (افغان کانیډین کرېکت کلب) له ۲۰۱۸ میلادي کال راهیسې د کاناډا په مختلفو لیګونو کې لوبیدلی، چې دا ځل د ټورنټو کرېکټ ټولنه کې لوبیږي او دا لومړی ځل دی چې یوه افغان لوبډله پایلوبې ته وځي.

په دې لوبډله کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی منیر کاکړ او فسټ کلاس لوبغاړی سهیل مومند هم لوبدیږي.