سیمه ییزې سرچینې:طالبانو د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د ازادۍ جبهې پر ضد عملیات پیل کړي

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د طالبانو د ولسوالۍ پر ودانۍ د ازادۍ جبهې له برید وروسته په دې ولسوالۍ کې د ازادۍ جبهې او طالبانو ترمنځ جګړه پیل شوې ده.

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د طالبانو د ولسوالۍ پر ودانۍ د ازادۍ جبهې له برید وروسته په دې ولسوالۍ کې د ازادۍ جبهې او طالبانو ترمنځ جګړه پیل شوې ده.
سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د دې ولسوالۍ په ځینو برخو کې نظامي عملیات پیل کړي دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ طالبانو تېره شپه (د وږي ١٤مه) د دولت شاه ولسوالۍ په درېيو کليو "ګدیاله، منانګل او نویا" کې پوځي عمليات پيل کړل.
وسله والو طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي خو د ازادۍ جبهې د یوې خبرپاڼې خپرولو سره ویلي د طالبانو د عملیاتو پرمهال یې پر دوی بریدونه کړي دي.
تر دې مخکې د ازادۍ جبهې ادعا کړې وه، چې د دولت شاه ولسوالۍ پر ودانۍ په برید کې یې د طالبانو دوه غړي وژلي دي.
له دې پېښې وروسته افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، چې د طالبانو لوړ پوړي چارواکي د لغمان ولایت له مرکز څخه دغې ولسوالۍ ته تللي او د دولت شاه ولسوالۍ په مرکز کې یې بېړنۍ ناسته کړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ د ازادۍ جبهې له بريد وروسته طالبانو د دې ولسوالۍ ۹ اوسېدونکي نيولي دي.


فارن پالیسي په یوه مطلب کې لیکلي، چې طالبانو یوځلې بیا د لویدیځوالو یرغملول او د هغوی پر سر د معاملو پخواني چمونه له سره پيل کړي. د دغې مجلې لیکوال د سرچېنو له قوله لیکلي، چې طالبانو د امریکایي او اروپایي وګړو په ګډون له لسو زیات کسان نیولي.
د فارن پالیسۍ دغه لیکواله مېرمن اوډانل په هغه مطلب کې چې د سه شنبې په ورځ خپور شو لیکلي، چې طالبان د خپلو سیاسي موخو د تر لاسه کولو لپاره د لویدیځوالو د یرغملولو پخوانۍ مخینه لري.
هغې د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن له خولې ویلي:« څو تنه» امریکایان له طالبانو سره بندیان دي او نور کسان د برېتانیا او پولنډ اوسېدونکي دي.
اوډانل د ګڼو لویدیځوالو نیونه د یرغمل کېدو د دیپلوماسۍ په برخه کې د ګواښ یو زنګ بللی، چې په دې توګه د یو هېواد اوسېدونکي برمته کېږي او بیا وروسته د ګټو لپاره پر هغوی معامله کېږي.
هغې په روسیه کې د وال سټريټ ژورنال د خبریال ایوان گرشکویچ نېولو ته اشاره کړې، چې د مارچ میاشتې په وروستیو کې امریکا ته د جاسوسۍ په تور نېول شوی و.
په دغه مطلب کې د رسنیو د ملاتړ سازمان میراث جیمز ډبلیو فولي ته اشاره شوې، د هغو موندنو ښودلې وه چې په تېره یوه لسیزه کې ۵۸۰ تنه امریکایان په بهرنیو هېوادونو کې نیول شوي، چې ورسره هم مهاله په بند کې د هغوی ساتنې ۶۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
البته د ۲۰۲۲ کال په راپور کې د ایران، چین، وېنزویلا، سوریې او روسیې څخه یادونه شوې، چې د امریکایي وګړو ۷۵ سلنه په همدغو هېوادونو کې نېول شوي دي.
