د اوکراین پارلمان د دفاع وزارت څخه د الکسي رزنیکوف ګوښه کېدل ومنل

د اوکراین پارلمان د دغه هېواد د دفاع وزیر الیکسي رزنیکوف ګوښه کېدل د رایو په اکثریت تایید کړل.

د اوکراین پارلمان د دغه هېواد د دفاع وزیر الیکسي رزنیکوف ګوښه کېدل د رایو په اکثریت تایید کړل.
وروسته له هغه چې پارلمان د رزنیکوف د ګوښه کولو په اړه رایه ورکړه، د اوکراین د پارلمان غړي یاروسلاو ژیلزنیاک په خپل ټیلیګرام چینل کې لیکلي چې د استازو اکثریت د هغه د ګوښه کولو ملاتړ کوي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تېره یکشنبه اعلان وکړ، چې د خپلې کابینې دغه غړی یې له دندې ګوښه کړی او یوه ورځ وروسته ښاغلي رزنیکوف پارلمان ته خپله استعفاء اعلان کړه.
ښاغلي زیلینسکي د روستم عمروف په نامه یو کریمیایي تاتار وړاندیز کړی، چې د الیکسي رزنیکوف پر ځای د دفاع د وزیر په توګه ټاکلی دی.
ښاغلی عمروف پخوا د اوکراین د پارلمان غړی و او اوس مهال د دغه هېواد د دولتي املاکو د صندوق مشر دی.
د اوکراین د دفاع وزارت رهبري په داسې وخت کې چې دغه هېواد له روسیې سره په سخته جګړه کې ښکېل دی د اوکراینیانو لپاره ډېر مهم دی.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست یوه چارواکي تایید کړه، چې د اروپايي ټولنې یو ډېپلوماټ په ایران کې د ۵۰۰ ورځو راهسې په "غیر قانوني" توګه بندي دی. یوزب بورل خبریالانو ته وویل، چې یوهان فلودروس د اروپايي اتحادیې د بهرني خدماتو کارکوونکی دی.
یوهان فلودروس په ۱۴۰۰ کال کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ډیپلوماتیک ماموریت غړی و.
ښاغلي بورل د سې شنبې په ورځ (د وږي ۱۴مه) د اسپانیا کادیز ښار ته د سفر پرمهال وویل: "زه غواړم ټینګار وکړم چې زه شخصاً او زما ټول ټیم په ټولو کچو کې د اروپایي اتحادیې بنسټونه د سوېډن چارواکو سره نېږدې همغږي لري - چې د هغه لومړۍ درجه د ساتنې اصلي مسوولیت لري، پر ایراني چارواکو فشار راړوی چې هغه خوشې کړي."
دغه راز د اروپايي کميسيون وياند پيتر استانو هم د دوشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کې له دې پرته چې ښاغلي فلودروس د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ د دفتر کارکوونکی دی، وويل چې يو سوېډني تبعه په ايران کې بندي دی.
د اروپايي ټولنې چارواکو په ایران کې د دغه اروپايي ډیپلوماټ نیول وروسته له هغه تایید کړل، چې نیویارک ټایمز د دوشنبې په ورځ په یوه ځانګړي راپور کې وویل، چې یوهان فلودروس په ایران کې د ۵۰۰ ورځو راهسې بندي شوی دی.
نیویارک ټایمز د ښاغلي فلودروس د کورنۍ یوه وینا راخیستې او لیکلي یې دي، چې نوموړی ایران ته د یوه تفریحي سفر پر مهال نیول شوی دی. د ۳۳ کلن ښاغلي فلودروس کورنۍ ټینګار کړی چې هغه باید ژر تر ژره خوشې شي.
یوهان فلودروس په ۱۴۰۰ کال کې په افغانستان کې د اروپا د ډیپلوماتیک ماموریت غړی و؛ خو د طالبانو په لاس د کابل د سقوط له امله یې افغانستان ته ونه شو کولای سفر وکړي. هغه په بروکسل کې د اروپايي ټولنې په مرکزي دفتر کې د دغه ماموریت په چوکاټ کې خپل کار پرمخ وړلو.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې؛ ښاغلی فلودروس له خپلو یو شمېر ملګرو سره ایران ته په یوه سیاحتي سفر تللی و او د ۱۴۰۱ کال د می په ۲۸مه د بېرته ستنېدو پر مهال په هوايي ډګر کې ونیول شو.
