• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر: په افغانستان کې وژنې، شکنجه او خپلسرې نیونې ادامه لري

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر وايي، د طالبانو د عمومي عفوې له اعلان سره - سره په افغانستان کې نا قانونه وژنې، شکنجه او خپلسرې نیول ادامه لري.

ولکر تورک زیاته کړه، چې ملګرو ملتونو هم د پخواني حکومت د کارکوونکو او سرتېرو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونو پېښې مستند کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر د دوشنبې په ورځ (د وږي په ۲۰مه) د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا په غونډه کې وویل، چې طالبانو د واک په بېرته تر لاسه کولو سره بشري حقونه تر پښو لاندې کولو سره د خلکو او په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو ازادي په نښه کوي.

هغه د ښځو او نجونو لپاره د تعلیم ممنوعیت ته په اشارې سره وویل؛ د دوی په وړاندې د طالبانو د ظلم کچه "ظالمانه" وبلله.

د ښاغلي تورک په وینا؛ د ښځو او نجونو د ازادۍ او اساسي حقونو پر وړاندې د طالبانو زیاتېدونکي محدودیتونه دوی د کور په څلور دیوالونو کې محدودې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر زیاته کړه، چې د طالبانو له قوانینو څخه د ښځو او نجونو نافرماني د خپلسرې نیولو، ځورونې او حتا فزیکي تاوتریخوالي لامل کیږي.

د بشري حقونو د میکانیزمونو او بنسټونو له منځه وړل

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل، چې د طالبانو دوه کلنې واکمنۍ په سیستماتیک ډول هغه بنسټونه او قوانین له منځه وړي چې د بشري حقونو ساتنه یې کوله.

د هغه په ​​وينا؛ ټول هغه قوانين چې پخوا د تاوتريخوالي پر وړاندې د ساتنې او همدا راز د رسنيو د کار لپاره د مناسب چاپېريال په اړه پلي وو، اوس ځنډول شوي دي.

ښاغلي تورک زیاته کړه، چې طالبانو د اعدام سزا او عام وژنې بیا پیل کړي او خپلسرې نیول، شکنجه او وژنې ادامه لري.

هغه وویل چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د مجرمینو حقونه د لازمو ضمانتونو د نه مراعاتولو او د جزایي عدلي سیستم د نه شتون له امله تر پښو لاندې کیږي.

هغه وويل؛ طالبانو د زندانونو او قضايي پړاونه د څارنې لپاره بنسټونه ټاکلي، خو تر اوسه دا نه دي ليدل شوي، چې دغه بنسټونه څنګه کار کوي.

د رسنیو فشار

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د خپلو خبرو په بله برخه کې د رسنیو پر وړاندې د طالبانو د ظالمانه کړنو په اړه وضاحت ورکړ.

ولکر تورک وویل؛ پر رسنیو د طالبانو بندیزونه د بیان او نظر پر ازادۍ "هدفي برید" دی.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې خبریالان د داسې موادو له خپرولو منع دي چې د طالبانو د دیني لارښوونو خلاف وي.

هغه د بهرنیو فلمونو بندیز او په تلویزیون کې د ښځینه خپرونکو د مخونو پټولو ته هم اشاره وکړه.

د ښاغلي تورک په وینا؛ د طالبانو محدودیتونه د دې لامل شوي چې ډېری رسنۍ وتړل شي.

هغه وویل، مدني ټولنې له ورته محدودیتونو سره مخ دي او د دوی غږونه "تر ډېره حده مات شوي."

هغه زیاته کړه؛ طالبان د خپلو مخالفینو د خاموشه کولو او د بیان د ازادۍ د وسیلې په توګه له خپلسرو نیونو څخه کار اخلي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) خپله ۵۴مه غونډه پیل کړه. د دې سرمشریزې د لومړۍ ورځې د وینا لویه برخه د افغانستان وضعیت ته ځانګړې شوې وه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

بلاول بوټو: د عمران خان په دوره کې ترهګرو ته له افغانستانه پاکستان ته د راتګ اجازه وه

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۲ GMT+۱

د پاکستان د سچ ټلویزیون د راپور له مخې؛ د دغه هېواد پخواني د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي، چې د عمران خان د لومړي وزارت پر مهال ترهګرو ته اجازه ورکړل شوې وه چې پاکستان ته ننوځي.

