ایران غواړي طالبان د چین «یو کمربند او یوې لارې» اقتصادي پلان سره همکارۍ ته وهڅوي
ایرنا خبري اژانس شنبه (د تلې ۲۶مه) په ایران کې د افغان سوداګرو لپاره د سوداګریزو مالونو د نندارتون په اړه لیکلي، چې افغانستان او ایران د چین په نوښت جوړ شوي «یو کمربند او یوې لارې» اقتصادي پلان سره یو ځای کېدای شي. خو اقتصاد پوهان وايي، چې په دې کار سره امریکا ناراضه کېدای شي.
د ایران د ولسي جرګې غړي مصطفی نخعيړپه بیرجند ښار کې د سوداګریزو مالونو نندارتون د پرانیستلو پر مهال وویل: «افغانستان او ایران د چین په نوښت جوړ شوي یو کمربند او یوې لارې اقتصادي پلان سره یو ځای کېدای شي».
د نخعي په وینا، په دې ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نوي پړاو ته داخلېږي. هغه زیاته کړه، چې په دې پلان کې تر ۱۵۰ ډېر هېوادونه شامل دي او چین پر دې پروژه تر ۱۳۰۰ مېلیارد ډالرو ډېرې پيسې لګولي دي.
نوموړي دا هم وویل،چې دا کار ستر اقتصادي لیدلوري او متقابل باور ته اړتیا لري. د امریکايي چارواکو او سياسي شنونکو له ویناوو ښکاري، چې امریکا د چین د دې اقتصادي پرمختګ مخالف دی.
باورونه دا دي، که طالبان د چین دې پروژې ته ورګډ شي، د امریکا غوسه به راوپارېږي او له طالبانو سره به یې اړیکې نورې هم خرابې شي. اقتصاد پوهان وايي، چې امریکا پر ایران هم اقتصادي بندیزونه لګولي، ځکه خو یې د چابهار بندر په مخکې خنډونه جوړ کړ او هغسې وده یې ونه کړه، لکه په پام کې چې وه.
اقتصاد پوهان زیاتوي، که طالبان د امریکا یوه سياسي مخالف ایران او بل اقتصادي سيال چین ته نژدې کېږي، دا وضعیت د واشنګټن او دې ډلې ترمنځ اړیکې لا ترینګلې کولای شي.
که څه هم دې نندارتون ته د افغانستان له ۷ ولایتونو څخه ۴۰۰ افغان سوداګر وربلل شوي او طالب چارواکي هم ورسره وو، خو هغوی تر دې مهاله د دې نندارتون په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، په کابل ښار کې په ډېره ناسمه او عجولانه توګه د واټونو پراخولو او نويو سړکونو جوړولو هڅې روانې دي او د اعلان شوي پلان لهمخې په ډېرو ناحيو کې سلګونه کورونه په بشپر ډول يا څو سلنه ورانېږي.
ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) په همدې تړاو په یوې لیکنه کې ویلي، د کابل ښار لپاره چې څو لسيزي وړاندې د سړکونو او واټونو جوړولو کوم پلان تنظیم شوی وو او د جګړو له کبله پلی نه شو، نو اوس د طالبانو کابل ښاروالي غواړي همغه پلان پلی کړي او په دې سره د غېر منظموالي جدي ستونزه حل کړي، خو د هغو د زړه له درده خبر نه دي چې کورونه یې په داسې حال کې ورانېږي چې د اوسېدو لپاره بل کور او سرپناه نه لري د كرايي کور له نيولو هم ځکه عاجز دي چې کرایې په بې ساري ډول لوړې شوې دي.
د حکمتیار په وینا، په کابل کې د پراخ تراكم او ازدحام ستونزه د واټونو په پراخولو او د نویو سړکونو او په ګڼ پوړیزو ودانیو سره نه حلېږي او دغه دواړه طرحې ستونزې لا پسې زياتوي او په باور یې باید پنځه لسيزې وړاندې په کابل کې د نويو کورونو جوړولو لړۍ متوقف شوې وای، وزارتونه، نظامي تأسيسات او قطعات، هوايي ډګر، سفارتونه، لوی لوی هوټلونه، د ودونو هالونه او دې ته ورته دولتي او ملكي دفاتر بايد د کابل شاوخوا هوارو ساحو ته انتقال او ورسره نوی کابل باید جوړ شوی وای.
ګلبدین حکمتیار زیاتوي، د کابل ښار ستونزې یوازې غېر معياري واټونه او سړکونه او د هستوګنو او موټرو ازدحام نه دي؛ بلکې تر دې ستره ستونزه یې د کورونو غېر معياري نقشې دي، د اکثرو کورونو خونې داسې جوړې شوې چې د کال په هېڅ موسم کې لمر نه لري؛ له صحي پلوه داسې کورونه قطعاً د اوسېدو وړ نه دي او د ډېرو ناروغیو عامل ګڼل کېږي.