طالبان څه غواړي؟
اغلې لېن اوډانل په فارن پالیسي کې لیکلي، چې د طالبانو د وروستیو نیونو تر شا ډېرې خبرې شته.
د هغې په وینا، یوه له دغو خبرو څخه دا ده، چې طالبان د توند او کلک چلند په کولو سره غواړي نجونې له زدهکړو او ښځې له کاره منع کړي او په دې سره افغانستان د لویدیځوالو له شتون څخه ازاد وساتي.
اوډانل لیکلي، ځینې امنیتي سرچینې فکر کوي چې طالبان ښايي پلان ولري چې د بندیانو د تبادلې په موخه له بهرنیانو څخه د ضمانت په توګه کار واخلي، لکه څنګه چې مخکې یې څو ځلې دا کار کړي دی.
ځينې نور بیا فکر کوي، چې دا کار د بایډن پر ادارې د فشار راوړلو لپاره کوي چې په امریکايي بانکونو کې د افغانستان د میلیاردونو ډالرو کنګل شوې بهرنۍ زیرمې ازادې کړي.
په ورته وخت کې دغې اسټرالیايۍ لیکوالې په فارن پالیسي کې لیکلي، چې طالبان غواړي امریکا او لویدیځ دې ته اړ کړي چې د یرغمل شویو کسانو په مرسته خپل «باغی» رژیم په رسمیت وپیژني.
اغلې اوډانل د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پخواني مرستیال میرویس ناب له قوله لیکلي: «د لویدیځو ولسي وګړو په تښتولو او بندي کلو کې د طالبانو اصلي هدف دا دی، چې دوی خپل حکومتونه دې ته اړ کړي چې د نا دولتي سازمانونه په ځای دې، د طالبانو له رژیم سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړي.»
هغه وويل، چې طالبان د امريکا لپاره د نا دولتي موسسو د کارکوونکو لهخوا د جاسوسۍ له امله اندېښمن دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني مرستیال رفیع فضلي هم فارن پالیسي ته ویلي، چې د طالبانو له لوري د نیول کېدو نوې څپه د دې ډلې د ډیپلوماټیکې انزوا په وړاندې غبرګون دی.
دغې استرالیايۍ لیکوالې زیاته کړې، چې طالبانو له ډېرې مودې راهیسې یرغمل نیونې د امریکايي چارواکو د پام اړولو لپاره یوه مناسبه لاره ګڼلې ده.
یو امریکايي افسر او به بو برګډال اشاره کوي، چې دی په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان په سویل ختیځ کې د حقاني شبکې لهخوا نیول شوی و او پنځه کاله وروسته د ۲۰۱۴ کال په مې میاشت کې د طالبانو د پنځو غړو د خوشې کولو په بدل کې تبادله شو، دا هغه ګام دی چې اوډانل يې د طالبانو په بري کې لوی کار بولي.
دغې لیکوالې د امریکايي اډمېرل ډېور مارک فرېکس د خوشې کېدو یادونه هم کړې، چې څه باندې دوه کاله د طالبانو په بند کې و او د نشهيي توکو د قاچاق وړونکي بشیر نورزي په بدل کې چې په امریکا کې په عمري بند محکوم شوی و، خوشې شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت فارن پالیسي ته په یوه بیان کې دا منلې چې «څو امریکايي اتباع د طالبانو لهخوا نیول شوي دي.» خو د امنيتي اندېښنو له امله نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.
فارن پالیسي په دې مقاله کې د باخبرو سرچینو له قوله لیکلي، چې ښايي د طالبانو له لوري د نیول شویو امریکایانو شمېر تر «څو کسانو» ډېر وي او ښايي لس تنو ته ورسېږي.
دغې مجلې لیکلي، چې د درېیو برېتانوي اتباعو د نیول کېدو پخلی شوی او د پولنډ یوه تبع هم د خپل یوه پولنډي تبعه نیول کېدل منلي او امکان لري، چې د فرانسې او استرالیا اتباع هم د طالبانو په بند کې وي؛ خو وخت او د دوی د نیولو ځای معلوم نه دی.