د ښاغلي زرداري په وینا؛ په افغانستان کې پاتې امریکايي وسلې پاکستان ته رسېدلي دي.

د سچ تلویزون د راپور له مخې؛ ښاغلي زرداري دا خبره د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۱مه) په سوکور ښار کې د وژل شوي پاکستاني خبریال جان محمد مهار له کور څخه د لیدنې پر مهال وکړه.

جان محمد مهر تېره میاشت د پاکستان په سوکور ښار کې د نامعلومو کسانو په ډزو ووژل شو.

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري دا برید یو تروریستي برید ګڼلی او نن یې د دغه خبریال په کور کې د پاکستان پخوانیو حکومتي چارواکو ته وینا وکړه او پوښتنه یې وکړه چې ایا عمران خان او فیض حمید په دې پوهېږي چې وسله وال به پر پاکستان برید وکړي؟

د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر اعتراف کړی، چې په دغه هېواد کې یو ځل بیا ترهګریز بریدونه مخ په زیاتېدو دي.

پاکستان کې امنیتي سرچینې: د ټي ټي پي یو مهم قوماندان په افغانستان کې ټپي شوی

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۱ GMT+۱

په پاکستان کې امنیتي سرچینې وايي چې د پاکستاني طالبانو یو مهم قوماندان پاچا خان محسود د تېرې یکشنبې په ورځ د افغانستان پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ د راډانو په کلي کې د یوه برید مهال ټپي شوی. د هغه د روغتیا په اړه کره معلومات په لاس کې نشته.

پاچا خان د ټي ټي پي د مشر نور ولي محسود "ښی لاس"بلل کېږي او د ټي ټي پي د مشر تر ټولو نورو هغو باوري کس دی.

افغانستان انټرنشنل ته امنیتي سرچنیو تر اوسه دا نه دي ویلي چې پاچا خان محسود چا په نښه کړی.

تر اوسه پورې د پاچا خان محسود د روغتیايي حالت په اړه هم کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

ټي ټي پي تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

په تېره اګسټ میاشت کې هم د خوست ولايت مرکز د ښار په منځ کې د یوه هوټل د ننه يوه نا څرګنده چاودنه وشوه چې لسګونو کسانو ته یې مرګژوبله واړوله.

ځينو هغه ډرون هوايي برید بللی و او وژل شوي کسان پکې د ټي ټي پي اړوند یاد شوي و.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته پاکستان په دغه هيواد کې د هرې امنيتي پیښې د پړې ګوته په کابل کې طالبانو ته نیسي او هر ځل غاښ چيچی ورته کوي.

منصور احمدخان: چترال کې جګړه او د تورخم دروازې تړنه د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ لازیاتوي

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۳ GMT+۱

د عرب‌نیوز په پاڼه د پاکستان د پخواني سفیر منصور احمدخان په یوې خپرې شوې مقاله کې راغلي، چې په چترال کې له ټي‌ټي‌پي سره د جګړې دوام او په پوله کې د شخړو په پایله کې د تورخم دروازې تړل پاتې کېدل د پاکستان او افغانستان ترمنځ شته کړکېچ لا زیاتوي.

عرب نیوز په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان د مقالې په خپرولو سره لیکلي:«له ۲۰۰۱ کال راهیسې پاکستان او افغانستان په دې نه دي توانیدلي، چې یو فعال دوه اړخیز میکانیزم جوړ کړي.»
په دغه مقاله کې راغلي، چې دغه پوله د ازاد تګ راتګ، سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره د فرصتونو د زیاتوالي پر ځای د اورپکو، یاغیانو، د ترهګرۍ ضد عملیاتو او د ډرون جګړې په ډګر بدله شوې ده.

