د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳۰ ماشومان د درملنې لپاره خصوصي روغتونونو ته پېژندل شوي
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د یوه خبر په خپرولو سره ویلي چې، افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله هم په پلازمېنې کابل کې دوو خصوصي روغتونونو ته د درملنې په موخه ور پېژندلې ده.
د طالبانو د سرې میاشتې مشر مولوي مطیع الحق خالص ویلي، افغانستان د سوري زړه په رنځ اخته ډېر ماشومان لري، چې لامل يې تېرې جګړې او په لوړه کچه د کیمیاوي توکو کارېدنه کېدای شي.
نوموړي زياته کړه، چې افغان سرې مياشتې په تېرو څه باندې څوارلسو کلونو کې د سوري زړه په رنځ اخته ۲۶ زره ۴۸۱ ماشومان ثبت کړي، چې له یاد شمېر څخه یې د نږدې نیمایي ناروغانو درملنه شوې ده.
دغه اژانس لیکلي، چې افغان سرې میاشتې ټولنې یوازې تېرو ۲ کلونو کې ۱۸۰۱ ماشومان د درملنې په موخه روغتونونو ته ورپېژندلي، چې د يادو ناروغانو له ډلې د ۱۶۰۰ ناروغانو درملنه شوې او پاتې يې تر درمنلې لاندې دي.