د اسراییل لومړی وزیر: ژمن یو، چې اټومي وسلو ته د ایران د لاس‌رسي مخه ‌‌‌‌‌‌ډب کړو

د اسراییل لومړی وزیر وایي، دغه هېواد او امریکا اټومي وسلو ته د ایران په لاسرسي، پر منځني ختیځ کې د هغه هېواد خوځښتونو او «په نړۍ کې د ترهګرۍ پراخوالي» ته اندېښمن دي.

بنیامین نتانیاهو ایران انټرنشنل ته ویلي، ژمن یو چې اټومي وسلو ته د ایران د لاس‌رسي مخه ‌‌‌‌‌‌ډب کړو.

بنیامین نتانیاهو د جمعې په ورځ د (وږي ۳۱مه) وویل، د نړۍ ټول پرمختللي هېوادونه باید د ایران حکومت د ورانکاره کړنو په اړه اندېښمن اوسي.
او هغه همدارنګه له اسراییل څخه «د ایران له زړورو ښځو او نارینه وو» پر ملاتړ ټینکار وکړ او ویې ویل، هغوی په راتلونکې کې زموږ شریکان دي.

نتانیاهو د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اسراییل غواړي پر ایران پوځي برید وکړي وویل:« ان ایران انټرنشنل ته په دې اړه نشمه کولی څه ووایم.»