د نیویارک ټایمز د راپور له خپرېدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې هغه «بې خبر» دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر نیوکه وکړه، چې تر اوسه حتا یو اسلامي هېواد هم د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
خیرالله خیرخوا دغو هېوادونو ته ویلي؛ که امریکا، چین، او روسیه مو په « رسمیت نه پېژني نه دې پېژني» خو تاسو باید «د سلام په خاطر موږ په رسمیت پېژندلي وی».
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۳مه) په تخار کې په یوې غونډه کې اسلامي هېوادونو ته په خطاب کې وویل؛ هغه وخت چې دغې ډلې "جهاد" کاوه، هغوی یې «لیوني» بلل او هیچا ورسره مرسته ونه کړه.
د هغه په وینا اوس اسلامي هېوادونه له یوې بلې "ازموینې" سره مخ دي او هغه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر اسلامي هېوادونو ته ویلي، چې دوی د«مسلمانۍ» ادعا لري او د طالبانو د حکومت پېژندنې په مساله کې له امریکا، روسیې او چین څخه توپیر لري.
خیرالله خیرخواه د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندلو لپاره د یوه جامع حکومت د جوړېدو په اړه د هېوادونو شرایطو ته په اشارې سره وویل، چې پر ځینو هېوادونو یوه کورنې له لسیزو حکومت کوي، ولې هغوی ته څوک څه نه وايي؟
د طالبانو د کابینې دغه غړي د هغو هېوادونو په اړه چې «یوه کورنۍ» پرې واکمني کوي، وضاحت ور نه کړ؛ خو داسې ښکاري چې د هغه مطلب ځینې عربي هېوادونه دي، چې ځینې یې تل د دغې ډلې په ملاتړ تورن شوي دي.
تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. طالبان د بشري حقونو په پراخو سرغړونو تورن دي او د اسلامي حکومتونو په ګډون د نړۍ هېوادونو د دې ډلې پر سیاستونو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې نیوکې کړې دي.
د ټول شموله حکومت جوړول د نړۍوالې ټولنې یوه بله غوښتنه ده، چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان وکړ، چې د مالي سرچینو د کموالي له امله به په روانه میاشت کې د دوه میلیونه نورو افغانانو خوراکي توکي کم کړي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې که په دوو میاشتو کې یې مرستې ونه رسېږي، د مرستو کچه به ۱۰ میلیونه کسانو ته راکمه شي.
د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې که بودیجه پای ته ورسي نو په افغانستان کې به یو "ناوریني" ژمی وي. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم مرستې کمې شوې وې.
د مالي منابعو د غوښتنې سره - سره، ملګري ملتونه نه دي توانیدلي چې د مرسته ورکوونکو ملاتړ راجلب کړي او یوازې د اټکل شوي مقدار څلورمه برخه یې راټوله کړې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي؛ که مرستې ور نه کړل شي، د لرې پرتو سیمو ۹۰ سلنه خوراکي توکو مرستې به قطع کیږي او حتا د لاس رسي په سیمو کې به هم خلک د سختې یخې هوا پر مهال هېڅ ډول مرستې ترلاسه نه کړي.
په افغانستان کې د WFP مشر هسیا وی لی رویټرز ته وویل: "دا یو ډول ناورین دی چې موږ یې باید مخنیوی وکړو."

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې د مرستو په ترلاسه کوونکو کې ۲۰ سلنه ښځې دي.
د راپورونو له مخې شاوخوا درې پر څلورمه برخه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو د واک له ترلاسه کولو راهیسې د فقر او لوږې کچه د پام وړ لوړه شوې ده.
په همدې حال کې هغه پرمختیايي مرستې چې د پخوانۍ ادارې د مالي مرستو ستون فقرات وو؛ قطع شوې دي، د طالبانو اوسنۍ اداره له بندیزونو سره لاس او ګریوان ده او په امریکايي بانکونو کې د افغانستان بانک زیرمې کنګل شوې دي.
په ښځو باندې د طالبانو سخت محدودیتونه او له بشري حقونو څخه پراخه سرغړونې هغه عوامل دي، چې د دې لامل شوي چې نړۍواله ټولنه د دې ډلې رژیم په رسمیت ونه پېژني.
دې مسالې ډېری مرستندویان اړ کړي چې له افغانستان سره مرستې بندې کړي.
خو په افغانستان کې د خوړو د نړۍوال پروګرام چارواکي له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د اړو کسانو حسابونه له طالبانو جلا کړي.
