• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: طالبانو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د فعالیت شنډولو ژمنه وکړه

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۰ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالب چارواکو له پاکستاني پلاوي سره ژمنه کړې چې په افغان خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان فعالیت شنډوي. د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په مشرۍ یوه پلاوي پرون په کابل کې د امیرخان متقي په ګډون له مختلفو طالب چارواکو سره ولیدل.

د اصف دوراني په مشرۍ په دغه پلاوي کې پوځي چارواکي هم وو.

د سرچینو په خبره، پاکستاني پلاوي طالب چارواکو سره په خبرو کې د پاکستان پرضد د افغان خاورې د کارېدو له امله خپل سخت اعتراض وکړ.

سرچینې وايي، طالبانو له پاکستاني پلاوي سره ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د فعالیت مخه نیسي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د خبرو په پایله کې دواړه لوري په دې سلا شول چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پولې د مديريت او امنيت بیا کتنې سره د ټي ټي پي د فعاليتونو مخه ونيسي.

تر دې لیدنې وروسته د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلی، چې امیر خان متقي د پاکستان له ځانګړي استازي سره په کتنه کې ويلي دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ « امنيتي ستونزې» بايد د ګډو کمېټو له لارې حل شي او د سياسي او امنيتي دلايلو پر بنسټ بايد بندرونه ونه تړل شي.

د طالبانو په خبر پانه کې ويل شوي دي، چې دواړو لوريو پر امنيتي مسالو سر بيره د پاکستان په زندانونو کې له نيول شويو افغان کډوالو سره د ناسم چلند، د افغانستان د سبزيجاتو او تازه ميوو د صادراتو او د افغان سوداګرو د ترانزيتي توکو د صادرولو لپاره د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د خبر پاڼې له مخې؛ امیرخان متقي ويلي دي، چې افغانستان او پاکستان بايد له هغو خبرو ډډه وکړي چې د دواړو خواوو ترمنځ د واټن د زياتوالي سبب کېږي.

د پاکستاني پلاوي دا سفر په داسې مهال دی چې پاکستان له طالبانو غواړي پر خپلو ژمنو ودرېږي او د پاکستاني طالبانو پرضد ګام پورته کړي.

اسلام اباد وايي، پاکستاني طالبان په افغانستان کې مرکزونه لري او له کرښې په اوښتو سره په پاکستان کې بریدونه کوي.

هغه څه چې طالبان يې په کلکه ردوي او وايي پاکستاني طالبان په پاکستان کې پراخ حضور لري او پاکستان دې په خپله خاوره کې د وسلوالو پرضد ګامونه واخلي.

د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه تر ګومارل کېدو راهیسې دا کابل ته د اصف دوراني دویم سفر دی.

نوموړی دوه میاشتې مخکې هم کابل ته تللی او له طالب چارواکو سره یې لیدلي وو.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۳

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

۴
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۵

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د ایران د سفارت مرستیال ویلي دا هېواد د افغانستان د مخالفینو لپاره خوندي ځای نه دی

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۱۲ GMT+۱
طالبان: د ایران د سفارت مرستیال ویلي دا هېواد د افغانستان د مخالفینو لپاره خوندي ځای نه دی
100%

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال حسن مرتضوي د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو له وزیر نور محمد ثاقب سره ليدلي دي.

د طالبانو د ارشاد حج او اوقافو وزارت د خبرپاڼې له مخې، حسن مرتضوي په دې غونډه کې وویل، چې ایران د افغانستان د مخالفینو لپاره خوندي ځای نه دی.

د ایران اسلامي جمهوریت تر اوسه د دغې غونډې د جزییاتو په اړه، چې د چهارشنبې په ورځ (د وږي۲۹مه) ترسره شوه؛ څه نه دي ویلي.

خو په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت پر اېکس ټولنیزې شبکې (ټوېټر) لیکلي؛ په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ «په فرهنګي، دیني او قراني برخو کې د همکاریو د کچې د لوړولو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.»

