د ځغاستې افغان نابینا لوبغاړي څلور د سرو زرو مډالونه ګټلي

د ځغاستې افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري د ځغاستې په څلورو سیالیو کې د سرو زرو څلور مډالونه ګټلي دي.

د ځغاستې افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري د ځغاستې په څلورو سیالیو کې د سرو زرو څلور مډالونه ګټلي دي.
نوري نن سې شنبه (د وږي ۲۱مه) افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې نوموړي په جرمني هېواد کې د ځغاستې په سیالیو کې برخه اخیستې وه.
هغه زیاتوي، چې یادې سیالۍ د ۲۱ هېوادونو تر منځ د نېږدې ۵۰۰ لوبغاړو په ګډون سره ترسره شوې دي.
نوري وویل: “ ما د ځغاستې په څلورو سیالیو کې ګډون کړی، چې د څلورو واړو اتلولي مې خپله کړې ده”.
د یادونې وړ ده، چې نوموړی به په نېږدې راتلونکي کې د لامبو وهلو په سیالیو کې هم ګډون وکړي.
ولي محمد نوري د افغانستان لومړنی نابینا د لامبو او ځغاستې اتل دی، چې په لسګونو سیالیو کې یې اتلولي خپله کړې ده.


په داسې حال کې چې د ډېورنډ د کرښې دواړو غاړو ته سلګونه بار موټرونه ولاړ دی، دغه دروازه د دواړو غاړو له نښتې وروسته د اومې ورځې لپاره هم د پاکستان له خوا بنده وه. تېره ورځ د مومندو او شینوارو له خوا د بندې دروازې په غبرګون لاریون هم شوی و.
پرون دوشنبه د (وږي ۲۰مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تورخم د بندېدو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د وړمې ورځې اعلامیه د حیرانتیا وړ بللې وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان حکومت پر خپله خاوره د بل چا هېڅ ډول لاسوهنه نه شي زغملی؛ ځکه په دې سره د پاکستان حاکمیت تر پوښتنې لاندې راځي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تورخم د دروازې د خلاصون په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په تورخم کې ولاړې بار وړونکې لارۍ ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي او بار وړونکي شکایت کوي، چې که دروازه خلاصه نه شي ښايي له دې زیات تاواني شي.
احتشام مومند یو له هغو موټر چلوونکو دی، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې په تورخم کې د دروازې د خلاصون په تمه منتظر دی، نوموړي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د سبزیو او میوو ګڼې لارۍ په ګرمۍ کې ولاړې دي او د خوسا کېدو له ګواښ سره مخ دي.
نوموړی زیاتوي، چې په تورخم کې ګڼ مسافر هم د لارې د خلاصون په تمه دي، مګر تر اوسه دروازه تړلې ده.
هغه زیاته کړه: “ دلته چې ناروغان او مسافر وګورې زړه به دې پرې وخوږيږي، دېخوا طالبان هم سم چلند نه کوي او هاخوا پاکستاني ملېشه خلک په کوتکونو وهي”.
د مومند په خبره، چې د پولې دواړو غاړو ته سلګونه مسافرین د لارې د خلاصون په تمه دي؛ مګر د پاکستان له اړخه لار بنده ده او هېچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ پر پولې جګړه رامنځته کیږي، له دې وړاندې د اګسټ پر پنځمه نېټه په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ نښته رامنځته شوې وه، چې له امله یې دغه لار د څه مودې لپاره تړل شوې وه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر وايي، د طالبانو د عمومي عفوې له اعلان سره - سره په افغانستان کې نا قانونه وژنې، شکنجه او خپلسرې نیول ادامه لري.
