په پاکستان کې د ټاکنو نېټه اعلان شوه

AP ۱۴۰۲ وږی ۳۰

د پاکستان د انتخاباتو کمېسون وايي، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په وروستیو کې به په دغه هېواد کې ټولټاکنې وشي.

دا کمېسون وايي، د نویو ټاکنیزو حوزو یا حلقو د ټاکلو کار روان دی او راتلونکې اونۍ به د دې حوزو اولنی لېست نشر کړي.

دوی وايي، د مختلفو ګوندونو تر نظرونو او نیوکو اورېدو وروسته به د ټاکنیزو حوزو نهايي نوملړ د نومبر پر ۳۰ خپور شي.

د ټاکنو دا اداره وايي، چې د پاکستان کاندیدان او ګوندونه د ټاکنیزو مبارزو لپاره ۵۴ ورځې وخت لري.

د اګسټ په لومړیو کې د پاکستان قامي اسمبلۍ په ړنګېدو سره سرپرست حکومت جوړ شو.

دا حکومت ۹۰ ورځې وخت لري او په سرپرستۍ یې ټاکنې کېږي، خو لا هغه وخت ویل کېدل چې ښايي په دې موده کې ټاکنې ونه شي.

خو د پاکستان ولسمشر څو ورځې مخکې د ټاکنو کمېسون ته یوه لیک کې ویلي چې د نومبر پر شپږمه ټاکنې وکړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د سرپرست حکومت د ۹۰ ورځو په موده کې د ټاکنو غوښتنه کړې وه، خو نورو ګوندونو ویلي، که ټاکنې ځنډېږي بیا هم پکې ګډون کوي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