پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره نوې سوداګریزه طرحه اعلان کړه

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې دغه هېواد له افغانستان، ایران او روسیې سره د نوې سوداګریزې طرحې اعلان کړی دی. دغه طرحه د پاکستان د فډرالي کابینې د اقتصادي همغږۍ کمېټې منظوره کړې، چې موخه یې د سیمهییزې سوداګرۍ پیاوړتیا او د سوداګریزې راکړې ورکړې اسانه کول دي.
