• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي ټولنه: طالبان دې د ښځو پر وړاندې د بې مخينې توپيري چلند له امله وپوښتل شي

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۵۵ GMT+۱

د جرمني او فرانسې په ګډون د یو شمېر لویو اروپايي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو روان توپيري چلند «د جنسیتي ځورونې او بشریت ضد جرم دی.»

دوی وغوښتل چې طالبان دې د خپلو داسې ناوړه کړو په اړه ځواب ووایي.
د جرمني، فرانسې، ډنمارک، هسپانیې، بلجیم او لوګزامبورګ د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه بیان کې ویلي، چې طالبان د جنسیت له امله ښځې ځوروي او سزا ورکوي او په پرله پسې ډول يې له ټولنیز ژوندانه څنډې ته کوي.
په دغه بیان کې چې د کوستاریکا، البانیا، مالټا، کروشیا او لیختنسټاین د بهرنیو چارو د وزیرانو له خوا يې پخلی شوی، ویل شوي چې د دغو سیاستونو اغیزې «د افغان ښځو او نجونو پر روحیه خواشینونکې دي». طالبان دې هرو مرو وپوښتل شي.»
د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیستماتیک او بنسټیز تبعیض «په نړۍ کې بې ساری» بللی دی.
په دې اعلاميه کې د لويو اروپايي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د افغان مېرمنو پر وړاندې د طالبانو تبعيض د بشريت ضد جنايت بللى دى. په افغانستان او بهر کې د ښځو د حقونو فعالانو له جرمني او نورو لوېدیځو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې دې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني.
تمنا پریانۍ او یو شمېر نورو فعالانو د سه شنبې په ورځ د وږي په ۱۰مه ۱۲ ورځې د نه خوړو اعتصاب وکړ او د جرمني له حکومته یې وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو سیاستونه د جنسیتي توپیر په توګه وګڼي. د جرمني د بهرنيو چارو وزارت استازي له ميرمن پرياني سره په ليدنه کي وويل چې د هغې پيغام به د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير ته ورسوي.
د جرمني حکومت ویلي چې د محکمې له پریکړې وروسته به په افغانستان کې د طالبانو له لوري جنسیتي توپیر پالنه ومني.

ډېر لیدل شوي

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ
۱

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۲
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۳

شهباز شریف ملګرو ملتونو کې: ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ګواښي

۴

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی

۵

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده