• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تاجکستان له افغانستانه د نشه‌يي توکو د قاچاق په سر د هېوادونو د خبرو اترو غوښتنه وکړه

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۰ GMT+۱

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر د شانګهای د همکارۍ سازمان او د ملګرو ملتونو له غړیو هېوادونو وغوښتل، چې له افغانستانه د نشه‎‌يي توکو د قاچاق د زیاتوالي په اړه پرله پسې خبرې وکړي.

سراج الدین مهرالدین وویل، چې د شانګهای د همکاریو سازمان د ملګرو ملتونو د موخو په ترسره کولو کې مهم رول لوبوي.

نوموړي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي غونډې په څنډه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په فوق العاده غونډه کې وکړې.

د شانګهای د همکارۍ سازمان له‌خوا د پنجشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه غونډه د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ جوړه شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د بهرنيو چارو وزيرانو د شانګهاى د همکاريو سازمان د فعاليتونو د ښه والي، له نړۍوالو سازمانونو په تېره بيا له ملګرو ملتونو سره د همکاريو د پراختيا او په سياسي او اقتصادي برخو کې د متقابلو همکاريو د پراختيا په اړه د نظرياتو تبادله وشوه.

ټولو ګډونوالو د دوامداره پرمختګ په ګټو کې د ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو سره د همکارۍ د پراخولو په اړتیا هوکړه وکړه.

سراج الدین مهرالدین په غونډه کې ټینګار وکړ، چې د شانګهای د همکاریو د سازمان په ګډون سیمه‌ییز سازمانونه له ننګونو او ګواښونو سره د مقابلې په برخه کې د ملګرو ملتونو د هڅو په بشپړولو کې مهم رول لوبوي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۷۸مه غونډه کې په خپله وینا کې وویل چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته له افغانستانه د نشه‌يي توکو قاچاق زیات شوی دی.

امام علي رحمان څرګنده کړه، چې د تاجکستان سرحدي ځواکونو په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره پر پوله له لسو ټنو ډېر نشه‌يي توکي نیولي دي.

د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې دفتر هم د یکشنبې په ورځ په خپل تازه راپور کې اعلان وکړ، چې په افغانستان او سیمه کې د مټ مفټامین قاچاق ۱۲ برابره زیات شوی دی.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه
۱

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۲
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۳

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۴

حمدالله محب متحده عربي امارات کې د سپوږمکۍ د لېږد یو میلیارد ډالري پروژې مسوول دی

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي