• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فارن پالیسي: طالبانو یو ځلې بیا د لویدیځوالو یرغملول او د هغوی پر سر معاملې له سره پيل کړې

۱۴ وږی ۱۴۰۲ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۳ GMT+۱

فارن پالیسي په یوه مطلب کې لیکلي، چې طالبانو یوځلې بیا د لویدیځوالو یرغملول او د هغوی پر سر د معاملو پخواني چمونه له سره پيل کړي. د دغې مجلې لیکوال د سرچېنو له قوله لیکلي، چې طالبانو د امریکایي او اروپایي وګړو په ګډون له لسو زیات کسان نیولي.

د فارن پالیسۍ دغه لیکواله مېرمن اوډانل په هغه مطلب کې چې د سه شنبې په ورځ خپور شو لیکلي، چې طالبان د خپلو سیاسي موخو د تر لاسه کولو لپاره د لویدیځوالو د یرغملولو پخوانۍ مخینه لري.

هغې د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن له خولې ویلي:« څو تنه» امریکایان له طالبانو سره بندیان دي او نور کسان د برېتانیا او پولنډ اوسېدونکي دي.

اوډانل د ګڼو لویدیځوالو نیونه د یرغمل کېدو د دیپلوماسۍ په برخه کې د ګواښ یو زنګ بللی، چې په دې توګه د یو هېواد اوسېدونکي برمته کېږي او بیا وروسته د ګټو لپاره پر هغوی معامله کېږي.

هغې په روسیه کې د وال سټريټ ژورنال د خبریال ایوان گرشکویچ نېولو ته اشاره کړې، چې د مارچ میاشتې په وروستیو کې امریکا ته د جاسوسۍ په تور نېول شوی و.

په دغه مطلب کې د رسنیو د ملاتړ سازمان میراث جیمز ډبلیو فولي ته اشاره شوې، د هغو موندنو ښودلې وه چې په تېره یوه لسیزه کې ۵۸۰ تنه امریکایان په بهرنیو هېوادونو کې نیول شوي، چې ورسره هم مهاله په بند کې د هغوی ساتنې ۶۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

البته د ۲۰۲۲ کال په راپور کې د ایران، چین، وېنزویلا، سوریې او روسیې څخه یادونه شوې، چې د امریکایي وګړو ۷۵ سلنه په همدغو هېوادونو کې نېول شوي دي.

طالبان څه غواړي؟
اغلې لېن اوډانل په فارن پالیسي کې لیکلي، چې د طالبانو د وروستیو نیونو تر شا ډېرې خبرې شته.

د هغې په وینا، یوه له دغو خبرو څخه دا ده، چې طالبان د توند او کلک چلند په کولو سره غواړي نجونې له زده‌کړو او ښځې له کاره منع کړي او په دې سره افغانستان د لویدیځوالو له شتون څخه ازاد وساتي.
اوډانل لیکلي، ځینې امنیتي سرچینې فکر کوي چې طالبان ښايي پلان ولري چې د بندیانو د تبادلې په موخه له بهرنیانو څخه د ضمانت په توګه کار واخلي، لکه څنګه چې مخکې یې څو ځلې دا کار کړي دی.

ځينې نور بیا فکر کوي، چې دا کار د بایډن پر ادارې د فشار راوړلو لپاره کوي چې په امریکايي بانکونو کې د افغانستان د میلیاردونو ډالرو کنګل شوې بهرنۍ زیرمې ازادې کړي.
په ورته وخت کې دغې اسټرالیايۍ لیکوالې په فارن پالیسي کې لیکلي، چې طالبان غواړي امریکا او لویدیځ دې ته اړ کړي چې د یرغمل شویو کسانو په مرسته خپل «باغی» رژیم په رسمیت وپیژني.
اغلې اوډانل د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پخواني مرستیال میرویس ناب له قوله لیکلي: «د لویدیځو ولسي وګړو په تښتولو او بندي کلو کې د طالبانو اصلي هدف دا دی، چې دوی خپل حکومتونه دې ته اړ کړي چې د نا دولتي سازمانونه په ځای دې، د طالبانو له رژیم سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړي.»

