• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملا برادر ددفتر رییس: ای ایس ای په ۲۰۲۱ کال کې د اغزن تار غځولو کې همکاري غوښتې وه

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د رییس‌الوزرا د اقتصادي مرستیال د دفتر رییس وايي، په ۲۰۲۱ کال کې په قطر کې د بین‌الافغاني مذاکراتو پر مهال د ای ایس ای رییس له طالبانو غوښتي و، چې جنګیالي یې پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو مخه ونه نیسي، خو ملا برادر ورته ویلي و چې هغوی تاسې ته په خپله ژبه ځواب در کوي.

د طالبانو د رییس‌الوزرا د اقتصادي مرستیال د دفتر رییس عبدالله عزام د دوشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې د ۲۰۲۱ز کال د جون پر درېیمه نېټه په قطر کې د بین‌الافغاني مذاکراتو پر مهال د پاکستان د استخباراتو د هغه مهال رییس فیض حمیدله طالبانو سره د لیدو پر مهال له ملا برادر نه وغوښتل، چې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار غځولو پر ضد وسله‌وال مخالفت ودروي.

د عزام په وینا، دا لیدنه د رسمي مذاکراتو تر پای وروسته ترسره شوې وه، چې فیض حمید پکې د طالبانو له جګپوړي استازي ملا برادر سره په انفرادي ډول خبرې کړې وې.

عزام وايي: «فیض حمید وویل چې موږ پر کرښه د اغزن تار تېرول بشپړ کړي، خو په بهرامچه کې طالبانو مخالفت کړی او شاوخوا پنځه سوه کسان راټول شوي دي او پر پاکستاني ځواکونو ډزې کوي».

نوموړی وايي، « هغه غوښتنه وکړه چې ملا یعقوب ته ووایئ څو مجاهدینو ته سپارښتنه وکړي چې ډزې ونه کړي».

د عزام په وینا، د طالبانو استازي د دې غوښتنې پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی و. د نوموړي په وینا، ملا برادر فیض حمید ته وویل، «زه د سیاسي چارو مسوول یم، خو دا خبره نظامي اړخ لري. هغوی به په خپله ژبه ځواب درکړي».

عزام لیکي چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې وه چې طالبان لا هم د نړیوالو ځواکونو پر ضد په جګړه بوخت وو او د ډېورنډ کرښې د اغزن تار موضوع د افغانستان او پاکستانترمنځ د پام وړ جنجال بلل کېده.

د نوموړي په وینا، د افغانستان د پخواني حکومت په حضور کې، پاکستان وتوانېد چې د اغزن تار پروژه بشپړه کړي.

عزام همداراز یادونه کوي چې د همدې شپې په ترڅ کې فیض حمید د دوحې په جومات کې ددوی په امامت لمونځ کړی و.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

خواجه اصف: پاکستان او افغانستان دې پایلې ته رسېدلي، چې باید ترهګري ژر ختمه شي

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۷ GMT+۱

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، پاکستان او افغانستان دې پایلې ته رسېدلي چې باید ترهګري ژر ختمه شي. هغه زیاته کړې، چې ترهګرۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښه ناامنه کړې ده.

جیو نیوز د خواجه اصف له خولې لیکلي:« دواړه هېوادونه به د ترهګرۍ د کابو کولو لپاره جدي هڅې وکړي؛ خو که ترهګري کابو نه‌شي د سیمې امن ته جدي ګواښونه پېښولای شي.»

د پاکستان دفاع وزیر له طالبانو سره د اوربند تړون په اړه ویلي، چې دغه تړون په اصل کې د قطر او ترکيې په منځګړیتوب شوی دی. هغه ویلي:« موږ د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه مننه کوو.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره یکشنبه د (تلې ۲۷مه) په دوحه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر ۴۸ ساعته اوربند وروسته د سولې تړون وشو، چې اعلامیه یې د قطر د بهرنیو چارو وزارت خپره کړه.