وروسته له دې، چې طالبان پر افغانستان واکمن شول د پخواني افغان حکومت یو شمېر سرتېري او چارواکي ایران ته ولاړل.

په ۱۴۰۰لمریز کال کې د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود ایران ته ولاړ او د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو او د بهرنیو چارو له وزیر سره یې لیدنه او خبرې اترې وکړې.

د ایران دبهرنيو چارو وزارت هغه وخت کې اعلان وکړ، چې دغه سفرونه تل په عادي ډول او دکابل په خبرتيا ترسره کيږي .

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي: «له نېکه مرغه د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ښه همغږي رامنځته شوې ده.»

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ حسن مرتضوي د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ته بلنه ورکړې چې په ایران کې د اسلامي وحدت په ۳۷م کنفرانس کې ګډون وکړي.

متقي د پاکستان له استازي سره په کتنه کې: امنيتي ستونزې دې د ګډو کمېټو له لارې حل شي

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۲ GMT+۱
متقي د پاکستان له استازي سره په کتنه کې: امنيتي ستونزې دې د ګډو کمېټو له لارې حل شي
100%

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير د پاکستان له ځانګړي استازي سره په کتنه کې ويلي دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ موجودې « امنيتي ستونزې» بايد د ګډو کمېټو له لارې حل شي او د سياسي او امنيتي دلايلو پر بنسټ بايد بندرونه ونه تړل شي.

د پاکستان حکومت وړاندې ويلي وو، چې پاکستاني طالبان له افغانستان څخه د دغه هېواد پر ځواکونو بريدونه کوي.

پاکستان د پاکستاني طالبانو د بريدونو زياتوالی په افغانستان کې د هغوی د کړنو ازادي ګڼي.

د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د تورخم دروازې له خلاصېدو څخه يوه اونۍ وروسته د پنجشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړ.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په خبر پانه کې ويل شوي دي، چې دواړو لوريو پر امنيتي مسالو سر بيره د پاکستان په زندانونو کې له نيول شويو افغان کډوالو سره د ناسم چلند، د افغانستان د سبزيجاتو او تازه ميوو د صادراتو او د افغان سوداګرو د ترانزيتي توکو د صادرولو لپاره د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د خبر پاڼې له مخې؛ امیرخان متقي ويلي دي، چې افغانستان او پاکستان بايد له هغو خبرو ډډه وکړي چې کولای شي د دواړو خواوو ترمنځ د واټن د زياتوالي سبب شي.

ښاغلي متقي يو ځل بيا ټينګار کړی دی، چې د ګاونډيو او د سيمې هېوادونو پر وړاندې د طالبانو سياست په ښه نيت او اخلاص ولاړ دی او هيچا ته د دې اجازه نه ورکوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې خرابې کړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په خبر پانه کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني څخه په نقل کولو راغلي دي، چې نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په بندرونو کې د رامنځته شويو ستونزو په اړه ويلي دي، چې دوی به په دې اړه حل لارې وړاندې کړي.

همداراز په دې خبرپانه کې راغلي دي، چې پاکستان به افغان زده کړيالانو ته د تحصيلي بورسونو لړۍ له سره پيل کړي.

په غربت او جلاوطنۍ کې د افغانستان د پخوانۍ موسیقۍ د ساتلو هڅه

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۵ GMT+۱
په غربت او جلاوطنۍ کې د افغانستان د پخوانۍ موسیقۍ د ساتلو هڅه
100%

په پاکستان کې افغان کډوال محمد حسن زمری د طالبانو له خوا پر موسیقۍ بندیز ته په اشارې سره وايي، چې تر اوسه یې د افغانستان د لرغونې موسیقۍ له زرو زیاتې سندرې ثبت کړې دي.

ګارډین راپور ورکړی، چې دا کار د طالبانو د کلتوري تخریب د خنثی کولو یوه نایابه هڅه ده.

