• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا برادر او د ترکمنستان ملي رهبر د ټاپي پروژې له چارو لیدنه کړې

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۳ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دوشنبې په ورځ د (تلې ۲۸مه) د ترکمنستان له ملي رهبر قربان‌قلي بردي محمدوف سره په ګډه د ټاپي ګازو نل لیکې له چارو څخه لیدنه کړې. طالبانو ویلي، دغه پروژه د سیمه‌ییز اقتصاد په پرمختګ کې خورا مهمه ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دفتر له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه لیدنه د افغانستان په خاوره کې ترسره شوې او تر اوسه په هېواد کې د دغه پروژې ۱۴کېلومېټره چارې بشپړې شوې دي. د ملا برادر په وینا؛ دوی له ترکمنستان سره له ټاپي پروژې پرته د اقتصادي دهلېز پراختیا په موخه هم کار کوي. هغه وایي، دغه دهلېز کې د ټاپ ۵۰۰ برېښنا د لېږد پروژه، د رېل پټلۍ جوړونه، سړکونه، لوجیسټیکي مرکزونه او یو شمېر نورې اقتصادي پروژې شاملې دي.

دغه طالب چارواکي د تېر په څېر له هېوادونو یو ځل بیا غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونې وکړي. پر کابل د واکمنې ډلې په خبرپاڼه کې د ترکمنستان د ملي رهبر په حواله لیکل شوي، چې په خپل هېواد کې یې د ټاپي پروژې چارې په خپل وخت سره بشپړې کړې دي. د هغه له قوله ویل شوي، چې ټاپي د ګازو نل لیکه لومړنۍ سیمه‌ییزه پروژه ده چې پراخ نړۍوال ملاتړ لري.

طالبانو په خپله اعلامیه کې ټینګار سره ویلي، چې د دغه پروژې په پشپړېدو سره به افغانستان هر کال یو مېلیارد ډالر عواید لاسته راوړي. ملا برادر د یادې ناستې پر مهال پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی، چې د تقابل او غیر اصولي کړنو پر ځای دې ورسره احترامانه اړیکو ته مخه کړي.

د ټاپي د ګازو نل لیکه د جمهوریت پر مهال پیل شوې وه؛ خو د طالبانو حاکمه ډله یې د چارو پر وړاندې لوی خنډ وه او د دغه پروژې د عملي کېدو پر وړاندې یې ستر امنیتي خنډونه پیدا کړي وو. په افغانستان کې د دغه نل لیکې د چارو د ځنډ لامل هم خپله طالبان ګڼل کېږي او پر یادې ډلې نیوکې دي، چې د دغه ډول ډېر رغنیزو او ټولګټو پروژو مخې به یې نیوله.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

برېټانیا کې یو افغان کډوال ماشوم ته ۲۵زره پونډه تاوان ورکړل شو

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۵۸ GMT+۱

په برېټانیا کې یو افغان کډوال ماشوم چې چارواکو ورته په تېروتنه کې عمر له ۱۸کالو څخه ډېر اټکل کړی و او محکمې کې تر عارض کېدو وروسته ورته حکومت ۲۵زره پونډه تاوان ورکړ.

د برېټانيا د کډوالۍ او پناه‌ غوښتنې محکمې ويلي، چې د دغه افغان ماشوم د زېږېدو نېټه چې ده خپله ښودلې وه سمه ثابته شوې او نوموړی برېټانیا ته د ورتګ پر مهال ۱۷کلن و. ياد افغان ماشوم د کښتۍ  له لارې برېټانيا ته رسېدلی او د ده د پناه غوښتنې دوسيه لا هم په جلا توګه څېړل کېږي.

چارواکو د ماشوم پر ستوني د يوې پړسېدلې نښې له کبله دا اټکل کړی و، چې دی بالغ سړی دی. د مرسيسايد په سيمه کې د سېنټ هېلنز ښار چارواکو هغه مهال ويلي وو چې دغه کډوال ښايي له ۲۳ تر ۲۵کلونو عمر ولري. خو د برېټانيا د کډوالۍ او پناه‌ غوښتنې محکمې له څېړنو وروسته دغه ارزونه ناسمه وبلله او پرېکړه يې وکړه چې ياد ماشوم ته دې د هغه د قانوني لګښتونو د جبران په موخه ۲۵ زره پونډه تاوان ورکړل شي.

