• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منصور احمدخان: چترال کې جګړه او د تورخم دروازې تړنه د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ لازیاتوي

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۸ GMT+۱

د عرب‌نیوز په پاڼه د پاکستان د پخواني سفیر منصور احمدخان په یوې خپرې شوې مقاله کې راغلي، چې په چترال کې له ټي‌ټي‌پي سره د جګړې دوام او په پوله کې د شخړو په پایله کې د تورخم دروازې تړل پاتې کېدل د پاکستان او افغانستان ترمنځ شته کړکېچ لا زیاتوي.

عرب نیوز په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان د مقالې په خپرولو سره لیکلي:«له ۲۰۰۱ کال راهیسې پاکستان او افغانستان په دې نه دي توانیدلي، چې یو فعال دوه اړخیز میکانیزم جوړ کړي.»
په دغه مقاله کې راغلي، چې دغه پوله د ازاد تګ راتګ، سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره د فرصتونو د زیاتوالي پر ځای د اورپکو، یاغیانو، د ترهګرۍ ضد عملیاتو او د ډرون جګړې په ډګر بدله شوې ده.

د ښاغلي خان د مقالې په یوې برخه کې راغلي:«نړۍوالې او سیمه‌ییزې اورپکې ډلې لکه داعش، القاعده، ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتونپالې په افغان خاوره کې خوندي پټنځایونه لټوي.»

دغه مقاله درې لاندې برخې لري:


هراړخیز میکانیزم
ښاغلي خان لیکلي:«دواړه هېوادونه بايد د هراړخيزې تګلارې په ا‌‌‌‌‌‌ډانه کې د دولت په کچه دوه اړخيز ميکانيزم جوړ کړي. له ۲۰۰۱ کال راهیسې پاکستان او افغانستان په دې نه دي توانیدلي، چې یو فعال دوه اړخیز میکانیزم جوړ کړي او بیا د طالبانو له‌خوا د کابل تر نیولو وروسته، دواړو لورو ونه شو کړای چې د ښکېلتیا لپاره یوه تګلاره جوړه کړي.

ټي‌ټي‌پي
د منصور احمد خان په دغې مقاله کې راغلي، چې د ټي‌ټي‌پي له‌خوا د پولې هاخوا اورپکې بې له شکه د پاکستان لپاره د لومړیتوب مسله ده. تر دې مخکې د افغانستان د سرپرست حکومت په مشوره، پاکستان د تحریک طالبان پاکستان له مشرتابه سره خبرې اترې پیل کړې وې؛ خو د هغوی غوښتنې بې بنسټه وې. اوس دا اړینه ده، چې د افغانستان سرپرست حکومت له پاکستان سره د دې ننګونې په لرې کولو کې مرسته وکړي؛ ممکن افغان بنسټونه د ظرفیت محدودیتونه ولري.

دوه اړخیزې اړیکې
مقاله کې راغلي، چې دوه اړخیزې اړیکې په اصل کې په متقابلو ګټو ولاړې دي. پاکستان ته د افغانانو تګ د دوی حیاتي اړتیا ده. د افغانستان اوسنی حکومت شکایت کوي، چې د امریکا او ناټو د حکومتونو پر مهال پاکستان په سخاوتمندانه ډول افغانانو ته ویزې ورکولې؛ خو اوس مهال یې ویزې او تګ راتګ محدود شوی دی. همدارنګه، د سرحدونو پرله پسې تړل د پاکستان له لارې د سوداګرۍ او ترانزیتي لارو انحصار کموي.


د دغې مقالې په وروستۍ برخه کې لیکل شوي، چې د پاکستان او افغانستان سوله، ټیکاو او پرمختګ یو له بل سره تړلي دي.

ډېر لیدل شوي

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده
۱

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده

۲

راپور: قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو پر سر د نوې سیالۍ اندېښنې راپارولي

۳

د پاکستان او افغانستان د لارو تړل کېدو یو کال؛ سوداګري او کاروبارونه اغېزمن شوي

۴

د پولیو نړۍواله ورځ؛ ګوزڼ لا هم د افغان ماشومانو ژوند ګواښي

۵

اصف درانی: د روسیې او طالبانو نږدېوالی ښايي د افغانستان په اړه سیمه‌ییز توازن بدل کړي