زمری هیله لري، چې یوه ورځ د افغانستان له ۱۰۰۰ څخه د ډېرو نادرو او پخوانیو سندرو او موسیقۍ سندریزه ټولګه په بېلابېلو سبکونو ډیجیټل کړي.

هغه د موسیقۍ او هنر په اړه د طالبانو بندیز ته په اشارې سره ګارډین ورځپاڼې ته وویل، چې د هغه هدف دا دی چې د افغانستان هغه لرغونې موسیقي چې د طالبانو له دواړو دورو وړاندې هم موجوده وه وساتي.

طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته موسیقي "حرامه" وګڼله او حتا جرم یې اعلان کړه.

څه موده وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د کابل په ګډون یې په یو شمېر ولایتونو کې د موسیقۍ ځینې الات مات کړي دي.

دغه وزارت ویلي، چې دوی دغه کار د شریعت د اصولو له مخې کړی دی.

ښاغلی زمری پر افغانستان د شوروي د یرغل پر مهال پاکستان ته ولاړ او د جګړې له پای ته رسېدو څو کاله وروسته بېرته خپل وطن ته ستون شو.

هغه په ​​۱۹۹۶ (د طالبانو لومړۍ واکمنۍ) کې یو ځل بیا افغانستان پرېښود او له هغه وخت راهیسې یې د ثبت سټوډیو او ټلویزیون د ترمیمځای جوړ کړ او د افغاني موسیقۍ یوه درنه ټولګه یې ثبت کړې ده.

د هغه په ​​سندریزه ټولګه کې د افغانستان د مشهورو موسیقارانو سندرې او موسیقي شامله ده، چې پکې استاد منور، استادناشناس، تاج محمد او د زاړه افغانستان یو شمېر نورو موسیقاران شامل دي.

هغه ګارډین ته وویل، "ما پخپله د هغو ډېرو سندرغاړو ثبت کړی، چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې افغانستان پرېښی او یا پېښور ته راغلي، دا د کډوالو او موسیقارانو لپاره یو ښه مرکز دی."

زمري د هغو موسیقارانو او سندرغاړو یادونه وکړه، چې د طالبانو له خوا د بندیز له امله له افغانستانه وتلي وو.

هغه د "طلايي دور" یادونه وکړه، کله چې افغانانو په آزاده توګه د موسیقۍ او هنر څخه خوند اخیست.

زمری اندېښمن دی، چې نننی نسل د افغاني موسيقۍ د تېر په اړه څه نه پېژني.

هغه د خپلو ماشومانو په اړه وايي، چې د نورو ډېرو ځوانانو په څېر د افغانستان له دوديزې او لرغونې موسيقۍ سره ډېره مينه نه لري.

هغه وويل: "هغه خلک چې د پخوانۍ موسیقي د اخیستو لپاره راځي، دا هغه خلک دي، چې يا يې دا سندرې اورېدلې وي او يا یې په هغه زمانه کې ژوند کړی وي”.

زمری وايي، چې د دغو سندرو او موسیقۍ ځینې برخې د سولې پر اهمیت او د جګړې پر زیانونو متمرکزې دي.

په پاکستان کې د ټاکنو نېټه اعلان شوه

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۲ GMT+۱
په پاکستان کې د ټاکنو نېټه اعلان شوه
100%

د پاکستان د انتخاباتو کمېسون وايي، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په وروستیو کې به په دغه هېواد کې ټولټاکنې وشي. دا کمېسون وايي، د نویو ټاکنیزو حوزو یا حلقو د ټاکلو کار روان دی او راتلونکې اونۍ به د دې حوزو اولنی لېست نشر کړي.

دوی وايي، د مختلفو ګوندونو تر نظرونو او نیوکو اورېدو وروسته به د ټاکنیزو حوزو نهايي نوملړ د نومبر پر ۳۰ خپور شي.

