• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اتریش کې د ازادۍ ښي اړخي ګوند د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره د خپلو استازو لیدنه رد کړه

۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره د اتریش د ازادۍ ګوند د دوو غړو د کتنې د خبر له خپرېدو وروسته دغه ګوند وویل، چې دوی د دغې سیاسي ډلې په استازیتوب له طالبانو سره نه‎ دي لیدلي.

طالبانو په داسې حال کې د ازادۍ ګوند د دغو غړو هرکلی کړی، چې یاد ګوند په اتریش کې د کډوالو او اسلام پر ضد د خپل مخالفت او سیاسي کمپاین له امله پېژندل کېږي.

د ازادۍ ګوند د اتریش پلس ۲۴ وېب‌پاڼې ته ویلي، چې انډریا مولزر او یوهانس اوبنر په شخصي توګه افغانستان ته سفر کړی او ګوند د دوی له سفر څخه خبر نه و.

د اتریش د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه سفر په غبرګون کې ویلي، دوی ته یې په ښکاره توګه سپارښتنه کړې وه چې افغانستان ته سفر ونه کړي.

د دغې وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې، د اتریش د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د افغانستان په اړه د دغه هېواد پالیسي بدله شوې نه‌ده او طالبان په رسمیت نه پېژني.

امیر خان متقي له دغو دوو اتریشي سیاست‌والو سره په لیدنه کې «په ویانا کې د افغانانو د ستونزو د حل لپاره د قونسلګرۍ د خدمتونو د وړاندې کولو او د نورو اسانتیاوو د رامنځته کولو» په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد په اېکس شبکه کې د دوشنبې په ورځ د تلې په درېیمه په یوه ټویټ کې لیکلي: "د اتریش د ازادۍ ګوند غړیو ژمنه کړې، چې اروپا ته به د افغانستان رېښتینی انځور وړاندې کوي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د دغه اتریشي پلاوي د سفر موخه نه‌ده په ډاګه کړې.

پلس ۲۴ ویب پاڼې د ازادۍ ګوند دغه دوه غړي "پخواني سیاست‌وال" بللي دي.

له دې سره، د اتریش په پارلمان کې د دغه ګوند مخالفو استازو توند غبرګون ښودلی دی.

د اتریش د محافظه کار مسیحي ډیموکرات ګوند عمومي منشي کریسټین اسټاکر د «یوه پېژندل شوي تروریستي سازمان له استازیو» سره د مولزر او اوبنر په کتنه نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دا سفر د ازادۍ ګوند له‌خوا د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو په مانا دی.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي
۱

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۲

په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو له‌خوا د ماشومانو د وهلو ویډیو غبرګونونه راپارولي

۳
ځانګړی

لوستې افغانې ښځې د طالبانو د بندیزونو له امله په قاچاقي لارو له هېواده وتلو ته اړ وځي

۴

په جینوا کې د افغانستان دایمي استازولي: طالب واکمنۍ د قانون حاکمیت له منځه وړی

۵

د نجیب‌الله د وژل کېدو ۳۰م تلین؛ اکثریت ګوند د تېرو ۵۰ کلونو د جنایتونو د څېړلو غوښتنه کړې