د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې تخریبېدونکي کورونه
د حکمتیار په وینا، د اسلام له نظره بې موجبه او د کور د خاوند له رضایت او موافقې پرته د چا کور مصادره کول او ورانول حرام او ممنوع دي، عادي ښاروال خو پرېږده ولسمشر او امیر هم دا حق نه لري.
د هغه په خبره، اوس باید د نویو سړکونو او واټونو د پراخولو لړۍ سمدستي متوقف شي او یا هم لږ تر لږه د ژمي تر پای ته رسېدو پورې او تر هغه چې دولت وتوانېږي هغو کورنیو ته د هستوګنې معادل او مناسب کورونه برابر كړي چې د دې پلان پلي کېدو په صورت کې یې کورونه ورانېږي.
د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د نویو سړکونو نقشه
هغه له طالبانو غوښتي: «د ورانولو پر ځای باید د رغولو لار غوره کړو، د نویو سړکونو جوړولو لپاره زاړه کورونه مه ورانوئ، بلکې نوي کورونه په نوي ځای کې جوړ کړئ. د ټوپک او بلدوزر په زور او فوق العاده فرمانونو سره د خلکو کورونه ورانول د کمونستانو او مستبدینو کار کېدای شي، خو د يوه اسلامي او ولسي حکومت کار نه شي کېدای.»
د نوموړي په باور: «په اسلام کې د يوې مرغۍ ځاله بې موجبه ورانول هم منع دي؛ نو د زرګونو مسلمانانو کورونو ورانول، هغه هم یا د ژمي په سختې يخنۍ کې يا د دوبي په تودوخه کې؛ د دې حکم به څه وي؟»
د حکمتیار په وینا، که ټول نږدي لس میلیونه کډوال هم د تېرو څو مياشتو په څېر په پراخه پيمانه راستانه کړای شي، نو د مجبوریت لهمخې اړ دي چې په لویو ښارونو کې ژوند کول غوره کړي او له دې سره به ستونزه لاپسې جدي شي او په خبره یې پکار ده، چې په ټولو امکاناتو سره برابر نوی ښار جوړ شي.
نوموړی زیاتوي: «که د زاړه ښار د واټونو پراخولو پروژې طرحه او لګښت له کوم بهرني ادرسه ورکول کېږي، نو باید محتاط وو چې د دې تر شا به ښايي بد عزایم وي؛ نه بې غرضه مرسته او د خير اراده، ښايي غواړي د حکومت او ولس تر منځ فاصله او نفرت زیات کړي او ولس له اسلام او د اسلام په نامه نظام متنفر کړي، که داسې نه وي ولې د نوي ښار په جوړولو يا د میلیونونو راستنېدونکو مهاجرينو لپاره د سرپناه جوړولو په ارتباط مرسته نه کوي؟»
د هغه په باور، که دا پروژه د کوم بې تجربې او له لازم اهليت او استعداد محروم انجنیر او طراح وړانديز وي؛ نو داسي وانګېرئ چې د کاذب او وړيا شهرت او شاباشي تر لاسه کولو لپاره یې دې ته ملا تړلې او په وینا یې د دې پروژې تر شا نه د درايت څرک ليدل كېږي او نه د ښه نیت نښه او له طالبانو یې غوښتي: «کارونه هغو ته وسپارئ چې د اړوند کار تجربه ولري.»
ګلبدین حکمتیار په دې برخه کې بېلګې هم وړاندې کړي او زیاته کړې یې ده: «په ټولو کې ستونزه داسې حل شوې چې زوړ ښار پر خپل حال پرېښودل شوی او خوا ته یې نوی ښار جوړ شوی، په ګاونډ کې مو نوی تهران او زوړ تهران، نوی اسلام اباد او زړه راولپنډي یې ښې بېلګې دي.»
حکمتیار همداراز په ډاګه کړې، هغه مصارف چې د زاړه کابل د واټونو پر پراخولو او نويو سړکونو پر جوړولو لګول کېږي، ولې یې د نوي او د وخت له غوښتنو سره سم د پراخ، ښایسته او صفا کابل پر جوړولو نه لګوي؟ او په وینا یې: «دا هم باید په پام کې ولرو چې د بل کور په زور غصبول او ورانول هم حرام دي او هم يې پایلې ډېرې بدې دي.»
نوموړي همدارنګه له ټولو ښار مېشتو غوښتي، چې بايد په ګډه له مسوولو ادارو سره وګوري او په کلکه ترې وغواړي چې هغه پلان پلی نه کړي چې لهمخې یې د ډېرو نېستمنو او بې وسه افغانانو کورونه ورانېږي، په اسلام کې څومره چې ظلم كول حرام دي همدومره ظلم ته تسلیمېدل او پر وړاندي یې سكوت حرام دی.
