• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونسیار: د افغانستان په ګډون څلورو هېوادونو کې ۹ میلیونه کسان ژمنیو مرستو ته اړتیا لري

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۰تازه شوی: ۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په جینوا کې اعلان کړی، چې د بودجې د سخت کمښت او د انرژۍ د بیو لوړېدو له امله، د افغانستان په ګډون څلورو جګړه ځپلو هېوادونو کې لږ تر لږه ۹ میلیونه وګړي سږني ژمي کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دغې ادارې د ژمي په موسم کې د اړمنو د لاسنیوي لپاره د ۵۰ میلیونه ډالرو د راټولولو کلنی کمپاین پیل کړی، چې دا کچه د تېر کال پرتله ۳ میلیونه ډالره زیاتوالی ښيي. د ملګرو ملتونو دغه اداره هڅه کوي، چې د شخصي سکتور او وګړو د مرستو له لارې د بودجې دغه ستر تشه ډکه کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د بهرنیو اړیکو مشرې ډومینیک هایډ د جمعې په ورځ (د لړم ۸مه) وویل، چې په شمالي نیمه کره کې د ژمي له رارسېدو سره هم‌مهاله لګښتونه خورا لوړ شوي او مالي سرچینې کمې شوې دي. هغې زیاته کړه، چې په اوکراین، سوریه، لبنان او افغانستان کې میلیونونه زیان‌منېدونکي وګړي له یخنۍ څخه د خوندي پاتې کېدو لپاره کافي وسایل نه‌لري او بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.

د راپور پر بنسټ، په دغو هېوادونو کې د خوړو او تودوخې د وسایلو بیې لوړې شوي او د نغدي مرستو، روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو کمېدو د خلکو ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې د بودجې د کسر له امله د اړمنو افغان کورنیو ستونزې ډېرې شوي او شاوخوا ۴،۲ میلیونه وګړي د سرپناه لپاره مرستو ته اړتیا لري. همدارنګه له ۲۰۲۵ زېږدیز کال څخه د ۲۰۲۶ کال تر جولای میاشتې پورې نږدې ۴ میلیونه افغانان له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي، چې ډېری یې سرپناه او کافي تودې جامې نه‌لري.

ډومینیک هایډ ویلي، چې تېر ژمی ډېرو افغان کورنیو د ډبرو سکرو او لرګیو د لوړو بیو له امله د پلاستیک او کاغذونو په سوځولو ځانونه تاوده ساتل او ماشومان له سختو تنفسي ناروغیو سره مخ شوي وو.

بل خوا په اوکراین کې د جګړې پنځم ژمی پیلېږي او هلته د هوا د تودوخې درجه تر منفي ۲۰ درجو پورې راټیټېدای شي او لا هم د دغه هېواد د برېښنا پر شبکو پرله‌پسې بریدونه دوام لري.

په سوریه کې ۲،۴ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري، خو دا بنسټ یوازې ۲۳۰ زره کسان تر پوښښ لاندې راولي او په لبنان کې هم د سوند توکو بیې نږدې دوه برابره لوړې شوي او یوازې د ۳۰۰ زره اړمنو نیمايي برخې ته مرستې رسېدای شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۶،۳ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ۶۰ سلنه یې په جبري توګه شړل شوي دي. په افغانستان کې بې‌وزلي، بېکاري او د نړۍوالو مرستو کموالی د دې لامل شوی چې راستانه شوي کډوال په ژمي کې له لا سختو شرایطو سره مخ شي او لږ تر لږه ۱۴۰ زره کسان له ژمنیو مرستو بې‌برخې پاتې شي.

