• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: افغانستان په ۱۰۰ کلونو کې دومره پرمختګ نه و کړی لکه چې په تېرو ۴ کلونو کې یې کړی

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د چارو ادارې رييس نورالحق انور وايي، افغانستان په تېرو سلو کلونو کې په ځینو برخو کې پرمختګونه نه لرل، خو په تېرو ۴ کلونو کې یې په هغو برخو کې پرمختګ کړی دی. د هغه په وینا دا تشه ادعا نه ده، بلکې ټول یې مني.

سره له دې چې د بشري حقونو نړۍوال سازمانونه په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه هېواد د شاتګ په حال کې ګڼي، خو د طالبانو د چارو ادارې ريیس نورالحق انور په میدان وردګ کې د حسن قرائت او سیرت سیالۍ کې وویل: «افغانستان په سلو کلونو کې په ځینو برخو کې پرمختګونه نه درلودل، خو په تېرو ۴ کلونو کې په هغو برخو کې پیشرف کړی دی.» خو هغه د دغو پرمختګونو په اړه نور جزییات ورنکړل.

نوموړی زیاتوي: «دغه پرمختګونه محسوس او ملموس دي، دا زما خبره نه ده، دا تشه دعوه نه ده، پر دې باندې با انصافه هر اګاه افغان اعتراف کوي.»

نورالحق انور زیاته کړه، اوس د ارګ او ولس تر منځ واټن له منځه تللی او «له ارګه چې څه صادرېږي هغه له شریعت سره په تطابق کې دي.»

نوموړي همداراز ادعا وکړه، چې تېر حکومتونه پر نورو تکیه و، په پرېکړو کې خپلواکه نه و او په ټوله کې د خپلې راتلونکې په تړاو مجبور و او زیاتوي: «موجوده حکومت له تېرو حکومتونو سره ډېر تفاوتونه لري، عمده تفاوت یې دا دی چې [تېر حکومتونه] یو چا سره نه یو چا سره تړلي و او دوی له هغوی څخه په هدایت اخیستلو کې مجبور وو، خو اوسنی حکومت داسې نه دی.»

د طالبانو د چارو ادارې د رييس په وینا، د تېرو حکومتونو د کړنو له امله افغانانو ښه ورځ نه ده لېدلې، ځکه کوم حکومت چې واکمن او د ولس له اړتیاو خبر نه وي، نو له هغه حکومته د خیر تمه نه شي کېدلی. هغه زیاتوي: «کوم حکومت چې د خپلو خلکو او نوي نسل د ایندې فکر ورسره نه وي، له هغه د خیر تمه او توقع نه شي کېدلای.»

د نوموړي د ادعا له مخې، اوسنی حکومت د خلکو بشپړ ملاتړ له ځانه سره لري.

د پرمختګ په تړاو دغه ادعاوې په داسې حال کې دي چې د ډېریو شنونکو په وینا، طالبان اوس د تېرو حکومتونو مطرح شوې او نیمه پاتې پروژې بشپړوي او د ځان په نوم یې ختموي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

امیرخان متقي د افغانستان او پاکستان تر منځ مثبتې اړیکې د دواړو ولسونو په ګټه وبللې

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د شنبې په ورځ (د تلې ۵مه) د محمد ابراهيم په مشرۍ د «جماعت اسلامي پاکستان» له پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مثبتې اړيکې د دواړو ولسونو په گټه وبللې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، مقتي په پاکستان کې د ديني ګوندونو رول د پام وړ او د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ګڼو کچو کې د پلاوو تګ راتګ مهم وباله.

هغه په پاکستان کې د جماعت اسلامي ټولنیز خدمات د ستاينې وړ وبلل او له څو لسيزو راهيسې يې د افغان کډوالو کوربه‌توب له امله مننه وکړه.

د جماعت اسلامي پاکستان پلاوي هم د افغانستان او پاکستان د ولسونو ترمنځ پر نږدې‌والي ټينګار وکړ او همداراز یې په افغانستان کې پرمختګونه وستايل.