یو افغان نوښتګر او د کرېکټ مینهوال شرف نايب د روان کال د اسیا جام د پنځوس اوریزو لوبو کپ له وړيو او پوستکو جوړ کړی دی. شرف نايب تر دې وړاندې هم د ٢٠١٩ کال د نړۍوال جام پنځوس اوریزو لوبو کپ له وښو جوړ کړی و.
کابل مېشتي شرف نایب د افغانستان انټرنشنل خبریالې ولولې کوچۍ ته ویلي، چې دغه کپ یې د لسو ورځو په اوږدو کې جوړ کړی او دا مهال دغه کپ په کابل کې دی، چې تېره ورځ یې د کابل ښار د شاه دوشمشېره جومات مخکې نندارې ته وړاندې کړ.
شرف نایب وايی:«د اسیا جام له سیالیو د افغان لوبډلې د بېرته ستنېدو وروسته د تشویق او هرکلي په موخه مې دغه کپ جوړ کړی دی.»
هغه زیاتوي:« زه غواړم، چې د اسیا جام په دغو روانو سیالیو کې، چې نن هم د سریلانکا پر وړاندې زموږ ملي لوبډله لوبېږي، بریا ترلاسه کړي او د اسیا جام په سیالیو کې وتوانېږي، چې ځان پای لوبې ته ورسوي.»

د وروستي جمهوري دولت د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې پر پخواني ولسمشر حامد کرزي د “لومړی باید ازادي تر لاسه کړو او بیا به د زمري ۲۸مه نمانځو” جملې له امله طالبانو بندیزونه زیات کړي دي.
نن افغانستان انټرنشنل پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د نېږدې سرچینو په حواله د طالبانو له خوا پر نوموړي د بندیزونو راپور خپور کړ.
وروسته له دغه راپور څخه د وروستي جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن دوشنبه (د وږي ۱۳مه) پر خپلې اېکس (ټویټر) پاڼې لیکلي، چې پخواني ولسمشر کرزي د خپلواکۍ د بېرته اخیستنې د ۱۰۴مې کلیزې په مناسبت په خپلو خبرو کې ویلي وو، چې لومړی باید خپلواکي تر لاسه شي او له هغه وروسته به د زمري د ۲۸مې جشن نمانځو.
هغه وايي، چې پر پخواني ولسمشر طالبانو له دغو څرګندونو وروسته بندیزونه زیات کړي دي.
ښاغلی صالح زیاتوي، چې طالبانو پر ولسمشر کرزي د سفر او لیدنو بندیزونه لګولي او هغه یې د رسنیو سره له مرکو هم منع کړی دی.
صالح لیکلي: “د دا ډول مبارزې له امله د بندیزونو درد یو څه کم وي او د هغه په خپله خبره کور یې ودان، خبرې یې تېرې او لا فصیحې واوسه”.
نوموړی طالبانو ته په اشارې سره وايي، چې ګوډاګۍ ډله له خپلواکۍ سره څه تړاو لري؟
صالح زیاته کړې: “ که سبا د تحت الحمایې خبرې ګډې وډې شوې نو یوه ډله به کوټې او بله به د وزیرستان میرانشاه ته ځي”.
نوموړي د ولسمشر کرزي د وروستي دریځ څخه ملاتړ کړی او له هغه یې مننه کړې ده.
پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نېږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې شپږ ورځې وړاندې طالبانو حامد کرزي ته اجازه ورنه کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت د استازو د مجلس د غړو یو پلاوي سره ملاقات وکړي او نه هم طالبانو په دې اړه کوم دلیل وړاندې کړ.
که څه هم کرزي د طالبانو تر واک لاندې څو ځله بهرنیو هېوادونو ته سفرونه وکړل او بېرته راستون شو، خو انکلستان هېواد ته د نوموړي له وروستي سفر وروسته طالبانو د نوموړي پر سفرونو بندیز ولګاوه او المان ته یې د سفر اجازه ورنه کړه.
