• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مالیزیا لومړی وزیر طالبانو ته: د ښځو او نجونو پر وړاندې له توپیري چلنده لاس واخلئ

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۱ GMT+۱تازه شوی: ۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۴۲ GMT+۱

د مالیزیا لومړي وزیر له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې دې له توپیري چلند سیاستونو لاس واخلي. انور ابراهیم د جمعې په ورځ د (وږي په ۳۱مه) په خپلې وینا کې وویل، د تعليم له حقه انکار د اسلامي لارښوونو خلاف عمل دى.

د مالیزیا لومړي وزیر وویل، چې هېواد یې په افغانستان کې د کړکېچن بشري وضعیت په اړه ډېر اندېښمن دی.
د ښاغلي ابراهیم په وینا، افغانستان په پرله پسې توګه د وچکالۍ درېیم کال او د ملخانو د ویجاړونکي یرغل سره مخ دی، چې په دغه هېواد کې یې د غنمو حاصلات کم کړي دي.
په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت روان کال د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ اجنډا وه او د ځینو هېوادونو مشرانو په دې اړه ویناوې وکړې.
د جمعې په ورځ د (وږي ۳۱مه) د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند استیفان دوجاریک افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په افغانستان کې د زده‌کړو له حقه بې برخو نجونو او ښځو سره مرسته زموږ په لومړیتوبونو کې ده.

استیفان دوجاریک وویل، طالبانو ته د ملګرو ملتونو پیغام دا دی چې دغه سازمان به تر پایه پورې د ښځو ترڅنګ ولاړ وي.
له دې سره هم مهاله، د دغې عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د لومړي ځل لپاره ملګرو ملتونو د هېوادونو او بشري حقونو استازیو په افغانستان کې د «جنسیتي توپیر» په اړه غونډه جوړه کړه.
د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې په کابل د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دغې ډلې له شپږمو ټولګیو د پورته نجونو د ښوونځيو مخه نیولې ده. دغې ډلې د دوو کلونو په تېرېدو په دې تړاو کورنيو او بهرنيو وړاندیزونو ته هم پام نه‌دی کړی.
د بشري حقونو فعالان وایي، طالبانو لږ تر لږه ۶۵ قانونه وضع کړي چې ښځې له عامه ژوندانه لرې کړي.

ډېر لیدل شوي

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی
۱

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی

۲

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي

۳

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟

۴
تازه خبر

پاکستان د افغانستان په لسو بېلا‌بېلو سیمو کې هوايي بریدونه تایید کړل

۵

پاکستان پر کندهار ښار هوايي برید کړی دی