• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: تېرو ۶ میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۲ میلیون میټریک ټنه ډېر انتقالات شوي دي

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د ټولګلټو وزارت وایي، چې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله د اوسپنې پټلۍ له لارې په انتقالاتو کې ۱۱،۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي، د ۱۴۰۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۱۹۶۲۶۵۹ میټریک ټنه انتقالات شوي وو، خو د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د انتقالاتو کچه ۲۱۸۱۵۴۴ مټریک ټنو ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په خبره د تېرو شپږو میاشتو په انتقالاتو کې تېل، اوبلن ګاز، غنم، اوړه، غوړي او نور خوراکي او ساختماني توکي هېواد ته وارد شوي او همدارنګه وچه مېوه، د انارو جوس، کاڼي ډبرې، کچالو او وریژې له افغانستان څخه صادر شوي دي.

نوموړي د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو د کچې زیاتوالی د افغانستان لپاره اقتصادي پرمختګ بللی دی.

حق شناس ویلي، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو په زیاتېدو سره په افغانستان کې کاري فرصتونه ډیریږي او د هېواد اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان بسیاینې ته لاره هوایږي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

چینایي چارواکی: چین او افغانستان نږدې او اوږدې اړیکې سره لري

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۰ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې مشر په چین کې د طالبانو له سفیر بلال کریمي سره په لېدنه کې د افغانستان خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته پر درناوي ټینګار کړی. لیو جین‌سونگ ویلي چې چین او افغانستان نږدې او اوږدې اړیکې سره لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسيايي څانګې مشر لیو جین‌سونگ ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو۷۰مه کلیزه د دې څرګندونه کوي، چې چین او افغانستان له اوږدې مودې راهیسې نږدې او اوږدې اړیکې لري.

په چین کې د طالبانو سفارت د شنبې په ورځ (د تلې ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه لېدنه کې دواړو لوریو د اړیکو پر لا پیاوړتیا، اقتصادي او سوداګرریزو همکاریو، کونسلي خدماتو او نورو اړینو مسایلو خبرې وکړې.

په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي د دواړو هېوادونو ترمنځ ښو اړیکو ته په اشارې سره د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو کورنیو سره د چین د بشري مرستو مننه کړې ده.

دا لېدنه په داسې حال کې شوې، چې چین او نورو سیمه ییزو هېوادونو افغانستان ته د امریکا د بېرته ستنېدو د هڅو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او د پنجشنبې په ورځ د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په نیویارک کې د افغانستان په اړه د څلور اړخیزې ناستې پرمهال خبرداری ورکړ چې په دغه هېواد کې د امریکا د پوځي اډې جوړول سیمه‌ییز امنیت او ثبات ګواښي.

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی افسر په خوست کې وژل شوی دی

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۴ GMT+۱

په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې تېره ورځ په تېر جمهوري نظام کې د ملي امنیت پخوانی افسر صمد تڼی په یوه وسلوال برید کې ووژل شو. د سرچینو په وینا، دغه پخواني افسر شخصي دښمني درلوده او د هغوي له خوا په نښه شوی دی.

په خوست کې ځايي سرچینو نن شنبه د (تلې ۵مه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې پر صمد تڼي تېره ورځ غرمه مهال د تڼیو ولسوالۍ ژۍ کلي وسله‌وال برید شوی.

دوی ادعا کوي، چې د تېر جمهوریت پرمهال صمد تڼی باندې د یوه ځايي کس د وژل کېدو تور و او دا دښمني ۱۳ کلنه مخینه لري.

د سرچینو په وینا صمد د همدې دښمنۍ له امله خپله کورنۍ له تڼیو ولسوالۍ څخه اسماعیل خیل او مندوزي ولسوالۍ ته انتقال کړې وه او هلته مېشت شوی و.

سرچینې زیاتوي چې صمد د خپلو خپلوانو د حال پوښتنې لپاره تڼیو ولسوالۍ ته تللی و چې په پیر پاچا ژۍ کلی کې پر ډزې وشوې او ځای پر ځای ووژل شو. سرچینې وایي له صمد سره یو کس ټپي شوی هم دی.

د صمد تڼي پلار هم په تېر جمهوریت کې د ملي امنیت افسر پاتې شوی دی.

طالبانو تراوسه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبان د افغانستان په اړه د څلور اړخیزې ناستې مثبت دریځ ستایي خو منفي ادعاوې ردوي

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۰ GMT+۱

طالبان وايي د افغانستان په اړه د چین، ایران، روسیې او پاکستان د څلور اړخیزې ناستې او په ملګرو ملتونو کې د ازبکستان، تاجکستان او ځینو نورو هېوادونو د مثبتو څرګندونو ستاینه کوي، خو په یادو ناستو کې د افغانستان له خوا د ګواښونو او اندېښنو په اړه ادعاوې ناسمې دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د شنبې په ورځ (د تلې ۵مه) د یوه غږیږ پیغام په خپرولو سره ویلي، چې یاده ډله د چین، پاکستان، روسیې او ایران د څلور اړخیزې ناستې او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ځینو هېوادونو له خوا د افغانستان په اړه د مثبتو څرګندونو ستاینه کوي.

فطرت ویلي:«موږ د هغو هېوادونو درېځ ستایوو چې د افغانستان په اړه یې مثبتې څرګندونې کړې او د افغانستان د خپلواکۍ، سولې او ثبات ملاتړ یې کړی. دا یو واقعبینانه لېدلوری دی، چې له افغانستان سره اړیکو ته موجوده امنیت په ارتباط او د پرمختګونو په ړنا کې ترجیح ورکول کېږي.»

