د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو تر ځنډ وروسته د قطر د بهرنیو چارو وزارت وویل: «دواړه لوري پر سملاسي اوربند او د سولې او ثبات د ټینګښت د مېکانېزمونو پر جوړولو هوکړه کړې ده». د دغه وزارت په بیان کې همدا راز ویل شوي: «دواړه خواوې به په راتلونکو ورځو کې د تعقیبي ناستو دوام ته ژمنې وي؛ تر څو د اوربند پلي کېدل د باور وړ او دوامداره شي او دا کار به د دواړو هېوادونو امنیت او ثبات کې مرسته وکړي».
تر دې لږ وروسته پر اېکس پاڼه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له دغه تړون نه هرکلی وکړ او ویې لیکل: «له افغانستان نه راتلونکې سرحدي ترهګري باید سملاسي ودرېږي. دواړه هېوادونه به د یو بل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي».
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هم تایید کړه چې د هوکړې له مخې «دواړه خواوې د سولې، متقابل درناوي او د ښه ګاونډیتوب او رغنده اړیکو ژمنې تازه کړې دي».
هغه پر اېکس پاڼه ولیکل: «دواړو هېوادونو پرېکړه کړې، چې خپلې شخړې د خبرو له لارې حل کړي. هیڅ لوری به د بل هېواد پر ضد دښمنانه اقدام نه کوي او د هغو ډلو ملاتړ به هم نه کوي چې په پاکستان کې بریدونه کوي». مجاهد زیاته کړه، چې دواړه هېوادونه به د یو بل د امنیتي ځواکونو، ملکی وګړو او مهمو تاسیساتو له هدف ګرځولو ډډه کوي.
هغه او خواجه اصف دواړو د قطر او ترکیې له هڅو مننه وکړه، چې د خبرو اترو او د اوربند تړون ته یې زمینه برابره کړه.
ولې پاکستان طالبان د بریدونو مسوول بولي؟
اسلاماباد له طالبانو غواړي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک «ټيټيپي» او نورو هغو ډلو فعالیتونه محدود کړي چې په پاکستان کې پر بریدونو تورن دي. په وروستیو کلونو کې د «ټيټيپي» او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) بریدونه ډېر شوي چې د بلوچستان په شتمنو سیمو کې فعالیتونه لري.
د اسلاماباد د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د معلوماتو له مخې؛ یوازې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۴۱۴ کسان وژل شوي دي. د خېبر پښتونخوا او بلوچستان ولایتونه چې پر ډیورنډ کرښه پراته دي، تر ټولو ډېر تلفات لیدلي دي.
پاکستان او طالبان چې پخوا د ګډو امنیتي ګټو له امله متحدین وو، اوس یې د اسلاماباد د دې ادعا له امله اړیکې خرابې شوې دي چې وایي کابل «ټيټيپي» ته پناه ورکړې ده؛ خو طالبان دغه ادعا ردوي. دواړه هېوادونه د «ډیورنډ پر کرښه» هم ژور اختلافات لري. پاکستان یې «رسمي پوله» بولي؛ خو افغانستان یې نه مني.
که څه هم د پاکستاني طالبانو تحریک مفکوره له افغان طالبانو سره ورته ده؛ خو دواړه ډلې خپلواک هدفونه لري او بېل فعالیت کوي. اسلاماباد غواړي له طالبانو ډاډ ترلاسه کړي چې یاده ډله باید پر ډیورنډ کرښه ازاد فعالیت ونهلري او باید پر دې کرښه د بریدونو کړکېچ هم ختم شي.
مجاهد د یکشنبې په ورځ په یو بل پیغام کې زیاته کړه، چې د افغانستان خاوره « به هېڅکله د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي». هغه ټینګار وکړ، چې دوی ثابت دریځ لري او د هېڅ چا پر ضد به د کومې ډلې ملاتړ ونه کړي.
پاکستان همدارنګه غواړي طالبان د هغو شبکو د بیا تنظیم او پراخېدو مخه ونیسي، چې د پاکستان د ثبات لپاره ګواښ ګڼل کېږي. کابل کې فعال سیاسي شنونکي عبدالله بهیر وویل، چې پر افغانستان بمبارۍ او د ملکي وګړو وژنه د «ستونزې برخه ده، نه د حل». هغه الجزیرې ته ویلي: «ثابت کړئ، چې د تېرې اونۍ په بمباریو کې د ټيټيپي کوم غړی وژل شوی، حال دا چې ۵۰کسان وژل شوي او ۵۵۰ ټپیان دي».
د یادې ډلې بریدونه په ۲۰۲۱کال کې خورا ټیټې کچې ته ورسېدل او لامل یې دا و، چې اسلاماباد د ځینو امتیازاتو په بدل کې د دغه ډلې بندیان خوشې کړل او پوځي عملیات یې هم ودرول. دې ډلې غوښتنه کړې وه، چې د ۲۰۱۸کال پر مهال شوې هغه پرېکړه باید پاکستان لغوه کړي چې له مخې یې قبایلي سیمې له خېبر پښتونخوا ایالت سره یو ځای شوې او دا ډله غواړي هلته د خپلې عقیدې له مخې قوانین پلي کړي.
پر کابل د افغان طالبانو له واک اېله یوه میاشت وروسته د ټيټيپي او پاکستان ترمنځ خبرې اترې پیل شوې. دغه پرېکړه د یاد هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان په ملاتړ شوې وې؛ خو د هغه تر ګوښه کېدو وروسته په ۲۰۲۲کال کې دغه خبرې په ټپه ودرېدې.