ډېر لیدل شوي

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي
۱

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي

۲

موندنې: اسټرالیایي ځواکونو د ملکي افغانانو تر وژلو وروسته د هغوی پر جسدونو وسلې ایښودلې

۳

فایق: د طالبانو سیاستونه نه له اسلامي لارښوونو سره سمون لري او نه له افغاني دودونو سره

۴

نرګس نهان او فوزیه کوفي د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د ذاکر نایک څرګندونې وغندلې

۵

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کوکنارو تولید تر پنځه برابره زیات شوی

•
•
•

نور خبرونه

ملګري ملتونه: د افغانستان د تریاکو زیاتوالی د تاجکستان پر پوله د قاچاق ګواښ زیاتوي

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۵۳ GMT+۰
100%

ملګري ملتونه وایي، چې د افغانستان په شمال ختیځ، په ځانګړي ډول د تاجکستان پولې ته څېرمه بدخشان کې د کوکنارو کښت په بې‌ساري ډول زیات شوی دی. دغه سازمان خبرداری ورکوي، چې دغه وضعیت د منځنۍ اسیا له لارې روسیې او اروپا ته د نشه‌يي توکو د لېږد ګواښ زیاتوي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکه په ۲۰۲۶ کال کې څه باندې څلور برابره زیاته شوې او ۴۳ زره هکټارو ته رسېدلې ده. په ۲۰۲۵ کال کې دغه کچه شاوخوا ۱۰ زره هکټاره وه.

د راپور له مخې، د تریاکو اټکل شوی تولید هم پنځه برابره زیات شوی او له ۳۰۰ ټنو څخه نږدې ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی. د کوکنارو کښت د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۱۶ ولایتونو ته پراخ شوی، چې د تېر کال په پرتله پنځه ولایتونه زیات دي.

که څه هم دغه شمېرې په ۲۰۲۲ کال کې د ۲۳۲ زره هکټاره کوکنارو د کښت په پرتله کمې دي، خو د کوکنارو زیاتوالی ښيي، چې پر دغه کښت د طالبانو بندیزونه یا د بندیزونو په پلي کولو کې د دوی وړتیا کمه شوې ده.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، چې پر تریاکو د طالبانو بندیزونه د کمزوري کېدو په حال کې دی او د بندیز له لګېدو مخکې زېرمه شوي تریاک، چې قاچاق وړونکو ته یې د نشه‌يي توکو د برابرولو زمینه برابروله، مخ پر خلاصېدو دي.

د فرانس پرېس خبري اژانس په راپور کې د بدخشان د یوه ۲۲ کلن بزګر محمد له قوله ویل شوي: «له تریاکو پرته، موږ ان د لومړنیو خوراکي توکو د اخیستو وس هم نه لرو.»

د امو سیند هاخوا تاجکستان پروت دی، تاجکستان، د افغانستان شمالي لوري ته لومړنی تمځای دی، چې افغان تریاک د منځنۍ اسیا له لارې روسیې او اروپا ته ترې لېږدول کیږي.

د راپور له مخې، د تاجکستان سرحدي ځواکونو په ۲۰۲۵ کال کې له نشه‌يي توکو قاچاق وړونکو سره ۱۷ وسله‌والې نښتې کړې دي. په داسې حال کې، چې په ۲۰۲۴ کال کې دغه شمېر شپږ و. تاجک ځواکونو په همدې موده کې له ۲۷۰۰ کیلوګرامو څخه زیات نشه‌يي توکي هم نیولي دي.

د روسیې په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون سازمان پلان لري، چې د روان مني په موسم کې د افغانستان له ۱۳۰۰ کیلومتره اوږدې پولې سره د تاجکستان د سرحدي دفاع لپاره نورې وسلې هم ورکړي. دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي، چې د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې له قاچاق وړونکو سره د ۱۷ نورو نښتو راپورونه ورکړل شول.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، تریاکو په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د لومړۍ کچې سوداګرو لپاره شاوخوا ۵۲۵ میلیون ډالره عاید درلود. په داسې حال کې چې تېر کال دغه عاید ۱۳۴ میلیون ډالره و. دا له ۲۰۱۸ کال راهیسې د تریاکو تر ټولو لوړ عاید دی.