ملا برادر او د ترکمنستان ملي رهبر د ټاپي پروژې له چارو لیدنه کړې

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۳ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دوشنبې په ورځ د (تلې ۲۸مه) د ترکمنستان له ملي رهبر قربان‌قلي بردي محمدوف سره په ګډه د ټاپي ګازو نل لیکې له چارو څخه لیدنه کړې. طالبانو ویلي، دغه پروژه د سیمه‌ییز اقتصاد په پرمختګ کې خورا مهمه ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دفتر له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه لیدنه د افغانستان په خاوره کې ترسره شوې او تر اوسه په هېواد کې د دغه پروژې ۱۴کېلومېټره چارې بشپړې شوې دي. د ملا برادر په وینا؛ دوی له ترکمنستان سره له ټاپي پروژې پرته د اقتصادي دهلېز پراختیا په موخه هم کار کوي. هغه وایي، دغه دهلېز کې د ټاپ ۵۰۰ برېښنا د لېږد پروژه، د رېل پټلۍ جوړونه، سړکونه، لوجیسټیکي مرکزونه او یو شمېر نورې اقتصادي پروژې شاملې دي.

دغه طالب چارواکي د تېر په څېر له هېوادونو یو ځل بیا غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونې وکړي. پر کابل د واکمنې ډلې په خبرپاڼه کې د ترکمنستان د ملي رهبر په حواله لیکل شوي، چې په خپل هېواد کې یې د ټاپي پروژې چارې په خپل وخت سره بشپړې کړې دي. د هغه له قوله ویل شوي، چې ټاپي د ګازو نل لیکه لومړنۍ سیمه‌ییزه پروژه ده چې پراخ نړۍوال ملاتړ لري.

طالبانو په خپله اعلامیه کې ټینګار سره ویلي، چې د دغه پروژې په پشپړېدو سره به افغانستان هر کال یو مېلیارد ډالر عواید لاسته راوړي. ملا برادر د یادې ناستې پر مهال پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی، چې د تقابل او غیر اصولي کړنو پر ځای دې ورسره احترامانه اړیکو ته مخه کړي.

د ټاپي د ګازو نل لیکه د جمهوریت پر مهال پیل شوې وه؛ خو د طالبانو حاکمه ډله یې د چارو پر وړاندې لوی خنډ وه او د دغه پروژې د عملي کېدو پر وړاندې یې ستر امنیتي خنډونه پیدا کړي وو. په افغانستان کې د دغه نل لیکې د چارو د ځنډ لامل هم خپله طالبان ګڼل کېږي او پر یادې ډلې نیوکې دي، چې د دغه ډول ډېر رغنیزو او ټولګټو پروژو مخې به یې نیوله.

برېټانیا کې یو افغان کډوال ماشوم ته ۲۵زره پونډه تاوان ورکړل شو

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۵۸ GMT+۱

په برېټانیا کې یو افغان کډوال ماشوم چې چارواکو ورته په تېروتنه کې عمر له ۱۸کالو څخه ډېر اټکل کړی و او محکمې کې تر عارض کېدو وروسته ورته حکومت ۲۵زره پونډه تاوان ورکړ.

د برېټانيا د کډوالۍ او پناه‌ غوښتنې محکمې ويلي، چې د دغه افغان ماشوم د زېږېدو نېټه چې ده خپله ښودلې وه سمه ثابته شوې او نوموړی برېټانیا ته د ورتګ پر مهال ۱۷کلن و. ياد افغان ماشوم د کښتۍ  له لارې برېټانيا ته رسېدلی او د ده د پناه غوښتنې دوسيه لا هم په جلا توګه څېړل کېږي.

چارواکو د ماشوم پر ستوني د يوې پړسېدلې نښې له کبله دا اټکل کړی و، چې دی بالغ سړی دی. د مرسيسايد په سيمه کې د سېنټ هېلنز ښار چارواکو هغه مهال ويلي وو چې دغه کډوال ښايي له ۲۳ تر ۲۵کلونو عمر ولري. خو د برېټانيا د کډوالۍ او پناه‌ غوښتنې محکمې له څېړنو وروسته دغه ارزونه ناسمه وبلله او پرېکړه يې وکړه چې ياد ماشوم ته دې د هغه د قانوني لګښتونو د جبران په موخه ۲۵ زره پونډه تاوان ورکړل شي.

دغه افغان پناه‌ غوښتونکی ماشوم چې نوم يې نه‌دی افشا شوی ويلي، ښوونځي ته نه و تللی، ځکه د ده د سيمې ښوونځی د جګړې له امله وران شوی و. نوموړي زياته کړې، چې پلار يې پوليس و او د طالبانو له ګواښ سره مخ و او له همدې امله دی اړ شو چې له افغانستان نه وتښتي.

