• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

معصوم ستانکزی: ټي‌ټي‌پي د پاکستان د استخباراتي کړیو په لاس جوړه شوې ده

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۷ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی مشر معصوم ستانکزی وايي، پاکستان د ۲۰۰۰م کال په لومړۍ لسیزه کې د نړۍوالو په ځانګړې توګه د امریکا د فشارونو د خوندیتوب لپاره له بېلابېلو ډلو د خپلو استخباراتي کړیو په همکارۍ ټي‌ټي‌پي جوړه کړه چې بیا هغوی له افغان طالبانو سره بیعت وکړ.

نوموړي د اېکس په یوه سپېس کې په ډاګه کړه، چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان د استخباراتو محصول دی او په ۲۰۰۷ کال کې یې له بېلابېلو ډلو جوړه کړې ده. د ستانکزي په وینا، یادې ډلې په هغه وخت کې د افغان طالبانو له مشر سره بیعت وکړ او بیا یې په ګډه سره فعالیت درلود.

ستانکزی زیاتوي: «په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي د جوړېدو په وخت کې په ۲۰۰۷ کال کې مختلفې ډلې هلته موجودې وې. پاکستان د نړۍوالو په ځانګړې توګه د امریکا د فشارونو له امله چې ګواکې دوی له طالبانو ملاتړ کوي، د خپلو استخباراتي ادارو په همکارۍ د ټي‌ټي‌پي د جوړولو لپاره دغه ډلې سره یو ځای کړې او د “تحریک طالبان پاکستان” په نوم یې راجوړې کړې.»

د ستانکزي په باور، په هغه وخت کې پاکستان په قبایلي سیمو کې د رد الفساد او ضرب په نوم عملیات وکړل او ورسره یې موخه دا وه، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتنې سره سم یاده ډله په افغانستان کې ځای پر ځای شي.

نوموړی وايي: «کله چې پاکستان په قبایلي سیمو کې د ضرب او رد الفساد په نومونو عملیات پیل کړل، له ۳ میلیونو زیات ځايي اوسېدونکي بې ځایه شول. دغه عملیات ډېر ویجاړونکي وو او هدف یې هم همدا و چې پرېکړه شوې وه: بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي. دوی غوښتل ټولې ډلې یا د افغانستان خوا ته انتقال کړي او یا خپلې ستونزې د افغانستان خواته واړوي.»

د هغه په باور، ټي‌ټي‌پي دمګړی د ډيورند کرښې په ها غاړه کې پر ډېرو قبایلي سیمو کنټرول لري او همداراز د بلوڅ ازادي غوښتونکي بیا د بلوچستان په ډېریو سیمو ولکه لري او په وینا یې له یوه بل هېواده د دغو ډلو کنټرولېدل ډېر ستونزمن دي.

معصوم ستانکزي زیاته کړې، د قبایلي سیمو خلک د پاکستان د پوځ له عملیاتو سخت اغېزمن شوي او سره له دې چې په دولتي سیستم کې ورته ځای نه ورکول کېږي، اوس د پنجاب د تګ لپاره هم اجازه لیک ته اړ شوي دي.

د نوموړي په باور، د دغه وضعیت راکابو کول ژورو سیاسي بدلونونو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد بیا ویلي، د اسلام‌اباد د دریځ برعکس دوی وسله‌والې ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان ترهګر نه بولي. نوموړي ویلي، چې پاکستان او یو شمېر نور هېوادونه د خپلو مخالفینو پر وړاندې د «ترهګر» نوم د سیاسي ګټې لپاره کاروي.

هغه د خپلو خبرو په یوې برخه کې په پاکستان کې د طالبانو د مخالفو سیاستوالو غونډو ته په اشارې سره وویل، پاکستان له دغو ناستو او ګډونوالو یې پر طالبانو د فشار په توګه استفاده کوي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان پر طالبانو تور پورې کوي چې له ټي‌ټي‌پي ملاتړ کوي، خو طالبانو بیا دغه تور په کلکه رد کړی او د دغه هېواد امنیتي ستونزې یې داخلي چاره ګڼلې ده.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو دفاع وزیر: موږ پاکستاني وسله‌وال ترهګر نه ګڼو

۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزیر یعقوب مجاهد وايي، چې د اسلام‌اباد د دریځ برعکس دوی وسله‌والې ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان ترهګر نه بولي. نوموړي ویلي، چې پاکستان او یو شمېر نور هېوادونه د خپلو مخالفینو پر وړاندې د «ترهګر» نوم د سیاسي ګټې لپاره کاروي.

