طالبان: د کابل-اسلاماباد د هوايي ټکټ بیه ۱۴۰ ډالره دی او هېڅوک یې د لوړې پلورنې حق نهلري

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د لارو له بندېدو سره سم، د هوايي شرکتونو د ټکټونو بیې هم دوه تر درې برابره لوړې شوې، خو اوس د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت وايي، د کابل-اسلاماباد ترمنځ د ټکټ بیه ۱۴۰ ډالره ده او هېڅوک یې د لوړې پلورنې حق نهلري.




