• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزارت په خپره کړې یوه ویډیو کې ښکاري چې طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم د بي‌اېم‌پي زغروال موټر پر چوکات نصب کړی او یو نوی پوځي موټر یې جوړ کړی دی.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې د بي‌اېم‌پي زغروال موټر اصلي برج لرې شوی او پر ځای یې د «اوراګان» ۱۶ نلکې لرونکی توغندیز سیستم ځای پر ځای شوی دی.

د اوکرایني ورځپاڼې میلیټارني راپور له مخې، د ډزو پر مهال د موټر د ټینګښت لپاره د هغه شاته دوه فلزي ستنې هم لګول شوې دي، چې ځمکې ته ښکته کېږي او د موټر وزن او فشار کنټرولوي.

اوراګان د پخواني شوروي ۲۲۰ ملي متري څوګونی توغندیز سیستم دی، چې د پوځونو، زغروالو موټرو او دفاعي مرکزونو د په نښه کولو لپاره جوړ شوی و.

دغه سیستم عادي ډول پر اته څرخي «زیل-۱۳۵» موټر نصب وي، خو طالبانو دا ځل پر تعقیبېدونکي بي‌اېم‌پي زغروال موټر نصب کړی دی.

د راپور له مخې، په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ لسیزو کې شوروي اتحاد افغانستان ته له زرو ډېر بي‌اېم‌پي-۱ او بي‌اېم‌پي-۲ زغروال موټرونه او شاوخوا ۵۰ اوراګان توغندیز سیستمونه ورکړي وو.

د کلونو جګړو پر مهال د دې تجهیزاتو یوه برخه له منځه ولاړه، خو پاتې وسایل په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو لاس ته ولوېدل.

راپور په وینا،د اوراګان توغندیز سیستم تر ۳۵ کیلومترو واټن پورې هدفونه په نښه کولی شي او د هغه ټول ۱۶ توغندي په شاوخوا ۲۰ ثانیو کې توغول کېدای شي.

راپور وايي، طالبانو ښايي دا بدلون د دې لپاره کړی وي چې په غرنیو او سختو سیمو کې د دغه سیستم د تګ راتګ وړتیا زیاته شي.

خو پوځي څارونکي باور لري چې د دومره دروند توغندیز سیستم نصب د بي‌اېم‌پي پر ماشيني برخو او تعلیق زیات فشار راولي او دا کار کېدای شي د موټر د دوامداره کار او د توغندیو د ویشتلو پر دقت منفي اغېز وکړي.

ډېر لیدل شوي

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي
۱

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۲

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۳
نصیراحمد فایق

افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې

۴

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۵

پاکستان: ملا شیرین په کندهار کې د بلوچ وسله‌والو، ټي‌ټي‌پي او القـ .ـاعدې د استازو کوربه و

•
•
•

نور خبرونه

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۱
100%

په پېښور کې مېشتې یوې افغان نرښځې ارزو د پېښور له عالي محکمې غوښتي، چې له جبري ستنولو یې مخنیوی وکړي او وضعیت یې باید د بشري حقونو له اړخه وڅېړل شي. هغې افغانستان ته په جبري توګه ستنېدل د «ژوند او مرګ مسئله» بللې ده.