د ټاکنو دا اداره وايي، چې د پاکستان کاندیدان او ګوندونه د ټاکنیزو مبارزو لپاره ۵۴ ورځې وخت لري.

د اګسټ په لومړیو کې د پاکستان قامي اسمبلۍ په ړنګېدو سره سرپرست حکومت جوړ شو.

دا حکومت ۹۰ ورځې وخت لري او په سرپرستۍ یې ټاکنې کېږي، خو لا هغه وخت ویل کېدل چې ښايي په دې موده کې ټاکنې ونه شي.

خو د پاکستان ولسمشر څو ورځې مخکې د ټاکنو کمېسون ته یوه لیک کې ویلي چې د نومبر پر شپږمه ټاکنې وکړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د سرپرست حکومت د ۹۰ ورځو په موده کې د ټاکنو غوښتنه کړې وه، خو نورو ګوندونو ویلي، که ټاکنې ځنډېږي بیا هم پکې ګډون کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت:که څوک زموږ په زندان کې ځورول شوي وي، محکمې ته دې شکایت وکړي

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۸ GMT+۱
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت:که څوک زموږ په زندان کې ځورول شوي وي، محکمې ته دې شکایت وکړي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له بندیانو سره د شکنجې او ناوړه چلند په اړه د یوناما راپور په ردولو سره وايي؛ په هر ښار کې پوځي محکمې شته چې د چارواکو د ناوړه چلند په اړه د خلکو شکایتونه اوري. دغه وزارت ادعا کوي، چې د بندیانو ټول حقوق او انساني کرامت خوندي دی.

ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) د یوه راپور په خپرولو سره اعلان وکړ، چې طالبانو په ۱۹ میاشتو کې تر ۱۶۰۰ ډېر له بشري حقونو سرغړونې کړي.

د یوناما په وینا؛ طالبانو د اعترافاتو د ترلاسه کولو لپاره بندیان د «برقی شاکونو، ساه اخیستو، فشار او ګواښونو، اوبو څښلو، فزیکي ځورونه، درد او رنځ» سره ځورولي دي.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۳۰مه) د ملګرو ملتونو راپور رد کړ او لیکلي یې دي، چې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله د حکم له مخې هیڅوک حق نه لري چې د بندیانو پر انساني کرامتو برید او د هغوی حقونه تر پښو لاندې کړي.

خو یوناما په خپل نوي راپور کې وايي؛ سره له دې چې د طالبانو مشرتابه د بندیانو د حقونو د ښه خوندیتوب او د امنیتي منسوبینو د چلند د تنظیم لپاره لارښوونې کړي، خو د سرغړونو دغه قضیې مستندې شوې دي.

یوناما د طالبانو له چارواکو وغوښتل، چې د یوه قوي حقوقي چوکاټ د رامنځته کولو لپاره دې ګامونه پورته کړي او له اغېزناکې قضايي څارنې پرته د خپلسرې نیونې د زیاتوالي مخه دې ونیسي.

په ځواب کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه وزارت دا ډول شکایتونه اوري او په هر ښار کې پوځي محکمې هم دغه شکایتونه څیړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي؛ هېڅ چارواکی نه شي کولی د محکمې له اجازې پرته د هېواد په زندانونو کې یوه تورن ته سزا ورکړي.

طالبان په داسې حال کې د محکمې د صلاحیت په اړه وايي، چې په افغانستان کې د دغې ډلې له کنټرول وروسته، عدلي او قضايي ارګانونه د قانون له چوکاټه وتلي او د دې ډلې له خوا د شریعت پر بنسټ کار کوي.

تر دې مخکې د «رواداري» په نوم د بشري حقونو یوې ادارې په خپل یوه راپور کې د طالبانو په محکمو کې له ښاریانو سره د تبعیضي چلند، ځورونې او وېرولو ډېرې پېښې یادې کړې دي.