دوی خبرداری ورکړ چې دا بې وزله ماشومان او میندې دي چې د اوسني حالاتو قیمت پرې کوي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي؛ د مرستو په ترلاسه کوونکو کې ۲۰ سلنه یې ښځې دي، چې د زرګونو بې سرپرستو کورنیو مشري کوي.
دې ادارې ویلي چې د مارچ تر میاشتې پورې د خپلو مرستندویه پروګرامونو تمویل لپاره 1 ملیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د طالبانو د ولسوالۍ پر ودانۍ د ازادۍ جبهې له برید وروسته په دې ولسوالۍ کې د ازادۍ جبهې او طالبانو ترمنځ جګړه پیل شوې ده.
سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د دې ولسوالۍ په ځینو برخو کې نظامي عملیات پیل کړي دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ طالبانو تېره شپه (د وږي ١٤مه) د دولت شاه ولسوالۍ په درېيو کليو "ګدیاله، منانګل او نویا" کې پوځي عمليات پيل کړل.
وسله والو طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي خو د ازادۍ جبهې د یوې خبرپاڼې خپرولو سره ویلي د طالبانو د عملیاتو پرمهال یې پر دوی بریدونه کړي دي.
تر دې مخکې د ازادۍ جبهې ادعا کړې وه، چې د دولت شاه ولسوالۍ پر ودانۍ په برید کې یې د طالبانو دوه غړي وژلي دي.
له دې پېښې وروسته افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، چې د طالبانو لوړ پوړي چارواکي د لغمان ولایت له مرکز څخه دغې ولسوالۍ ته تللي او د دولت شاه ولسوالۍ په مرکز کې یې بېړنۍ ناسته کړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ د ازادۍ جبهې له بريد وروسته طالبانو د دې ولسوالۍ ۹ اوسېدونکي نيولي دي.

باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو خپلوانو د ارغنداب ولسوالۍ په دامنې کلي کې د یوه بڼ ټولې ونې پرې کړې دي. خواله رسنیو کې په یوې خپرې شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې یوه ډله کسان په دغه سیمه کې د یوه اوسیدونکي د بڼ ونې پرې کوي.
له دغه کسانو سره وسلهوال طالبان هم لیدل کېږي، چې ویل کېږي د ارغنداب ولسوالۍ د طالبانو د ولسوال ملا صدیقي ساتونکي دي.
د دغه باغ څښتن بسم الله وايي، د ارغنداب ولسوالۍ د دولت کلي اوسیدونکو د دغې ولسوالۍ د ولسوال ملا صدیقي په ملاتړ د دغه باغ ونې پرې کړې دي.
نوموړی وايي:«د دولت کلي اوسیدونکو پر موږ دعوه کړې، چې دا باغ زموږ دی؛ خو موږ د خپل باغ او ځمکې قانوني اسناد لرو. په اصل کې د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال ملا صدیقي هم د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکی دی، هغه د دولت کلي د اوسیدونکو ملاتړ کوي او د هغه په لارښوونه یې زموږ د باغ ونې پري کړي.»
د باغ څښتن وايي، په باغ کې شاوخوا ۷۰۰ میوه لرونکې ونې وې، چې ټولې د دولت کلي د اوسیدونکو له لوري پرې شوې او د پنځلسو کلونو خواري یې په اوبو لا هو شوه.
د افغانستان انټرنشنل د خبریال د هڅو سربېره هم په زابل ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکي د دغې پیښې په اړه خبرو کولو ته چمتو نه شول.
په ورته مهال د کندهار په غورک ولسوالۍ کې هم د ځایي طالبانو له لورې د نهه کاریزونو هغه ۴۵۰ برمې چې د سیمو خلکو ور باندې خپلې کرنیزې ځمکې خړوبولې، تخریب شوې دي.
د غورک ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، د کندهار د کرنې رییس په زور د سیمې خلک اړ باسي، تر څو خپلې کرنیزې ځمکې پرېږدي او د کندهار د کرنې رییس ولکه پرې ټينګه کړي.
د غورک ولسوالس اوسیدونکي وايي، د خپلو کرنیزو ځمکو شرعي او قانوني قبالې لري؛ خو پر هغه سربېره ځایي طالبان په زور دوی د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ باسي.
په دي ورستیو کې د افغانستان له ګڼو ولایتونو څخه د طالب زورواکو له لوري په زور د خلکو د ځمکو خپلولو په اړه ډېر شکایتونه کېږي.
