• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو تېرو شپږو میاشتو کې څه‌باندې ۷۰ زره زېږون کارتونه وېشلي دي

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۴ GMT+۱تازه شوی: ۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۹ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه ۷۰ زره او ۱۹۲ کسانو ته زېږون‌کارتونه وېشلي دي. دغه اداره زیاتوي چې په دې کارتونو کې ۴۶ زره او ۴۹۳ یې د لویانو او ۲۳ زره او ۶۹۹ یې ماشومانو ته جوړ کړي دی.

د طالبانو دغې ادارې نن شنبه د (تلې ۵مه) په اېکس‌پاڼه لیکلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په کابل کې ۴۸ زره او ۹۰۴ تر ټولو زیات زېږون‌کارتونه وېشل شوي دي.

په ارقامو کې راغلي چې تر کابل وروسته، خوست کې درې زره او ۷۶۹، بلخ کې درې زره او ۳۰۷، ننګرهار کې درې زره او ۱۸۸ او هرات ولایت کې دوه زره او ۴۸۱ زېږون کارتونه وېشل شوي دي.

له بل لوري دغه ارقام څرګندوي، چې ۳۰ زره او ۶۸۰ زېږون کارتونه په کابل او ولایتونو کې د اسان خدمت مرکزونو له لارې وېشل شوي او پاتې ۳۹ زره او ۵۱۲ نور یې په کابل ښار کې د ژوند پېښو د ثبت امریت او د ولایتي ریاستونو د حیاتي احصاییو برخو له‌خوا وېشل شوي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

پاکستان پلان لري چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ۱۶ پنډغالي وتړي

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۲ GMT+۱

د راپورونو پر بنسټ پاکستان پرېکړه کړې، چې په خېبر پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب ایالتونو کې د افغان کډوالو ۱۶ پنډغالي وتړی. د پاکستان مرکزي حکومت په امر ټولو ایالتونو کې د سپټمبر له لومړۍ نېټې راهیسې د ملګرو ملتونو سره د ثبت شویو افغان کډوالو د اېستل کیدو لړۍ هم پیل شوې ده.

د پاکستان ډان نیوز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې دا پنډغالي د خېبر پښتونخوا په هرې پور، چترال او اپر دیر، د بلوچستان په چاغي، لورالایي، کلا سیف الله، پشین او کویټه او د پنجاب په میانوالي کې موقعیت لري.

د کډوالو د پنډغالو د تړل کېدو په تړاو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اندېښنه ښودلې ده.

دغه اداره ټینکار کوي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي.

په ورته وخت کې بیا د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د مرکزي حکومت له خوا د افغان کډوالو د پنډغالو تړلو پرېکړې مخالفت کړی او ټینګار کوي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې هر ډول اقدام باید د بشري اړخونو او افغانانو د تاریخي اړیکو په رڼا کې ترسره شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې روان ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې څه باندې ۲،۸ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

طالبانو په اسلام‌کلا کې د بې‌ کیفیته تېلو ۲۰۰۰ ټانکره راګرځولي دي

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۱ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر ریاست مرستیال سید احمد مستقیم ویلي، چې د طالبانو له خوا د بې کیفیته تېلو د مخنیوي پلاوي هرات ته سفر کړی او په اسلام کلا کې یې د تېلو بار ۲۰۰۰ ټانکره راګرځولي دي.

طالبانو ویلي، بازار ته د یادو تېلو د عرضه کولو د مخنیوي په موخه یې د یادو موټرو لپاره جلا تمځای جوړ کړی دی.

د بې کیفیته تېلو د مخنیوي دغه پلاوي له هرات وروسته فراه او نیمروز ولایتونو ته هم سفر کړی.

طالبانو دا نه دې ویلي، چې یاد بې کیفیته تېل له کوم هېواد څخه افغانستان ته وارد شوي دي، خو تردې وړاندې د دې ډلې تر واک لاندې د نورم او سټنډرډ ادارې سلګونه ټانکره تېل بېرته ایران او ازبکستان ته ور ګرځولي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته سفر کوي

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۶ GMT+۱

جرمني ورځپاڼې بیلډ راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي به د اکتوبر په میاشت کې کابل ته سفر وکړي. د یاد سفر موخه دا ده چې «مجرمان» نه یوازې د چارټر الوتکو، بلکې د سوداګریزو الوتکو په کارولو سره انتقال کړي.

دغه سفر په داسې حال کې ترسره کیږي، چې جرمني د ۲۰۲۱ کال اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له دوی سره ډېپلوماټیکې اړیکې نه لري او دغه هېواد د پخواني افغان حکومت له نسکوریدو وروسته په کابل کې خپل سفارت تړلی دی.