د یادونې وړ ده، چې په ډېریو ولایتونو او په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې د ښاري نظم د ساتلو په موخه او د بېروباره د مخنیوي لپاره د سړکونو د پراخولو چارې پیل شوي دي. د دغو پروژو له امله یو شمېر کورونه ویجاړ شوي او د خلکو اوسېدنې ځایونه زیانمن شوي دي. دغه بهیر لا هم روان دی او طالب چارواکي وايي، چې دا چارې د ښاري پرمختګ او د ښارونو د ترافیک د اسانتیا لپاره دوام لري.
دغه هېوادونو له اروپايي کمېسیون څخه غوښتي، چې د افغانانو د بېرته ستنولو موضوع باید خپل لومړیتوب وګرځوي. هغوی ویلي، دا کار کولای شي د طالبانو له خوا د یوه تفاهم له لارې هم ترسره شي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې پاکستان او افغانستان د خبرو پر مهال پر سمدستي اوربند هوکړه وکړه. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې سولې او ثبات لپاره به نور میکانیزمونه هم رامنځته شي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په شپه ناوخته په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د قطر دولت او ترکیې جمهوريت په منځګړېتوب د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو تر سره شو.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د دغو خبرو اترو پر مهال دواړو خواوو پر یوه سمدستي اوربند هوکړه وکړه او باید داسې میکانېزمونه رامنځته شي چې د دواړو هېوادونو تر منځ تلپاتې سولې او ثبات ته لاره هواره کړي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دواړو خواو د پرېکړو له مخې د اوربند د تضمین او تطبیق لپاره به تعقيبي ناستې هم تر سره کړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې، چې دا مهم ګام به د دواړو ورونو هېوادونو تر منځ د سرحدي ترینګلتیاوو پای ته رسېدو او په سیمه کې د دوامدارې سولې د بنسټ اېښودو سبب شي.
په تېر جمهوري نظام کې د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر علي احمد جلالي وايي، سره له دې چې د نړۍ لومړیتوبونه نور دي، خو د اوس لپاره د طالبانو بدیل نه ویني. د نوموړي په وینا، طالبان سره له دې چې ماتېدونکي دي، خو بیا هم د خپل حاکمیت له دوامه ډاډمن دي.
علي احمد جلالي د شنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) د افغانستان انټرنشنل په «دیدګاه» خپرونه کې وویل، سره له دې چې په افغانستان کې داخلي او اقتصادي ستونزې ډېرې دي او نړۍ یې هم په رسمیت نه پېژني، خو بیا هم ځينې هېوادونه د خپلو ګټو لپاره له دوی سره تعامل او سوداګري لري او په وینا یې اوس د نړۍ لومړیتوبونه نور مسایل دي.
جلالي زیاته کړه: «دنیا [د طالبانو] بدیل نه ویني، طالبان د خپل حاکمیت له دوامه ډاډمن دي، خو ماتېدونکي دي، مګر ورسره جوخت شته بدیلونه یې هم داخلي او نړۍوال مقبولیت نهلري.»
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي پر افغانستان د پاکستان یرغل یو ناورین بولي او وايي، پاکستان له ۵۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې د بې ثباتۍ عمده لامل دی.
علي احمد جلالي دې پوښتنې په ځواب کې چې اوسنی وضعیت د افغانستان لپاره ګواښ دی که فرصت وویل، اوس افغان ولس پر طالبانو او پوځ یې اعتبار نهلري او په وینا یې: «تر هغې چې اوسنی وضعیت وي، یعنې د ښځو په ګډون ډېر خلک له خپلو حقونو او ونډو بې برخې وي او د نخبهګانو په ګډون خلک له هېواده ووځي او له مډرنیته کېدو، ټکنالوژۍ او معارف سره مخالفت وي، نو په داسې وضعیت کې فرصت نهشي رامنځته کېدلی.»
جلالي زیاتوي، مقابل لوری داسې داعیه وړاندې کړې چې د هغو ترهګرو ځالې لهمنځه وړي چې پر پاکستان برید کوي او نړۍ هم دغه مساله تاییدوي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا منزوي دی او تر هغې چې په افغانستان کې یو بنسټیز تحول او یو قانونمند او مشروع نظام رامنځته نهشي، نو اوسنی وضعیت د افغانستان لپاره ګواښ ګڼل کېږي او تر ډېره پهکې افغان ولس زیانمنېږي.
د نوموړي په باور، له برېتانیا پاکستان ته قوي ادارې، قوي استخبارات او قوي پوځ په میراث پاتې دی، خو قوي ملي احساس نهلري، مګر په افغانستان کې بیا قوي ادارې نشته، ولې ملي احساس قوی دی په دې شرط کې چې یو کس یې په سمه توګه مدیریت کړي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې له لسو ورځو راهیسې د پاکستان او افغانستان تر منځ په وقفه يي ډول جګړه روانه ده او پهکې دواړو لورو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې لا تر اوسه نه دی مشخص شوی.
دواړه لوري د دغې جګړې د درېدو لپاره د قطر په دوحه کې سره جرګه شوي، خو لا تر اوسه یې پایلې نه دي روښانه شوي.