افغانانو ته د ځینو هېوادونو د وېزو د ورکړې بهیر پیل، خو د مستقیمو الوتنو ستونزې

AP ۱۴۰۲ وږی ۳۱

د جمهوریت له پرځېدو وروسته له ایران او پاکستان پرته نورو هېوادونو افغانانو ته د ویزې د ورکړې بهیر درولی و؛ خو اوس د چین ترڅنګ ځینو نورو د ګوتو په شمېر هېوادونو افغانانو ته دې ویزې د ورکړې سوکه بهیر پیل کړی.

خو دغه سفر دوی ته په ډېره لوړه بیه تمامېږي؛ که څه هم د روان کال په مې میاشت کې طالبانو ویلي و،چې چین ته مستقیمې الوتنې پیل شوې؛ خو د دغو هېودوالو په وینا چین ته مستقیمه الوتنه نه کېږي او یو دوه ځلې چې شوې هم وه بیه یې ډېره لوړه وه.
د دغو ستونزو سره مخ کسانو له ډلې یو یې شمس نومېږي، چې اوس، اوس یې د ځینو سوداګریزو چارو لپاره د چین ویزه ترلاسه کړې.
شمس وایي:« سره له دې چې ویزه لرم؛ خو تلای نشم، ځکه له کابله چین ته الوتنه نه شته او که د نورو هېوادونو له لارې ځم، هم مې د ټکټ لګښت ډېر راځي او هم بله ویزه نه شم اخیستلی.»
هغه زیاتوي:« هر ټکټ په ۱۴۰۰،۱۵۰۰ ډالره دی، په دې بې‌وزلۍ او او وزګارۍ کې دومره پیسې به له کومه کړو.»
پخوا به له کابله هند ته، له هنده چین ته الوتنې کېدلې او د هر ټکټ بیه ۵۰۰، ۵۵۰ ډالره وو، چې اوس دوه چنده لوړه شوې ده.
هغه وایي، چې په دې ټکني اقتصادي وضعیت که یوازې ما ته نه؛ بلکې ډېری نور کسان هم له دغې ستونزې سره مخامخ دي.

دوی د طالبانو له چارسمبالو چارواکو غواړي، چې د دغې ستونزې پر هوارۍ کې لاس په کار شي.

نور خبرونه

رادیو