هغه د یکشنبې په ورځ له الجزیرې شبکې سره په یوه مرکه کې وویل: «پاکستان د نورو هېوادونو په څېر خپل مخالفین ترهګر بولي. د ترهګرۍ واضیح او نړۍوال تعریف نه شته، هر څوک کولی شي خپل مخالفین ترهګر وبولي.»

په ورته وخت کې د پاکستان د پوځ ویاند د تلې ۱۸مه په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې له افغانستان څخه د ترهګرو بریدونه د پاکستان د ملي امنیت لپاره جدي ګواښ دی او اسلام‌ اباد به یې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

د طالبانو د دفاع وزیر له پاکستان څخه غوښتي، چې له تحریک طالبان پاکستان سره خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې دوی هېڅ وسله‌ والې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان بریدونه وکړي.

طالبان په افغانستان کې د پاکستاني وسله‌والو شتون ردوي او له اسلام‌اباد څخه د تحریک طالبان پاکستان غوښتنې مشروع ګڼي.

پاکستاني طالبان د خپلو افغان متحدینو په څېر د پاکستان د مرکزي حکومت پر وړاندې «جهاد» اعلان کړی او په پاکستان کې د طالبانو په څېر حکومت غواړي.

دې ډلې په وروستیو کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو مرګوني بریدونه زیات کړي او په مقابل کې د پاکستان پوځ په دې نه دی توانېدلی چې د دغو بریدونو مخه ونیسي.

اسلام‌اباد تمه لري، چې د طالبانو اداره به د پاکستاني وسله‌والو مخه ونیسي؛ خو خبرداری یې ورکړی چې که د افغانستان له خاورې بریدونه دوام ولري غبرګون به وښيي.

یعقوب مجاهد په خپله مرکه کې دا هم ویلي، چې که پاکستان یا بل هر هېواد پر افغانستان برید وکړي، طالبان به ځواب ورکړي. هغه هیله څرګنده کړې، چې په ترکیه کې راتلونکې ناسته به د دواړو لوریو ترمنځ د همکاریو لپاره یو میکانېزم رامنځته کړي او د دواړو خواوو ترمنځ به د تاوتریخوالي د کمېدو لامل شي.

طالبان: د کابل-اسلام‌اباد د هوايي ټکټ بیه ۱۴۰ ډالره دی او هېڅوک یې د لوړې پلورنې حق نه‌لري

۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۷ GMT+۱

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د لارو له بندېدو سره سم، د هوايي شرکتونو د ټکټونو بیې هم دوه تر درې برابره لوړې شوې، خو اوس د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت وايي، د کابل-اسلام‌اباد ترمنځ د ټکټ بیه ۱۴۰ ډالره ده او هېڅوک یې د لوړې پلورنې حق نه‌لري.

د وړمې پنجشنبې د تلې ۱۷مې راهیسې کله چې د پاکستان هوايي ځواکونو پر پلازمېنه کابل او پکتیکا بمبار وکړ او تر هغې وروسته د ډیورند کرښې په اوږدو کې د دواړو لورو تر منځ جګړې پیل شوې، نو ورسره جوخت پاکستان د ډيورند کرښې په اوږدو کې له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې.

د دغو لارو له تړل کېدو سره سم د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د مسافرو په وینا، د هوايي شرکتونو د ټکټونو بیې تر درې برابره لوړې شوې او بالاخره د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د اریانا- افغان هوايي شرکت او کام اېر هوايي شرکت ته امر وکړ، چې د ټکټونو وروستۍ بیه ۱۴۰ امریکايي ډالره ده او تر دې یې په لوړه بیه نه‌شي پلورلی.

