• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په لومړي ځل افغان کاناډايي کرېکټ کلب د ټورنټو کرېکټ ټولنې پایلوبې ته لار پیدا کړه

۲۴ وږی ۱۴۰۲ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۷ GMT+۱

د افغان کاناډايي کرېکټ کلب لوبډله د ټورنټو کرېکټ ټولنې په شل اوره نیمه پایلوبه کې د ۱۹ مڼدو په تفاوت سره خپلې سیالې لوبډلې نارترن نایتس سي سي ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ووته.

افغان کاناډايي کرېکټ کلب (افغان کانیډین کرېکټ کلب) لوبدله به سبا د سپټمبر په ۱۶مه د اونتریو ایالت د کینګ سیټي په نړیوال او تاریخي لوبغالي کې له خپلې سیالې لوبډلې سنچريان جولي سټارزسي سي سره ولوبیږي.

دا لوبې د مې میاشتې له ۷مې نېتې راهسې پیل او سبا د سپټمبر په ۱۶مه ختمیږي. په دې لوبو کې لس لوبډلې لوبیدلې دي.

د ټورنتو کرېکټ ټولنې لوبې هر کال په ایالتي سطحې لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

افغان کرېکټ کلب (افغان کانیډین کرېکت کلب) له ۲۰۱۸ میلادي کال راهیسې د کاناډا په مختلفو لیګونو کې لوبیدلی، چې دا ځل د ټورنټو کرېکټ ټولنه کې لوبیږي او دا لومړی ځل دی چې یوه افغان لوبډله پایلوبې ته وځي.

په دې لوبډله کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی منیر کاکړ او فسټ کلاس لوبغاړی سهیل مومند هم لوبدیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ځغاستې افغان نابینا لوبغاړي څلور د سرو زرو مډالونه ګټلي

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۱ GMT+۱

د ځغاستې افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري د ځغاستې په څلورو سیالیو کې د سرو زرو څلور مډالونه ګټلي دي.

نوري نن سې شنبه (د وږي ۲۱مه) افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې نوموړي په جرمني هېواد کې د ځغاستې په سیالیو کې برخه اخیستې وه.

هغه زیاتوي، چې یادې سیالۍ د ۲۱ هېوادونو تر منځ د نېږدې ۵۰۰ لوبغاړو په ګډون سره ترسره شوې دي.

نوري وویل: “ ما د ځغاستې په څلورو سیالیو کې ګډون کړی، چې د څلورو واړو اتلولي مې خپله کړې ده”.

د یادونې وړ ده، چې نوموړی به په نېږدې راتلونکي کې د لامبو وهلو په سیالیو کې هم ګډون وکړي.

ولي محمد نوري د افغانستان لومړنی نابینا د لامبو او ځغاستې اتل دی، چې په لسګونو سیالیو کې یې اتلولي خپله کړې ده.

هند او پاکستان یوه، یو ورځنۍ لوبه په دوه ورځو کې تر سره کوي

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۵۰ GMT+۱

د اسیا کپ اتلولیو جام د څلور غوره پړاو سیالیو پر مهال تېره ورځ د هند او پاکستان تر منځ لوبه د پرلپسې باران د اورښت له امله ۲۴،۱ اور کې ودرول شوه. نن به لوبه بېرته له هماغه ځایه پیلیږي چې تېره ورځ درول شوې وه.

تیره ورځ لوبه هغه مهال ودرول شوه چي ویراټ کهولي او کیل راهول د هند لپاره توپ وهنه او شاداب خان د پاکستان له لوري توپ اچونه کوله.

د اسیا کپ له پیل تر اوسه پورې دا دوهم ځل دی چي د هند او پاکستان تر منخ لوبې د باران له امله اغیزمنېکيږي، خو د نن لوبې تر سره کیدو پر مهال هم د اورښت وړاندوینه شوي ده.

ويل کیږي، نن هم د لوبې د بشپړ پای ته رسیدو لپاره لږ چانس دی،ځکه چې د سریلانکا د هوا پیژندنې د معلوماتو له مخېله سهار راهیسې د یاد هیواد په پلازمېنه کولمبو کې باران اوري او د مازدیګر له څلورو بجو وروسته د سخت اورښت خبردارۍ ورکړل شوی.

تیره ورځ د باران له پیلیدو مخکې په ۲۴،۱ اورونو کې هند د دوه پیلیزو لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۷ منډې جوړې کړې وې، لوبڅارانو شاوخوا څلور ساعته انتظار ورکړ چي پاتې لوبې ته تر باران وروسته دوام ورکړي، خو وروسته پریکړه وشوه چي د هند او پاکستان تر منځ پاتې لوبه به د دوشنبې په ورځ تر سره شي.

تیره ورځ روهیت شرما او شبمن ګیل د هند پیلیز توپ وهونکو ښه لوبه پیل کړه، او دواړه تر نیمه سلیزو جوړولو وروسته د پاکستان د تیز توپ اچونکي شاهین آفریدي او ارام توپ اچونکي شاداب خان له لوري وسوځول شوه.

