برېټانیا کې یو افغان کډوال ماشوم ته ۲۵زره پونډه تاوان ورکړل شو

په برېټانیا کې یو افغان کډوال ماشوم چې چارواکو ورته په تېروتنه کې عمر له ۱۸کالو څخه ډېر اټکل کړی و او محکمې کې تر عارض کېدو وروسته ورته حکومت ۲۵زره پونډه تاوان ورکړ.

په برېټانیا کې یو افغان کډوال ماشوم چې چارواکو ورته په تېروتنه کې عمر له ۱۸کالو څخه ډېر اټکل کړی و او محکمې کې تر عارض کېدو وروسته ورته حکومت ۲۵زره پونډه تاوان ورکړ.
د برېټانيا د کډوالۍ او پناه غوښتنې محکمې ويلي، چې د دغه افغان ماشوم د زېږېدو نېټه چې ده خپله ښودلې وه سمه ثابته شوې او نوموړی برېټانیا ته د ورتګ پر مهال ۱۷کلن و. ياد افغان ماشوم د کښتۍ له لارې برېټانيا ته رسېدلی او د ده د پناه غوښتنې دوسيه لا هم په جلا توګه څېړل کېږي.
چارواکو د ماشوم پر ستوني د يوې پړسېدلې نښې له کبله دا اټکل کړی و، چې دی بالغ سړی دی. د مرسيسايد په سيمه کې د سېنټ هېلنز ښار چارواکو هغه مهال ويلي وو چې دغه کډوال ښايي له ۲۳ تر ۲۵کلونو عمر ولري. خو د برېټانيا د کډوالۍ او پناه غوښتنې محکمې له څېړنو وروسته دغه ارزونه ناسمه وبلله او پرېکړه يې وکړه چې ياد ماشوم ته دې د هغه د قانوني لګښتونو د جبران په موخه ۲۵ زره پونډه تاوان ورکړل شي.
دغه افغان پناه غوښتونکی ماشوم چې نوم يې نهدی افشا شوی ويلي، ښوونځي ته نه و تللی، ځکه د ده د سيمې ښوونځی د جګړې له امله وران شوی و. نوموړي زياته کړې، چې پلار يې پوليس و او د طالبانو له ګواښ سره مخ و او له همدې امله دی اړ شو چې له افغانستان نه وتښتي.


ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې په جلالاباد ښار کې یې ۹۰تنه هلکان او نجونې راټول کړي او له سوالګرۍ یې منعه کړي دي. دوی وایي، دغه ماشومان یې تر بایومټرېک وروسته مرستندویه ادارو ته ور پېژندلي دي.
په همدې تړاو خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د افغاني سرې میاشتې تر څنګ به بېلابېلې مرستندویه ادارې له دغه ماشومانو سره د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې مرسته وکړي. ویل شوي، چې د دوی د ټولنیز ملاتړ لپاره به دوامداره هڅې وشي. طالبان داسې مهال دغه ماشومان ننګرهار کې له سوالګرۍ منعه کوي، چې په هېواد کې د همدې ډلې په واکمنېدو سره د فقر کچه خورا لوړه شوې ده.
د ملګرو ملتونو په ګډون د یوشمېر نړۍوالو ادارو راپورونو ښودلې، چې یو شمېر کورنیو خپل ماشومان اړ کړي چې د سختې لوږې له امله په ښارونو او بازارونو کې خیراتونه وغواړي. طالبانو د مخکېني جمهوري نظام د امنیتي منسوبینو سربېره سلګونه زره پخواني دولتي مامورین هم له دندو ګوښه کړي دي. دغه ګوښه شویو کسانو نیوکې کړې، چې کورنۍ یې له سختې لوږې سره مخ دي.
له دې ډلې ځینو یې د روزګار موندلو لپاره ګاونډیو هېوادنو په ځانګړې توګه ایران ته مخه کړې؛ خو هلته یې د کډوالو ضد تګلارو له کبله ژوند له کړاوونو او کږلېچونو سره مخ دی او ډېری یې بېرته په ظالمانه توګه اېستل شوي هم دي.