دغه پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې ښه‌والی د کرښې د پورې غاړې ولسونو له ژوند ښه کولو سره مرستندوی وباله او هيله يې څرګنده کړه، چې پر ستونزو لاسبري شي.

100%

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو په پیل کې د پاکستان او طالبانو اړیکې ښې وې، ان تر دې چې کابل ته په ننوتلو سره د پاکستان د څارګرې ادارې مشر فیض حمید هم په پلازمېنه کابل کې ګرځېده، خو په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې دي او لامل یې هم دا دی چې پاکستان وايي، له افغان خاورې متضرر دی، خو طالبان یې نه مني او په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد کورنۍ چاره ګڼي.

په کندهار کې د تېلو کمښت؛ زرګونه ټانکره تېل له دوو میاشتو راهیسې په ګمرکونو کې بند دي

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۵ GMT+۱

په کندهار کې د تېلو د بیو لوړېدو سره افغان سوداګر او موټر چلوونکي وايي، چې دا ستونزه د طالبانو له هغې پرېکړې راولاړه شوې چې د «۰۵ ډوله ډيزل» پر وارداتو بندیز لګېدلی دی. ددې پرېکړې له امله شاوخوا دوه میاشتې کېږي، چې نږدې ۴۰۰۰ ټانکره تېل د نیمروز او هرات په ګمرکونو کې بند پاتې دي.

په کندهار کې یو سوداګر چې د تېلو د وارداتو کاروبار کوي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د طالبانو پرېکړې د دوی کاروبار په ټپه درولی دی. هغه د یوې لویې پانګې په اړه خبرې کوي، چې د نیمروز په ګمرک کې بند پاتې دي.

هغه د نوم نه یادولو په شرط زياته کړه: «په نیمروز او هرات کې نږدې څلور زره ټانکره تېل بند پاتې دي، طالبان وايي دا تېل بې کیفیته دي، ځکه چې له ۰۵ څخه ۰۲ ډوله ډيزل ته يې معیار بدل کړی دی، دا پرېکړه ناڅاپي او بې مشورې شوې، موږ نه شو کولای واردات وکړو.»

د تېلو یو بل سوداګر جهان چې له ایران او عراقه تېل راوړي، وايي چې د قراردادونو بدلېدل دومره ژر ممکن نه دي لکه څومره چې طالبان یې غوښتنه کوي.

هغه زیاته کړه: «موږ د عراق او ایران له لویو شرکتونو سره قراردادونه کړي او د تېلو راوړلو پروسه یوه میاشت وخت نیسي، موږ په ۰۵ ډوله ډيزل قرارداد کړی، خو طالبان یې نه پرېږدي اوس زموږ پانګه ګمرکونو کې بنده پاتې ده او موږ هره ورځ تاوان کوو.»

یو شمېر سوداګر بیا باور لري، چې په دې پروسه کې د طالبانو اقتصادي مافیا لاس دی او د طالبانو دننه ځینې کسان غواړي د خپلو شخصي ګټو لپاره د تېلو بازار کنټرول کړي.

د تېلو سوداګر نعمت الله وویل: «په دې پروسه کې د شمال د تېلو مافیا او د طالبانو د تېلو او ګازو دولتي شرکت لاس لري. هغوی په کمه اندازه تېل راوړي او څوک يې کیفیت نه ګوري، خو د بې کیفیته په نوم زموږ زرګونه ټانکره تېل بند دي.»

سوداګر د طالبانو پرېکړه غېر عملي بولي.

څو سوداګرو د طالبانو د دې پرېکړې په اړه ګډ نظر درلود: «د سیمې ټول هېوادونه لا هم د ۰۵ ډيزل کاروي. په ایران او عراق کې ۰۱ او ۰۲ ډوله ډيزل نایابه دی او ترکمنستان او روسیه د افغانستان اړتیا نه شي پوره کولای، د طالبانو دا پرېکړه یوازې موږ ته زیان رسوي او بازار د ناورین پر لور بیایي.»

سوداګر وایي، که چېرې د هرات یا نیمروز په ګمرک کې کومه د اور لګېدني پېښه وشي سوداګرو ته به میلیونونه ډالر زیان واوړي.

