• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روسیې په بلنه مسکو ته روان شو

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روسیې په رسمي بلنه د مسکو په لور روان شو. حافظ ضیاء احمد زیاتوي امیر خان متقي به دوه ورځې مسکو کې پاتې شي او بیا به د مسکو د فارمټ ناستې لپاره کازان ته لاړ شي.

دغه ناسته د جمعې په ورځ د (تلې په ۷مه) په روسیه کې د لسو هېوادونو د استازو په حضور کې ترسره کېږي.

تمه کېږي چې په دغې ناسته کې به د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغېزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او اوزبکستان استازي ګډون وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د چهارشنبې په ورځ د ( وږي په ۲۲مه) په یوې خبري ناسته کې وویل، چې د مسکو فارمټ ناسته کې به د افغانستان پر اوسني وضعیت، د افغانانو ترمنځ پخلاینه، د سیمې امنیت او له جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې په اړه خبرې اترې وشي.
د اغلې زاخارووا په وینا؛ ګډونوال به د افغانستان په اړه د نظرونو له تبادلې وروسته یوه ګډه بیانیه هم خپره کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وړاندې ویلي وو، چې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو موضوع د دغې غونډې د اجنډا د سر موضوع ده.
د ښاغلي کابلوف په وینا؛ لا تر اوسه د داسې حکومت د جوړېدو په تړاو هېڅ پرمختګ نه تر سترګو کېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال انډري روډنکو ویلي، باید وپوهېږو چې د کازان ناستې ګډونوال او نړۍواله ټولنه د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره څه کولای شي.
مسکو فارمټ په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان د شخړو د هواري لپاره جوړه شوې وه.
په کازان کې راتلونکې ناسته د مسکو د فارمټ د پنځو پړاوونو خبرې اترې دي.
په تېرې ناسته کې طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

ډېر لیدل شوي

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟
۱

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟

۲

امریکا څه ډول د طالبانو د نسکورولو لپاره له عبدالرشید دوستم سره اړیکه ونیوله؟

۳

د اکتوبر اوومه؛ افغانان د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې او سولې په منځ کې

۴

حکمتیار ولې د طالبانو دیني او قومي بنسټونه په نښه کړي؟

۵

مقاومت جبهه: پر یوناما د برید په اړه د طالبانو له‌خوا نیول شویو کسانو اعترافات پروپاګند دی