تیره ورځ لوبه د وایراټ کهولي او کهیل راهول د توپ وهنې او شاداب خان د توپ اچونې پرمهال ودرول شوه، او نن به لوبه د ویراټ او راهول په توپ وهنه او د شاداب په توپ اچونه پیل شي.

نصرت الله حقپرست د یو ایف سي په سیالیو کې خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۸ GMT+۱

د ازادو سیالیو افغاني الاصله جرمني لوبغاړي نصرت الله حقپرست د ازادو سیالیو په وروستۍ لوبې کې خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه.

نوموړي د استرالیا په سیډني کې له خپل امریکايي سیال لنډن کوینونز سره د یو ایف سي په سیالیو کې مخامخ شو او دغه سیالي یې په خپله ګټه پای ته ورسوله.

ښاغلي حقپرست له خپلې بریا وروسته په خپلو خبرو کې د نوموړي یاده بریا د افغانستان خلکو او د مراکش زلزله ځپلو ته ډالۍ کړه او ویې ویل چې مراکش یې دویم کور دی.

نوموړي زیاته کړه:“ دا بریا د مراکش د زلزلې قربانیانو او زما اصلي وطن افغانستان ته ډالۍ کوم چې څلوېښت کاله له جګړې کړیږي”.

د یادونې وړ ده، چې دا د نصرت حقپرست پنځلسمه بریا ده.

جرمني اول ځل د باسکټبال نړۍوال جام وګاټه

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۲ GMT+۱

د جرمني باسکټبال ملي لوبدلې په فلیپین کې د باسکټبال نړیوال جام په پایلوبه کې صربستان ته په ماتې ور کولو سره اول ځل نړیواله اتلولي وګټله. پایلوبه کې د یکشنبې په ورځ جرمني ۸۳ او د صربستان ۷۷ امتیازونه وګټل.

تر دې مخکې جرمني د امریکا لوبډلې ته په نیمه پایلوبه کې په ماتې ور کولو سره پایلوبې ته ځان رسولی و.

د دې اتلولیو په ډلبندۍ کې کاناډا هم د ۱۱۸ په مقابل کې په ۱۲۷ امتیازونو لرلرو سره امریکا ماته کړه او دریم مقام یې خپل کړ.

د ۲۰۲۳ کال په باسکټبال نړیوال جام کې امریکا څلورم او لیتوانیا پنځم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ سږ کال د فلیپین په مانیلا کې روانې وې او د ۳۲ هېوادونو ملي لوبډلو پکې ګډون درلود.

د اسیا کپ سیالیو په دوام نن د پاکستان او هند لوبډلې سره مخ کیږي

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۵ GMT+۱

د یادو لوبډلو لومړنۍ لوبه په ګروپي سیالیو کې تر سره شوې چې د باران د اورښت له امله د یو یو امتیاز په ورکولو سره لوبهبې پایلې اعلان شوه. ويل کيږي که نن هم باران وشو، د لوبې لپاره دغه لوبډلې بله احتیاطي ورځ هم لري.

د پاکستان کرکټ بورډ وايي، د پاکستان او هند تر منځ د سوپر ۴ پړاو سیالۍ پر مهال، که د باران اورښت د یادې سیالۍ د نه تر سره کیدو لامل شو، د دغه هیوادونو تر مځ د سیالۍ تر سره کیدو لپاره سبا هم احتیاطي ورځ په پام کې نیولشوې ده.

په اسیا کپ سیالیو کې شپږ لوبډلو په دوه ګروپونو کې د یوبل پر وړاندې ولوبېدې خو افغانستان او نیپال په ګروپ لوبو کې د دوه دوه لوبو بایللو له امله دوهم پړاو ته له تګ څخه پاتې شوې، او پاکستان، هند، سریلانکا او بندګله دېش سوپر ۴ پړاو ته لاره موندله.

پاکستان په اسیا کپ سیالیو کې د ډیرو پواینټونو په لرلو سره مخکښه لوبډله ده او که د نن لوبه له هند څخه وګټی پایلوبې ته ورتګ یې نور هم اسانه کیږي.

همدارنګه د اسیا کپ کرکټ د یو ورځینو سیالیو په سوپر ۴ پړاو کې تیره ورځ سريلانکا، بنګله دیش لوبډلې ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه.

په کولمبو کې ترسره شوې دغه سیالۍ کې بنګله دیش د پچې په کټلو سره لومړی د توپ اچونې پریکړه وکړه او د سریلانکا لوبډلې ته یې د توپ وهني بلنه و‍رکړه.

په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د سریلانکا لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځیدو ۲۵۷ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا له لوري د ۲۵۸ منډو هدف ته د رسیدو په هڅه کې د بنګله دیش ټوله لوبډله په ۴۸،۱ اورونو کې د ۲۳۵ منډو په جوړولو وسوځېده.