د اریانا- افغان هوايي شرکت رييس بخت الرحمان شرافت د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۷مه) هم په خپله اېکس پاڼه وویل: «څو چې د بولدک او تورخم دروازې خلاصېږي له کابل څخه اسلام‌اباد ته د اریانا- افغان او کام اېر دواړو شرکتونو د ټکټونو بیه ۱۴۰امریکایي ډالر ده، هېوادوال دې هېڅ ټرېول اېجنسۍ یا کوم بل ټکټ پلورونکي ته له ۱۴۰ ډالرو زیاتې نه ورکوي.»

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس ویلي، چې تر راتلونکو درېیو ورځو به د سپین بولدک دروازه د سوداګرۍ پر مخ پرانېستل شي، خو لا هم روښانه نه ده چې د سپین بولدک او تورخم په ګډون نورې لارې به څه وخت د مسافرو پر مخ پرانېستل شي.

د میلک لارې په بیا پرانیستل کېدو سره یو ځل بیا د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري پیل شوه

۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۹ GMT+۱

د ایران د سیستان او بلوچستان په شمال کې چارواکي وایي، د میلک سرحدي لاره بېرته پرانیستل شوې او د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري بیا پیل شوې.

د دوی په خبره، دا لاره د وارداتي تېلو د معیار د بدلون له امله تړل شوې وه او یو شمېر ایراني ټانکرونه له څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې بند پاتې وو.

چارواکو بیا دا نه ده واضح کړې چې دا دروازه څو ورځې تړلې وه.

د دوی په خبره، د طالبانو له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته ستونزه حل شوې او د ایراني ټانکرونو د تېلو تشول او هېواد ته د هغوی د بېرته ستنولو پروسه پیل شوې ده.

د میلک بندر د ایران د سون توکو او نورو مالونو د صادراتو له اصلي لارو څخه شمېرل کېږي.

د دې بندر بندېدل د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ مستقیم اغېز لري.

ایراني چارواکو همداراز ویلي، چې د یکشنبې له سهاره د سمنټو، خوراکي توکو او صنعتي توکو صادرات افغانستان ته بېرته پيل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د سون توکو لویه برخه له ایران څخه واردېږي او طالبانو په وروستیو میاشتو کې لسګونه ټانکره «بې‌کیفیته» ایراني تېل بېرته وګرځول.

یعقوب مجاهد: موږ له هند او پاکستان سره د ملي ګټو پر بنسټ د اړیکو پیاوړتیا غواړو

۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۳ GMT+۱

د طالبانو دفاع وزیر الجزیرې سره په مرکه کې ویلي: «موږ له هند سره د یوه خپلواک هېواد په توګه د ملي ګټو پر بنسټ اړیکې ساتو او له پاکستان سره د متقابلو ګټو پر اساس اړیکې غواړو.» نوموړي د ډیورنډ کرښې پر سر د طالبانو په اړه د هند د پټ رول په تړاو د پاکستان تورونه رد کړل.

د طالبانو دفاع وزیر یعقوب مجاهد د یکشنبې په ورځ له الجزیرې ټلوېزیون سره په مرکه کې له پاکستان سره د جګړې ختمېدو او شوي تړون ته په اشارې ویلي: «په دې تړون کې د افغانستان حقونه تضمین شوي دي. موږ باور لرو چې دا د سولې په لور یو مهم ګام دی.»

هغه ټينګار کړی، چې د تړون له مخې به دواړه هېوادونه خپلې شخړې د خبرو له لارې حل او اوربند به عملي کوي.

مجاهد د تړون د مادو په اړه زیاتوي: «په تړون کې راغلي چې دواړه هېوادونه به خپلې شخړې د خبرو او تفاهم له لارې حلوي، یو بشپړ اوربند به نافذ وي او دواړه لوري به یو د بل د خاورې حاکمیت ته درناوی کوي. دواړه هېوادونه به د یو بل پر وړاندې دوښمنانه کړنې نه تر سره کوي او نه به بریدونه کوي.»

ملا یعقوب مجاهد وايي، چې د ترکیې په راتلونکې غونډه کې به د تړون د پلي کېدو لارې او عملي مېکانیزمونه وڅېړې.