د ښاغلي خان د مقالې په یوې برخه کې راغلي:«نړۍوالې او سیمه‌ییزې اورپکې ډلې لکه داعش، القاعده، ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتونپالې په افغان خاوره کې خوندي پټنځایونه لټوي.»

دغه مقاله درې لاندې برخې لري:


هراړخیز میکانیزم
ښاغلي خان لیکلي:«دواړه هېوادونه بايد د هراړخيزې تګلارې په ا‌‌‌‌‌‌ډانه کې د دولت په کچه دوه اړخيز ميکانيزم جوړ کړي. له ۲۰۰۱ کال راهیسې پاکستان او افغانستان په دې نه دي توانیدلي، چې یو فعال دوه اړخیز میکانیزم جوړ کړي او بیا د طالبانو له‌خوا د کابل تر نیولو وروسته، دواړو لورو ونه شو کړای چې د ښکېلتیا لپاره یوه تګلاره جوړه کړي.

ټي‌ټي‌پي
د منصور احمد خان په دغې مقاله کې راغلي، چې د ټي‌ټي‌پي له‌خوا د پولې هاخوا اورپکې بې له شکه د پاکستان لپاره د لومړیتوب مسله ده. تر دې مخکې د افغانستان د سرپرست حکومت په مشوره، پاکستان د تحریک طالبان پاکستان له مشرتابه سره خبرې اترې پیل کړې وې؛ خو د هغوی غوښتنې بې بنسټه وې. اوس دا اړینه ده، چې د افغانستان سرپرست حکومت له پاکستان سره د دې ننګونې په لرې کولو کې مرسته وکړي؛ ممکن افغان بنسټونه د ظرفیت محدودیتونه ولري.

دوه اړخیزې اړیکې
مقاله کې راغلي، چې دوه اړخیزې اړیکې په اصل کې په متقابلو ګټو ولاړې دي. پاکستان ته د افغانانو تګ د دوی حیاتي اړتیا ده. د افغانستان اوسنی حکومت شکایت کوي، چې د امریکا او ناټو د حکومتونو پر مهال پاکستان په سخاوتمندانه ډول افغانانو ته ویزې ورکولې؛ خو اوس مهال یې ویزې او تګ راتګ محدود شوی دی. همدارنګه، د سرحدونو پرله پسې تړل د پاکستان له لارې د سوداګرۍ او ترانزیتي لارو انحصار کموي.


د دغې مقالې په وروستۍ برخه کې لیکل شوي، چې د پاکستان او افغانستان سوله، ټیکاو او پرمختګ یو له بل سره تړلي دي.

په غزه کې د مقاومت ډلو، د توغندیو په ډزو سره ازمايښت پیل کړی

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۱۴ GMT+۱

د فلسطین خبري سرچینو نن خبر ورکړ چې په غزې تړانګه کې د مقاومت ډلو خپل ازمایښت د توغندیو په ډزو سره پیل کړی. ويل کيږي دا پوځي ازموینې نن سهار پیل شوې وې او د سمندر په لوري د توغندیو په ويشتلو سره تر غرمې پورې وغځېدې.

د تسنیم د راپور له مخې، د فلسطین د مقاومت ډلو نن سې شنبه «د وږي ۲۱مه» د «الرکن الشهد ۴» په نامه خپلې ملي او ګډې پوځي ازموینې د توغندیو په ویشتلو سره پیل کړې.

دفلسطین د مقاومت ځواکونو نن سهار د دغو ازموینو په لړ کې څو توغندي د سمندر په لور وتوغول .

دغه ازموینې چې نن تر غرمې روانې وې، ويل کيږي، «په هر ډول بیړني حالت کې د مقاومت د چټک غبرګون د اندازه کولو او د عملیاتو او د دښمن د تیري په وړاندې د مقابلې لپاره د جنګیالیو چمتووالي د ازمویلو په موخه ترسره شوې.»

تر دې وړاندې د فلسطین سیمه ییزو رسنیو ویلي وو، چې د غزې په تړانګه کې د فلسطیني مقاومت ډلې په پام کې لري چې د «الرکن الشهد ۴» تر نامه لاندې ګډې پوځي ازموینې ترسره کړي.