د راپور له مخې، د کوکنارو کښت د افغانستان شمال ته پراخ شوی دی. د هېواد په شمال ختیځه سیمه کې د کوکنارو ۷۶ سلنه کښت شوی او یوازې په بدخشان ولایت کې د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکه ۲۹ زره او ۴۸۲ هکټارو ته رسېدلې ده. دا د تېر کال د ۶ زره او ۶۳۹ هکټارو په پرتله ۳۴۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر موندلې، چې بزګران د غنمو او وربشو په کروندو او دېوال لرونکو انګړونو کې د کوکنارو کوچنۍ پټې پټوي. دغه اداره وايي، د سوېل لوېدیځو سیمو ځینې پخواني کوکنار کرونکي بدخشان ته تللي او د کوکنارو د کښت لپاره یې ځمکې په کرایه نیولې یا پېرلې دي.

په بدخشان کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره د طالبانو اقدامات له تاوتریخوالي سره مل شوي دي. د راپور له مخې، د مې په میاشت کې د امنیتي ځواکونو او خلکو ترمنځ د نښتو پر مهال، چې ځواکونه د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو لپاره ورغلي وو، دوه کسان ووژل شول.

ازبکستان هم د جولای په میاشت کې د امو سیند له لارې له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو د لېږد لپاره د یوې بې‌پیلوټه الوتکې لومړنۍ هڅه شنډه کړې ده.

د نشه‌يي توکو د نیولو شمېرې ښيي، چې په سیمه کې د تریاکو قاچاق د طالبانو د بندیز سربېره هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر وايي د کوکنارو پر ځای د نورو محصولاتو کرل هغه مهال بسنه نه کوي، چې بزګران سړکونو، د اوبو لګولو سیستمونو او بازارونو ته لاسرسی ونه لري.

د دې ادارې اجراییوي مشرې، مونیکا جوما وایي د سږني راپور یو مهم درس دا دی، چې د بېوزلو بزګرانو لپاره د بدیل عاید سرچینو له نشتوالي سره د ناقانونه تریاکو د کښت کمول ستونزمن دي.

دا په داسی حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د کوکنارو د کښت او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۲۷مه په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د نشه‌يي توکو پر وړاندې د طالبانو مبارزه د دغه حکومت له سترو لاسته راوړنو څخه بللې او ادعا یې کړې وه، چې د طالبانو د مشر د ۳۱مې ګڼې فرمان پلي کول د نشه‌يي توکو پر وړاندې د دوی د کلک دریځ څرګندونه کوي.

د کډوالو عالي کمېشنري: هېواد ته ستانه شوي ۶ میلیونه افغانان کړکېچ سره مخ دي

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۲:۰۰ GMT+۰
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر عرفات جمال ویلي، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې افغانستان ته ستانه شوي ۶،۳ میلیونه افغانان له کړکېچن وضعیت سره مخ دي. د هغه په وینا، ځینې دغه کډوال بیرته ایران یا اروپا ته ځي، یا وسله والو ډلو سره یو ځای کیږي.

جمال د جرمني له «ایوانګېلیشر پرېس‌دینست» خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د راستنېدونکو دا شمېر د افغانستان د ټول نفوس له ۱۵ سلنې سره برابر دی.

د هغه په وینا، شاوخوا ۶۰ سلنه دغه کسان له ایران او پاکستانه په زور ایستل شوي او د اوسېدو ځای، پیسې او اسناد نه لري.

د هغه په وینا، د میلیونونو کسانو ستنېدل د افغانستان لپاره یو غیرمعمولي فشار دی، ځکه خلک لا له وړاندې له بې‌وزلۍ، خوارځواکۍ او بشري حقونو له سرغړونو سره مخ دي.

جمال خبرداری ورکړی، چې د کار او عاید نشتوالي ځینې راستنېدونکي بیا کډوالۍ یا له وسله‌والو ډلو سره یوځای کېدو ته هڅوي.

هغه ویلي: «ډېری راستنېدونکي ان له څو میاشتو وروسته هم عاید نه لري. هغوی د خپلو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو لپاره د نورو لارو په لټه دي».