دغه افغان پناه‌ غوښتونکی ماشوم چې نوم يې نه‌دی افشا شوی ويلي، ښوونځي ته نه و تللی، ځکه د ده د سيمې ښوونځی د جګړې له امله وران شوی و. نوموړي زياته کړې، چې پلار يې پوليس و او د طالبانو له ګواښ سره مخ و او له همدې امله دی اړ شو چې له افغانستان نه وتښتي.

د بې‌وزلۍ اوج؛ طالبانو په ننګرهار کې ۹۰تنه ماشومان له سوالګرۍ منعه کړي

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۶ GMT+۱

ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې په جلال‌اباد ښار کې یې ۹۰تنه هلکان او نجونې راټول کړي او له سوالګرۍ یې منعه کړي دي. دوی وایي، دغه ماشومان یې تر بایومټرېک وروسته مرستندویه ادارو ته ور پېژندلي دي.

په همدې تړاو خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د افغاني سرې میاشتې تر څنګ به بېلابېلې مرستندویه ادارې له دغه ماشومانو سره د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې مرسته وکړي. ویل شوي، چې د دوی د ټولنیز ملاتړ لپاره به دوامداره هڅې وشي. طالبان داسې مهال دغه ماشومان ننګرهار کې له سوالګرۍ منعه کوي، چې په هېواد کې د همدې ډلې په واکمنېدو سره د فقر کچه خورا لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو په ګډون د یوشمېر نړۍوالو ادارو راپورونو ښودلې، چې یو شمېر کورنیو خپل ماشومان اړ کړي چې د سختې لوږې له امله په ښارونو او بازارونو کې خیراتونه وغواړي. طالبانو د مخکېني جمهوري نظام د امنیتي منسوبینو سربېره سلګونه زره پخواني دولتي مامورین هم له دندو ګوښه کړي دي. دغه ګوښه شویو کسانو نیوکې کړې، چې کورنۍ یې له سختې لوږې سره مخ دي.

له دې ډلې ځینو یې د روزګار موندلو لپاره ګاونډیو هېوادنو په ځانګړې توګه ایران ته مخه کړې؛ خو هلته یې د کډوالو ضد تګلارو له کبله ژوند له کړاوونو او کږلېچونو سره مخ دی او ډېری یې بېرته په ظالمانه توګه اېستل شوي هم دي.

ایراني چارواکي وایي، د دوغارون له لارې د افغان وګړو ستنېدو بهیر کې ۳۰سلنه زیاتوالی راغلی

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۵ GMT+۱

د ایران د تایباد ولسوال ویلي، چې د دوغارون پر پوله د بې‌اسناده افغانانو د ستنېدو کچه د تېرې میاشتې پرتله روانې اکټوبر میاشت کې ۳۰سلنه زیاته شوې ده. د چارواکو په وینا؛ د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه له یادې پولې یو مېلیون او ۲۰زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د تایباد ولسوال حسن جمشیدي ایراني رسنیو ته ویلي، د اګسټ او جولای میاشتو پرتله د افغانانو د ستنېدو کچه ۳۰سلنه لوړه شوې ده. هغه زیاته کړه، اېستل کېدونکي افغانان د ایران د ۱۱ ولایتونو له ځانګړو پنډغالو څخه په مستقیمه توګه د دوغارون پولې ته ورځي او بیا له هغه ځایه افغانستان ته ستنېږي.

جمشیدي وویل، چې د دوغارون پوله د ناقانونه افغانانو د اېستلو لومړنۍ او تر ټولو مهمه لاره ده. هغه وایي، ډېر ژر به پر دې لاره د بهرنیو وګړو د پېژندنې او ثبت لپاره بایومټرېک سیسټم هم فعال شي. د ایران میلک، ماهیرود او همدا دوغارون د افغان وګړو د ستنېدو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.

له دې سره سم په ایران کې افغان کډوالو د پولیسو له ناسم او ظالمانه چلند څخه هم شکایتونه کړي دي. دغو ستنو شویو کډوالو ویلي، چې هلته ورته په پنډغالو کې د څښاک اوبو، خوراک او نورو اړتیاوو اسانتیاوې نه وې برابرې. همدا راز ایراني پولیسو ستانه شوي افغانان شکنجه کړي او په زوره یې ترې پیسې هم اخیستې دي.

