• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بریتانوي جوړې د طالبانو د زندان پر مهال د خپلو تریخو شېبو کیسه کړې

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۱ GMT+۱

پيټر او باربي رینولډز، هغه بریتانوي جوړه ده چې نږدې اته میاشتې د طالبانو په زندان کې بنديان پاتې شوي وو، اوس یې د خپل اسارت د دورې دردونکې کیسې بیان کړي دي. پیټر وایي چې هغه ته تر ټولو سخته دا وه چې د خپلې مېرمنې په اړه یې هېڅ معلومات نه درلودل، چې هغه مړه ده او که ژوندۍ.

پيټر د «سهار په خیر بریتانیا» ټلویزوني پروګرام سره په خبرو کې وویل: «زه هېڅ نه پوهېدم چې زما مېرمن ژوندۍ ده که نه، روغتیا یې څنګه ده او یا ورسره کوم ناوړه چلند کېږي او که نه».

دغه جوړې چې شاوخوا ۱۸کاله یې په افغانستان کې ژوند کړی او یو تعلیمي مرکز یې پرمخ وړ، دوی د بامیان ولایت پر لور د ستنېدو پر مهال د طالبانو له‌خوا ونیول شول. طالبانو د پيټر او باربي د نیولو په اړه هېڅکله واضح دلیل وړاندې نه کړ، یوازې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې «د افغانستان قوانین یې مات کړي»؛ خو نور معلومات یې ور نه کړل.

100%

پيټر او باربي څرګنده کړې چې د اسارت پر مهال په لسو بېلابېلو زندانونو کې ساتل شوي دي.

پيټر ان په یوه لوړ امنیت لرونکي زندان کې بندي و، چې هلته د داسې کسانو ترڅنګ ساتل کېده چې د خپلې کورنۍ د غړو په وژلو تورن وو. هغوی په اونیو-اونیو د لمر له رڼا پرته په تنګو خونې کې ساتل کېدل.

دوی زیاتوي چې د خپلې لور «سارا» له لارې وتوانېدل چې لږ تر لږه لنډ پیغامونه لکه «مینه درسره لرم» او «یادېږې مې» یو بل ته ولېږي. دا د هغوی د اسارت تر ټولو یوازینۍ هیله بښونکې نښه وه.

باربي رینولډز په خپله کیسه کې ویلي چې د زندان یوازینۍ سرمایه یې یو کاچوغه وه چې د لومړیو ورځو په جریان کې یې ترلاسه کړې وه. هغه وایي چې دا مې زده کړل چې له همدې کاچوغې د هر کار لپاره ګټه واخلم؛ له ډوډۍ پرې کولو نیولې تر کچالو پاکولو پورې. د هغې لپاره دا کوچنی شی د ژوند د دوام نښه او د هیلې سمبول وګرځېد.

دوی یوازې یوه ګړۍ مخکې له خپل پروازه خبر شول چې خوشې کېږي، او بالاخره لندن ته ورسېدل. د دوی کورنۍ د هغوی د ازادۍ شېبه «د خوښۍ ډکه لحظه» وبلله.

د هغوی اولادونه وایي: «له بشپړې منندویۍ او ډاډ سره تایید کوو چې زموږ مور او پلار له اووه میاشتو او ۲۱ورځې اسارت وروسته د طالبانو له بند څخه خوشې شوي دي».

100%

سره له دې تریخې تجربې، پيټر او باربي ویلي چې لا هم د افغانستان د راتلونکي په اړه هیله لري.

پیتر ټینګار وکړ: «موږ باور لرو چې افغانستان د بدلون توان لري او یوه ورځ به نړۍ حیرانه کړي. دا هېواد باید یوازې د تاوتریخوالي، تښتونې او نشه‌يي توکو د قاچاق له مخې ونه پېژندل شي، دلته معجزه رامنځته کېدای شي».

باربي هم په خبرو کې زیاته کړه: «زه د افغانستان له خلکو سره ژوره همدردي لرم. زندان یوه سخته تجربه وه، خو له هغه هم دردوونکې د خلکو ورځنی ژوند دی چې د طالبانو تر سختو محدودیتونو لاندې تېرېږي».