ولکر تورک زیاته کړه، چې ملګرو ملتونو هم د پخواني حکومت د کارکوونکو او سرتېرو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونو پېښې مستند کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر د دوشنبې په ورځ (د وږي په ۲۰مه) د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا په غونډه کې وویل، چې طالبانو د واک په بېرته تر لاسه کولو سره بشري حقونه تر پښو لاندې کولو سره د خلکو او په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو ازادي په نښه کوي.
هغه د ښځو او نجونو لپاره د تعلیم ممنوعیت ته په اشارې سره وویل؛ د دوی په وړاندې د طالبانو د ظلم کچه "ظالمانه" وبلله.
د ښاغلي تورک په وینا؛ د ښځو او نجونو د ازادۍ او اساسي حقونو پر وړاندې د طالبانو زیاتېدونکي محدودیتونه دوی د کور په څلور دیوالونو کې محدودې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر زیاته کړه، چې د طالبانو له قوانینو څخه د ښځو او نجونو نافرماني د خپلسرې نیولو، ځورونې او حتا فزیکي تاوتریخوالي لامل کیږي.
د بشري حقونو د میکانیزمونو او بنسټونو له منځه وړل
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل، چې د طالبانو دوه کلنې واکمنۍ په سیستماتیک ډول هغه بنسټونه او قوانین له منځه وړي چې د بشري حقونو ساتنه یې کوله.
د هغه په وينا؛ ټول هغه قوانين چې پخوا د تاوتريخوالي پر وړاندې د ساتنې او همدا راز د رسنيو د کار لپاره د مناسب چاپېريال په اړه پلي وو، اوس ځنډول شوي دي.
ښاغلي تورک زیاته کړه، چې طالبانو د اعدام سزا او عام وژنې بیا پیل کړي او خپلسرې نیول، شکنجه او وژنې ادامه لري.
هغه وویل چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د مجرمینو حقونه د لازمو ضمانتونو د نه مراعاتولو او د جزایي عدلي سیستم د نه شتون له امله تر پښو لاندې کیږي.
هغه وويل؛ طالبانو د زندانونو او قضايي پړاونه د څارنې لپاره بنسټونه ټاکلي، خو تر اوسه دا نه دي ليدل شوي، چې دغه بنسټونه څنګه کار کوي.
د رسنیو فشار
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د خپلو خبرو په بله برخه کې د رسنیو پر وړاندې د طالبانو د ظالمانه کړنو په اړه وضاحت ورکړ.
ولکر تورک وویل؛ پر رسنیو د طالبانو بندیزونه د بیان او نظر پر ازادۍ "هدفي برید" دی.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې خبریالان د داسې موادو له خپرولو منع دي چې د طالبانو د دیني لارښوونو خلاف وي.
هغه د بهرنیو فلمونو بندیز او په تلویزیون کې د ښځینه خپرونکو د مخونو پټولو ته هم اشاره وکړه.
د ښاغلي تورک په وینا؛ د طالبانو محدودیتونه د دې لامل شوي چې ډېری رسنۍ وتړل شي.
هغه وویل، مدني ټولنې له ورته محدودیتونو سره مخ دي او د دوی غږونه "تر ډېره حده مات شوي."
هغه زیاته کړه؛ طالبان د خپلو مخالفینو د خاموشه کولو او د بیان د ازادۍ د وسیلې په توګه له خپلسرو نیونو څخه کار اخلي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) خپله ۵۴مه غونډه پیل کړه. د دې سرمشریزې د لومړۍ ورځې د وینا لویه برخه د افغانستان وضعیت ته ځانګړې شوې وه.

