د اسیا کرېکټ پنځوس اوریز جام سیالیو کې افغانستان له سرېلانکا ماتې وخوړه

د اسیا کرېکټ په پنځوس اوریزو سیالیو کې نن افغانستان د سریلنکا پر وړاندې د لوبې میدان ته ښکته شوه او لوبه د سرېلانکا په ګټه تمامه شوه.

د اسیا کرېکټ په پنځوس اوریزو سیالیو کې نن افغانستان د سریلنکا پر وړاندې د لوبې میدان ته ښکته شوه او لوبه د سرېلانکا په ګټه تمامه شوه.
سرېلانکا لوموړی توپ وهنه پیل کړه او په ټاکل شویو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۲ منډې هدف وټاکه. د توپ اچونې په برخه کې ګلبدین نایب څلور، راشد خان دوه او مجیب ځدراڼ یو لوبغاړی وسوځاوه.
ورپسې افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۹ منډې وکړې او په دې سره افغانستان خپله دویمه لوبه هم وبایلله.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې افغانستان له بنګله دېش سره هم ورته سیالي ترسره کړه، چې په هغه لوبه کې یې هم ماتې خوړلې وه.


د افغان ځوانانو ارکسټر د سویس په جینوا کې څو کنسرتونه کړي ترڅو «د موسیقۍ له حقونو سرغړونو ته د نړۍوالې ټولنې پام راجلب کړي» او د افغان مېرمنو د حقونو ملاتړ وکړي.
دا کنسرتونه «د ارام هېواد موسیقي» تر عنوان لاندې د سپټمبر په لومړۍ نېټه پیل او د سپټمبر تر ۱۶مې به دوام وکړي.
د افغان ځوانانو ارکسټر د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټيټيوټ له زده کوونکو څخه جوړ دی، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته پرتګال کې استوګن شول.
دغې ډلې په یوې بیانیې کې لیکلي، چې د افغان ځوانانو ارکسټر به د سپټمبر په شپږمه په ویکټوریا هال کې چې د سویس مشهور او تاریخي تالار دی کنسرت ورکوي.
دا هنرمندان په پلان کې لري، چې د سپټمبر په ۱۱مه نېټه به په جینوا کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د دې دفتر د بشري حقونو د شورا د ناستې په یوې څڼډه کې کنسرت ورکړي.
د افغانستان د موسيقۍ د ملي انسټيټيوټ مشر احمد سرمست وويل: «د افغان ځوانانو ارکسټر د وطن د ریښتیني بچيانو په په څېر د هېواد د بډايه موسيقۍ ميراث د ساتنې ترڅنګ هڅه کوي د هرې سندرې په ویلو سره د افغانستان د میلیونونو خاموشه خلکو او د موسیقۍ د مینه والو غږ پورته کړي، چې د د طالبانو له خوا مجبوره دي چې چوپه خوله پاتې شي».
طالبان موسیقي حرام ګڼي او د طالبانو د امر بالمعروف والنهي عن المنکر وزارت د موسیقۍ غږول او نشرول منع کړي دي.
د دې وزارت محتسبانو په تېرو دوه کلونو کې په کراتو په موټرونو او ودونو کې د موسیقۍ خپرول بند کړي دي. دوی په ځینو ولایتونو کې د موسیقۍ وسایل سوځولي هم دي.
وروسته له دې چې طالبانو په ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه افغانستان ونیوه، د افغانستان د موسیقۍ د انسټیټیوټ زده کوونکي پرتګال ته ولېږدول شول.