د ایران د تایباد ولسوال ویلي، چې د دوغارون پر پوله د بېاسناده افغانانو د ستنېدو کچه د تېرې میاشتې پرتله روانې اکټوبر میاشت کې ۳۰سلنه زیاته شوې ده. د چارواکو په وینا؛ د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه له یادې پولې یو مېلیون او ۲۰زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د تایباد ولسوال حسن جمشیدي ایراني رسنیو ته ویلي، د اګسټ او جولای میاشتو پرتله د افغانانو د ستنېدو کچه ۳۰سلنه لوړه شوې ده. هغه زیاته کړه، اېستل کېدونکي افغانان د ایران د ۱۱ ولایتونو له ځانګړو پنډغالو څخه په مستقیمه توګه د دوغارون پولې ته ورځي او بیا له هغه ځایه افغانستان ته ستنېږي.
جمشیدي وویل، چې د دوغارون پوله د ناقانونه افغانانو د اېستلو لومړنۍ او تر ټولو مهمه لاره ده. هغه وایي، ډېر ژر به پر دې لاره د بهرنیو وګړو د پېژندنې او ثبت لپاره بایومټرېک سیسټم هم فعال شي. د ایران میلک، ماهیرود او همدا دوغارون د افغان وګړو د ستنېدو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.
له دې سره سم په ایران کې افغان کډوالو د پولیسو له ناسم او ظالمانه چلند څخه هم شکایتونه کړي دي. دغو ستنو شویو کډوالو ویلي، چې هلته ورته په پنډغالو کې د څښاک اوبو، خوراک او نورو اړتیاوو اسانتیاوې نه وې برابرې. همدا راز ایراني پولیسو ستانه شوي افغانان شکنجه کړي او په زوره یې ترې پیسې هم اخیستې دي.
هممهاله په پاکستان کې هم د افغان کډوالو ژوند تنګ شوی او اسلاماباد پرلهپسې اعلانونه کړي، چې نور ورته د افغان کډوالو حضور د منلو وړ نهدی. له تېرو درې ورځو راهیسې د یاد هېواد د پلازمېنې په ګډون بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو نیولو یو ځل بیا زور اخیستی دی.
که څه هم د کډوالو ملاتړو سازمانونو له ایران او پاکستان نه غوښتي، چې په جبري توګه دې د افغان کډوالو ستنېدو ته نه مجبوروي؛ خو دواړو ګاونډیانو دغو غوښتنو ته چندان پام نهدی کړی او په بېسارې توګه یې د اېستلو عملیات چټک کړي دي.

په مسکو کې د طالبانو سفیر ګل حسن ویلي، چې له روسیې سره د بانکي همکاریو په اړه خبرې اترې کوي. د نوموړي په وینا؛ دغه خبرې د روسیې د «میر» بانکي کارت د کارولو د امکان په اړه روانې دي.
د «میر» بانکي شبکه په روسیه کې د دغه هېواد د مرکزي بانک لهخوا رامنځته شوی یو تادیاتي سیستم دی، چې د نړۍوالو تادیاتي شبکو لکه «ویزا» او «ماسټر کارډ» پر ځای کار کوي. په مسکو کې د طالبانو سفیر زیاتوي، د دې لپاره چې افغانستان وکولای شي د روسیې «میر» کارت وکاروي، ځینې عملي چارې ترسره شوې دي، خو خبرې اترې لا هم روانې دي.
هغه د روسیې له ایزوستیا ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، د دې پروژې پلي کېدل به له روسیې سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لامل شي. د ایزوستیا ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې دا مهال د دې پروژې د پلي کېدو یو خنډ د خودکار بانک ماشینونو (ATM) نشتوالی دی، ځکه اوس په افغانستان کې د دغه ماشینونو شمېر خورا کم دی.
د روسیې د «میر» بانکي شبکې د کارونې یوه موخه دا ده، چې مالي راکړې ورکړې د اقتصادي بندیزونو پر وړاندې خوندي پاتې شي. ایران چې هغه هم د نړۍوالو بندیزونو لاندې دی، د ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې له روسیې سره د «میر» کارت د کارولو هوکړهلیک لاسلیک کړې وه.
