• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نوي ډیلي او اوټاوا کړکېچ؛ هند په کاناډا کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې احتیاط وکړي

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۵۵ GMT+۱

هند په کاناډا کې د یوه سېک د وژنې له امله د رامنځته شوي کړکېچ په دوام کې له خپلو اتباعو او هغو کسانو څخه چې دغه هېواد ته د سفر پلان لري غوښتي، چې له احتیاطه دې کار اخلي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا سپارښتنه په کاناډا کې "د هندوانو د مذهب ضدفعالیت" او " د سیاسي انګیزې له امله د راټوکېدلي تاوتریخوالي" ته په پام کې نیولو سره شوې.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ د (وږي په ۲۹مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي: «په کاناډا کې د امنیتي وضعیت خرابېدو ته په پام سره، په ځانګړې توګه هندي زده‌کوونکو ته سپارښتنه کېږي، چې ډېر احتیاط وکړي.»
کاناډا هم په وروستیو میاشتو کې خپلو اتباعو ته ورته مشورې ورکړې او له هغوی یې غوښتي، چې هند ته د سفر پر مهال دې احتیاط وکړي.
د کاناډا لومړي وزیر جسټېن ټروډو په دې وروستیو کې اعلان وکړ، د هندي بیلتون غوښتونکي هردیپ سېنګ نجار په وژنه کې د هند د احتمالي دخالت «د باور وړ تورونو» په اړه پلټنه کوي؛ خو د هند حکومت دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.
له دغو کړکېچونو وروسته کاناډا یو هندي دیپلومات له دغه هېواده وشاړه. په ورته ګام کې هند د سه شنبې په ورځ په نوي ډیلي کې یوه کاناډايي ډیپلوماټ ته پنځه ورځې وخت ورکړ، چې له هنده ووځي.
هردیپ سېنګ نجار چې د هند د سېکانو لپاره د یوه خپلواک دولت غوښتونکی و، د هند حکومت "ترهګر" ګڼلی و.
د خالصتان په نوم دغه غورځنګ په ۱۹۸۰ لسیزه کې د هند په پنجاب ایالت کې رامنځته شو؛ خو د حکومت له پراخ جبر سره مخ شو.
په دې وروستیو کلونو کې د دغه غورځنګ فعالانو چې په ډېر شمېر کې له هنده بهر په کاناډا کې اوسېږي، ګڼې مظاهرې کړې دي.
د امریکا متحده ایالاتو د هند پر وړاندې د کاناډا د تورونو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او له هند یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ډېر لیدل شوي

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی
۱

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۲
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۳
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۴

ملبورن ریویو: پاکستان د پخوانیو افغان سرتېرو او جهادي قوماندانانو د سمبالولو هڅه کوي

۵

پنځه کاله محرومیت؛ افغانې نجونې لاهم له منځنیو زده‌کړو محرومې دي