د نوموړي په خبره، ځینې کسان بېرته ایران یا اروپا ته ځي او ځینې نور له وسله‌والو ډلو سره یوځای کېږي.

جمال زیاته کړې: «داسې اوازې شته، چې دا ډلې د میاشتې ۵۰۰ ډالره ورکوي. دا په افغانستان کې ډېرې پیسې دي». هغه د کومې ځانګړې وسله‌والې ډلې نوم نه دی اخیستی.

په افغانستان کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر ویلي، د بشري اړتیاوو له زیاتېدو سره نړیوالې مرستې په پراخه کچه کمې شوې او دې ادارې هم د خپلو کارکوونکو شمېر نیمایي ته راکم کړی دی.

هغه ویلي: «موږ اړ شو چې په افغانستان کې له خپلو ۴۰۰ دندو څخه ۲۰۰ له منځه یوسو».

جمال د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې پر چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي: «زما په اند، نړۍ د افغانستان په له پامه غورځولو سره ډېر لنډمهاله فکر کوي».

هغه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د اوږدمهاله ثبات لپاره پانګونه او د کډوالۍ د نویو څپو مخنیوی د اروپایي هېوادونو په ګټه هم دي.

نوموړي افغانستان ته د کډوالو د شړلو لپاره د جرمني د حکومت هڅو ته په اشارې، د سیاسي ځورونې خبرداری هم ورکړی دی.

د هغه په وینا، ښځې، د لږکیو غړي، د پخواني حکومت کارکوونکي او یو شمېر نورې ډلې تر ستنېدو وروسته د تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي.

جمال ویلي: «خلک باید وکولای شي په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي او دې کار ته اړ نه ایستل شي».

له دې اندېښنو سره، هغه ویلي، چې هیله یې تر ډېره خپله افغانانو ته ده، ځکه ډېری یې د هېواد په بیارغونه کې مرستې ته ژمن دي او د راستنېدونکو د منلو لپاره د خلکو چمتووالی د پام وړ دی.

افغان بزګران: د طالبانو د کوکنارو بندیز بزګران له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۳۳ GMT+۰
100%

رویټرز راپور ورکړی، که څه هم د طالبانو له لوري د کوکنارو پر کښت او د تاریاکو پر تولید د بندیز له لګولو څلور کاله تېر شوي، خو د دغه بندیز عملي کول ستونزمن شوي او ګڼ افغان بزګران وايي، د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره د عاید له نشتوالي سره لاس او ګرېوان دي.

رویټرز د څو هغو افغان کروندګرو سره خبرې کړي، چې مخکې یې د کوکنارو له کروندو عاید ترلاسه کول او پر دغه کښت له بندیز وروسته د اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د رویټرز په راپور کې راغلي، چې د افغانستان په شمال کې د یوه کلي د محمد داوود د کور پر دېوالونو لا هم غالۍ ځوړندې دي او په کور کې سینګار شوي هندارې لا هم رڼا منعکسوي. دا د هغو کلونو یادګارونه دي، چې د کوکنارو د یو حاصل پیسو به د هغه د کورنۍ د ټول کال لګښتونه پوره کول.

خو دغه ۲۸ کلن افغان بزګر وايي، اوس خپلې ورځې د پنبې او غنمو په کروندو کې په کار کولو تېروي؛ داسې کروندې چې په سختۍ یې د ژوند لومړني لګښتونه پوره کوي.

هغه بلخ ولایت د بابایوسف کلي اوسېدونکی دی چې له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل: «موږ ښه ژوند درلود، خو اوس مې ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.»

د رویټرز د راپور له مخي؛ په تېرو کلونو کې د افغانستان د کوکنارو کروندو د نړۍ شاوخوا ۸۰ سلنه تاریاک تولیدول. تاریاک د مورفین درملو او همدارنګه د هیروینو په څېر د ناقانونه نشه‌يي توکو په جوړولو کې کارول کېږي.