ګل حسن په خپله مرکه کې زیاتوي، د طالبانو اداره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د روسي ګرځندویانو د جذب لپاره بېخنډه مالي راکړې ورکړې ته اړتیا لري. ایزوستیا ورځپاڼې لیکلي، د روسي «میر» کارت له لارې د تادیاتو د پروژې پلي کېدل کولای شي د طالبانو د حکومت لپاره یو مهم ګام وي؛ څو د مالي انزوا له کړکېچه ووځي.
روسیه یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو اداره یې په رسمي ډول د حکومت په توګه پېژندلې ده.

پاکستان ته د افغانستان د صادراتو بندېدو او له پنجاب نه د نه راوړل کېدو له امله د کراچۍ په بازارونو کې د ځينو خوراکي توبو بيې د پام وړ لوړې شوې دي. د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې؛ دا مهال په کراچۍ ښار کې د روميانو بيه د چرګ تر غوښې هم لوړه شوې ده.
د اېکسپرېس ټريبون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دا مهال د کراچۍ شاوخوا ۹۰ سلنه تقاضا له ایران نه د وارداتو له لارې پوره کېږي. په راپور کې راغلي، د افغانستان واردات اوس هم بند دي چې دې کار د مېوو او سبزیجاتو بیې نورې هم لوړې کړې دي.
مخکې راپور ورکړل شوی و، چې د تورخم لارې تر تړل کېدو وروسته د پېښور په بازارونو کې هم د مېوو او سبزیو بيې خورا لوړې شوې دي.
د پاکستاني رسنيو په وينا؛ پر ډیورنډ کرښه د نښتو له امله نږدې ټوله سوداګریزه راکړه ورکړه په ټپه درېدلې او د تورخم دواړو غاړو ته د لاریو اوږده قطارونه ولاړ دي.

تېره ورځ طالبانو او پاکستان د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د اوربند پر سر هوکړه کړې ده؛ خو پوښتنه دا ده چې ایا دغه اوربند به د دواړو خواوو ترمنځ د بېباورۍ له سیوري سره دوام وکړي؟ الجزیرې په یو تازه تحلیلي راپور کې د دواړو لوریو ترمنځ د کړکېچ ژورو ته کتنه کړې ده.
پاکستان او افغانستان له یوې اوونۍ خونړیو نښتو وروسته، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر «سملاسي اوربند» سلا شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د دغو دواړو پخوانیو متحدینو ترمنځ اړیکې وروسته له هغې کړکېچنې شوې، چې طالبانو پر ټول افغانستان واک ټینګ کړ.
دواړو هېوادونو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې له خبرو وروسته پرېکړه وکړه، چې جګړه پای ته ورسوي او د «تلپاتې سولې او ثبات» لپاره ګډ کار وکړي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دغه هوکړه د دغه هېواد او ترکیې په منځګړیتوب ترسره شوې ده.
په دغو نښتو کې چې د وروستیو کلونو تر ټولو خونړۍ بلل کېږي، لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي. جګړې د اکټوبر له ۱۱مې نېټې وروسته د دواړو هېوادونو د ۲۶۰۰ کیلومتره اوږدې پرتې د ډیورنډ کرښې اړوند په بېلابېلو ولایتونو کې رامنځته شوې. اسلاماباد په دې پلمه چې ګوندې «ټيټيپي» یې په نښه کړي پر کابل او پکتیکا هوایي بریدونه وکړل.
د اوربند په تړاو په ډاګه شوي معلومات
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو تر ځنډ وروسته د قطر د بهرنیو چارو وزارت وویل: «دواړه لوري پر سملاسي اوربند او د سولې او ثبات د ټینګښت د مېکانېزمونو پر جوړولو هوکړه کړې ده». د دغه وزارت په بیان کې همدا راز ویل شوي: «دواړه خواوې به په راتلونکو ورځو کې د تعقیبي ناستو دوام ته ژمنې وي؛ تر څو د اوربند پلي کېدل د باور وړ او دوامداره شي او دا کار به د دواړو هېوادونو امنیت او ثبات کې مرسته وکړي».
