• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره د تبادلې پر بنسټ نوی سوداګریز چوکاټ معرفي کړی

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۱

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د تبادله‌يي (بارټر) سوداګرۍ په میکانیزم کې د تعدیلاتو خبر ورکړی، چې له مخې یې دې هېوادونو سره د بارټر سوداګرۍ لپاره شرطونه نرم شوي. بارټر یو پخوانی او ساده ډول سوداګري ده، چې پکې خلک یا هېوادونه د پیسو پر ځای توکي یا خدمات له یو بل سره تبادله کوي.

په خبرتیا کې ویل شوي، چې له صادراتو مخکې د اجباري وارداتو شرط لغوه شوی او اوس کولای شي صادرات او واردات په یوه وخت ترسره کړي.

په همدې خبرتیا کې خصوصي شرکتونو ته د کنسورشیم د جوړولو اجازه ورکړل شوې او د بارټر سوداګرۍ د معاملو موده له ۹۰ ورځو څخه ۱۲۰ ورځو ته لوړه شوې ده.

دغې ادارې ویلي، چې د ځانګړو توکو نوملړ لغوه شوی او اوسنی چوکاټ د عمومي وارداتو او صادراتو له پالیسیو سره سم جوړ شوی دی. جیونیوز د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، چې دا اقدامات به د بارټر سوداګرۍ میکانیزم عملي، اسانه او کاروبار دوستانه کړي.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې له افغانستان، ایران او روسیې سره بارټر ټریډ میکانیزم عملي کړی و؛ خو د دې د تطبیق پر مهال ګڼې ستونزې راپورته شوې.

د خصوصي سکټور سوداګریزو ډلو او شریکانو شکایتونه درلودل، چې د منظور شويو او غېر منظور شويو محصولاتو ترمنځ توپیرونه ستونزې جوړوي او د وارداتو او صادراتو لپاره د ډېرو محدودو توکو نوملړ هم یو خنډ و.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د میلک لارې په بیا پرانیستل کېدو سره یو ځل بیا د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري پیل شوه

۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۹ GMT+۱

د ایران د سیستان او بلوچستان په شمال کې چارواکي وایي، د میلک سرحدي لاره بېرته پرانیستل شوې او د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري بیا پیل شوې.

د دوی په خبره، دا لاره د وارداتي تېلو د معیار د بدلون له امله تړل شوې وه او یو شمېر ایراني ټانکرونه له څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې بند پاتې وو.

چارواکو بیا دا نه ده واضح کړې چې دا دروازه څو ورځې تړلې وه.

د دوی په خبره، د طالبانو له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته ستونزه حل شوې او د ایراني ټانکرونو د تېلو تشول او هېواد ته د هغوی د بېرته ستنولو پروسه پیل شوې ده.

د میلک بندر د ایران د سون توکو او نورو مالونو د صادراتو له اصلي لارو څخه شمېرل کېږي.

د دې بندر بندېدل د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ مستقیم اغېز لري.

ایراني چارواکو همداراز ویلي، چې د یکشنبې له سهاره د سمنټو، خوراکي توکو او صنعتي توکو صادرات افغانستان ته بېرته پيل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د سون توکو لویه برخه له ایران څخه واردېږي او طالبانو په وروستیو میاشتو کې لسګونه ټانکره «بې‌کیفیته» ایراني تېل بېرته وګرځول.

یعقوب مجاهد: موږ له هند او پاکستان سره د ملي ګټو پر بنسټ د اړیکو پیاوړتیا غواړو

۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۳ GMT+۱

د طالبانو دفاع وزیر الجزیرې سره په مرکه کې ویلي: «موږ له هند سره د یوه خپلواک هېواد په توګه د ملي ګټو پر بنسټ اړیکې ساتو او له پاکستان سره د متقابلو ګټو پر اساس اړیکې غواړو.» نوموړي د ډیورنډ کرښې پر سر د طالبانو په اړه د هند د پټ رول په تړاو د پاکستان تورونه رد کړل.

د طالبانو دفاع وزیر یعقوب مجاهد د یکشنبې په ورځ له الجزیرې ټلوېزیون سره په مرکه کې له پاکستان سره د جګړې ختمېدو او شوي تړون ته په اشارې ویلي: «په دې تړون کې د افغانستان حقونه تضمین شوي دي. موږ باور لرو چې دا د سولې په لور یو مهم ګام دی.»