څلور کاله مخکې طالبانو د تاریاکو پر تولید دومره سخت بندیز ولګاوه، چې د افغانستان له کروندو څخه د کوکنارو کښت نږدې په بشپړه توګه ورک شو. خو اوس د طالبانو د مشر د بندیز فرمان د عملي ستونزو له امله په کمزوري کېدو دی. بزګرانو ته قانوني کرنیز محصولات کافي عاید نه ورکوي او ډېری افغان بزګران وايي، د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي.

د رویټرز د راپور په خبره، ځینې بزګران بېرته د کوکنارو کښت ته مخه کوي. د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د پنجشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل، چې سږ کال د کوکنارو کښت په څرګند ډول زیات شوی دی. دا بدلون ښايي د اروپا په څېر لرې سیمو کې هم د هیروینو بازارونه اغېزمن کړي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د افغانستان استازي پولیاک اوک سري له رویټرز سره په خبرو کې وویل: «ډېری بزګران بله چاره نه لري، پرته له دې چې بېرته د کوکنارو کښت ته مخه کړي.»

افغان کروندګر داوود وویل، چې دی لا هم د کوکنارو پر کښت د طالبانو بندیز مراعتوي. خو د هغه په وینا، په یوه بده ورځ کې د پنبې او غنمو له کرکېلې څخه د هغه عاید یوازې څلوېښتمه برخه جوړوي، چې پخوا یې د کوکنارو له کښت څخه ترلاسه کاوه.

د هغه ټول ګاونډیان د طالبانو له بندیز سره سم عمل نه کوي. د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د راپور له مخې، بلخ ولایت تېر کال له کوکنارو پاک و، خو سږ کال په دغه ولایت کې بېرته د کوکنارو کښت پیل شوی دی. د ملګرو ملتونو له خوا د سپوږمکۍ د انځورونو د تحلیل له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ساحه سږ کال د ۲۰۲۵ کال په پرتله تر څلور برابرو ډېره شوې او شاوخوا ۴۳ زره او ۳۰۰ هکټارو ته رسېدلې ده.

بزګران اوس کوکنار د طالبانو له چارواکو څخه د پټ ساتلو لپاره د غنمو او نورو غلو دانو په کروندو کې کري او یا یې د خټو دېوالونو تر شا پټوي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) ویلي، چې سږ کال په افغانستان کې د تاریاکو له پلور څخه شاوخوا ۵۲۵ میلیونه ډالره عاید ترلاسه شوی دی. دا له ۲۰۲۲ کال پرته له ۲۰۱۸ کال راهیسې تر ټولو لوړه کچه ده؛ ځکه په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو د بندیز له امله د تاریاکو بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې وې.

طالبانو د دغه راپور موندنې رد کړې او ویلي یې دي، چې په حقیقت کې د کوکنارو د کښت ساحه د ملګرو ملتونو د اټکل شاوخوا نیمایي ده او د کوکنارو د له منځه وړلو هڅې لا هم روانې دي.

د بزګرانو د عاید کمېدل او د ماشومانو خوارځواکي

د مرستندویه ادارو په وینا، د افغانستان په کرنیزو سیمو کې اقتصادي فشارونه خورا سخت شوي دي.

د دغو ستونزو اغېزې په ماشومانو کې ورځ تر بلې څرګندېږي. د ملګرو ملتونو ادارو په روانه میاشت کې خبرداری ورکړی، چې سږ کال د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۱۰ ولایتونو کې د ماشومانو خوارځواکي خطرناکې کچې ته رسېدلې او ښايي په ۲۰۲۷ کال کې د دغو ولایتونو شمېر ۱۴ ته لوړ شي.

د دغو ادارو په وینا، سره له دې چې حاصلات ښه شوي، د تولید لوړ لګښتونه او د کرنیزو محصولاتو ټیټې بیې پر بېوزلو بزګرانو فشار زیاتوي او د کورنیو خوراکي توکو ته لاسرسی محدودوي.

