طالبان له روسیې سره د بانکي همکاریو پر سر خبرې کوي

په مسکو کې د طالبانو سفیر ګل حسن ویلي، چې له روسیې سره د بانکي همکاریو په اړه خبرې اترې کوي. د نوموړي په وینا؛ دغه خبرې د روسیې د «میر» بانکي کارت د کارولو د امکان په اړه روانې دي.

په مسکو کې د طالبانو سفیر ګل حسن ویلي، چې له روسیې سره د بانکي همکاریو په اړه خبرې اترې کوي. د نوموړي په وینا؛ دغه خبرې د روسیې د «میر» بانکي کارت د کارولو د امکان په اړه روانې دي.
د «میر» بانکي شبکه په روسیه کې د دغه هېواد د مرکزي بانک لهخوا رامنځته شوی یو تادیاتي سیستم دی، چې د نړۍوالو تادیاتي شبکو لکه «ویزا» او «ماسټر کارډ» پر ځای کار کوي. په مسکو کې د طالبانو سفیر زیاتوي، د دې لپاره چې افغانستان وکولای شي د روسیې «میر» کارت وکاروي، ځینې عملي چارې ترسره شوې دي، خو خبرې اترې لا هم روانې دي.
هغه د روسیې له ایزوستیا ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، د دې پروژې پلي کېدل به له روسیې سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لامل شي. د ایزوستیا ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې دا مهال د دې پروژې د پلي کېدو یو خنډ د خودکار بانک ماشینونو (ATM) نشتوالی دی، ځکه اوس په افغانستان کې د دغه ماشینونو شمېر خورا کم دی.
د روسیې د «میر» بانکي شبکې د کارونې یوه موخه دا ده، چې مالي راکړې ورکړې د اقتصادي بندیزونو پر وړاندې خوندي پاتې شي. ایران چې هغه هم د نړۍوالو بندیزونو لاندې دی، د ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې له روسیې سره د «میر» کارت د کارولو هوکړهلیک لاسلیک کړې وه.
ګل حسن په خپله مرکه کې زیاتوي، د طالبانو اداره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د روسي ګرځندویانو د جذب لپاره بېخنډه مالي راکړې ورکړې ته اړتیا لري. ایزوستیا ورځپاڼې لیکلي، د روسي «میر» کارت له لارې د تادیاتو د پروژې پلي کېدل کولای شي د طالبانو د حکومت لپاره یو مهم ګام وي؛ څو د مالي انزوا له کړکېچه ووځي.
روسیه یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو اداره یې په رسمي ډول د حکومت په توګه پېژندلې ده.


پاکستان ته د افغانستان د صادراتو بندېدو او له پنجاب نه د نه راوړل کېدو له امله د کراچۍ په بازارونو کې د ځينو خوراکي توبو بيې د پام وړ لوړې شوې دي. د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې؛ دا مهال په کراچۍ ښار کې د روميانو بيه د چرګ تر غوښې هم لوړه شوې ده.
د اېکسپرېس ټريبون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دا مهال د کراچۍ شاوخوا ۹۰ سلنه تقاضا له ایران نه د وارداتو له لارې پوره کېږي. په راپور کې راغلي، د افغانستان واردات اوس هم بند دي چې دې کار د مېوو او سبزیجاتو بیې نورې هم لوړې کړې دي.
مخکې راپور ورکړل شوی و، چې د تورخم لارې تر تړل کېدو وروسته د پېښور په بازارونو کې هم د مېوو او سبزیو بيې خورا لوړې شوې دي.
د پاکستاني رسنيو په وينا؛ پر ډیورنډ کرښه د نښتو له امله نږدې ټوله سوداګریزه راکړه ورکړه په ټپه درېدلې او د تورخم دواړو غاړو ته د لاریو اوږده قطارونه ولاړ دي.

تېره ورځ طالبانو او پاکستان د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د اوربند پر سر هوکړه کړې ده؛ خو پوښتنه دا ده چې ایا دغه اوربند به د دواړو خواوو ترمنځ د بېباورۍ له سیوري سره دوام وکړي؟ الجزیرې په یو تازه تحلیلي راپور کې د دواړو لوریو ترمنځ د کړکېچ ژورو ته کتنه کړې ده.
پاکستان او افغانستان له یوې اوونۍ خونړیو نښتو وروسته، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر «سملاسي اوربند» سلا شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د دغو دواړو پخوانیو متحدینو ترمنځ اړیکې وروسته له هغې کړکېچنې شوې، چې طالبانو پر ټول افغانستان واک ټینګ کړ.