تر دې لږ وروسته پر اېکس پاڼه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له دغه تړون نه هرکلی وکړ او ویې لیکل: «له افغانستان نه راتلونکې سرحدي ترهګري باید سملاسي ودرېږي. دواړه هېوادونه به د یو بل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي».
هغه زیاته کړه، چې د دواړو هېوادونو د پلاوو تعقیبي غونډه به د اکټوبر په ۲۵مه د ترکیې په استانبول ښار کې جوړه شي؛ تر څو مسایل په تفصیل وڅېړل شي. اصف وویل: «موږ هیله لرو، چې په راتلونکې ناسته کې به یو روښانه او د باور وړ نظارتي چوکاټ جوړ شي؛ څو د افغانستان له خاورې راولاړېدونکي ترهګریز ګواښونه په اغېزمن ډول وڅېړل شي. باید ټولې هڅې وشي، چې نوره مرګ ژوبله ونهشي».
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هم تایید کړه چې د هوکړې له مخې «دواړه خواوې د سولې، متقابل درناوي او د ښه ګاونډیتوب او رغنده اړیکو ژمنې تازه کړې دي».
هغه پر اېکس پاڼه ولیکل: «دواړو هېوادونو پرېکړه کړې، چې خپلې شخړې د خبرو له لارې حل کړي. هیڅ لوری به د بل هېواد پر ضد دښمنانه اقدام نه کوي او د هغو ډلو ملاتړ به هم نه کوي چې په پاکستان کې بریدونه کوي». مجاهد زیاته کړه، چې دواړه هېوادونه به د یو بل د امنیتي ځواکونو، ملکی وګړو او مهمو تاسیساتو له هدف ګرځولو ډډه کوي.
هغه او خواجه اصف دواړو د قطر او ترکیې له هڅو مننه وکړه، چې د خبرو اترو او د اوربند تړون ته یې زمینه برابره کړه.
ولې پاکستان طالبان د بریدونو مسوول بولي؟
اسلاماباد له طالبانو غواړي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک «ټيټيپي» او نورو هغو ډلو فعالیتونه محدود کړي چې په پاکستان کې پر بریدونو تورن دي. په وروستیو کلونو کې د «ټيټيپي» او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) بریدونه ډېر شوي چې د بلوچستان په شتمنو سیمو کې فعالیتونه لري.
د اسلاماباد د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د معلوماتو له مخې؛ یوازې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۴۱۴ کسان وژل شوي دي. د خېبر پښتونخوا او بلوچستان ولایتونه چې پر ډیورنډ کرښه پراته دي، تر ټولو ډېر تلفات لیدلي دي.
پاکستان او طالبان چې پخوا د ګډو امنیتي ګټو له امله متحدین وو، اوس یې د اسلاماباد د دې ادعا له امله اړیکې خرابې شوې دي چې وایي کابل «ټيټيپي» ته پناه ورکړې ده؛ خو طالبان دغه ادعا ردوي. دواړه هېوادونه د «ډیورنډ پر کرښه» هم ژور اختلافات لري. پاکستان یې «رسمي پوله» بولي؛ خو افغانستان یې نه مني.
که څه هم د پاکستاني طالبانو تحریک مفکوره له افغان طالبانو سره ورته ده؛ خو دواړه ډلې خپلواک هدفونه لري او بېل فعالیت کوي. اسلاماباد غواړي له طالبانو ډاډ ترلاسه کړي چې یاده ډله باید پر ډیورنډ کرښه ازاد فعالیت ونهلري او باید پر دې کرښه د بریدونو کړکېچ هم ختم شي.
مجاهد د یکشنبې په ورځ په یو بل پیغام کې زیاته کړه، چې د افغانستان خاوره « به هېڅکله د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي». هغه ټینګار وکړ، چې دوی ثابت دریځ لري او د هېڅ چا پر ضد به د کومې ډلې ملاتړ ونه کړي.
پاکستان همدارنګه غواړي طالبان د هغو شبکو د بیا تنظیم او پراخېدو مخه ونیسي، چې د پاکستان د ثبات لپاره ګواښ ګڼل کېږي. کابل کې فعال سیاسي شنونکي عبدالله بهیر وویل، چې پر افغانستان بمبارۍ او د ملکي وګړو وژنه د «ستونزې برخه ده، نه د حل». هغه الجزیرې ته ویلي: «ثابت کړئ، چې د تېرې اونۍ په بمباریو کې د ټيټيپي کوم غړی وژل شوی، حال دا چې ۵۰کسان وژل شوي او ۵۵۰ ټپیان دي».