د پاکستان د سچ ټلویزیون د راپور له مخې؛ د دغه هېواد پخواني د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي، چې د عمران خان د لومړي وزارت پر مهال ترهګرو ته اجازه ورکړل شوې وه چې پاکستان ته ننوځي.
د ښاغلي زرداري په وینا؛ په افغانستان کې پاتې امریکايي وسلې پاکستان ته رسېدلي دي.
د سچ تلویزون د راپور له مخې؛ ښاغلي زرداري دا خبره د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۱مه) په سوکور ښار کې د وژل شوي پاکستاني خبریال جان محمد مهار له کور څخه د لیدنې پر مهال وکړه.
جان محمد مهر تېره میاشت د پاکستان په سوکور ښار کې د نامعلومو کسانو په ډزو ووژل شو.
د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري دا برید یو تروریستي برید ګڼلی او نن یې د دغه خبریال په کور کې د پاکستان پخوانیو حکومتي چارواکو ته وینا وکړه او پوښتنه یې وکړه چې ایا عمران خان او فیض حمید په دې پوهېږي چې وسله وال به پر پاکستان برید وکړي؟
د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر اعتراف کړی، چې په دغه هېواد کې یو ځل بیا ترهګریز بریدونه مخ په زیاتېدو دي.

په پاکستان کې امنیتي سرچینې وايي چې د پاکستاني طالبانو یو مهم قوماندان پاچا خان محسود د تېرې یکشنبې په ورځ د افغانستان پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ د راډانو په کلي کې د یوه برید مهال ټپي شوی. د هغه د روغتیا په اړه کره معلومات په لاس کې نشته.
پاچا خان د ټي ټي پي د مشر نور ولي محسود "ښی لاس"بلل کېږي او د ټي ټي پي د مشر تر ټولو نورو هغو باوري کس دی.
افغانستان انټرنشنل ته امنیتي سرچنیو تر اوسه دا نه دي ویلي چې پاچا خان محسود چا په نښه کړی.
تر اوسه پورې د پاچا خان محسود د روغتیايي حالت په اړه هم کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
ټي ټي پي تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
په تېره اګسټ میاشت کې هم د خوست ولايت مرکز د ښار په منځ کې د یوه هوټل د ننه يوه نا څرګنده چاودنه وشوه چې لسګونو کسانو ته یې مرګژوبله واړوله.
ځينو هغه ډرون هوايي برید بللی و او وژل شوي کسان پکې د ټي ټي پي اړوند یاد شوي و.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته پاکستان په دغه هيواد کې د هرې امنيتي پیښې د پړې ګوته په کابل کې طالبانو ته نیسي او هر ځل غاښ چيچی ورته کوي.

د عربنیوز په پاڼه د پاکستان د پخواني سفیر منصور احمدخان په یوې خپرې شوې مقاله کې راغلي، چې په چترال کې له ټيټيپي سره د جګړې دوام او په پوله کې د شخړو په پایله کې د تورخم دروازې تړل پاتې کېدل د پاکستان او افغانستان ترمنځ شته کړکېچ لا زیاتوي.
عرب نیوز په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان د مقالې په خپرولو سره لیکلي:«له ۲۰۰۱ کال راهیسې پاکستان او افغانستان په دې نه دي توانیدلي، چې یو فعال دوه اړخیز میکانیزم جوړ کړي.»
په دغه مقاله کې راغلي، چې دغه پوله د ازاد تګ راتګ، سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره د فرصتونو د زیاتوالي پر ځای د اورپکو، یاغیانو، د ترهګرۍ ضد عملیاتو او د ډرون جګړې په ډګر بدله شوې ده.
د ښاغلي خان د مقالې په یوې برخه کې راغلي:«نړۍوالې او سیمهییزې اورپکې ډلې لکه داعش، القاعده، ټيټيپي او بلوڅ بېلتونپالې په افغان خاوره کې خوندي پټنځایونه لټوي.»
دغه مقاله درې لاندې برخې لري:
هراړخیز میکانیزم
ښاغلي خان لیکلي:«دواړه هېوادونه بايد د هراړخيزې تګلارې په اډانه کې د دولت په کچه دوه اړخيز ميکانيزم جوړ کړي. له ۲۰۰۱ کال راهیسې پاکستان او افغانستان په دې نه دي توانیدلي، چې یو فعال دوه اړخیز میکانیزم جوړ کړي او بیا د طالبانو لهخوا د کابل تر نیولو وروسته، دواړو لورو ونه شو کړای چې د ښکېلتیا لپاره یوه تګلاره جوړه کړي.
ټيټيپي
د منصور احمد خان په دغې مقاله کې راغلي، چې د ټيټيپي لهخوا د پولې هاخوا اورپکې بې له شکه د پاکستان لپاره د لومړیتوب مسله ده. تر دې مخکې د افغانستان د سرپرست حکومت په مشوره، پاکستان د تحریک طالبان پاکستان له مشرتابه سره خبرې اترې پیل کړې وې؛ خو د هغوی غوښتنې بې بنسټه وې. اوس دا اړینه ده، چې د افغانستان سرپرست حکومت له پاکستان سره د دې ننګونې په لرې کولو کې مرسته وکړي؛ ممکن افغان بنسټونه د ظرفیت محدودیتونه ولري.
دوه اړخیزې اړیکې
مقاله کې راغلي، چې دوه اړخیزې اړیکې په اصل کې په متقابلو ګټو ولاړې دي. پاکستان ته د افغانانو تګ د دوی حیاتي اړتیا ده. د افغانستان اوسنی حکومت شکایت کوي، چې د امریکا او ناټو د حکومتونو پر مهال پاکستان په سخاوتمندانه ډول افغانانو ته ویزې ورکولې؛ خو اوس مهال یې ویزې او تګ راتګ محدود شوی دی. همدارنګه، د سرحدونو پرله پسې تړل د پاکستان له لارې د سوداګرۍ او ترانزیتي لارو انحصار کموي.
د دغې مقالې په وروستۍ برخه کې لیکل شوي، چې د پاکستان او افغانستان سوله، ټیکاو او پرمختګ یو له بل سره تړلي دي.