دواړو هېوادونو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې له خبرو وروسته پرېکړه وکړه، چې جګړه پای ته ورسوي او د «تلپاتې سولې او ثبات» لپاره ګډ کار وکړي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دغه هوکړه د دغه هېواد او ترکیې په منځګړیتوب ترسره شوې ده.
په دغو نښتو کې چې د وروستیو کلونو تر ټولو خونړۍ بلل کېږي، لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي. جګړې د اکټوبر له ۱۱مې نېټې وروسته د دواړو هېوادونو د ۲۶۰۰ کیلومتره اوږدې پرتې د ډیورنډ کرښې اړوند په بېلابېلو ولایتونو کې رامنځته شوې. اسلاماباد په دې پلمه چې ګوندې «ټيټيپي» یې په نښه کړي پر کابل او پکتیکا هوایي بریدونه وکړل.
د اوربند په تړاو په ډاګه شوي معلومات
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو تر ځنډ وروسته د قطر د بهرنیو چارو وزارت وویل: «دواړه لوري پر سملاسي اوربند او د سولې او ثبات د ټینګښت د مېکانېزمونو پر جوړولو هوکړه کړې ده». د دغه وزارت په بیان کې همدا راز ویل شوي: «دواړه خواوې به په راتلونکو ورځو کې د تعقیبي ناستو دوام ته ژمنې وي؛ تر څو د اوربند پلي کېدل د باور وړ او دوامداره شي او دا کار به د دواړو هېوادونو امنیت او ثبات کې مرسته وکړي».
تر دې لږ وروسته پر اېکس پاڼه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له دغه تړون نه هرکلی وکړ او ویې لیکل: «له افغانستان نه راتلونکې سرحدي ترهګري باید سملاسي ودرېږي. دواړه هېوادونه به د یو بل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي».
هغه زیاته کړه، چې د دواړو هېوادونو د پلاوو تعقیبي غونډه به د اکټوبر په ۲۵مه د ترکیې په استانبول ښار کې جوړه شي؛ تر څو مسایل په تفصیل وڅېړل شي. اصف وویل: «موږ هیله لرو، چې په راتلونکې ناسته کې به یو روښانه او د باور وړ نظارتي چوکاټ جوړ شي؛ څو د افغانستان له خاورې راولاړېدونکي ترهګریز ګواښونه په اغېزمن ډول وڅېړل شي. باید ټولې هڅې وشي، چې نوره مرګ ژوبله ونهشي».
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هم تایید کړه چې د هوکړې له مخې «دواړه خواوې د سولې، متقابل درناوي او د ښه ګاونډیتوب او رغنده اړیکو ژمنې تازه کړې دي».
هغه پر اېکس پاڼه ولیکل: «دواړو هېوادونو پرېکړه کړې، چې خپلې شخړې د خبرو له لارې حل کړي. هیڅ لوری به د بل هېواد پر ضد دښمنانه اقدام نه کوي او د هغو ډلو ملاتړ به هم نه کوي چې په پاکستان کې بریدونه کوي». مجاهد زیاته کړه، چې دواړه هېوادونه به د یو بل د امنیتي ځواکونو، ملکی وګړو او مهمو تاسیساتو له هدف ګرځولو ډډه کوي.
هغه او خواجه اصف دواړو د قطر او ترکیې له هڅو مننه وکړه، چې د خبرو اترو او د اوربند تړون ته یې زمینه برابره کړه.
ولې پاکستان طالبان د بریدونو مسوول بولي؟
اسلاماباد له طالبانو غواړي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک «ټيټيپي» او نورو هغو ډلو فعالیتونه محدود کړي چې په پاکستان کې پر بریدونو تورن دي. په وروستیو کلونو کې د «ټيټيپي» او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) بریدونه ډېر شوي چې د بلوچستان په شتمنو سیمو کې فعالیتونه لري.
د اسلاماباد د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د معلوماتو له مخې؛ یوازې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۴۱۴ کسان وژل شوي دي. د خېبر پښتونخوا او بلوچستان ولایتونه چې پر ډیورنډ کرښه پراته دي، تر ټولو ډېر تلفات لیدلي دي.
پاکستان او طالبان چې پخوا د ګډو امنیتي ګټو له امله متحدین وو، اوس یې د اسلاماباد د دې ادعا له امله اړیکې خرابې شوې دي چې وایي کابل «ټيټيپي» ته پناه ورکړې ده؛ خو طالبان دغه ادعا ردوي. دواړه هېوادونه د «ډیورنډ پر کرښه» هم ژور اختلافات لري. پاکستان یې «رسمي پوله» بولي؛ خو افغانستان یې نه مني.