د بې‌وزلۍ اوج؛ طالبانو په ننګرهار کې ۹۰تنه ماشومان له سوالګرۍ منعه کړي

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۶ GMT+۱

ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې په جلال‌اباد ښار کې یې ۹۰تنه هلکان او نجونې راټول کړي او له سوالګرۍ یې منعه کړي دي. دوی وایي، دغه ماشومان یې تر بایومټرېک وروسته مرستندویه ادارو ته ور پېژندلي دي.

په همدې تړاو خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د افغاني سرې میاشتې تر څنګ به بېلابېلې مرستندویه ادارې له دغه ماشومانو سره د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې مرسته وکړي. ویل شوي، چې د دوی د ټولنیز ملاتړ لپاره به دوامداره هڅې وشي. طالبان داسې مهال دغه ماشومان ننګرهار کې له سوالګرۍ منعه کوي، چې په هېواد کې د همدې ډلې په واکمنېدو سره د فقر کچه خورا لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو په ګډون د یوشمېر نړۍوالو ادارو راپورونو ښودلې، چې یو شمېر کورنیو خپل ماشومان اړ کړي چې د سختې لوږې له امله په ښارونو او بازارونو کې خیراتونه وغواړي. طالبانو د مخکېني جمهوري نظام د امنیتي منسوبینو سربېره سلګونه زره پخواني دولتي مامورین هم له دندو ګوښه کړي دي. دغه ګوښه شویو کسانو نیوکې کړې، چې کورنۍ یې له سختې لوږې سره مخ دي.

له دې ډلې ځینو یې د روزګار موندلو لپاره ګاونډیو هېوادنو په ځانګړې توګه ایران ته مخه کړې؛ خو هلته یې د کډوالو ضد تګلارو له کبله ژوند له کړاوونو او کږلېچونو سره مخ دی او ډېری یې بېرته په ظالمانه توګه اېستل شوي هم دي.

ایراني چارواکي وایي، د دوغارون له لارې د افغان وګړو ستنېدو بهیر کې ۳۰سلنه زیاتوالی راغلی

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۵ GMT+۱

د ایران د تایباد ولسوال ویلي، چې د دوغارون پر پوله د بې‌اسناده افغانانو د ستنېدو کچه د تېرې میاشتې پرتله روانې اکټوبر میاشت کې ۳۰سلنه زیاته شوې ده. د چارواکو په وینا؛ د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه له یادې پولې یو مېلیون او ۲۰زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د تایباد ولسوال حسن جمشیدي ایراني رسنیو ته ویلي، د اګسټ او جولای میاشتو پرتله د افغانانو د ستنېدو کچه ۳۰سلنه لوړه شوې ده. هغه زیاته کړه، اېستل کېدونکي افغانان د ایران د ۱۱ ولایتونو له ځانګړو پنډغالو څخه په مستقیمه توګه د دوغارون پولې ته ورځي او بیا له هغه ځایه افغانستان ته ستنېږي.

جمشیدي وویل، چې د دوغارون پوله د ناقانونه افغانانو د اېستلو لومړنۍ او تر ټولو مهمه لاره ده. هغه وایي، ډېر ژر به پر دې لاره د بهرنیو وګړو د پېژندنې او ثبت لپاره بایومټرېک سیسټم هم فعال شي. د ایران میلک، ماهیرود او همدا دوغارون د افغان وګړو د ستنېدو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.

له دې سره سم په ایران کې افغان کډوالو د پولیسو له ناسم او ظالمانه چلند څخه هم شکایتونه کړي دي. دغو ستنو شویو کډوالو ویلي، چې هلته ورته په پنډغالو کې د څښاک اوبو، خوراک او نورو اړتیاوو اسانتیاوې نه وې برابرې. همدا راز ایراني پولیسو ستانه شوي افغانان شکنجه کړي او په زوره یې ترې پیسې هم اخیستې دي.

هم‌مهاله په پاکستان کې هم د افغان کډوالو ژوند تنګ شوی او اسلام‌اباد پرله‌پسې اعلانونه کړي، چې نور ورته د افغان کډوالو حضور د منلو وړ نه‌دی. له تېرو درې ورځو راهیسې د یاد هېواد د پلازمېنې په ګډون بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو نیولو یو ځل بیا زور اخیستی دی.

که څه هم د کډوالو ملاتړو سازمانونو له ایران او پاکستان نه غوښتي، چې په جبري توګه دې د افغان کډوالو ستنېدو ته نه مجبوروي؛ خو دواړو ګاونډیانو دغو غوښتنو ته چندان پام نه‌دی کړی او په بې‌سارې توګه یې د اېستلو عملیات چټک کړي دي.