• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ليبيا ۸چارواکي د دغه هېواد په ختيځ کې د سېلابونو په مخنيوي کې د ناغېړۍ له امله ونیول شول

۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۵۰ GMT+۱

د لیبیا لوی څارنوال د سېلابونو په مخنیوي کې د ناغېړۍ له امله د اتو چارواکو د موقتي نیولو امر وکړ. د څارنوال په وينا، سره له دې چې په بندونو کې د درزونو د رامنځته کېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي و؛ خو چارواکو يې د ترميم لپاره هېڅ نه و کړي.

د لیبیا په ډرنه ښار کې له ویجاړونکي سېلاب وروسته، د دغه ښار اوسېدونکو د وږي په ۲۷مه نېټه لاریون وکړ او له چارواکو یې د حساب ورکولو غوښتنه وکړه.

د وروستي رسمي راپور له مخې، په دغه ښار کې د سېلاب له امله لږ تر لږه ۳۸۶۸ کسان وژل شوي او زرګونه نور لادرکه دي.

د هغو اتو لیبیایانو په منځ کې چې څارنوالانو د دوی د نیولو امر کړی، اوه تنه یې د هېډرولیک سرچینو یا د بند د مدیریت مسوولیت درلود.

څارنوال په دې باور دی، چې دغو کسانو په خپلو "غلطیو" او "د ناورین په مخنیوي کې د ناغېړۍ" له امله په دې غمیزه کې لاس درلود.

د پلټنو له مخې، په لیبیا کې د بندونو د مدیریت ډلو د ۱۹۹۸ کال له پیل راهیسې په دوو جوړښتونو کې د درزونو راپور ورکړی و؛ خو د دوی د جوړولو لپاره یې هیڅ کار نه و شوی.

د ډرنه ښاروال، چې د ښاروالۍ د شورا د نورو غړیو ترڅنګ د سېلاب له ناورين وروسته له دندې ګوښه شوى، هم په تورنو کسانو کې دى.

نوموړی له " واک څخه په ناوړه ګټنې او د ښار د پراختیا لپاره د ځانګړې شوې بودجې په ناسم مدیریت" هم تورن دی.

ډېر لیدل شوي

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي
۱

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۲

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۳

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

۴

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۵

د روغتیا نړیوال سازمان: په نړۍ کې هره دقیقه څلور ښځې د سینې په سرطان اخته کېږي