که څه هم د پاکستاني طالبانو تحریک مفکوره له افغان طالبانو سره ورته ده؛ خو دواړه ډلې خپلواک هدفونه لري او بېل فعالیت کوي. اسلاماباد غواړي له طالبانو ډاډ ترلاسه کړي چې یاده ډله باید پر ډیورنډ کرښه ازاد فعالیت ونهلري او باید پر دې کرښه د بریدونو کړکېچ هم ختم شي.
مجاهد د یکشنبې په ورځ په یو بل پیغام کې زیاته کړه، چې د افغانستان خاوره « به هېڅکله د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي». هغه ټینګار وکړ، چې دوی ثابت دریځ لري او د هېڅ چا پر ضد به د کومې ډلې ملاتړ ونه کړي.
پاکستان همدارنګه غواړي طالبان د هغو شبکو د بیا تنظیم او پراخېدو مخه ونیسي، چې د پاکستان د ثبات لپاره ګواښ ګڼل کېږي. کابل کې فعال سیاسي شنونکي عبدالله بهیر وویل، چې پر افغانستان بمبارۍ او د ملکي وګړو وژنه د «ستونزې برخه ده، نه د حل». هغه الجزیرې ته ویلي: «ثابت کړئ، چې د تېرې اونۍ په بمباریو کې د ټيټيپي کوم غړی وژل شوی، حال دا چې ۵۰کسان وژل شوي او ۵۵۰ ټپیان دي».
هغه زیاته کړه: «ټيټيپي یوه سیمهییزه بغاوتي ډله ده، چې د طالبانو د واکمنېدو ډېر مخکې په پاکستان کې موجوده وه. ایا تمه لرئ طالبان دې د دغې ډلې سیاسي او پوځي هدفونه بند کړي؟»
بهیر وویل: «که استدلال دا وي، چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې فعالیت کوي؛ نو پوښتنه دا ده چې ایا یوې خپلواکې ډلې باندې نفوذ کول د هغې د بشپړ کنټرول مانا لري؟» طالبانو په وار، وار او دا ځل بیا هم ټینګار کړی، چې د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي په افغانستان کې پناه ځایونه او حضور نهلري.
ولې په پاکستان کې بریدونه زیات شوي دي؟
پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې د طالبانو تر ټولو نږدې ملاتړی و، په ځانګړي ډول له هغه وروسته چې دغه ډله په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا او ناټو ځواکونو نسکوره کړه. اسلاماباد په ځلونو تورن شو، چې طالبانو ته یې اجازه ورکړې څو د افغانستان پر ضد جګړه له خپلې خاورې پر مخ یوسي؛ خو په وروستیو کلونو کې د پاکستان پر خاوره د بریدونو له زیاتېدو وروسته د دواړو خواوو اړیکې خرابې شوې دي.
د پاکستاني طالبانو تحریک اوس یو ځل بیا د دغه هېواد د ملي امنیت لپاره تر ټولو لوی ګواښ بلل کېږي. د راپور له مخې؛ تېر کال یادې ډلې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو له ۶۰۰ زیات بریدونه کړي دي. د شمېرو له مخې؛ د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې تاوتریخوالی د تېر کال پرتله ۴۶ سلنه زیات شوی دی.
د یادې ډلې بریدونه په ۲۰۲۱کال کې خورا ټیټې کچې ته ورسېدل او لامل یې دا و، چې اسلاماباد د ځینو امتیازاتو په بدل کې د دغه ډلې بندیان خوشې کړل او پوځي عملیات یې هم ودرول. دې ډلې غوښتنه کړې وه، چې د ۲۰۱۸کال پر مهال شوې هغه پرېکړه باید پاکستان لغوه کړي چې له مخې یې قبایلي سیمې له خېبر پښتونخوا ایالت سره یو ځای شوې او دا ډله غواړي هلته د خپلې عقیدې له مخې قوانین پلي کړي.
پر کابل د افغان طالبانو له واک اېله یوه میاشت وروسته د ټيټيپي او پاکستان ترمنځ خبرې اترې پیل شوې. دغه پرېکړه د یاد هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان په ملاتړ شوې وې؛ خو د هغه تر ګوښه کېدو وروسته په ۲۰۲۲کال کې دغه خبرې په ټپه ودرېدې.
تاوتریخوالي هغه مهال زور واخیست، چې پاکستاني طالبانو اوربند په یو اړخیز ډول ختم کړ او پر اسلاماباد یې تور پورې کړ چې جګړې ته یې لمن وهلې ده. له ۲۰۰۷کال راهیسې یادې ډلې پاکستاني ځواکونه او ملکي وګړي په نښه کړي او تر ټولو خونړی برید یې د ۲۰۱۴کال په ډسمبر میاشت کې د پېښور پر یو پوځي ښوونځي کړی و. په یاد برید کې ۱۳۰ زدهکوونکي وژل شوي وو.