هغه وويل، چې طالبان د امريکا لپاره د نا دولتي موسسو د کارکوونکو له‌خوا د جاسوسۍ له امله اندېښمن دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني مرستیال رفیع فضلي هم فارن پالیسي ته ویلي، چې د طالبانو له لوري د نیول کېدو نوې څپه د دې ډلې د ډیپلوماټیکې انزوا په وړاندې غبرګون دی.
دغې استرالیايۍ لیکوالې زیاته کړې، چې طالبانو له ډېرې مودې راهیسې یرغمل نیونې د امریکايي چارواکو د پام اړولو لپاره یوه مناسبه لاره ګڼلې ده.
یو امریکايي افسر او به بو برګډال اشاره کوي، چې دی په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان په سویل ختیځ کې د حقاني شبکې له‌خوا نیول شوی و او پنځه کاله وروسته د ۲۰۱۴ کال په مې میاشت کې د طالبانو د پنځو غړو د خوشې کولو په بدل کې تبادله شو، دا هغه ګام دی چې اوډانل يې د طالبانو په بري کې لوی کار بولي.
دغې لیکوالې د امریکايي اډمېرل ډېور مارک فرېکس د خوشې کېدو یادونه هم کړې، چې څه باندې دوه کاله د طالبانو په بند کې و او د نشه‎‌يي توکو د قاچاق وړونکي بشیر نورزي په بدل کې چې په امریکا کې په عمري بند محکوم شوی و، خوشې شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت فارن پالیسي ته په یوه بیان کې دا منلې چې «څو امریکايي اتباع د طالبانو له‌خوا نیول شوي دي.» خو د امنيتي اندېښنو له امله نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.
فارن پالیسي په دې مقاله کې د باخبرو سرچینو له قوله لیکلي، چې ښايي د طالبانو له لوري د نیول شویو امریکایانو شمېر تر «څو کسانو» ډېر وي او ښايي لس تنو ته ورسېږي.
دغې مجلې لیکلي، چې د درېیو برېتانوي اتباعو د نیول کېدو پخلی شوی او د پولنډ یوه تبع هم د خپل یوه پولنډي تبعه نیول کېدل منلي او امکان لري، چې د فرانسې او استرالیا اتباع هم د طالبانو په بند کې وي؛ خو وخت او د دوی د نیولو ځای معلوم نه دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د اسيا جام سيالي او د كرېکټ د مینه‌والو نوښتونه

۱۴ وږی ۱۴۰۲ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۱۶ GMT+۱

یو افغان نوښتګر او د کرېکټ مینه‌وال شرف نايب د روان کال د اسیا جام د پنځوس اوریزو لوبو کپ له وړيو او پوستکو جوړ کړی دی. شرف ‏نايب تر دې وړاندې هم د ٢٠١٩ کال د نړۍوال جام پنځوس اوریزو لوبو کپ له وښو جوړ کړی و.

کابل مېشتي شرف نایب د افغانستان انټرنشنل خبریالې ولولې کوچۍ ته ویلي، چې دغه کپ یې د لسو ورځو په اوږدو کې جوړ کړی او دا مهال دغه کپ په کابل کې دی، چې تېره ورځ یې د کابل ښار د شاه دوشمشېره جومات مخکې نندارې ته وړاندې کړ.


شرف نایب وايی:«د اسیا جام له سیالیو د افغان لوبډلې د بېرته ستنېدو وروسته د تشویق او هرکلي په موخه مې دغه کپ جوړ کړی دی.»


هغه زیاتوي:« زه غواړم، چې د اسیا جام په دغو روانو سیالیو کې، چې نن هم د سریلانکا پر وړاندې زموږ ملي لوبډله لوبېږي، بریا ترلاسه کړي او د اسیا جام په سیالیو کې وتوانېږي، چې ځان پای لوبې ته ورسوي.»

امرالله صالح: مننه ښاغلی کرزی، ګوډاګۍ ډلې له خپلواکۍ سره تړاو نه لري

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۳۰ GMT+۱

د وروستي جمهوري دولت د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې پر پخواني ولسمشر حامد کرزي د “لومړی باید ازادي تر لاسه کړو او بیا به د زمري ۲۸مه نمانځو” جملې له امله طالبانو بندیزونه زیات کړي دي.

نن افغانستان انټرنشنل پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د نېږدې سرچینو په حواله د طالبانو له خوا پر نوموړي د بندیزونو راپور خپور کړ.

وروسته له دغه راپور څخه د وروستي جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن دوشنبه (د وږي ۱۳مه) پر خپلې اېکس (ټویټر) پاڼې لیکلي، چې پخواني ولسمشر کرزي د خپلواکۍ د بېرته اخیستنې د ۱۰۴مې کلیزې په مناسبت په خپلو خبرو کې ویلي وو، چې لومړی باید خپلواکي تر لاسه شي او له هغه وروسته به د زمري د ۲۸مې جشن نمانځو.