هغه زیاته کړه: «ټيټيپي یوه سیمهییزه بغاوتي ډله ده، چې د طالبانو د واکمنېدو ډېر مخکې په پاکستان کې موجوده وه. ایا تمه لرئ طالبان دې د دغې ډلې سیاسي او پوځي هدفونه بند کړي؟»
بهیر وویل: «که استدلال دا وي، چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې فعالیت کوي؛ نو پوښتنه دا ده چې ایا یوې خپلواکې ډلې باندې نفوذ کول د هغې د بشپړ کنټرول مانا لري؟» طالبانو په وار، وار او دا ځل بیا هم ټینګار کړی، چې د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي په افغانستان کې پناه ځایونه او حضور نهلري.
ولې په پاکستان کې بریدونه زیات شوي دي؟
پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې د طالبانو تر ټولو نږدې ملاتړی و، په ځانګړي ډول له هغه وروسته چې دغه ډله په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا او ناټو ځواکونو نسکوره کړه. اسلاماباد په ځلونو تورن شو، چې طالبانو ته یې اجازه ورکړې څو د افغانستان پر ضد جګړه له خپلې خاورې پر مخ یوسي؛ خو په وروستیو کلونو کې د پاکستان پر خاوره د بریدونو له زیاتېدو وروسته د دواړو خواوو اړیکې خرابې شوې دي.
د پاکستاني طالبانو تحریک اوس یو ځل بیا د دغه هېواد د ملي امنیت لپاره تر ټولو لوی ګواښ بلل کېږي. د راپور له مخې؛ تېر کال یادې ډلې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو له ۶۰۰ زیات بریدونه کړي دي. د شمېرو له مخې؛ د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې تاوتریخوالی د تېر کال پرتله ۴۶ سلنه زیات شوی دی.
د یادې ډلې بریدونه په ۲۰۲۱کال کې خورا ټیټې کچې ته ورسېدل او لامل یې دا و، چې اسلاماباد د ځینو امتیازاتو په بدل کې د دغه ډلې بندیان خوشې کړل او پوځي عملیات یې هم ودرول. دې ډلې غوښتنه کړې وه، چې د ۲۰۱۸کال پر مهال شوې هغه پرېکړه باید پاکستان لغوه کړي چې له مخې یې قبایلي سیمې له خېبر پښتونخوا ایالت سره یو ځای شوې او دا ډله غواړي هلته د خپلې عقیدې له مخې قوانین پلي کړي.
پر کابل د افغان طالبانو له واک اېله یوه میاشت وروسته د ټيټيپي او پاکستان ترمنځ خبرې اترې پیل شوې. دغه پرېکړه د یاد هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان په ملاتړ شوې وې؛ خو د هغه تر ګوښه کېدو وروسته په ۲۰۲۲کال کې دغه خبرې په ټپه ودرېدې.
تاوتریخوالي هغه مهال زور واخیست، چې پاکستاني طالبانو اوربند په یو اړخیز ډول ختم کړ او پر اسلاماباد یې تور پورې کړ چې جګړې ته یې لمن وهلې ده. له ۲۰۰۷کال راهیسې یادې ډلې پاکستاني ځواکونه او ملکي وګړي په نښه کړي او تر ټولو خونړی برید یې د ۲۰۱۴کال په ډسمبر میاشت کې د پېښور پر یو پوځي ښوونځي کړی و. په یاد برید کې ۱۳۰ زدهکوونکي وژل شوي وو.
پر دې ډلې پاکستان کې هم سخته بندیزونه لګېدلي او متحده ایالتونه یې هم د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني. که څه هم پاکستان په ځلونو پر یادې ډلې پوځي عملیات کړي؛ خو د پرانېستې ډیورنډ کرښې له کبله یې په بشپړ ځپلو کې ناکام شوي دي.