په کندهار کې موټر چلوونکي هم وایي، د تېلو بیو لوړېدل یې ژوند اغېزمن کړی دی او په سختۍ سره د ورځې ګټه ترلاسه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په کندهار کې د تېلو ذخیرې هم مخ پر خلاصېدو دي او هره ورځ په بیو کې لوړوالی راځي.

په روانه میاشت کې د تېلو په یوه ليټر کې شاوخوا ۱۰ افغانۍ لوړوالی راغلی.

د تېلو یو لیټر له ۶۵ څخه اوس ۷۵ افغانۍ ته لوړ شوی.

د عبداکبیر په نوم یو موټر چلوونکی په دې اړه وایي: «تېل ورځ تر بلې ګرانېږي، موږ دومره پیسې نه شو پیدا کولای چې یوازې د تېلو بسنه وکړي، که دا حالت دوام وکړي نو د خلکو ژوند به نور هم سخت شي او موږ به موټر ودروو یا به کرایې لوړوو.»

اخوا، د تېلو د بیو له لوړېدو سره بیا د کندهار په بازارونو کې اندېښنې زیاتې شوې دي. سوداګر خبرداری ورکوي، که دا ستونزه حل نه شي، د تېلو بیه به ډېر ژر تر اتیا افغانۍ پورته شي.

د دوی په خبره، دا به یوازې موټر چلوونکي نه، بلکې د خلکو ورځنی ژوند او د خوراکي توکو بیې هم اغېزمنې کړي.

په داسې حال کې چې طالبانو د تېلو د کیفیت د لوړولو خبره کوي، سوداګر او عام خلک وايي دا پرېکړه ناڅاپي، بې مشورې او د عملي کولو له لارې ستونزې جوړوي.

د کندهار اوسېدونکي او موټر چلوونکي هره ورځ د تېلو د لوړو بیو تر فشار لاندې دي او وېره لري، چې که ژر حل ونه لټول شي، دا ناورین به د خلکو ژوند لا سخت کړي.

د یادولو ده، چې د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر ریاست مرستیال سید احمد مستقیم همدا نن وویل، چې د طالبانو له خوا د بې کیفیته تېلو د مخنیوي پلاوي هرات ته سفر کړی او په اسلام کلا کې یې د تېلو بار ۲۰۰۰ ټانکره راګرځولي دي.

طالبانو ویلي، بازار ته د یادو تېلو د عرضه کولو د مخنیوي په موخه یې د یادو موټرو لپاره جلا تمځای جوړ کړی دی.

د بې کیفیته تېلو د مخنیوي دغه پلاوي له هرات وروسته فراه او نیمروز ولایتونو ته هم سفر کړی.

طالبانو دا نه دې ویلي، چې یاد بې کیفیته تېل له کوم هېواد څخه افغانستان ته وارد شوي دي، خو تردې وړاندې د دې ډلې تر واک لاندې د نورم او سټنډرډ ادارې سلګونه ټانکره تېل بېرته ایران او ازبکستان ته ور ګرځولي دي.

د پوهنې پخوانی وزیر: طالبان د طالبي تعلیمي سیسټم په جوړولو سره نوی نسل افراطیت ته اړباسي

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۳ GMT+۱

د افغانستان د پوهنې پخواني وزیر میرویس بلخي خبرداری ورکړی، چې طالبان د عصري زده کړو د له منځه وړولو او طالبي تعلیمي سیسټم په جوړولو سره نوی نسل افراطیت ته اړباسي.

میرویس بلخې د جمعې په ورځ د ملګرو متلونو د عمومي غونډي په څنډه کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې په افغانستان کې تعلیمي سیسټم په ناسم لور روان دی.

نوموړي په افغانستان کې د ښوونځیو اوسني حالت ته په اشارې سره وویل چې:«کله-کله له ناسمې زده کړې څخه هېڅ زده کړه غوره ده.»

بلخي وايي چې طالبانو د امنیتي موخو، جلب او جذب لپاره د عصري زده کړو سیسټم په جهادي او رادیکال تعلیمي سیسټم بدل کړی دی.