د هرات پخوانی والي او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پخوانی مشر احمد یوسف نورستانی د طالبانو په بلنه کابل ته ستون شو.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د سې شنبې په ورځ (دوږي په ۱۴مه) پر خپلې اېکس(ټویټر) پاڼه لیکلي، چې هغه "له افغان شخصیتونو سره د تماس د کمېسیون د هڅو له امله" راستون شوی دی.
دغه ټلویزیون د ښاغلي نورستاني یو عکس خپور کړی، چې ښيي ځینو طالب چارواکو ظاهراً د کابل په هوايي ډګر کې د هغه هرکلی کړی دی.
ښاغلی نورستانی په ۲۰۱۴ کال کې د ټاکنو کمېسیون مشر و. پخوانی ولسمشر اشرف غني د دغو جنجالي ټاکنو په پایله کې واک ته ورسېد.
یوسف نورستاني کابل ته د خپل راتګ په اړه څه نه دي ویلي.
په 2018 کې د امریکا یوې فیدرالي محکمې ښاغلي نورستاني ته د "د عامه شتمنیو د غلا" په جرم په شپږ میاشتې کور کې د نظر بندۍ او درې کاله د هغه د کړنو د څارنې سزا واوروله.
ښاغلي نورستاني اعتراف وکړ، چې د 2015 او 2018 ترمنځ یې د خپل سفر او استوګنې په اړه دروغ ویلي او په غیرقانوني توګه یې له 100,000 ډالرو څخه ډېرې دولتي مرستې ترلاسه کړې.
له دې تورونو وروسته د افغانستان پخواني حکومت اعلان وکړ، چې ښاغلی نورستاني افغان-امریکايي تابعیت لري.
ښاغلی نورستانی په ۱۳۹۲ کال کې د ټاکنو کمېسیون مشر شو او په ۱۳۹۵ کال کې یې استعفاء وکړه.
له استعفا وروسته د افغانستان د مشرانو جرګې غړی شو.
د طالبانو په اداره کې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون ویاند احمدالله وثیق وايي، په تېرو دوو کلونو کې د تېر حکومت ۶۵۵ چارواکي د دغې ډلې په بلنه هېواد ته راستانه شوي دي.
طالبانو په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې دغو کسانو ته یې د مصونیت کارتونه ورکړي دي.