ډیپلوماټان وايي، د بهرنیو مرستو کمېدل او د ښځو د حقونو د ځپلو له امله د طالبانو نړیواله انزوا هم په دې وضعیت کې مهم رول لري. خو په بلخ کې د عالم‌خېل روغتیايي مرکز کې ډاکټران او ناروغان تر ډېره د کرنیزو عوایدو کمېدل د هغو شدیدو خوارځواکو ماشومانو د شمېر د زیاتېدو اصلي لامل بولي، چې دغه مرکز ته د درملنې لپاره راوړل کېږي.

د روغتیايي مرکز بهر طاهره، چې مېړه یې پنبه کري د خپلو څلورو ماشومانو له ډلې له اووه میاشتني ماشوم بنیامین سره د درملنې په تمه ناسته وه. بنیامین تبه او نس‌ناستی درلود.

هغې وویل: «ډاکټران وايي، چې ماشوم مې په خوارځواکۍ اخته دی.» نوموړې زیاته کړه، چې کورنۍ یې په سختۍ د ژوند لومړني لګښتونه پوره کوي. هغې وویل: «پخوا مو ژوند ښه و.»

نړیوالې اغېزې

رویټرز ویلي، د افغانستان په کروندو کې د کوکنارو د کښت په اړه هر ډول بدلون به له دغه هېواده ډېر لرې سیمې هم اغېزمنې کړي. د نشه‌يي توکو د چارو شنونکي وايي، که افغانستان په بشپړه توګه بېرته د کوکنارو تولید ته مخه کړي، د نړۍ د نشه‌يي توکو پر بازارونو به د پام وړ اغېزې ولري.

تر بندیز مخکې د افغانستان د کوکنارو د کروندو محصولاتو په ټوله نړۍ کې د روغتیايي بحرانونو په رامنځته کېدو کې ونډه لرله. همدارنګه، اروپا ته د هیروینو د قاچاق په لارو کې یې فساد ته لمن وهله او د مخدره توکو د قاچاقبرو او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ځواکونو ترمنځ یې د خونړیو نښتو لامل کېده.

طالبان د کوکنارو پر کښت بندیز خپله یوه مهمه لاسته راوړنه بولي او له نړیوالې ټولنې څخه د مشروعیت ترلاسه کولو په هڅو کې هم ورته اشاره کوي.

خو د طالبانو چارواکو په خپله هم په وروستیو کلونو کې د دغه بندیز د عملي کولو ستونزې منلې دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي روانه میاشت په یوه غونډه کې ویلي وو، چې د بزګرانو د بدیل معیشت لپاره ملاتړ د دې مبارزې د دوام او پیاوړتیا لپاره خورا مهم دی.

خو د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د افغانستان استازي اوک سري ویلي، چې نه د طالبانو حکومت او نه هم نړیوالې ټولنې د بزګرانو د بدیل معیشت لپاره کافي ملاتړ کړی دی.

نرګس نهان او فوزیه کوفي د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د ذاکر نایک څرګندونې وغندلې

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۲:۵۴ GMT+۰
100%

د افغانستان د جمهوري نظام دوو پخوانیو چارواکو، د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي، د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د اسلامي مبلغ ذاکر نایک څرګندونې ناسمې بللي او د طالبانو د محدودیتونو د توجیه کولو له امله یې پرې نیوکه کړې ده.

نرګس نهان د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۲۹مه، په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې یوازې ذاکر نایک پوهېږي ولې د طالبانو ملاتړ کوي، خو د داسې نظام دفاع چې ښځې او نجونې له زده‌کړو، کار، د انتخاب له حق او بنسټیزو ازادیو محروموي، د اصولو دفاع نه، بلکې د نه توجیه کېدونکي دریځ ملاتړ دی.

هغې د ذاکر نایک څرګندونو ته په اشارې زیاته کړې: «دا وینا ښيي چې هغه د څه شي استازیتوب کوي؛ اوس د هغه پلویان باید پرېکړه وکړي چې د نوموړي په ملاتړ سره د کومو اصولو ملاتړ کوي.»