افغان نرښځې ارزو ویلي، چې په افغانستان کې د نرښځیانو لپاره د ژوند شرایط خورا ستونزمن دي او دوی له شدیدو ټولنیزو محدودیتونو، تاوتریخوالي او د امنیت له جدي اندېښنو سره مخ دي.
د هغې په وینا، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خوندي ژوند، کار او د عادي ټولنیز ژوند د دوام امکانات نه‌شته او د جبري ستنېدو پر مهال د خپل ژوند په اړه سخته وېره لري.
نوموړې زیاتوي: «افغانستان ته زما ستنېدل یوازې له یوه هېواده بل هېواد ته انتقال نه‌دی، بلکې زما لپاره د ژوند او مرګ مسئله ده. زه وېره لرم که بېرته افغانستان ته ولېږل شم خپل ژوند په خوندي ډول نشم تېرولای او د کار او د ځان ساتنې مناسب امکانات به هم ونه‌لرم».
د ارزو په وینا، په افغانستان کې نرښځیان د تاوتریخوالي، ځورونې او ان د وژنې له ګواښ سره مخ کېدای شي.
نوموړې ټینګار کوي، چې نه‌غواړي په ناقانونه توګه په پاکستان کې پاتې شي بلکې غواړي د قانون له مخې ورته د اوسېدو او خوندیتوب زمینه برابره شي، نو په همدې موخه یې محکمې ته مراجعه کړې، څو قضیه یې د انساني وضعیت، خوندیتوب او قانوني حقونو له مخې وڅېړل شي. هغې ویلي، دا موضوع یوازې د کډوالۍ یا بېرته شړلو مسئله نه ده، بلکې په مستقیم ډول له شخصي خوندیتوب، د ژوند له دوام او انساني کرامت سره تړاو لري.
د افغان نرښځې ارزو وکیل ممتاز احمد وایي، چې د افغان نرښځیانو په اړه ورته قضیې تر دې وړاندې هم د پېښور عالي محکمه ته وړاندې شوې دي.
د نوموړي په وینا، له هر کس څخه د بېرته ستنولو وړاندې باید د هغه د ژوند او مال د خوندیتوب احتمالي ګواښونه، شخصي شرایط او په افغانستان کې شته وضعیت په پام کې ونیول شي.
د ارزو وکیل له محکمې غوښتنه کړې، چې د نوموړې قضیه دې د هغې د ځانګړو شرایطو او بشري حقونو له نظره وڅېړل شي او تر هغه دې له جبري ستنولو څخه خوندي وساتل شي، څو د هغې د قضیې په اړه وروستۍ قانوني پرېکړه کېږي.
د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د پېښور عالي محکمې د افغان هنرمندانو او نرښځیانو د قضیو په تړاو حکومت ته لارښوونه کړې وه، چې د نه شړلو اصل په پام کې ونیسي.
محکمې حکم کړی وو، تر هغې چې د دغو کسانو د پناه غوښتنې او اړوندو قضیو په اړه پرېکړه نه‌وي شوې، یاد کسان دې له پاکستانه وتلو ته نه مجبورېږي، خو داسې برېښي چې د محکمې دغه حکم هغسې چې باید عملي شي، نه‌عملي کېږي او ډېری کسان د محکمې له حکمونو سره سره له پاکستان به زوره شړل کېږي.

د مخالفو ډلو له بریدونو وروسته؛ د نورستان لپاره طالب قومندان د اضافي ځواکونو غوښتنه وکړه

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۲۵ GMT+۱
100%

د نورستان په کامدېش کې د وسله‌والو مخالفینو له بریدونو وروسته، په نورستان کې د طالبانو امنیه قومندان دغه ولایت ته د اضافي ځواکونو د ور استولو غوښتنه وکړه. پر نورستان د وروستیو بریدونو مسوولیت ازادۍ جبهې منلی، خو یاد طالب قومندان یادو بریدونو کې د «مقاومت جبهې» د ګډون ادعا هم لري.

د نورستان لپاره د طالبانو امنیه قومندان ملا اختر محمد مزمل په کابل کې له یوې ځايي رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې چې د جمعې په ورځ (د تلې ۱۰مه) خپره شوې ادعا وکړه، چې د دغو بریدونو د سرته رسولو لپاره پاکستان له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې افغان ځوانان د ډیورند کرښې له هغې غاړې، نورستان ته اړولي وو.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په هغه وخت کې د نورستان په نښتو کې د اسلام‌اباد د لاس لرلو په اړه د طالبانو ادعا رد کړې وه.

