د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکه په ۲۰۲۶ کال کې څه باندې څلور برابره زیاته شوې او ۴۳ زره هکټارو ته رسېدلې ده. په ۲۰۲۵ کال کې دغه کچه شاوخوا ۱۰ زره هکټاره وه.
د راپور له مخې، د تریاکو اټکل شوی تولید هم پنځه برابره زیات شوی او له ۳۰۰ ټنو څخه نږدې ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی. د کوکنارو کښت د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۱۶ ولایتونو ته پراخ شوی، چې د تېر کال په پرتله پنځه ولایتونه زیات دي.
که څه هم دغه شمېرې په ۲۰۲۲ کال کې د ۲۳۲ زره هکټاره کوکنارو د کښت په پرتله کمې دي، خو د کوکنارو زیاتوالی ښيي، چې پر دغه کښت د طالبانو بندیزونه یا د بندیزونو په پلي کولو کې د دوی وړتیا کمه شوې ده.
د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، چې پر تریاکو د طالبانو بندیزونه د کمزوري کېدو په حال کې دی او د بندیز له لګېدو مخکې زېرمه شوي تریاک، چې قاچاق وړونکو ته یې د نشهيي توکو د برابرولو زمینه برابروله، مخ پر خلاصېدو دي.
د فرانس پرېس خبري اژانس په راپور کې د بدخشان د یوه ۲۲ کلن بزګر محمد له قوله ویل شوي: «له تریاکو پرته، موږ ان د لومړنیو خوراکي توکو د اخیستو وس هم نه لرو.»
د امو سیند هاخوا تاجکستان پروت دی، تاجکستان، د افغانستان شمالي لوري ته لومړنی تمځای دی، چې افغان تریاک د منځنۍ اسیا له لارې روسیې او اروپا ته ترې لېږدول کیږي.
د راپور له مخې، د تاجکستان سرحدي ځواکونو په ۲۰۲۵ کال کې له نشهيي توکو قاچاق وړونکو سره ۱۷ وسلهوالې نښتې کړې دي. په داسې حال کې، چې په ۲۰۲۴ کال کې دغه شمېر شپږ و. تاجک ځواکونو په همدې موده کې له ۲۷۰۰ کیلوګرامو څخه زیات نشهيي توکي هم نیولي دي.
د روسیې په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون سازمان پلان لري، چې د روان مني په موسم کې د افغانستان له ۱۳۰۰ کیلومتره اوږدې پولې سره د تاجکستان د سرحدي دفاع لپاره نورې وسلې هم ورکړي. دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي، چې د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې له قاچاق وړونکو سره د ۱۷ نورو نښتو راپورونه ورکړل شول.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، تریاکو په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د لومړۍ کچې سوداګرو لپاره شاوخوا ۵۲۵ میلیون ډالره عاید درلود. په داسې حال کې چې تېر کال دغه عاید ۱۳۴ میلیون ډالره و. دا له ۲۰۱۸ کال راهیسې د تریاکو تر ټولو لوړ عاید دی.
د راپور له مخې، د کوکنارو کښت د افغانستان شمال ته پراخ شوی دی. د هېواد په شمال ختیځه سیمه کې د کوکنارو ۷۶ سلنه کښت شوی او یوازې په بدخشان ولایت کې د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکه ۲۹ زره او ۴۸۲ هکټارو ته رسېدلې ده. دا د تېر کال د ۶ زره او ۶۳۹ هکټارو په پرتله ۳۴۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر موندلې، چې بزګران د غنمو او وربشو په کروندو او دېوال لرونکو انګړونو کې د کوکنارو کوچنۍ پټې پټوي. دغه اداره وايي، د سوېل لوېدیځو سیمو ځینې پخواني کوکنار کرونکي بدخشان ته تللي او د کوکنارو د کښت لپاره یې ځمکې په کرایه نیولې یا پېرلې دي.
په بدخشان کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره د طالبانو اقدامات له تاوتریخوالي سره مل شوي دي. د راپور له مخې، د مې په میاشت کې د امنیتي ځواکونو او خلکو ترمنځ د نښتو پر مهال، چې ځواکونه د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو لپاره ورغلي وو، دوه کسان ووژل شول.
ازبکستان هم د جولای په میاشت کې د امو سیند له لارې له افغانستان څخه د نشهيي توکو د لېږد لپاره د یوې بېپیلوټه الوتکې لومړنۍ هڅه شنډه کړې ده.
د نشهيي توکو د نیولو شمېرې ښيي، چې په سیمه کې د تریاکو قاچاق د طالبانو د بندیز سربېره هم دوام لري.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر وايي د کوکنارو پر ځای د نورو محصولاتو کرل هغه مهال بسنه نه کوي، چې بزګران سړکونو، د اوبو لګولو سیستمونو او بازارونو ته لاسرسی ونه لري.
د دې ادارې اجراییوي مشرې، مونیکا جوما وایي د سږني راپور یو مهم درس دا دی، چې د بېوزلو بزګرانو لپاره د بدیل عاید سرچینو له نشتوالي سره د ناقانونه تریاکو د کښت کمول ستونزمن دي.
دا په داسی حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د کوکنارو د کښت او نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۲۷مه په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د نشهيي توکو پر وړاندې د طالبانو مبارزه د دغه حکومت له سترو لاسته راوړنو څخه بللې او ادعا یې کړې وه، چې د طالبانو د مشر د ۳۱مې ګڼې فرمان پلي کول د نشهيي توکو پر وړاندې د دوی د کلک دریځ څرګندونه کوي.