تاوتریخوالي هغه مهال زور واخیست، چې پاکستاني طالبانو اوربند په یو اړخیز ډول ختم کړ او پر اسلاماباد یې تور پورې کړ چې جګړې ته یې لمن وهلې ده. له ۲۰۰۷کال راهیسې یادې ډلې پاکستاني ځواکونه او ملکي وګړي په نښه کړي او تر ټولو خونړی برید یې د ۲۰۱۴کال په ډسمبر میاشت کې د پېښور پر یو پوځي ښوونځي کړی و. په یاد برید کې ۱۳۰ زدهکوونکي وژل شوي وو.
پر دې ډلې پاکستان کې هم سخته بندیزونه لګېدلي او متحده ایالتونه یې هم د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني. که څه هم پاکستان په ځلونو پر یادې ډلې پوځي عملیات کړي؛ خو د پرانېستې ډیورنډ کرښې له کبله یې په بشپړ ځپلو کې ناکام شوي دي.
د طالبانو د دفاع وزیر یعقوب مجاهد وايي، چې د اسلاماباد د دریځ برعکس دوی وسلهوالې ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان ترهګر نه بولي. نوموړي ویلي، چې پاکستان او یو شمېر نور هېوادونه د خپلو مخالفینو پر وړاندې د «ترهګر» نوم د سیاسي ګټې لپاره کاروي.
هغه د یکشنبې په ورځ له الجزیرې شبکې سره په یوه مرکه کې وویل: «پاکستان د نورو هېوادونو په څېر خپل مخالفین ترهګر بولي. د ترهګرۍ واضیح او نړۍوال تعریف نه شته، هر څوک کولی شي خپل مخالفین ترهګر وبولي.»
په ورته وخت کې د پاکستان د پوځ ویاند د تلې ۱۸مه په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې له افغانستان څخه د ترهګرو بریدونه د پاکستان د ملي امنیت لپاره جدي ګواښ دی او اسلام اباد به یې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
د طالبانو د دفاع وزیر له پاکستان څخه غوښتي، چې له تحریک طالبان پاکستان سره خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې دوی هېڅ وسله والې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان بریدونه وکړي.
طالبان په افغانستان کې د پاکستاني وسلهوالو شتون ردوي او له اسلاماباد څخه د تحریک طالبان پاکستان غوښتنې مشروع ګڼي.
پاکستاني طالبان د خپلو افغان متحدینو په څېر د پاکستان د مرکزي حکومت پر وړاندې «جهاد» اعلان کړی او په پاکستان کې د طالبانو په څېر حکومت غواړي.
دې ډلې په وروستیو کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو مرګوني بریدونه زیات کړي او په مقابل کې د پاکستان پوځ په دې نه دی توانېدلی چې د دغو بریدونو مخه ونیسي.
اسلاماباد تمه لري، چې د طالبانو اداره به د پاکستاني وسلهوالو مخه ونیسي؛ خو خبرداری یې ورکړی چې که د افغانستان له خاورې بریدونه دوام ولري غبرګون به وښيي.
یعقوب مجاهد په خپله مرکه کې دا هم ویلي، چې که پاکستان یا بل هر هېواد پر افغانستان برید وکړي، طالبان به ځواب ورکړي. هغه هیله څرګنده کړې، چې په ترکیه کې راتلونکې ناسته به د دواړو لوریو ترمنځ د همکاریو لپاره یو میکانېزم رامنځته کړي او د دواړو خواوو ترمنځ به د تاوتریخوالي د کمېدو لامل شي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د لارو له بندېدو سره سم، د هوايي شرکتونو د ټکټونو بیې هم دوه تر درې برابره لوړې شوې، خو اوس د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت وايي، د کابل-اسلاماباد ترمنځ د ټکټ بیه ۱۴۰ ډالره ده او هېڅوک یې د لوړې پلورنې حق نهلري.
د وړمې پنجشنبې د تلې ۱۷مې راهیسې کله چې د پاکستان هوايي ځواکونو پر پلازمېنه کابل او پکتیکا بمبار وکړ او تر هغې وروسته د ډیورند کرښې په اوږدو کې د دواړو لورو تر منځ جګړې پیل شوې، نو ورسره جوخت پاکستان د ډيورند کرښې په اوږدو کې له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې.
د دغو لارو له تړل کېدو سره سم د کابل او اسلاماباد ترمنځ د مسافرو په وینا، د هوايي شرکتونو د ټکټونو بیې تر درې برابره لوړې شوې او بالاخره د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د اریانا- افغان هوايي شرکت او کام اېر هوايي شرکت ته امر وکړ، چې د ټکټونو وروستۍ بیه ۱۴۰ امریکايي ډالره ده او تر دې یې په لوړه بیه نهشي پلورلی.
د اریانا- افغان هوايي شرکت رييس بخت الرحمان شرافت د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۷مه) هم په خپله اېکس پاڼه وویل: «څو چې د بولدک او تورخم دروازې خلاصېږي له کابل څخه اسلاماباد ته د اریانا- افغان او کام اېر دواړو شرکتونو د ټکټونو بیه ۱۴۰امریکایي ډالر ده، هېوادوال دې هېڅ ټرېول اېجنسۍ یا کوم بل ټکټ پلورونکي ته له ۱۴۰ ډالرو زیاتې نه ورکوي.»
د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس ویلي، چې تر راتلونکو درېیو ورځو به د سپین بولدک دروازه د سوداګرۍ پر مخ پرانېستل شي، خو لا هم روښانه نه ده چې د سپین بولدک او تورخم په ګډون نورې لارې به څه وخت د مسافرو پر مخ پرانېستل شي.