هم‌مهاله په پاکستان کې هم د افغان کډوالو ژوند تنګ شوی او اسلام‌اباد پرله‌پسې اعلانونه کړي، چې نور ورته د افغان کډوالو حضور د منلو وړ نه‌دی. له تېرو درې ورځو راهیسې د یاد هېواد د پلازمېنې په ګډون بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو نیولو یو ځل بیا زور اخیستی دی.

که څه هم د کډوالو ملاتړو سازمانونو له ایران او پاکستان نه غوښتي، چې په جبري توګه دې د افغان کډوالو ستنېدو ته نه مجبوروي؛ خو دواړو ګاونډیانو دغو غوښتنو ته چندان پام نه‌دی کړی او په بې‌سارې توګه یې د اېستلو عملیات چټک کړي دي.

طالبان له روسیې سره د بانکي همکاریو پر سر خبرې کوي

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۸ GMT+۱

په مسکو کې د طالبانو سفیر ګل حسن ویلي، چې له روسیې سره د بانکي همکاریو په اړه خبرې اترې کوي. د نوموړي په وینا؛ دغه خبرې د روسیې د «میر» بانکي کارت د کارولو د امکان په اړه روانې دي.

د «میر» بانکي شبکه په روسیه کې د دغه هېواد د مرکزي بانک له‌خوا رامنځته شوی یو تادیاتي سیستم دی، چې د نړۍوالو تادیاتي شبکو لکه «ویزا» او «ماسټر کارډ» پر ځای کار کوي. په مسکو کې د طالبانو سفیر زیاتوي، د دې لپاره چې افغانستان وکولای شي د روسیې «میر» کارت وکاروي، ځینې عملي چارې ترسره شوې دي، خو خبرې اترې لا هم روانې دي.

هغه د روسیې له ایزوستیا ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، د دې پروژې پلي کېدل به له روسیې سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لامل شي. د ایزوستیا ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې دا مهال د دې پروژې د پلي کېدو یو خنډ د خودکار بانک ماشینونو (ATM) نشتوالی دی، ځکه اوس په افغانستان کې د دغه ماشینونو شمېر خورا کم دی.

د روسیې د «میر» بانکي شبکې د کارونې یوه موخه دا ده، چې مالي راکړې ورکړې د اقتصادي بندیزونو پر وړاندې خوندي پاتې شي. ایران چې هغه هم د نړۍوالو بندیزونو لاندې دی، د ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې له روسیې سره د «میر» کارت د کارولو هوکړه‌لیک لاسلیک کړې وه.

ګل حسن په خپله مرکه کې زیاتوي، د طالبانو اداره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د روسي ګرځندویانو د جذب لپاره بې‌خنډه مالي راکړې ورکړې ته اړتیا لري. ایزوستیا ورځپاڼې لیکلي، د روسي «میر» کارت له لارې د تادیاتو د پروژې پلي کېدل کولای شي د طالبانو د حکومت لپاره یو مهم ګام وي؛ څو د مالي انزوا له کړکېچه ووځي.

روسیه یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو اداره یې په رسمي ډول د حکومت په توګه پېژندلې ده.

د افغانستان د صادراتو کمښت؛ په کراچۍ ښار کې روميان د چرګ تر غوښې هم ګران شول

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۸ GMT+۱

پاکستان ته د افغانستان د صادراتو بندېدو او له پنجاب نه د نه راوړل کېدو له امله د کراچۍ په بازارونو کې د ځينو خوراکي توبو بيې د پام وړ لوړې شوې دي. د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې؛ دا مهال په کراچۍ ښار کې د روميانو بيه د چرګ تر غوښې هم لوړه شوې ده.

د اېکسپرېس ټريبون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دا مهال د کراچۍ شاوخوا ۹۰ سلنه تقاضا له ایران نه د وارداتو له لارې پوره کېږي. په راپور کې راغلي، د افغانستان واردات اوس هم بند دي چې دې کار د مېوو او سبزیجاتو بیې نورې هم لوړې کړې دي.

مخکې راپور ورکړل شوی و، چې د تورخم لارې تر تړل کېدو وروسته د پېښور په بازارونو کې هم د مېوو او سبزیو بيې خورا لوړې شوې دي.

د پاکستاني رسنيو په وينا؛ پر ډیورنډ کرښه د نښتو له امله نږدې ټوله سوداګریزه راکړه ورکړه په ټپه درېدلې او د تورخم دواړو غاړو ته د لاریو اوږده قطارونه ولاړ دي.