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

فتانه نجیب: د ډاکټر نجیب وژنه یوه توره ورځ او ستره غمیزه وه

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۵ GMT+۱

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله مېرمن فتانه نجیب وايي، په ظالمانه او وحشیانه توګه د ډاکټر نجیب وژنه یوه توره ورځ، دردوونکې او یوه ستره غمیزه وه. هغه وايي، «له هغې تورې ورځې او دردوونکي ناورین څخه ۲۹ کاله تېرېږې». طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال ډاکټر نجیب وواژه.

د ډاکټر نجیب مېرمن فتانه نجیب د ډاکټر نجیب د ۲۹ تلین په مناسبت په خپل پیغام کې د خپل خاوند او د هغه د ورور د وژنې په تړاو وايي، «د هغوی یادونه او خاطرې زموږ په زړونو، د ټولو هېوادوالو په وجدان کې او په ځانګړي ډول د هېواد د ویاړمن تاریخ په زرینو پاڼو کې بې‌له شکه تلپاتې پاتې دي او پاتې به شي.»

د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله او ورور یې شاپور احمدزی له نن څخه پوره ۲۹ کاله مخکې (د ۱۳۷۵ کال دتلې په ۵مه – د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر په ۲۷مه) د طالبانو له لوري تر وژنې وروسته د کابل په اریانا څلور لارې کې په دار وځړول شو.

د تلې ۵مه د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب د وژنې له ۲۹م تلین سره برابره ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

د فتانې نجیب په وینا، ډاکټر نجیب الله له هغه ورځې چې د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو، تر وروستیو شېبو یې د هېواد د ملي خپلواکۍ، سولې، ټولنیز عدالت او د هر یوه هېوادوال د عزت او ناموس د ساتنې په لاره کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کړې وې.

د هغې په وینا، ډاکټر نجیب په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره په خپله خوښه د ولسمشرۍ له مقام څخه تېر شو او هیله یې دا وه چې خلک د خپلو ملي دودونو او عنعناتو په رڼا او د ملي حاکمیت په ساتلو سره، راتلونکی زعیم په ازادانه او خپلواکه توګه په خپله وټاکي.

د ډاکټر نجیب د سیاسي او ټولنیز ژوند په تړاو لسګونه کتابونه لیکل شوي، خو فتانه نجیب زیاتوي، ډاکټر نجیب افغان مېرمنو ته ځانګړی درناوی درلود، «زه د هغه د ژوند د ملګرې او د یوې مور توګه، غواړم ووایم چې ډاکټر نجیب‌الله د خپل وطن ویاړمنو ښځو ته ځانګړې درناوی درلود او د نوي افغانستان جوړښت یې یوازې د ښځو او نارینه وو په ګډو هڅو کې ممکن باله.»

هغه په افغانستان کې د ښځو پر اوسني وضعیت په نیوکو سره وايي، دمګړۍ «یوازې په کابل کې تر درې سوه زرو زیاتې کونډې چې په منځني ډول څلور کوچني ماشومان لري، د عاید له ذرې پرته په یوه تړلي چاپېریال کې د فقر او بدمرغۍ په بوږنوونکي حالت کې ژوند کوي! او دا یو ستر انساني ناورین دی.»

فتانې نجیب په خپل دې پیغام کې هغه ښځې او نجونې چې په اوسنیو شرایطو کې د خپلو انساني حقونو لپاره مبارزه کوي وستایلې او زیاته یې کړه، «زه تل پر خپلو هېوادوالو ښځو او میندو ویاړم او پر هغو ښځو او نجونو چې د خپلو انساني حقونو لپاره، د خپلو خویندو او میندو په څېر، له اریایي زمانو تر نن ورځې بې له وېرې مبارزه کوي، ډېر ویاړم.»

د هغې په باور، د دغو مبارزو ښځو بریا حتمي ده او زیاتوي، «پوره باور لرم چې د دوی بریا او کامیابي حتمي او مسلمه ده.»

د افغان ښځو او نجونو په تړاو د فتانې نجیب دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو (څه باندې څلورو کلونو) راهیسې افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو او همداراز ښځې د کار کولو حق نه لري.