هغه ټينګار کړی، چې د تړون له مخې به دواړه هېوادونه خپلې شخړې د خبرو له لارې حل او اوربند به عملي کوي.

مجاهد د تړون د مادو په اړه زیاتوي: «په تړون کې راغلي چې دواړه هېوادونه به خپلې شخړې د خبرو او تفاهم له لارې حلوي، یو بشپړ اوربند به نافذ وي او دواړه لوري به یو د بل د خاورې حاکمیت ته درناوی کوي. دواړه هېوادونه به د یو بل پر وړاندې دوښمنانه کړنې نه تر سره کوي او نه به بریدونه کوي.»

ملا یعقوب مجاهد وايي، چې د ترکیې په راتلونکې غونډه کې به د تړون د پلي کېدو لارې او عملي مېکانیزمونه وڅېړې.

د طالبانو دفاع وزیر وايي، که پاکستان د تړون ژمنې ماتې کړې ستونزې به بیا را ولاړې شي. د هغه په خبره، دوی د تړون د پلي کولو لپاره خپل ټول اړین اقدامات تر سره کوي.

مجاهد همداراز زیاتوي، پاکستاني پوځيانو پر افغانستان لومړی برید وکړ او دوی دفاعي ځواب ورکړی

هغه پر افغانستان د برید په اړه ویلي: «موږ یوازې پاکستان نه یادوو، که هر بل هېواد هم پر افغانستان برید وکړي، موږ د دفاع حق لرو او له خپل هېواد څخه به په زړورتیا دفاع وکړو. موږ پخوانۍ تاریخي تجربې لرو او چمتو یو.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې شاوخوا لس ورځې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په وقفه يي ډول جګړه وشوه او په‌کې دواړو لورو ته هم درنه مرګ ژوبله واوښته، خو کره شمېر یې لا تر اوسه نه دی مشخص شوی.

دواړه لوري د دغې جګړې د درېدو لپاره د قطر په دوحه کې سره جرګه شول او په پایله په سمدستي اوربند پرېکړه وشوه.

ویل کېږي، چې د ستونزې د بشپړ هوارۍ لپاره به بیا هم د افغان او پاکستاني پلاویو ترمنځ خبرې اترې وشي، خو دغه خبرې به دا ځل د ترکیې په استانبول کې وشي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ تر هغه وروسته اړیکې ډېرې ترینګلې شوې، چې په دې وروستیو کې طالبانو له هند سره اړیکې زیاتې کړي او نوي ډيلي ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر سفر پاکستانی لوری خواشنی او اندېښمن کړی دی.

ډېری شنونکي وايي، د هند او طالبانو د اړیکو د جوړېدو له امله پاکستان غوسه شوی او هڅه کوي پر طالبانو خپل فشار زیات کړي.

طالبان وايي تر راتلونکو درېیو ورځو به د سپین بولدک دروازه د سوداګرۍ پرمخ پرانېستل شي

۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۰ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو تلویزیون د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس له قوله راپور ورکړی، چې تر راتلوونکو درېیو ورځو به د سپین بولدک دروازه د سوداګرۍ پر مخ پرانېستل شي.

محمد شفیق اڅګزی وایي:«هغه مالونه چې د پاکستان څخه افغانستان ته راځي، یا د افغانستان مالونه چې پاکستان ته ځي، دواړو خواوو ته موټرونه بار ولاړ دي، د دواړو هېوادونو سوداګرو هڅې پیل کړې دي، چې دا لاره پرانېستل شي، انشالله دغه لاره به د سوداګرۍ پر مخ په دوو، درېیو ورځو کې پرانېستل شي.»

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړې پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د هر ډول سوداګرۍ او تګ راتګ پرمخ وتړل شوې، خو د تېرو درېیو ورځو راهیسې یوازې د سپین بولدک پر دروازه پاکستان کې مېشت کډوالو ته افغانستان ته د ورتګ اجازه ورکول کېږي.

سوداګرو ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندیدو له امله میلینونه ډالره زیانمن شوي دي.

ایران غواړي طالبان د چین «یو کمربند او یوې لارې» اقتصادي پلان سره همکارۍ ته وهڅوي

۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۵ GMT+۱

ایرنا خبري اژانس شنبه (د تلې ۲۶مه) په ایران کې د افغان سوداګرو لپاره د سوداګریزو مالونو د نندارتون په اړه لیکلي، چې افغانستان او ایران د چین په نوښت جوړ شوي «یو کمربند او یوې لارې» اقتصادي پلان سره یو ځای کېدای شي. خو اقتصاد پوهان وايي، چې په دې کار سره امریکا ناراضه کېدای شي.