بلخوا، فوزیه کوفي هم د ذاکر نایک څرګندونې ناسمې بللې او ویلي یې دي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې نجونو ته یوازې تر شپږم ټولګي پورې د زده‌کړو اجازه شته او تر هغه پورته یې په منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو کې پر زده‌کړو بندیز لګېدلی دی.

کوفي په خپل ایکس‌پاڼه لیکلي: «د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو رسمي زده‌کړې منع شوې دي.»

هغې زیاته کړې چې طالبان نجونو ته په دیني مدرسو کې د زده‌کړو اجازه ورکوي، خو د دغو مدرسو نصاب د طالبانو له‌خوا ټاکل شوی او له عادي دیني مدرسو سره توپیر لري. کوفي د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) په ګډون د اسلامي بنسټونو څرګندونو ته هم د دې موضوع په اړه د نورو معلوماتو لپاره اشاره کړې ده.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې ویلي چې تمه یې لرله ذاکر نایک به د «اقرأ» یا لوستلو د اسلامي اصل له مخې د تبعیض پرته د زده‌کړو ملاتړ وکړي، خو د هغې په وینا، په افغانستان کې د میلیونونو ښځو او نجونو د بنسټیزو بشري او اسلامي حقونو د محرومولو توجیه کول د اسلام له هغو اصولو سره خیانت دی چې نوموړی یې د پوهېدو ادعا کوي.

کوفي د ذاکر نایک پر دریځ نیوکې ته په دوام ویلي چې نوموړي د اسلامي لارښوونو په کارولو سره د قدرت او شتمنۍ یو جوړښت رامنځته کړی، خو اوس له خپل نفوذ څخه په استفادې خپل مخاطبان د افغانستان د وضعیت په اړه ناسم معلوماتو ته هڅوي.

هغې په پای کې ذاکر نایک ته ویلي چې د افغانستان په چارو کې دې لاسوهنه نه کوي او زیاته کړې یې ده: «که مرسته نه شئ کولای، لږ تر لږه زیان مه رسوئ.»

د یادونې ده چې د ذاکر نایک د یادې ویډیو د ثبت یا خپرېدو کره وخت نه دی معلوم، خو نرګس نهان او فوزیه کوفي د پنجشنبې په ورځ په جلا جلا پوسټونو کې د هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.

نوموتی بریتانوي فلمي لوبغاړی پاتریک سټوارټ د ۸۶ کلونو په عمر امریکا کې ومړ

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۰۲ GMT+۰
100%

د بریتانیا نوموتی فلمي لوبغاړی پاتریک سټوارټ، چې د «سټار ټرېک» علمي‌تخیلي لړۍ او د «ایکس مېن» فلمونو له لارې یې نړیوال شهرت موندلی و، د ۸۶ کلونو په عمر په امریکا کې ومړ.

نوموړي تر شپږو لسیزو ډېر په تیاتر، سینما او تلویزیون کې فعالیت کړی و او د شکسپیر د ډرامو له صحنې څخه یې د نړۍ د مشهورو فلمونو تر پردې پورې اوږده هنري لاره وهلې وه.

د سټوارټ په رسمي اېکس حساب کې د پنجشنبې په ورځ، د تلې په اوومه، په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې هغه د چهارشنبې په ورځ د امریکا د لاس انجلس ښار په خپل کور کې مړ شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې سټوارټ د الزایمر ناروغۍ له یوې لنډې دورې وروسته ژوند له لاسه ورکړی دی.

له ستونزمن ماشومتوبه تر نړیوال شهرت پورې

پاتریک سټوارټ د ۱۹۴۰ کال د جولای په ۱۳مه د انګلستان د یارکشایر سیمې په میرفیلډ ښار کې زېږېدلی و. هغه په یوه بې‌وزله کورنۍ کې لوی شو او ماشومتوب یې له ستونزو ډک و.

د هغه پلار له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د الکولو پر روږدتیا او د جګړې له صدمې وروسته رواني فشار یا پي‌اېس‌ډي سره مخ شوی و. د راپور له مخې، پلار یې د کورنۍ له غړو، په ځانګړي ډول د سټوارټ له مور سره، تاوتریخوالی کاوه.