هغه وايي، چې پر پخواني ولسمشر طالبانو له دغو څرګندونو وروسته بندیزونه زیات کړي دي.

ښاغلی صالح زیاتوي، چې طالبانو پر ولسمشر کرزي د سفر او لیدنو بندیزونه لګولي او هغه یې د رسنیو سره له مرکو هم منع کړی دی.

صالح لیکلي: “د دا ډول مبارزې له امله د بندیزونو درد یو څه کم وي او د هغه په خپله خبره کور یې ودان، خبرې یې تېرې او لا فصیحې واوسه”.

نوموړی طالبانو ته په اشارې سره وايي، چې ګوډاګۍ ډله له خپلواکۍ سره څه تړاو لري؟

صالح زیاته کړې: “ که سبا د تحت الحمایې خبرې ګډې وډې شوې نو یوه ډله به کوټې او بله به د وزیرستان میرانشاه ته ځي”.

نوموړي د ولسمشر کرزي د وروستي دریځ څخه ملاتړ کړی او له هغه یې مننه کړې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نېږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې شپږ ورځې وړاندې طالبانو حامد کرزي ته اجازه ورنه کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت د استازو د مجلس د غړو یو پلاوي سره ملاقات وکړي او نه هم طالبانو په دې اړه کوم دلیل وړاندې کړ.

که څه هم کرزي د طالبانو تر واک لاندې څو ځله بهرنیو هېوادونو ته سفرونه وکړل او بېرته راستون شو، خو انکلستان هېواد ته د نوموړي له وروستي سفر وروسته طالبانو د نوموړي پر سفرونو بندیز ولګاوه او المان ته یې د سفر اجازه ورنه کړه.

المان ته د کرزي د سفر د مخنيوي دلیل دا و؛ چې د المان بهرنیو چارو وزیره دې د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره وګوري اوس کرزی د افغانستان استازی نه دی.

چې بیا وروسته د المان بهرنیو چارو وزیرې انالینا بربوک له حامد کرزي سره د ویډیوي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، طالبانو له حامد کرزي سره د افغانانو لیدل کتل محدود کړي دي، د طالبانو د استخباراتو ریاست چې د حامد کرزي د کور د دروازې د امنیت مسوولیت پر غاړه لري، څو وارې کرزي ته ویلي چې د داعش خراسان څانګې له لوري ورته امنیتي ګواښونه متوجې دي؛ نو دوی ځکه د حامد کرزي ناستې محدودې کړي دي.

حامد کرزی اړ دی، چې له کور څخه د وتلو مخکې طالبان او په ځانګړې توګه ددې ډلې استخبارات خبر کړي، کابل دا واک نه لري یوازې کندهار کې د ملا هبت الله دفتر به اجازه ورکوي ،چې کرزی له چا سره وویني او یا هم چېرته سفر وکړي.

سرچینې وايي؛ بهرنۍ او داخلي رسنۍ اړیکې نیولي ترڅو د حامد کرزي سره خبرې وکړي، خو طالبانو له رسنیو سره په خبرو او مرکو باندې بندیز لګولی، چې وروستی ځل طالبانو د فرانسې ۲۴ ټلویزیون کارکونکو ته اجازه ورنه کړه چې د کرزي کور ته داخل شي او په دروازه کې مخنیوی وکړ.

طالبان: په تېرو پنځو میاشتو کې د ۴۹ میلیارده افغانیو په ارزښت توکي بهر ته صادر شوي دي

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۵ GMT+۱

د طالبانو د ریاست‌ الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې د ۴۹ میلیارد افغانیو په ارزښت بېلابېل توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د دغې ډلې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن دوشنبه (د وږي ۱۳مه) پر خپلې اېکس (ټویټر) لیکلي چې، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې یې هند، تاجکستان، عربي امارات، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، چین، ترکیې او عراق هېوادونو ته د دغو صادراتو ۹۶،۵ سلنه توکي لېږلي دي.

خبر زیاتوي، چې پاتې ۳،۵ سلنه توکي یو شمېر غربي هېوادونو ته صادر شوي دي.

د سرچینې په خبره، په صادر شویو توکو کې ۶۰ سلنه رومیان، زعفران، انګور، زردالو، مڼې، ممیز، زیره او پنبه شامل دي او دغه راز پاتې ۴۰ سلنه یې بیا نور بېلابیل توکي تشکیلوي.