پر دې ډلې پاکستان کې هم سخته بندیزونه لګېدلي او متحده ایالتونه یې هم د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني. که څه هم پاکستان په ځلونو پر یادې ډلې پوځي عملیات کړي؛ خو د پرانېستې ډیورنډ کرښې له کبله یې په بشپړ ځپلو کې ناکام شوي دي.

د افغانستان د جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی مشر معصوم ستانکزی وايي، پاکستان د ۲۰۰۰م کال په لومړۍ لسیزه کې د نړۍوالو په ځانګړې توګه د امریکا د فشارونو د خوندیتوب لپاره له بېلابېلو ډلو د خپلو استخباراتي کړیو په همکارۍ ټيټيپي جوړه کړه چې بیا هغوی له افغان طالبانو سره بیعت وکړ.
نوموړي د اېکس په یوه سپېس کې په ډاګه کړه، چې ټيټيپي د پاکستان د استخباراتو محصول دی او په ۲۰۰۷ کال کې یې له بېلابېلو ډلو جوړه کړې ده. د ستانکزي په وینا، یادې ډلې په هغه وخت کې د افغان طالبانو له مشر سره بیعت وکړ او بیا یې په ګډه سره فعالیت درلود.
ستانکزی زیاتوي: «په پاکستان کې د ټيټيپي د جوړېدو په وخت کې په ۲۰۰۷ کال کې مختلفې ډلې هلته موجودې وې. پاکستان د نړۍوالو په ځانګړې توګه د امریکا د فشارونو له امله چې ګواکې دوی له طالبانو ملاتړ کوي، د خپلو استخباراتي ادارو په همکارۍ د ټيټيپي د جوړولو لپاره دغه ډلې سره یو ځای کړې او د “تحریک طالبان پاکستان” په نوم یې راجوړې کړې.»
د ستانکزي په باور، په هغه وخت کې پاکستان په قبایلي سیمو کې د رد الفساد او ضرب په نوم عملیات وکړل او ورسره یې موخه دا وه، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتنې سره سم یاده ډله په افغانستان کې ځای پر ځای شي.
نوموړی وايي: «کله چې پاکستان په قبایلي سیمو کې د ضرب او رد الفساد په نومونو عملیات پیل کړل، له ۳ میلیونو زیات ځايي اوسېدونکي بې ځایه شول. دغه عملیات ډېر ویجاړونکي وو او هدف یې هم همدا و چې پرېکړه شوې وه: بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي. دوی غوښتل ټولې ډلې یا د افغانستان خوا ته انتقال کړي او یا خپلې ستونزې د افغانستان خواته واړوي.»
د هغه په باور، ټيټيپي دمګړی د ډيورند کرښې په ها غاړه کې پر ډېرو قبایلي سیمو کنټرول لري او همداراز د بلوڅ ازادي غوښتونکي بیا د بلوچستان په ډېریو سیمو ولکه لري او په وینا یې له یوه بل هېواده د دغو ډلو کنټرولېدل ډېر ستونزمن دي.
معصوم ستانکزي زیاته کړې، د قبایلي سیمو خلک د پاکستان د پوځ له عملیاتو سخت اغېزمن شوي او سره له دې چې په دولتي سیستم کې ورته ځای نه ورکول کېږي، اوس د پنجاب د تګ لپاره هم اجازه لیک ته اړ شوي دي.
د نوموړي په باور، د دغه وضعیت راکابو کول ژورو سیاسي بدلونونو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد بیا ویلي، د اسلاماباد د دریځ برعکس دوی وسلهوالې ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان ترهګر نه بولي. نوموړي ویلي، چې پاکستان او یو شمېر نور هېوادونه د خپلو مخالفینو پر وړاندې د «ترهګر» نوم د سیاسي ګټې لپاره کاروي.
هغه د خپلو خبرو په یوې برخه کې په پاکستان کې د طالبانو د مخالفو سیاستوالو غونډو ته په اشارې سره وویل، پاکستان له دغو ناستو او ګډونوالو یې پر طالبانو د فشار په توګه استفاده کوي.
د یادونې وړ ده، چې پاکستان پر طالبانو تور پورې کوي چې له ټيټيپي ملاتړ کوي، خو طالبانو بیا دغه تور په کلکه رد کړی او د دغه هېواد امنیتي ستونزې یې داخلي چاره ګڼلې ده.