بیلډ ورځپاڼه زیاتوي، چې د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند دا تایید کړې چې یو لوړ پوړی پلاوی به کابل ته سفر وکړي خو لا څرګنده نه ده چې څوک به په یاد پلاوي کې شامل وي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ هوډ لري چې هغه افغان کډوال چې جرمونه یې کړي دي افغانستان ته ولېږي.

له دې مخکې جرمني د قطر په منځګړیتوب سره لسګونه افغان کډوال کابل ته لېږلي دي، چې د هغه په بدل کې جرمني په برلین کې دوه د طالبانو ډېپلوماټان هم ومنل.

لا روښانه نه ده چې طالبان د افغان کډوالو د اېستلو په احتمالي موافقه کې د جرمني له حکومت څخه کوم امتیازات غواړي او یا به یې ترلاسه کړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر له طالبانو سره د افغان کډوالو د اېستلو لپاره د خبرو اترو هڅه د هېواد د مخالفو ګوندونو لخوا په پراخه کچه له نیوکو سره مخ شوې ده.

زرغون ګوند د دې خبرې په اړه چې جرمني حکومت له طالبانو سره خبرې کوي، خورا غوسه دی.

له دې وړاندې د یاد ګوند د کورنۍ پالیسۍ ویاند مارسل امریش په دې خبرو اترو سختې نیوکې کړې وې. هغه ویلي وو چې د جرمني واکمن ګوندونه د یوې ترهګرې ډلې لپاره "چاپلوسي" کوي.

د مارسل امریش په وینا، د کورنیو چارو وزیر په یوازې ځان ډېپلوماټیک بندیز مات کړی دی.

هغه روښانه کړه: «هغه د داسې رژیم سره اړیکې ټینګې کړي دي چې شکنجه کوي، سنګسار کوي، ښځې ځوروي او بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.»

په همدې حال کې په دې وروستیو کې د جرمني د کورنیو چارو وزیر څرګنده کړه، چې پخواني حکومت هم د کډوالو د اېستلو په اړه له طالبانو سره خبرې اترې کړې وې.

طالبان: تېرو ۶ میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۲ میلیون میټریک ټنه ډېر انتقالات شوي دي

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د ټولګلټو وزارت وایي، چې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله د اوسپنې پټلۍ له لارې په انتقالاتو کې ۱۱،۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي، د ۱۴۰۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۱۹۶۲۶۵۹ میټریک ټنه انتقالات شوي وو، خو د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د انتقالاتو کچه ۲۱۸۱۵۴۴ مټریک ټنو ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په خبره د تېرو شپږو میاشتو په انتقالاتو کې تېل، اوبلن ګاز، غنم، اوړه، غوړي او نور خوراکي او ساختماني توکي هېواد ته وارد شوي او همدارنګه وچه مېوه، د انارو جوس، کاڼي ډبرې، کچالو او وریژې له افغانستان څخه صادر شوي دي.

نوموړي د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو د کچې زیاتوالی د افغانستان لپاره اقتصادي پرمختګ بللی دی.

حق شناس ویلي، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو په زیاتېدو سره په افغانستان کې کاري فرصتونه ډیریږي او د هېواد اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان بسیاینې ته لاره هوایږي.

چینایي چارواکی: چین او افغانستان نږدې او اوږدې اړیکې سره لري

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۰ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې مشر په چین کې د طالبانو له سفیر بلال کریمي سره په لېدنه کې د افغانستان خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته پر درناوي ټینګار کړی. لیو جین‌سونگ ویلي چې چین او افغانستان نږدې او اوږدې اړیکې سره لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسيايي څانګې مشر لیو جین‌سونگ ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو۷۰مه کلیزه د دې څرګندونه کوي، چې چین او افغانستان له اوږدې مودې راهیسې نږدې او اوږدې اړیکې لري.

په چین کې د طالبانو سفارت د شنبې په ورځ (د تلې ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه لېدنه کې دواړو لوریو د اړیکو پر لا پیاوړتیا، اقتصادي او سوداګرریزو همکاریو، کونسلي خدماتو او نورو اړینو مسایلو خبرې وکړې.

په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي د دواړو هېوادونو ترمنځ ښو اړیکو ته په اشارې سره د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو کورنیو سره د چین د بشري مرستو مننه کړې ده.

دا لېدنه په داسې حال کې شوې، چې چین او نورو سیمه ییزو هېوادونو افغانستان ته د امریکا د بېرته ستنېدو د هڅو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او د پنجشنبې په ورځ د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په نیویارک کې د افغانستان په اړه د څلور اړخیزې ناستې پرمهال خبرداری ورکړ چې په دغه هېواد کې د امریکا د پوځي اډې جوړول سیمه‌ییز امنیت او ثبات ګواښي.