سټوارټ وروسته ویلي وو چې په ماشومتوب کې یې څو ځله هڅه کړې وه، د خپل پلار او مور ترمنځ ودرېږي او د مور ساتنه یې وکړي.

نوموړي په ۱۲ کلنۍ کې د یوه ښوونکي په هڅونه د ویلیام شکسپیر له اثارو سره بلدتیا پیدا کړه. هغه وروسته ویلي وو چې هنري کار ورته د کورني ژوند له ستونزو څخه د خوندي پناه ځای په څېر وه.

له شکسپیر څخه تر «سټار ټرېک» پورې

سټوارټ په ۱۸ کلنۍ کې هنري فعلیت پیل کړه او د ۱۹۶۰مې لسیزې له پیل سره یې د بریتانیا د شکسپیر له سلطنتي ډلې سره یوځای کېدو له لارې د تیاتر په نړۍ کې نوم پیدا کړ.

که څه هم هغه د اوږدې مودې لپاره د تیاتر پر صحنه فعال و، نړیوال شهرت یې په ۴۷ کلنۍ کې هغه مهال پراخ شو چې د «سټار ټرېک: د راتلونکي نسل» په تلویزیوني لړۍ کې یې د کپتان ژان‌لوک پیکارډ رول ولوباوه.

دغه لړۍ له ۱۹۸۷ څخه تر ۱۹۹۴ کال پورې په اوو فصلونو کې خپره شوه او سټوارټ په ۱۷۶ برخو کې د پیکارډ په رول کې راڅرګند شو. د هغه جدي او اغېزناک تمثیل د دغه کرکټر په محبوبیت کې مهم رول ولوباوه.

سټوارټ وروسته په څو سینمایي فلمونو کې هم د پیکارډ رول تکرار کړ. هغه همدارنګه د «سټار ټرېک: پیکارډ» په نوم لړۍ کې هم ګډون وکړ، چې خپرېدل یې په ۲۰۲۰ کال کې پیل شول.

په «ایکس مېن» کې د پروفیسور اېکس رول

سټوارټ په ۲۰۰۰ کال کې د «ایکس مېن» په فلم کې د پروفیسور چارلز زېویر، چې د پروفیسور اېکس په نوم هم پېژندل کېږي، رول ولوباوه.

دغه رول نوموړی د علمي‌تخیلي او اتل‌محوره فلمونو د نړۍ له مشهورو څېرو څخه کړ. هغه په دې فلمي لړۍ کې د یوه ځواکمن، خو د سولې او د انسانانو ترمنځ د همغږۍ پلوي کرکټر په توګه وپېژندل شو.

د «سټار ټرېک» او «ایکس مېن» تر څنګ، سټوارټ د خپل اوږده هنري ژوند په ترڅ کې په ګڼو تیاتري نندارو، تلویزیوني پروګرامونو او سینمایي فلمونو کې هم رولونه لوبولي وو.

د هنر په برخه کې د خدمتونو لپاره شوالیه لقب

د سټوارټ د هنري خدمتونو د درناوي په موخه، هغه په ۲۰۱۰ کال کې د بریتانیا د ملکې دویمې الیزابت له لوري د شوالیه لقب ترلاسه کړ. له هغه وروسته نوموړی د «سر پاتریک سټوارټ» په نوم هم پېژندل کېده.

هغه درې ځله واده کړی و او دوه اولادونه یې لرل. وروستی واده یې په ۲۰۱۳ کال کې له امریکایۍ موسیقۍ‌والې ساني اوزل سره کړی و.

د پاتریک سټوارټ مړینه د تیاتر، سینما او تلویزیون د یوې اوږدې هنري دورې د پای په توګه یادېږي. نوموړي د شکسپیر د کلاسیکو ډرامو له صحنې څخه د نړیوالو مشهورو فلمونو تر پردې پورې د خپل استعداد په مټ د بېلابېلو نسلونو د لیدونکو پام ځان ته اړولی و.