د ایران د ولسي جرګې غړي مصطفی نخعيړپه بیرجند ښار کې د سوداګریزو مالونو نندارتون د پرانیستلو پر مهال وویل: «افغانستان او ایران د چین په نوښت جوړ شوي یو کمربند او یوې لارې اقتصادي پلان سره یو ځای کېدای شي».

د نخعي په وینا، په دې ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نوي پړاو ته داخلېږي. هغه زیاته کړه، چې په دې پلان کې تر ۱۵۰ ډېر هېوادونه شامل دي او چین پر دې پروژه تر ۱۳۰۰ مېلیارد ډالرو ډېرې پيسې لګولي دي.

نوموړي دا هم وویل،چې دا کار ستر اقتصادي لیدلوري او متقابل باور ته اړتیا لري. د امریکايي چارواکو او سياسي شنونکو له ویناوو ښکاري، چې امریکا د چین د دې اقتصادي پرمختګ مخالف دی.

باورونه دا دي، که طالبان د چین دې پروژې ته ورګډ شي، د امریکا غوسه به راوپارېږي او له طالبانو سره به یې اړیکې نورې هم خرابې شي. اقتصاد پوهان وايي، چې امریکا پر ایران هم اقتصادي بندیزونه لګولي، ځکه خو یې د چابهار بندر په مخکې خنډونه جوړ کړ او هغسې وده یې ونه کړه، لکه په پام کې چې وه.

اقتصاد پوهان زیاتوي، که طالبان د امریکا یوه سياسي مخالف ایران او بل اقتصادي سيال چین ته نژدې کېږي، دا وضعیت د واشنګټن او دې ډلې ترمنځ اړیکې لا ترینګلې کولای شي.

که څه هم دې نندارتون ته د افغانستان له ۷ ولایتونو څخه ۴۰۰ افغان سوداګر وربلل شوي او طالب چارواکي هم ورسره وو، خو هغوی تر دې مهاله د دې نندارتون په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

سرچینې: د چمن یوه پلاوي سپین‌بولدک ته د سولې او د دروازې د ژر خلاصېدو پیغام وړی دی

۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۳ GMT+۱

د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د سوداګرۍ خونې لس کسیزه پلاوي د سولې او د ټرانزیټ پر مخ د دروازې د ژر خلاصېدو پیغام راوړی دی. سرچینه زياتوي: «په ډېر احتمال د یکشنبې یا دوشنبې په ورځ به دغه دروزاه د ټرانزيټ پر مخ خلاصه شي.»

د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال سیدالله تورجان د شنبې په ورځ ویلي، چې د چمن د سوداګرۍ خونې له سوداګرو سره یې ناسته کړې ده.

سرچینه زياتوي، چې د چمن د سوداګرۍ خونې لس کسیزه پلاوي د امن او د دروازې د ژر خلاصېدو پيغام مسوولینو ته راوړی دی.

د کندهار سوداګر وايي، چې د بولدک - چمن لارې د بندېدو له کبله دواړو غاړو ته زرګونه د ټرانزيټ موټرونه بند پاتې دي.

دغه دروازه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د جګړې له رامنځته کېدو وروسته د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده شوه.

له دې سره، د پاکستان او طالبانو تر منځ د وروستیو نښتو له امله ټولې سوداګریزې لارې په بشپړه توګه تړل شوې دي او سوداګریزې چارې درېدلي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، د تورخم، خرلاچي، غلام خان او چمن په ګډون ټولې سوداګریزې لارې تړل شوي چې له دې سره یې سوداګرو ته میلیونونه ډالره تاوان اړولی دی.

څو ورځې وړاندې په تورخم او سپین بولدک ولسوالیو کې ځینو افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د پاکستان حکومت د کراچۍ بندر ته ویلی چې تر امر ثاني پورې دې د افغان سوداګرو سوداګریز توکي نه باروي.

د یادولو ده، چې افغان سوداګرو د طالبانو او پاکستان له حکومتونو غوښتي چې سیاست له سوداګرۍ څخه جلا وساتي او د سوداګرۍ مخنیوی دې نه کوي.