تر همدې سرلیک لاندې دریم ازمایښت د تیر کال د ډیسمبر په میاشت کې د فلسطیني ډلو تر منځ د همدې غزې تړانګې په شمال کې ترسره شوی و.

د فلسطین د قدس خبري اژانس د راپور له مخې، د فلسطیني ډلو پوځي ازموینې تیر کال د هرډول پیښې په وړاندې د مقاومت د ځواکونو د چټک غبرګون د پرتله کولو او له «صهیونیسټانو سره د مقابلې لپاره د جنګیالیو د چمتووالي د کچې د معلومولو په موخه ترسره شول.»

په ۲۰۲۱ کال کې په غزه کې د ۱۱ ورځنۍ جګړې له پیل راهیسې، فلسطیني ډلو د یوې ګډې عملیاتي خونې په جوړولو پیل وکړ او د دغو ډلو تر منځ له «اسرائیلي رژیم سره د نښتو په ترڅ کې په انفرادي او ډله ییزه توګه د قوماندانانو د همغږۍ او له دښمن سره د مقابلې لپاره وکارول شوه.»

په خيبر پښتونخوا کې د نا امنيو له ډېرېدو سره په ټانګ ولسوالۍ کې هم قومي جرګه جوړه شوه

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۲ GMT+۱

ځايي سرچينې وايي، د خير پښتنخوا اړوند د ټانګ په سیمه کې د دغې ولسوالۍ د خلکو له لوري د يوې غونډې پر مهال د امن جرګه جوړه شوه. امن جرګې او لاريونونه په پښتونخوا کې د امن راوستو په موخه جوړيږي چې په دې ورستيو کې يې تر هر وخت ښه اغېز لرلی.

دغه امن جرګه په دې موخه جوړه شوې چې په سیمه کې وروستیو نا امنیو ته په کتو د خلکو ژوند وژغوري او له بهره د نا امنۍ جوړونکو ډلو مخه ونیسي.

په ټانګ کې هم په دې وروستيو يې د نا امنۍ پېښې زیاتې شوې دي.

همدا پرون هم د پښتونخوا په سر ښار پېښور کې د چاودنې او بريدونو راپورونه ورکړل شوي و.

تر دې وړاندې هم د سیمې خلکو د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې ورته غونډې کړې او د امن غوښتنه يې کړې.

په دې وروستيو کې یو ځل بیا د خیبر پښتونخوا په ډیرو سیمو کې نا امني زیاته شوې، له هدفي وژنو نيولې بیا تر ځانمرګو بریدونو پورې هره ورځ د سیمې د خلکو ژوند اخلي او ګواښي يې.

په سیمه کې آزاد خبریال لال وزیر وايي: «تر اوسه پورې چې د دغه ایالت په کومو سیمو کې د امن جرګه جوړه شوې د نا امنيو په مخنیوي کې يې رغنده رول لوبولی دی.»

د پښتنو د دود له مخې د هرې ټولنېزې موضوع په اړه چې ښه یا بد اغېز يې د خلکو په ژوند پریوځي سره جرګه کيږي او په یوه خوله د هرې پرېکړې ملاتړ کوي.

له ۲۰۰۸ میلادي کال را وروسته د خيبر پښتونخوا په ډيری سیمو کې نا امني منځته راغلی چې تر اوسه پورې په بیلابیلو نومونو په زرګونو پښتانه وژل شوي، په لکونو هغه بې کوره شوي، په زرګونه کورنه يې ویجاړ کړل شوي او د میلیونونو کلدارو کارونه يې له منځه تللي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د خیبر پښتنخوا په ډیری سیمو کې د نا امنۍ پېښې زیاتې شوې او د ډیرو بریدونو مسولیت هم پاکستاني طالبان په غاړه اخلي، خو پاکستاني چارواکي بیا دعوه کوي چې د ټي ټي پي دغه بريدونه د افغانستان له خاورې پر دوی کیږي، هغه دعوه چې طالبان يې تل ردوي.