د طالبانو د دفاع وزیر یعقوب مجاهد وايي، چې د اسلاماباد د دریځ برعکس دوی وسلهوالې ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان ترهګر نه بولي. نوموړي ویلي، چې پاکستان او یو شمېر نور هېوادونه د خپلو مخالفینو پر وړاندې د «ترهګر» نوم د سیاسي ګټې لپاره کاروي.
هغه د یکشنبې په ورځ له الجزیرې شبکې سره په یوه مرکه کې وویل: «پاکستان د نورو هېوادونو په څېر خپل مخالفین ترهګر بولي. د ترهګرۍ واضیح او نړۍوال تعریف نه شته، هر څوک کولی شي خپل مخالفین ترهګر وبولي.»
په ورته وخت کې د پاکستان د پوځ ویاند د تلې ۱۸مه په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې له افغانستان څخه د ترهګرو بریدونه د پاکستان د ملي امنیت لپاره جدي ګواښ دی او اسلام اباد به یې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
د طالبانو د دفاع وزیر له پاکستان څخه غوښتي، چې له تحریک طالبان پاکستان سره خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې دوی هېڅ وسله والې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان بریدونه وکړي.
طالبان په افغانستان کې د پاکستاني وسلهوالو شتون ردوي او له اسلاماباد څخه د تحریک طالبان پاکستان غوښتنې مشروع ګڼي.
پاکستاني طالبان د خپلو افغان متحدینو په څېر د پاکستان د مرکزي حکومت پر وړاندې «جهاد» اعلان کړی او په پاکستان کې د طالبانو په څېر حکومت غواړي.
دې ډلې په وروستیو کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو مرګوني بریدونه زیات کړي او په مقابل کې د پاکستان پوځ په دې نه دی توانېدلی چې د دغو بریدونو مخه ونیسي.
اسلاماباد تمه لري، چې د طالبانو اداره به د پاکستاني وسلهوالو مخه ونیسي؛ خو خبرداری یې ورکړی چې که د افغانستان له خاورې بریدونه دوام ولري غبرګون به وښيي.
یعقوب مجاهد په خپله مرکه کې دا هم ویلي، چې که پاکستان یا بل هر هېواد پر افغانستان برید وکړي، طالبان به ځواب ورکړي. هغه هیله څرګنده کړې، چې په ترکیه کې راتلونکې ناسته به د دواړو لوریو ترمنځ د همکاریو لپاره یو میکانېزم رامنځته کړي او د دواړو خواوو ترمنځ به د تاوتریخوالي د کمېدو لامل شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د لارو له بندېدو سره سم، د هوايي شرکتونو د ټکټونو بیې هم دوه تر درې برابره لوړې شوې، خو اوس د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت وايي، د کابل-اسلاماباد ترمنځ د ټکټ بیه ۱۴۰ ډالره ده او هېڅوک یې د لوړې پلورنې حق نهلري.
د وړمې پنجشنبې د تلې ۱۷مې راهیسې کله چې د پاکستان هوايي ځواکونو پر پلازمېنه کابل او پکتیکا بمبار وکړ او تر هغې وروسته د ډیورند کرښې په اوږدو کې د دواړو لورو تر منځ جګړې پیل شوې، نو ورسره جوخت پاکستان د ډيورند کرښې په اوږدو کې له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې.
د دغو لارو له تړل کېدو سره سم د کابل او اسلاماباد ترمنځ د مسافرو په وینا، د هوايي شرکتونو د ټکټونو بیې تر درې برابره لوړې شوې او بالاخره د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د اریانا- افغان هوايي شرکت او کام اېر هوايي شرکت ته امر وکړ، چې د ټکټونو وروستۍ بیه ۱۴۰ امریکايي ډالره ده او تر دې یې په لوړه بیه نهشي پلورلی.
د اریانا- افغان هوايي شرکت رييس بخت الرحمان شرافت د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۷مه) هم په خپله اېکس پاڼه وویل: «څو چې د بولدک او تورخم دروازې خلاصېږي له کابل څخه اسلاماباد ته د اریانا- افغان او کام اېر دواړو شرکتونو د ټکټونو بیه ۱۴۰امریکایي ډالر ده، هېوادوال دې هېڅ ټرېول اېجنسۍ یا کوم بل ټکټ پلورونکي ته له ۱۴۰ ډالرو زیاتې نه ورکوي.»
د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس ویلي، چې تر راتلونکو درېیو ورځو به د سپین بولدک دروازه د سوداګرۍ پر مخ پرانېستل شي، خو لا هم روښانه نه ده چې د سپین بولدک او تورخم په ګډون نورې لارې به څه وخت د مسافرو پر مخ پرانېستل شي.