په ورته مهال چین، پاکستان، ایران او روسیې د څلور اړخیزې ناستې پرمهال په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلې دي چې داعش، القاعده، د ترکستان ختیځ اسلامي حرکت، د پاکستاني طالبانو تحریک، جیش العدل، د بلوڅ بېلتون پاله ډله، د مجید برګیډیر ډله او نورې ورته ډلې د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي ګواښ دي.

خو طالبانو د ویاند مرستیال وايي:«له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د تهدید پېښیدو په اړه ناسمې اندېښني او په دې اړې شوې ادعاګانې په کلکه ردوو. موږ یو ځل بیا په ډاګه وایوو چې په افغانستان کې وسله‌والې ډلې فعالیت نه لري او هېڅ چاته اجازه نه ورکوو، زموږ خاوره د بل چا پر ضد و کاروي. موږ د فساد، نشیې توکو او هر ډول ناامنیو پر وړاندې جدي اقدامات کړي دي.»

د طالبانو د ویاند مرستیال یادې څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو او د ښځو د حقونو څخه د سرغړونو په اړه نیوکي وکړې او د ایران، پاکستان، چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو هم د افغانستان په اړه د څلور اړخیزې ناستې پرمهال په دغه هېواد کې د وسله‌والو ډلو پر شتون اندېښنه ښودلي ده.

طالبانو په ننګرهار کې د «سواد زدکړې» ۹۰ ښځینه استادانې تنقیص کړې

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۹ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د هغو اسنادو له مخې چې افغانستان انټرنشنل پښتو ته رسېدلي، ښیي چې ننګرهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست په دغه ولایت کې «د سواد زده‌کړې» ۹۰ ښځینه استادانې تنقیص کړي دي. د معلوماتو له مخې، طالبان غواړي د ننګرهار په ګډون په ټول هېواد کې د «سواد زده‌کړې» ښوونځي وتړي.

په ننکرهار کې د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې ریاست کې سرچینو نن شنبه د (تلې ۵مه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې تېره ورځ شاوخوا د ۹۰ تنو تنقیص شوو ښځینه استادانو لېستونه د سواد زده کړې د ښوونځیو مدیرانو ته لېږل شوي دي.

یوې تنقیص شوې ښځینه استادې وویل:«مونږ ته د ښوونځي د استادانو په ګروپ کې مدیرې اعلان وکړ، چې ټول استادان نتقیص شوي دي او دا زمونږ وروستۍ ورځې دي.»

سرچینې وايي چې په دې نتقیص شوو کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښځینه استادانو په کډون د ځینو ولسوالیو ښځینه استادانې هم تنقیص شوي دي او دا سلسله روانه ده.

په افغانستان کې د سواد زده کړې ښوونځي په ټوله کچه فعالیت لري او په کې زرګونه ښځینه او نارینه زده کوونکو ته د سواد زده کړې درسونه ورکول کېږي.

دغه ښوونځي د پوهنې وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي او نړیوالو مرستندویه ادارو په مرسته روان دي.

طالبانو تراوسه په رسمي ډول د سواد زده کړې د ښوونځیو ښځینه استادانو د تنقیص په تړاو څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې طالبانو نه یوارې د کابل او ننګرهار پوهنتون استادان ګوښه کړي، بلکې ١٢٠ تنه یې په خوست، ۷۰ په پکتیا، ٥٠ په باميان او ٥٠ تنه نور یې په بدخشان کې هم ګوښه کړي دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په علمي او تخصصي مرکزونو کې د اکاډمیکو کسانو ګوښه‌کېدل په سېستماتیک ډول روان دي او یاده ډله هڅه کوي په دې ځایونو کې له خپلې ایډيالوژۍ سره جوړ او د مدرسو ملایان وګوماري.

په هېواد کې د پوهنتونونو د متخصصو او تجربه‌لرونکو استادانو د ګوښه‌کېدو بهیر په داسې مهال روان دی، چې افغانستان تر بل هر وخت ډېر علمي او مسلکي پرمختګ ته اړتیا لري.

په هرات کې یوه ښځه د علنې محکمې پر مهال د نامعلوم وسله وال له‌خوا په ډزو ووژل شوه

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۰۰ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نن شنبه (د تلې ۵مه) تر غرمې مخکې په هرات ولایت کې یوه ښځه د استیناف محکمې د علنې غونډې پر مهال د نامعلوم وسله‌وال له خوا په ډزو ووژل شوه. پر هغې دا تور و، چې د خپل مېړه عبدالرحمان مرادي په وژلو کې یې لاس درلود.

د هرات ولایتي شورا پخوانی غړی عبدالرحمان عليزی مرادي د ۱۴۰۳کال د مرغومې د میاشتې پر ۲۱مه نېټه په خپل کور کې په ډزو ووژل شو. هغه مهال د مرادي خپلوانو رسنیو ته ویلي و،چې نوموړی د وسلې پاکولو پر مهال په ناپامۍ کې په خپله وسله وژل شوی دی.

له هرات ولایت څخه سرچینو ویلي، چې تر دې پېښې وروسته د مرادي مېرمن د مېړه د وژنې په تور ونیول شوه او نن د طالبانو استیناف محکمې ته راوبلل شوه، خو دا ښځه د علني محکمې پر مهال د یوه نامعلوم وسله وال له خوا د محکمې له پرېکړې پرته په ډزو ووژل شوه.

په هرات کې یوه مدافع وکیل افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پر دې ښځې لګول شوی تور ثابت شوی نه و، امکان لري چې بې ګناه وژل شوې وي.

طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ځايي سرچینې وايي، چې طالبانو د دې ښځې د وژلو په تور نیولی دی.

مرادي د هرات ولايتي شورا پخوانی غړی و او د ښځې هویت تر دې مهاله نه دی څرګند.