د اوکراین پارلمان د دغه هېواد د دفاع وزیر الیکسي رزنیکوف ګوښه کېدل د رایو په اکثریت تایید کړل.
وروسته له هغه چې پارلمان د رزنیکوف د ګوښه کولو په اړه رایه ورکړه، د اوکراین د پارلمان غړي یاروسلاو ژیلزنیاک په خپل ټیلیګرام چینل کې لیکلي چې د استازو اکثریت د هغه د ګوښه کولو ملاتړ کوي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تېره یکشنبه اعلان وکړ، چې د خپلې کابینې دغه غړی یې له دندې ګوښه کړی او یوه ورځ وروسته ښاغلي رزنیکوف پارلمان ته خپله استعفاء اعلان کړه.
ښاغلي زیلینسکي د روستم عمروف په نامه یو کریمیایي تاتار وړاندیز کړی، چې د الیکسي رزنیکوف پر ځای د دفاع د وزیر په توګه ټاکلی دی.
ښاغلی عمروف پخوا د اوکراین د پارلمان غړی و او اوس مهال د دغه هېواد د دولتي املاکو د صندوق مشر دی.
د اوکراین د دفاع وزارت رهبري په داسې وخت کې چې دغه هېواد له روسیې سره په سخته جګړه کې ښکېل دی د اوکراینیانو لپاره ډېر مهم دی.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست یوه چارواکي تایید کړه، چې د اروپايي ټولنې یو ډېپلوماټ په ایران کې د ۵۰۰ ورځو راهسې په "غیر قانوني" توګه بندي دی. یوزب بورل خبریالانو ته وویل، چې یوهان فلودروس د اروپايي اتحادیې د بهرني خدماتو کارکوونکی دی.
یوهان فلودروس په ۱۴۰۰ کال کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ډیپلوماتیک ماموریت غړی و.
ښاغلي بورل د سې شنبې په ورځ (د وږي ۱۴مه) د اسپانیا کادیز ښار ته د سفر پرمهال وویل: "زه غواړم ټینګار وکړم چې زه شخصاً او زما ټول ټیم په ټولو کچو کې د اروپایي اتحادیې بنسټونه د سوېډن چارواکو سره نېږدې همغږي لري - چې د هغه لومړۍ درجه د ساتنې اصلي مسوولیت لري، پر ایراني چارواکو فشار راړوی چې هغه خوشې کړي."
دغه راز د اروپايي کميسيون وياند پيتر استانو هم د دوشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کې له دې پرته چې ښاغلي فلودروس د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ د دفتر کارکوونکی دی، وويل چې يو سوېډني تبعه په ايران کې بندي دی.
د اروپايي ټولنې چارواکو په ایران کې د دغه اروپايي ډیپلوماټ نیول وروسته له هغه تایید کړل، چې نیویارک ټایمز د دوشنبې په ورځ په یوه ځانګړي راپور کې وویل، چې یوهان فلودروس په ایران کې د ۵۰۰ ورځو راهسې بندي شوی دی.
نیویارک ټایمز د ښاغلي فلودروس د کورنۍ یوه وینا راخیستې او لیکلي یې دي، چې نوموړی ایران ته د یوه تفریحي سفر پر مهال نیول شوی دی. د ۳۳ کلن ښاغلي فلودروس کورنۍ ټینګار کړی چې هغه باید ژر تر ژره خوشې شي.
یوهان فلودروس په ۱۴۰۰ کال کې په افغانستان کې د اروپا د ډیپلوماتیک ماموریت غړی و؛ خو د طالبانو په لاس د کابل د سقوط له امله یې افغانستان ته ونه شو کولای سفر وکړي. هغه په بروکسل کې د اروپايي ټولنې په مرکزي دفتر کې د دغه ماموریت په چوکاټ کې خپل کار پرمخ وړلو.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې؛ ښاغلی فلودروس له خپلو یو شمېر ملګرو سره ایران ته په یوه سیاحتي سفر تللی و او د ۱۴۰۱ کال د می په ۲۸مه د بېرته ستنېدو پر مهال په هوايي ډګر کې ونیول شو.
د نیویارک ټایمز د راپور له خپرېدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې هغه «بې خبر» دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر نیوکه وکړه، چې تر اوسه حتا یو اسلامي هېواد هم د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
خیرالله خیرخوا دغو هېوادونو ته ویلي؛ که امریکا، چین، او روسیه مو په « رسمیت نه پېژني نه دې پېژني» خو تاسو باید «د سلام په خاطر موږ په رسمیت پېژندلي وی».
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۳مه) په تخار کې په یوې غونډه کې اسلامي هېوادونو ته په خطاب کې وویل؛ هغه وخت چې دغې ډلې "جهاد" کاوه، هغوی یې «لیوني» بلل او هیچا ورسره مرسته ونه کړه.
د هغه په وینا اوس اسلامي هېوادونه له یوې بلې "ازموینې" سره مخ دي او هغه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر اسلامي هېوادونو ته ویلي، چې دوی د«مسلمانۍ» ادعا لري او د طالبانو د حکومت پېژندنې په مساله کې له امریکا، روسیې او چین څخه توپیر لري.
خیرالله خیرخواه د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندلو لپاره د یوه جامع حکومت د جوړېدو په اړه د هېوادونو شرایطو ته په اشارې سره وویل، چې پر ځینو هېوادونو یوه کورنې له لسیزو حکومت کوي، ولې هغوی ته څوک څه نه وايي؟
د طالبانو د کابینې دغه غړي د هغو هېوادونو په اړه چې «یوه کورنۍ» پرې واکمني کوي، وضاحت ور نه کړ؛ خو داسې ښکاري چې د هغه مطلب ځینې عربي هېوادونه دي، چې ځینې یې تل د دغې ډلې په ملاتړ تورن شوي دي.
تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. طالبان د بشري حقونو په پراخو سرغړونو تورن دي او د اسلامي حکومتونو په ګډون د نړۍ هېوادونو د دې ډلې پر سیاستونو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې نیوکې کړې دي.
د ټول شموله حکومت جوړول د نړۍوالې ټولنې یوه بله غوښتنه ده، چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.