د طالبانو دفاع وزیر وايي، که پاکستان د تړون ژمنې ماتې کړې ستونزې به بیا را ولاړې شي. د هغه په خبره، دوی د تړون د پلي کولو لپاره خپل ټول اړین اقدامات تر سره کوي.

مجاهد همداراز زیاتوي، پاکستاني پوځيانو پر افغانستان لومړی برید وکړ او دوی دفاعي ځواب ورکړی

هغه پر افغانستان د برید په اړه ویلي: «موږ یوازې پاکستان نه یادوو، که هر بل هېواد هم پر افغانستان برید وکړي، موږ د دفاع حق لرو او له خپل هېواد څخه به په زړورتیا دفاع وکړو. موږ پخوانۍ تاریخي تجربې لرو او چمتو یو.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې شاوخوا لس ورځې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په وقفه يي ډول جګړه وشوه او په‌کې دواړو لورو ته هم درنه مرګ ژوبله واوښته، خو کره شمېر یې لا تر اوسه نه دی مشخص شوی.

دواړه لوري د دغې جګړې د درېدو لپاره د قطر په دوحه کې سره جرګه شول او په پایله په سمدستي اوربند پرېکړه وشوه.

ویل کېږي، چې د ستونزې د بشپړ هوارۍ لپاره به بیا هم د افغان او پاکستاني پلاویو ترمنځ خبرې اترې وشي، خو دغه خبرې به دا ځل د ترکیې په استانبول کې وشي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ تر هغه وروسته اړیکې ډېرې ترینګلې شوې، چې په دې وروستیو کې طالبانو له هند سره اړیکې زیاتې کړي او نوي ډيلي ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر سفر پاکستانی لوری خواشنی او اندېښمن کړی دی.

ډېری شنونکي وايي، د هند او طالبانو د اړیکو د جوړېدو له امله پاکستان غوسه شوی او هڅه کوي پر طالبانو خپل فشار زیات کړي.

له پاکستانه راستانه شوي افغانان: له څو کلونو وروسته لا هم د استوګنې نمرې نه دي ورکړل شوي

۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۰ GMT+۱

له پاکستانه یو شمېر راستانه شوي افغانان وايي، څو کاله مخکې له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي، خو تر اوسه ورته د استوګنې لپاره نمرې نه دي ورکړل شوي. طالبانو تر دې مخکې څو وارې ژمنه کړې وه، چې راستنېدونکو افغانانو ته به د کورونو د جوړولو لپاره د استوګنې نمرې ورکړي.

له پاکستان څخه یو شمېر راستانه شوي افغانان چې دمګړی په لوګر ولایت کې مېشت دي وايي: «څو کاله وړاندې له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي، خو تر دې مهاله د استوګنې نمرې نه دي ورکړل شوې.»

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۷مه) په لوګر کې د مېشتو راستانه شویو افغانانو له استازو سره په کتنه کې وویل، دوی د حشر په ډول د راستانه شویو کډوالو لپاره د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ټولو ادارو ته سپارښتنې کړې دي.

نوموړي لوګر ته د راستنو شویو وړاندیز ته په اشارې وویل: «له ارزونې او اداري پړاونو له بشپړولو وروسته به ورته د ځمکو وېش ته لاره هواره شي.»

هغه یو ځل بیا ژمنه وکړه، چې د اوسنیو او پخوانیو راستنو شویو هرې ستونزې ته به رسېدنه کوي.

د یوه بل خبر له‌مخې، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له کورنیو او بهرنیو موسسو سره د څه باندې یو میلیون او ۴۸ زره ډالرو په ارزښت د همکاریو شپږ هوکړې لاسلیک کړې.

100%

د دغه وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، دغه پیسې په کابل، ننګرهار، کونړ، دایکندي، بامیان، پکتیا، کندهار، هرات، جوزجان، بغلان، کندوز او نیمروز ولایتونو کې ۶ زره ۹۴۷ بې ځایه شویو، راستانه شویو او کوربه کورنیو لپاره د دایمي سرپناوو، د ودانیزو بستو وېش، نغدو پیسو، د خوراکي توکو، تغذیه کوونکو موادو، د سرپناوو په جوړولو، زده کړو او روغتیايي بستو د وېش په برخو کې ولګول شي.