د نورستان ولایت لپاره د طالبانو قومندان د خپل دفاع وزارت د ادعا برعکس په دغو بریدونو کې د داعش ډلې د لاس لرلو تور پورې نه‌کړ، خو د ازادۍ جبهې ترڅنګ یې، چې د یادو بریدونو مسوولیت یې منلی وو، په دغو بریدونو کې د «مقاومت جبهې» د ګډون ادعا هم وکړه.

اختر محمد مزمل د نورستان ستراتیژیک موقعیت ته په اشارې سره وویل، چې د شوروي ځواکونو او جمهوري نظام پر ضد د جګړو پيل هم، د ډیورند کرښې له هغې غاړې په همدې لارو له اوښتو شوی او وروسته بریالي شوي وو.

د نوموړي په باور، د دوی وسله‌وال مخالفان به په دې هڅه کې بریالي نه‌شي، ځکه په وینا یې، خلک یې ملاتړ نه‌کوي.

د طالبانو دغه امنیه قومندان چې د نورستان له جګړې وروسته یې کابل کې دا مرکه کړې ویلي، چې د طالبانو له کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او نورو څخه یې په نورستان کې د اضافي ځواکونو غوښتنه کړې او وړاندیز یې کړی، چې دغه ځواکونه له سیمه‌ییزو خلکو څخه استخدام شي.

هغه په دې اړه نور معلومات ورنه‌کړل، خو زیاته یې کړه، چې له ډیورند کرښې سره د نښتو ولسوالیو لپاره یې د درې- درې ټولیو او نورو ولسوالیو ته د یوه- یوه ټولي اضافي ځواکونو غوښتنه کړې ده.

نورستان ولایت ټولې ۹ ولسوالۍ لري، چې دوه ولسوالۍ یې له ډیورند کرښې سره څېرمه پرتې دي. د افغانستان په دولتي تشکیلاتو کې د پولیسو د یوه ټولي تشکیلات له ۸۰ تنو څخه تر ۱۲۰ تنو پورې رسیږي.

د طالبانو دفاع وزارت د تلې په ۷ مه ادعا وکړه، چې د نورستان په کامدېش کې پيل شوې جګړه د ۴۱ وسله‌والو مخالفینو له وژل کېدو او ۶۱ نورو له نیول کېدو سره پای ته ورسېده.

سرچینې په دې جګړه کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو د نورستان لپاره د طالبانو امنیه قومندان په یادو نښتو کې د خپلو یو شمېر جنګیالیو ټپي کېدل تایید کړل.

ازادۍ جبهې، بیا چې د دې بریدونو مسوولیت یې پرغاړه اخیستی وو، د طالبانو د یو شمېر پوستو د نیولو او دوی ته د درنو تلفاتو ادعا لرله، خو طالبانو رد کړې ده.

فضل احمد معنوي: طالبان له «لاسپوڅې ډلې» په مخالف او غچ اخیستونکي «واکمن قوت» بدل شوي

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۳۲ GMT+۱
100%

د تېر جمهوري نظام د عدلیې پخوانی وزیر فضل احمد معنوي وایي، له پاکستان سره د طالبانو د «بشپړ لاسپوڅي توب» اړیکه په ختمیدو ده. د هغه په وینا، طالبان به یا دغې «ناشونې اړیکې» ته دوام ورکوي او یا به د « خپلواکۍ او متقابلو ګټو» اړیکې غواړي، چې پاکستان ته د منلو وړ نه‌دي.

فضل احمد معنوي د جمعې په ورځ (د تلې ۱۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه زیاته کړې، چې پاکستان غوښتل طالبان د دوی تر مستقیمو لارښوونو او اغېزو لاندې حکومت وکړي، خو طالب واکمنان غواړي نړیوالو او خپلو ملاتړو ته وښيي چې له اسلام‌اباده قومانده نه‌اخلي.

د دغه افغان سیاستوال په باور، دغه بدلون د پاکستان واکمنان حیران کړي، ځکه هغوی د دغه نفوذ لپاره څو لسیزې درانه لګښتونه ورکړي او اوس په اسانۍ ترې تېرېدلی نه‌شي.