امریکا د شایان کاظمي د موندلو او بېرته ستنېدو لپاره ۲۰۰ زره ډالره انعام ټاکلی دی

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۰ GMT+۱

د امریکا حکومت د شایان کاظمي د موندلو، بېرته ستنېدو او معلوماتو ورکولو لپاره ۲۰۰ زره ډالر انعام ټاکلی شایان کاظمي د تلویزیون یو ویاند او ایراني اصله امریکايي وګړی دی.

د امریکا د فدرالي څېړونو ادارې د شایان کاظمي د ترې تم کېدو د ۱۴ مې کلیزې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې امریکا دې قضيې ته د رسېدو لپاره دا جایزه اعلان کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې شایان کاظمي په شاین کاویاني او عسکر کاظمي هم پېژندل کېږي.

دغه د ایرانی اصل امریکايي وګړی وروستی ځل د ۱۳۹۰ کال د میزان په ۲مه نېټه له امریکا د کالیفورنیا ایالت له لاس‌انجلس ښار څخه د ترکیې استانبول ته لاړ.

د میزان په ۳مه نېټه یې له استانبول کې د رویال هوټل څخه له خپلې کورنۍ سره اړیکه ونیوله؛ خو له هغه وروسته بیا تر نن پورې د هغه هیڅ خبر نه شته.

عبدالرحمن برومند بشري حقونو بنسټ، چې د ایران د ترهګرۍ او تښتونو د قربانیانو معلومات راټولوي هم د کاظمي په اړه د نورو معلوماتو غوښتنه کړې ده.

د تلې ۵مه د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب د وژنې له ۲۹م تلین سره برابره ده

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۵ GMT+۱

د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله او ورور یې شاپور احمدزی له نن څخه پوره ۲۹ کاله مخکې (د ۱۳۷۵ کال دتلې په ۵مه – د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر په ۲۷مه) د طالبانو له لوري تر وژنې وروسته د کابل په اریانا څلور لارې کې په دار وځړول شو.

ډاکټر نجیب د حکومت له پرېښودو وروسته په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه وړې وه او له خپل ورور سره یو ځای له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې هلته اوسېده، خو د ۱۳۷۵ کال د تلې په پنځمه د برهان الدین رباني په مشرۍ دولت د طالبانو له لوري رانسکور او کابل د طالبانو له لوري ونیول شو.

د راپورونو له مخې، طالبانو تر ټولو لومړی په کابل کې د ملګرو ملتونو پر دفتر یرغل وکړ او پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله او ورور یې شاپور احمدزی ووژل او بیا یې د کابل ښار په اریانا څلور لارې کې په وینو لړلي جسدونه په دار وځړول.

طالبانو له هغې ورځې تر اوسه د ډاکټر نجیب د وژنې د لامل او څرنګوالي په تړاو بشپړ توضیحات نه دي ورکړي او د هغه کورنۍ هم په وار وار د دغې پېښې د روښانه کېدو لپاره د کره او بې پرې څېړنو غوښتنه کړې، خو لا تر اوسه دغه چاره نه ده ترسره شوې.

100%

ډاکټر نجیب الله د افغانستان د خلق ډيموکراتیک ګوند د پرچم څانګې غړی و او بیا وروسته یې د وطن په نوم یو ګوند هم جوړ کړ. هغه د ۱۹۸۶څخه تر ۱۹۹۲ کال پورې د افغانستان ولسمشر و. د هغه حکومت د پخواني شوروي له ملاتړه برخه‌من و.

نوموړی له ولسمشرۍ مخکې د هغه وخت د دولتي امنیت خدمتونو یا خاد (د استخباراتو) ادارې رييس هم و.

د ډاکټر نجیب له وژنې ۲۹ کاله تېرېږي خو لا هم په افغانستان کې دننه او بهر ګڼ پلویان او مخالفین لري خو بیا هم تل د یوې اغېزناکې څېرې په توګه ترې یادونه کېږي.

