• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عادله راز: د افغان ښځو حقونه او هیلې په سیسټماټیک ډول له دوی تروړل شوې دي

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۷ GMT+۱

پر افغانستان د طالبانو له څه باندې دوه کلنې واکمنۍ او په بېلابېلو برخو کې پر افغانو ښځو له سختو بندیزونو وروسته، د بشري حقونو فعالانو او د ښځو د حقونو ملاتړو د «جنسیتي توپیر» د رسمیت پېژندلو لپاره اعتراضونه پیل کړل.

دوی د لاریونونو او د نه خوړو د اعتصاب پرمهال له نړۍوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني.

له دغو اعتراضونو سره تېره ورځ ملګرو ملتونو بیا د لومړي ځل لپاره د بشري حقونو د سازمانونو او د هېوادونو د استازیو په ګډ‍ون په افغانستان کې د «جنسیتي توپیر» د ارزونې لپاره ناسته وکړه.

دغه ناسته چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې وشوه، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانۍ استازې عادله راز وویل، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان زړورې ښځې او نجونې د تصور وړ نه‌دي.

د نوموړې په خبره، د افغانستان اوسنی وضعیت یوې تراژیدۍ ته ورته دی او د افغانو ښځو حقونه او هیلې په سیسټماټیک ډول له دوی څخه تروړل شوې دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق د خبرو پرمهال وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني له جنسیتي توپیره کمه نه‌ده.

دی زیاتوي، د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ دی او طالبانو له تېرو دوو کلونو راهیسې په سیستماټیک ډول د ښځو د حذفولو ترڅنګ د بشري حقونو سرغړونې کوي.

د دې غونډې په بله برخه کې بیا د ښځو په چارو کې د امریکا پخوانۍ استازې میلاني وایفیر د افغانو ښځو د مبارزې د ستایلو ترڅنګ وویل چې، نړۍواله ټولنه مسوولیت لري چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو عاملین محاکمه کړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د «جنسیتي توپیر سره د مبارزې» په نامه د دغې رسمي ناستې جوړېدنه، د دغو کمپاینونو د فعالانو یوه لاسته راوړنه بلل کېږي.

دغه غونډه په داسې حال کې وشوه، چې تېره ورځ په ایران کې د افغان اعتراض کوونکو ښځو یوې ډلې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د وضعیت په اړه د نړۍوالې ټولنې پر چوپتیا نیوکه وکړه.

دغه مېرمنې وايي، نړۍ د افغان ولس حالت د فلم په څېر ګوري.

اعتراض کوونکې میرمنې وایي، له «خاموشې نړۍ» څخه ستړې شوې او د طالبانو د ډلې پر وړاندې د سمدستي او جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

د اسلام‌اباد کنفرانس په افغانستان کې د ټولشموله، متوازن او عصري حکومت غوښتنه کړې ده

۴

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۵

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»