جرمني اول ځل د باسکټبال نړۍوال جام وګاټه

د جرمني باسکټبال ملي لوبدلې په فلیپین کې د باسکټبال نړیوال جام په پایلوبه کې صربستان ته په ماتې ور کولو سره اول ځل نړیواله اتلولي وګټله. پایلوبه کې د یکشنبې په ورځ جرمني ۸۳ او د صربستان ۷۷ امتیازونه وګټل.

د جرمني باسکټبال ملي لوبدلې په فلیپین کې د باسکټبال نړیوال جام په پایلوبه کې صربستان ته په ماتې ور کولو سره اول ځل نړیواله اتلولي وګټله. پایلوبه کې د یکشنبې په ورځ جرمني ۸۳ او د صربستان ۷۷ امتیازونه وګټل.
تر دې مخکې جرمني د امریکا لوبډلې ته په نیمه پایلوبه کې په ماتې ور کولو سره پایلوبې ته ځان رسولی و.
د دې اتلولیو په ډلبندۍ کې کاناډا هم د ۱۱۸ په مقابل کې په ۱۲۷ امتیازونو لرلرو سره امریکا ماته کړه او دریم مقام یې خپل کړ.
د ۲۰۲۳ کال په باسکټبال نړیوال جام کې امریکا څلورم او لیتوانیا پنځم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ سږ کال د فلیپین په مانیلا کې روانې وې او د ۳۲ هېوادونو ملي لوبډلو پکې ګډون درلود.


د یادو لوبډلو لومړنۍ لوبه په ګروپي سیالیو کې تر سره شوې چې د باران د اورښت له امله د یو یو امتیاز په ورکولو سره لوبهبې پایلې اعلان شوه. ويل کيږي که نن هم باران وشو، د لوبې لپاره دغه لوبډلې بله احتیاطي ورځ هم لري.
د پاکستان کرکټ بورډ وايي، د پاکستان او هند تر منځ د سوپر ۴ پړاو سیالۍ پر مهال، که د باران اورښت د یادې سیالۍ د نه تر سره کیدو لامل شو، د دغه هیوادونو تر مځ د سیالۍ تر سره کیدو لپاره سبا هم احتیاطي ورځ په پام کې نیولشوې ده.
په اسیا کپ سیالیو کې شپږ لوبډلو په دوه ګروپونو کې د یوبل پر وړاندې ولوبېدې خو افغانستان او نیپال په ګروپ لوبو کې د دوه دوه لوبو بایللو له امله دوهم پړاو ته له تګ څخه پاتې شوې، او پاکستان، هند، سریلانکا او بندګله دېش سوپر ۴ پړاو ته لاره موندله.
پاکستان په اسیا کپ سیالیو کې د ډیرو پواینټونو په لرلو سره مخکښه لوبډله ده او که د نن لوبه له هند څخه وګټی پایلوبې ته ورتګ یې نور هم اسانه کیږي.
همدارنګه د اسیا کپ کرکټ د یو ورځینو سیالیو په سوپر ۴ پړاو کې تیره ورځ سريلانکا، بنګله دیش لوبډلې ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه.
په کولمبو کې ترسره شوې دغه سیالۍ کې بنګله دیش د پچې په کټلو سره لومړی د توپ اچونې پریکړه وکړه او د سریلانکا لوبډلې ته یې د توپ وهني بلنه ورکړه.
په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د سریلانکا لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځیدو ۲۵۷ منډې جوړې کړې.
د سریلانکا له لوري د ۲۵۸ منډو هدف ته د رسیدو په هڅه کې د بنګله دیش ټوله لوبډله په ۴۸،۱ اورونو کې د ۲۳۵ منډو په جوړولو وسوځېده.

د اسیا د ملتونو جام د غوراوي سیالیو کې د افغانستان د فوټبال د ۲۳ کلنو ملي لوبډلې له ازبکستان څخه ۱-۸ ګولونو تر سختې ماتې خوړلو وروسته، نن ماښام د ایران پر وړاندې ولوبیده او د ۰-۴ پایلې سره یې ماتې وخوړه.
ایران د لوبې په دواړو نیمایي کې پر افغانستان دوه دوه ګولونه ووهل او بل پړاو ته یې لار وموندله.
د دې لوبې له پایلې سره افغان لوبډله په عملي توګه بل پړاو ته له تګه پاتې شوه او په پنځم ګروپ کې د دې ډلې وروستۍ لوبه به د سې شنبې ماښام، د سپټمبر په ۱۲مه د هانګ کانګ لوبډلې پر وړاندې، تشریفاتي بڼه ولري.
د نننۍ لوبې په لومړۍ نیمايي کې د ایران لوبغاړي محمد قرباني په ۳۰مه دقیقه کې پر افغانستان ګول وواهه، اوه دقیقې وروسته حسین ګودرزي پایله دوه برابره کړه او لومړۍ نیمايي ۲-۰ د ایران په ګټه پای ته ورسېده.
په دویمه نیمايي کې هم ایران پر ګول او میدان تسلط درلود او د لوبې په ۵۹ او ۷۵ دقیقو کې د ایران لوبغاړو صیادمنش او محمد جواد حسین نژاد، پر افغانستان پر له پسې دوه ګولونه ووهل او لوبه یې وګتله.
د افغانستان ملي لوبډلې لپاره نن اړتیا وه چې درې نمرې وګټي. خو ونه توانیدل چې ترلاسه یې کړي.
د افغانستان ملي لوبډله په دوه لوبو کې د ۱۲ ګولونو په خوړلو او یو ګول په وهلو له دې ټورنمنټ څخه بهر شوه.