د ایرلنډ لومړي وزیر طالبان د بشري حقونو د نقض له امله وغندل

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۴ GMT+۱

د ایرلنډ لومړي وزیر میشل مارټین د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې د وینا پر مهال په طالبانو د بشري حقونو د نقض له امله سختې نیوکې کړي. هغه وویل، طالبان په افغانستان کې د بنسټیزو حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو، له پامه په غورځولو کې مسول دي.

مارټین ټینګار وکړ چې طالبان دنده لري د بشري حقونو د خوندیتوب ډاډ ورکړي. نوموړي زیاته کړه: «ایرلنډ د هغو نړیوالو هڅو ملاتړ کوي چې د بشري حقونو د نړیوالو ژمنو او معیارونو د کمزوري کولو پر وړاندې مبارزه کوي.»

د ایرلنډ لومړي وزیر همدارنګه یادونه وکړه چې د جنسي اقلیتونو حقونه باید په رسمیت وپېژندل شي. هغه د بشري حقونو په نړیوال او فردي ماهیت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې هېڅوک د دې له ارزښتونو مستثنی کېدای نه شي.

ښاغلي مارټین اعلان وکړ چې هېواد یې د ۲۰۲۷څخه تر ۲۰۲۹کلونو پورې د بشري حقونو شورا د غړیتوب لپاره نوماندی وړاندې کوي، څو د خپلو ژمنو عملي کولو ته دوام ورکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې جګړې او تاوتریخوالی تل د بشریت د ناکامۍ څرګندونه کوي. د هغه په وینا، د شخړو ناوړه پایلې د انسانانو د ژوند له منځه تلو، اقتصادي پرمختګ د ورانېدو او د ټولنیزو درزونو په رامنځته کېدو کې څرګندېږي.

د ایرلنډ لومړي وزیر همدارنګه د نړیوالې همکارۍ او د ملګرو ملتونو د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «نړۍ باید هېڅکله اجازه ور نه کړي چې زور پر حق غلبه وکړي.»

مهاجر فراهي:د لرې او نږدې غلیمانو د نوک ځواب په سوک ورکوو

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي پرته له دې د کوم هېواد نوم واخلي وایي، د لرې او نږدې غلیمانو د «نوک» ځواب به په «سوک» ورکړي. همدا څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د بګرام هوايي اډه د ورسپارلو غوښتنه کړې ده.

مهاجر فراهي د جمعې په ورځ (د تلې ۴مه) په خپله اېکس پاڼه پرته له دې چې د کوم هېواد او یا شخص نوم واخلي هغو کسانو ته چې غواړي د نورو په مټ دلته اور ته لمن ووهي خبرداری ورکړی چې د هېواد د دفاع لپاره د پرون او وړمې ورځې په څېر چمتو دي.

د امریکا ولسمشر د تېرې اونۍ په ترڅ کې څو ځلي ګواښ وکړ چې غواړي په افغانستان کې د بګرام هوايي اډه تصرف کړي او همداراز یې طالبانو ته خبرداری ورکړ که ژر دا کار ونه شي، نو «بدې پېښې به رامنځته شي.»

فراهي پرته له دې چې دغو مسایلو ته اشاره وکړي زیاته کړې، «هغه چې زموږ اوسنی امنیت او پرمختګ نه سي زغملای، غواړي یو ځل بیا د نورو د مټو په زور دلته اور ته ببوزی ووهي، په خلاصو غوږو دې واوري موږ د خپل هېواد د دفاع لپاره د پرون او وړمي ورځي په څېر چمتو یو.»

هغه همداراز پرته له دې چې د کوم هېواد او یا هم شخص نوم واخلي د «غلیمانو» د یادونې په ترڅ کې ګواښ کړی چې د «نوک» ځواب به په «سوک» ورکړي.

فراهي په ډاګه ویلي، «د لرې او نزدې غلیمانو د نوک ځواب به په سوک ورکوو.»

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د بګرام د اډې د غوښتنې په تړاو د امریکا د ولسمشر غوښتنه رد کړه او په ډاګه یې وویل، هېڅکله به هم د بګرام هوايي اډه چاته ورنکړي او په دې اړه یې د ولسمشر ټرمپ څرګندونې «له کرکې ډکې» وبللې.