نوموړي په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو بندېدو ته په اشاره وویل:« نړۍ تمه لرله چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته به د کډوالۍ، افراطیت او نشه يي توکو د قاچاق کچه کمه شي، خو په تېرو څلورو کلونو کې دا ستونزې نه یوازې دوام لري، بلکې څو برابره شوې دي.»

پر همدغه مهال خبریال لطف الله نجفي زاده د طالبانو د جهادي مدرسو د پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړه او پر دغو مدرسو یې د نړوال څار غوښتنه وکړه.

نجفي زاده وویل:« طالبانو په هره ولسوالۍ کې شاوخوا ۴۰۰ جهادي مدرسې فعالې کړې دي. دغه مدرسې باید د ایران د اټومي پروګرام په څېر تر نړیوال څار لاندې راوستل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د پوهنې وزارت په دې وروستیو کې له درسې کتابونو څخه د ښځو د حقونو، ازادۍ، بشري حقونو، مور، سولې او ملي بیرغ په ګډون ۵۱ موضوعات لرې کړي دي.

طالبانو ویلي، چې یاد موضوعات د اسلامي احکامو او د دوی د سیاسي تګلارو سره په ټکر کې دي.

طالبانو تېرو شپږو میاشتو کې څه‌باندې ۷۰ زره زېږون کارتونه وېشلي دي

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه ۷۰ زره او ۱۹۲ کسانو ته زېږون‌کارتونه وېشلي دي. دغه اداره زیاتوي چې په دې کارتونو کې ۴۶ زره او ۴۹۳ یې د لویانو او ۲۳ زره او ۶۹۹ یې ماشومانو ته جوړ کړي دی.

د طالبانو دغې ادارې نن شنبه د (تلې ۵مه) په اېکس‌پاڼه لیکلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په کابل کې ۴۸ زره او ۹۰۴ تر ټولو زیات زېږون‌کارتونه وېشل شوي دي.

په ارقامو کې راغلي چې تر کابل وروسته، خوست کې درې زره او ۷۶۹، بلخ کې درې زره او ۳۰۷، ننګرهار کې درې زره او ۱۸۸ او هرات ولایت کې دوه زره او ۴۸۱ زېږون کارتونه وېشل شوي دي.

له بل لوري دغه ارقام څرګندوي، چې ۳۰ زره او ۶۸۰ زېږون کارتونه په کابل او ولایتونو کې د اسان خدمت مرکزونو له لارې وېشل شوي او پاتې ۳۹ زره او ۵۱۲ نور یې په کابل ښار کې د ژوند پېښو د ثبت امریت او د ولایتي ریاستونو د حیاتي احصاییو برخو له‌خوا وېشل شوي دي.

پاکستان پلان لري چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ۱۶ پنډغالي وتړي

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۲ GMT+۱

د راپورونو پر بنسټ پاکستان پرېکړه کړې، چې په خېبر پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب ایالتونو کې د افغان کډوالو ۱۶ پنډغالي وتړی. د پاکستان مرکزي حکومت په امر ټولو ایالتونو کې د سپټمبر له لومړۍ نېټې راهیسې د ملګرو ملتونو سره د ثبت شویو افغان کډوالو د اېستل کیدو لړۍ هم پیل شوې ده.

د پاکستان ډان نیوز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې دا پنډغالي د خېبر پښتونخوا په هرې پور، چترال او اپر دیر، د بلوچستان په چاغي، لورالایي، کلا سیف الله، پشین او کویټه او د پنجاب په میانوالي کې موقعیت لري.

د کډوالو د پنډغالو د تړل کېدو په تړاو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اندېښنه ښودلې ده.

دغه اداره ټینکار کوي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي.

په ورته وخت کې بیا د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د مرکزي حکومت له خوا د افغان کډوالو د پنډغالو تړلو پرېکړې مخالفت کړی او ټینګار کوي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې هر ډول اقدام باید د بشري اړخونو او افغانانو د تاریخي اړیکو په رڼا کې ترسره شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې روان ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې څه باندې ۲،۸ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.