د مانچسټر یونایټیډ د برازیلي لوبغاړي انتوني د کورني تاوتریخوالي او شخړې قضیه هره ورځ نوي اړخونه اخلي. ګلوبو برازیل راپور ورکړ، چې د انتوني د ژوند ملګرې ګابریلا کالاوین لخوا ثبت شوې قضیه د هغه یوازینۍ قضیه نه ده.
د ۲۰۲۲ میلادي کال د مې په ۲۲مه نېټه، رایسا دي فریتش هم له انتوني د تاوتریخوالي له امله شکایت کړی.
د ګابریلا کالاوین پر شکایت سربیره، د انتوني په وړاندې دوه نور شکایتونه هم شته. «رایسا ډی فریتش» هم ادعا کوي چې د انتوني لخوا هغه مهال ورسره تاوتریخوالی وشو، چې د هغه غوښتنې ته یې «نه» وویل او وروسته بیا روغتون ته لیږدول شوې.
ویل کیږي چې ریکارډ شبکه به ډېر ژر د دریمې شکایت کوونکې مرکه خپره کړي.
لومړنی شکایت د انتوني د ژوند د ملګرې ګابریلا لخوا ثبت شوی و، چې هغه یې په کورني تاوتریخوالي تورن کړ.
هغه پیښه چې د ۲۰۲۳میلادي کال په جنوري میاشت کې رامنځته شوه او د UOL راپور له مخې ، انتوني هغه سر ته په لغتو او سوکانو وهلې چې د نوموړې د ټپې کیدو لامل شو.
ګابریلا د ۲۰۲۳ میلادي کال په جون میاشت کې د برازیل په سایوپاولو کې د انتوني په وړاندې خپل شکایت ثبت کړ. هغې د انتوني په اړه د مانچسټر ښار پولیسو ته هم شکایت کړی دی.
ګابریلا وویل، چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د انتوني تاوتریخوالی د دې لامل شو چې د مېندوارۍ په شپاړلسمه اونۍ کې خپل ماشوم زیان کړي.
مانچسټر یونایټیډ چې له اوږدې مودې راهیسې د میسون ګرینوود له قضیې سره مخامخ و، اوس د انتوني له دې جنجال سره ښکیل دی.
دا کلب څو ورځې وړاندې په یوه رسمي بیان کې د انتوني پروړاندې تورونه تایید او لیکلي یې دي: "مانچسټر یونایټیډ د انتوني پروړاندې تورونه تایید کړي او اعلان کوي، چې پولیس په دې اړه خپلې څیړنې کوي. کلب د نورو معلوماتو په تمه دی او په دې اړه نور خپل نظر نه څرګندوي. د یوه کلپ په توګه، د کورني تاوتریخوالي قربانیانو باندې د دې تورونو او پایلو په پام کې نیولو سره دا مسله جدي ګڼو».
د مانچسټر ښار پولیسو هم څو ورځې وړاندې په دې قضیه کې خپلې پلټنې پیل کړې دي.

دا تمه نه وه، چې د سویا مینه وال به د سرخیو راموس د راستنېدو هرکلی وکړي؛ خو په سانچیز پیسخوان لوبغالي کې د نوموړي هرکلي ته ۲۵ زره خلک راغلي وو.
په داسې حال کې چې راموس کولې شول، د عربستان لیګ کې د ډېرو پیسو ترلاسه کولو سره پاتې شي، خو راموس هغه کلب ته راستون شو، چې د نوموړي په مسلکي فوټبال پرمختګ کې یې رنګین رول درلود.
د سویا مینه وال په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د راموس د جنجالي وتلو له امله؛ له هغه مایوسه شوي وو او تمه نه کېده چې له داسې هرکلي سره مخ شي.
راموس په کلب کې خپلو مینه والو ته په وینا کې وویل: «زه تل له دې لوبغالي څخه منندوی یم او موږ به د ګډو اهدافو لپاره کار وکړو.».
هغه زیاته کړه: «هیله مند یم چې دومره ښه چانس ولرم چې دلته ځینې سرلیکونه ترلاسه کړم. موږ کولې شو یو جام وګټو. له هر څه مهم په خپلو وړتیاوو باور کول دي».
راموس له سویا سره یو کلن تړون لري او تمه ده، چې د دې کلب څلورم نمبر کمیس واغوندي.

د اسیا کرېکټ په پنځوس اوریزو سیالیو کې نن افغانستان د سریلنکا پر وړاندې د لوبې میدان ته ښکته شوه او لوبه د سرېلانکا په ګټه تمامه شوه.
سرېلانکا لوموړی توپ وهنه پیل کړه او په ټاکل شویو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۲ منډې هدف وټاکه. د توپ اچونې په برخه کې ګلبدین نایب څلور، راشد خان دوه او مجیب ځدراڼ یو لوبغاړی وسوځاوه.
ورپسې افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۹ منډې وکړې او په دې سره افغانستان خپله دویمه لوبه هم وبایلله.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې افغانستان له بنګله دېش سره هم ورته سیالي ترسره کړه، چې په هغه لوبه کې یې هم ماتې خوړلې وه.