المان ته د کرزي د سفر د مخنيوي دلیل دا و؛ چې د المان بهرنیو چارو وزیره دې د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره وګوري اوس کرزی د افغانستان استازی نه دی.
چې بیا وروسته د المان بهرنیو چارو وزیرې انالینا بربوک له حامد کرزي سره د ویډیوي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، طالبانو له حامد کرزي سره د افغانانو لیدل کتل محدود کړي دي، د طالبانو د استخباراتو ریاست چې د حامد کرزي د کور د دروازې د امنیت مسوولیت پر غاړه لري، څو وارې کرزي ته ویلي چې د داعش خراسان څانګې له لوري ورته امنیتي ګواښونه متوجې دي؛ نو دوی ځکه د حامد کرزي ناستې محدودې کړي دي.
حامد کرزی اړ دی، چې له کور څخه د وتلو مخکې طالبان او په ځانګړې توګه ددې ډلې استخبارات خبر کړي، کابل دا واک نه لري یوازې کندهار کې د ملا هبت الله دفتر به اجازه ورکوي ،چې کرزی له چا سره وویني او یا هم چېرته سفر وکړي.
سرچینې وايي؛ بهرنۍ او داخلي رسنۍ اړیکې نیولي ترڅو د حامد کرزي سره خبرې وکړي، خو طالبانو له رسنیو سره په خبرو او مرکو باندې بندیز لګولی، چې وروستی ځل طالبانو د فرانسې ۲۴ ټلویزیون کارکونکو ته اجازه ورنه کړه چې د کرزي کور ته داخل شي او په دروازه کې مخنیوی وکړ.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې د ۴۹ میلیارد افغانیو په ارزښت بېلابېل توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د دغې ډلې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن دوشنبه (د وږي ۱۳مه) پر خپلې اېکس (ټویټر) لیکلي چې، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې یې هند، تاجکستان، عربي امارات، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، چین، ترکیې او عراق هېوادونو ته د دغو صادراتو ۹۶،۵ سلنه توکي لېږلي دي.
خبر زیاتوي، چې پاتې ۳،۵ سلنه توکي یو شمېر غربي هېوادونو ته صادر شوي دي.
د سرچینې په خبره، په صادر شویو توکو کې ۶۰ سلنه رومیان، زعفران، انګور، زردالو، مڼې، ممیز، زیره او پنبه شامل دي او دغه راز پاتې ۴۰ سلنه یې بیا نور بېلابیل توکي تشکیلوي.
دوی د تېر او وړم کال د صادراتو په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د پاکستاني چارواکو په حواله ځینو رسنیو راپور ورکړی و، چې دغه هېواد ته د افغانستان د صادراتو په کچه کې کم والی راغلی دی.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ملي مقاومت د جبهې قوماندان قمرالدین اندرابي د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۳مه) د اندراب ولسوالۍ په بنوي سیمه کې وژل شوی دی.
د دغو سرچینو د ادعا پر بنسټ دغه قوماندان د طالبانو د نفوذی کس په مرسته وژل شوی دی.
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې تر اوسه د قمرالدین اندرابي مړینه نه ده تایید کړې.
د انداربي مقاومت جبهې په نوم پر اېکس شبکې یوې پاڼې هم د دغه انداربي قوماندان وژل کېدل تایید کړي دي. پر دې پاڼه دا هم ویل شوي، چې د قوماندان قمرالدین ورور قوماندان جمال الدین هم څه موده وړاندې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی و.
تر اوسه د دغې پېښې په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د مقاومت جبهې د افغانستان په مختلفو ښارونو کې د طالبانو پر پوستو او موټرونو د خپلو ځواکونو د بریدونو راپورونه خپاره کړي، چې د دغې ډلې د جګړه ییز شدت نښه بلل کیږي.