• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د پوځ مشر د دغه هېواد په پرمختګ کې د مسیحیانو د رول ستاینه وکړه

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۰۹ GMT+۱

په پاکستان کې پر عیسویانو باندې د مسلمانانو له برید وروسته د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په دغه هېواد کې د عیسویانو د ټولنې له لوړ پوړو غړو سره وکتل.

د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي، چې ښاغلي منیر د پاکستان په ملي پرمختګ په ځانګړې توګه د تعلیم او روغتیا په برخه کې د دوی د ونډې ستاینه وکړه.

د پوځ د وياند دفتر د دوشنبې په ورځ ليکلي، چې د پوځ مشر "د پاکستان د مسيحي ټولنې لپاره خپل ژور درناوى څرګند کړ او د مذهبونو د پيروانو ترمنځ يې د هماهنګۍ پر پياوړتيا ټينګار وکړ."

د پاکستان د کلیسا مشر ازاد مارشال، له ښاغلي منیر سره په لیدنه کې د "ترهګرۍ په وړاندې په جګړه کې د پوځ د رول" ستاینه وکړه، خو د هغه له قوله په بیان کې د عیسویانو په وړاندې د وروستي تاوتریخوالي یادونه نه ده شوې.

د پاکستان پوليسو د اسد په ٢٦مه اعلان وکړ، چې په پنجاب ايالت کې يې تر سلو زيات کسان د عيسويانو پر عبادتځايونو او کليساګانو د بريدونو په تور نيولي دي.

دغه بریدونه د اسد په ۲۵مه وروسته له هغه وشول، چې قهرجنو مسلمانانو ادعا وکړه چې دوو مسیحیانو د قران کریم "بې حرمتي" کړې ده.

د اېکسپرېس ټرېبیون د راپور له مخې؛ تر دې وروسته په پنجاب ایالت کې د عیسویانو سیمه تر سختې څارنې لاندې ونیول شوه.

ډېر لیدل شوي

د محدودیتونو تر سیوري لاندې؛ په سوېلي ولایتونو کې یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکټرانې پاتې دي
۱
ځانګړی

د محدودیتونو تر سیوري لاندې؛ په سوېلي ولایتونو کې یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکټرانې پاتې دي

۲

د حقاني شبکې د ځانمرګو د مرکز لومړنی ژوندی پاتې غړی د «جنرالۍ» رتبه غواړي

۳

پاکستان د ټرانس‌-افغان رېل‌پټلۍ پروژې د چټکولو غوښتنه وکړه

۴

شاه محمود میاخېل: د افغانستان لپاره باید د وسله‌والې جګړې پر ځای فکري مبارزه پیاوړې شي

۵

د خوست په دولتي ادارو کې د امریکا پر سفارت د برید کوونکي د «وصیت» تابلوګانې وځړول شوې