دوی د تېر او وړم کال د صادراتو په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د پاکستاني چارواکو په حواله ځینو رسنیو راپور ورکړی و، چې دغه هېواد ته د افغانستان د صادراتو په کچه کې کم والی راغلی دی.

سیمه ییزې سرچینې: په اندارب کې د ملي مقاومت جبهې یو مهم قوماندان وژل شوی

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۱ GMT+۱

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ملي مقاومت د جبهې قوماندان قمرالدین اندرابي د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۳مه) د اندراب ولسوالۍ په بنوي سیمه کې وژل شوی دی.

د دغو سرچینو د ادعا پر بنسټ دغه قوماندان د طالبانو د نفوذی کس په مرسته وژل شوی دی.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې تر اوسه د قمرالدین اندرابي مړینه نه ده تایید کړې.

د انداربي مقاومت جبهې په نوم پر اېکس شبکې یوې پاڼې هم د دغه انداربي قوماندان وژل کېدل تایید کړي دي. پر دې پاڼه دا هم ویل شوي، چې د قوماندان قمرالدین ورور قوماندان جمال الدین هم څه موده وړاندې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی و.

تر اوسه د دغې پېښې په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د مقاومت جبهې د افغانستان په مختلفو ښارونو کې د طالبانو پر پوستو او موټرونو د خپلو ځواکونو د بریدونو راپورونه خپاره کړي، چې د دغې ډلې د جګړه ییز شدت نښه بلل کیږي.

ملګرو ملتونو ته د لسګونو سازمانونو پرانیستی لیک: د طالبانو بشري جنایتونه باید مستند شي

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په یوه پرانیستي لیک کې تر ۶۰ زیاتو کورنیو او بهرنیو مدني او د بشري حقونو سازمانونو په افغانستان کې د جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره د یوه خپلواک میکانیزم د جوړولو غوښتنه کړې ده.

دوی له دې شورا غوښتي چې د طالبانو جنایتونه مستند کړي.

دغو بنسټونو د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ماموریت د غځولو غوښتنه وکړه.

دغه راز دغو بنسټونو د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتي، چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض او د بشري حقونو د سرغړونو د نورو قضیو په اړه دې؛ د دې شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي له خوا وړاندې شوي ریپوټونه تعقیب کړي.

په دې لیک کې د طالبانو له خوا د هدفي وژنو، اعدامونو، شکنجو او له خلکو سره د ناوړه چلند زیاتوالی هم د طالبانو د جنایتونو د بېلګې په توګه یاد شوی دی.

پر دې سربیره د طالبانو له خوا د بشري حقونو د مدافعینو، ژورنالیستانو او هنرمندانو خپلسري نیول، په زوره مهاجرت او د اقلیتونو ځورول، د پخوانیو دولتي چارواکو او په ځانګړې توګه د ملي امنیت د پخوانیو ځواکونو وژل نور هغه څه دي چې دغه مدني او د بشري حقونو سازمانونو یې په اړه غبرګون ښودلی دی.

دغو بنسټونو وړاندیز کړی، چې د نړۍوالو قوانینو له معیارونو سره سم د ټولو معلوماتو، اسنادو او شواهدو د منظم ثبت او ساتنې لپاره باید د طالبانو د سرغړونو او بشري حقونو د سرغړونو دوسیې جوړې شي.

دغه بنسټونه هیله لري، چې د اسنادو او شواهدو راټولول به د هغو چارواکو په قانوني تعقیب کې مرسته وکړي چې د طالبانو په منځ کې له بشري حقونو څخه سرغړونه کوي.

دوی وايي، چې د طالبانو د قضايي نظام د خپلواکۍ د نشتوالي له امله په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو او جنايتونو پر وړاندې مبارزه ممکنه نه ده.

له همدې امله یو خپلواک نړۍوال میکانیزم به عدالت ته د لاسرسي لپاره د بشري حقونو د سرغړونو له قربانیانو سره مرسته وکړي.

دغه بنسټونه د تاوتریخوالي د کمولو او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د لا زیاتې سرغړونې د مخنیوي لپاره د یوې خپلواکې څېړنیزې کمېټې جوړول مهم ګڼي.

هېره دې نه وي، چې ملګرو ملتونو هم په خپل وروستي راپور کې د طالبانو له خوا د پخواني حکومت د غړو خپلسري نیول،شکنجه کول او وژل تایید کړي دي.