معنوي واک ته د طالبانو له بیا رسېدو مخکې په پاکستان کې د دغې ډلې د مشرانو استوګنې ته په اشارې وایي، چې طالبانو د پاکستان له‌خوا د خپلو مشرانو نیول، سپکول او ذلیلول هم نه‌دي هېر کړي او له پاکستان سره یې اوسنی چلند له دې «خاطرو» اغېزمن دی.

د طالبانو دغه مخالفه څېره ټینګار کوي، چې پر کابل د پاکستان د «مطلق نفوذ افسانه» په بشپړ ډول له‌منځه تللې ده؛ ځکه د ۲۰۲۱ کال له تحولاتو وروسته د طالبانو تګلارو ثابته کړه، چې پر چا اغېز لرل، د هغه لوري د مستقیم او بشپړ کنټرول په معنا نه‌دی.

معنوي باور لري، چې طالبانو له هند سره په نږدې کېدو، د ډیورند په اړه د افغانانو د تاریخي داعیې له دوام، د مذهبي پرېکړو په مرکز بدلیدو ته د کندهار لېوالتیا، له ایران، منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو سره د طالبانو د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د افغانستان د کانونو د پېرلو سیالۍ ته د ګڼو هېوادونو را ګډېدل، د طالبانو او پاکستان په اړیکو کې د بدلون مهم ټکي دي.

سرچینه زیاتوي، چې پاکستان د خپلو ادعاوو برعکس؛ له طالبانو سره یوازې د ټي‌ټي‌پي په سر ناندرۍ نه‌لري، بلکې پر دوی د مخکیني نفوذ ساتل، د امنیت، ډیورند او له هند سره د اړیکو او افغانستان د راتلونکي په تړاو ورسره اختلافات لري.

دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې د پاکستان پوځ تازه، د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا شیرین د پاکستان پر ضد د بلوچ، ټي ټي پي او القاعدې وسله والو په کوربه توب تورن کړی او خبرداری یې ورکړی، چې د افغانستان له خاورې د ټولو ادعا شویو بریدونو مسوولیت به د طالبانو د مشرتابه په غاړه وي.

خو طالبانو د پاکستان د پوځ د ویاند دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې د پاکستان نظامي کړۍ د دا ډول ادعاوو له لارې هڅه کوي په افغانستان کې د ملکي وګړو وژنه او خپل نور جنایتونه توجیه کړي.

امریکا په ۲۰۲۷ کال کې د افغان پناه غوښتونکو د منلو لپاره هېڅ ونډه په پام کې نه‌ده نیولې

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۷ GMT+۱
100%

د ډونالډ ټرمپ حکومت د ۲۰۲۷ مالي کال لپاره د امریکا د پناه غوښتونکو د منلو شمېر ۱۷ زره او ۵۰۰ ټاکلی دی. د رسمي سند پر بنسټ، د پناه‌غوښتونکو د منلو ډېره برخه یې هم «سویلي افریقا» ته ځانګړې شوې او د افغانانو لپاره په‌کې روښانه ونډه په پام کې نه‌ده نیول شوې.

د دې کسانو منل هم د بشري دلایلو یا د امریکا د ملي ګټو پر بنسټ مجاز ګڼل شوي دي.

په دې سند کې د افغانانو نوم یا د افغان پناه غوښتونکو لپاره د جلا ونډې ورکړې یادونه نه‌ده شوې.

«افغان‌ایواک» چې په امریکا کې د افغان پناه غوښتونکو ملاتړې اداره ده، د دې پرېکړې په غبرګون کې وویل، هغه افغانان چې په افغانستان کې د امریکا د حضور پر مهال یې له نظامیانو، ډیپلوماتانو او پرمختیایي پروګرامونو سره همکاري کړې وه، له دې نوې سهمیې څخه اېستل شوي دي.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې د افغان پناه غوښتونکو د منلو دوسیو د ارزونې بهیر لا هم درېدلی او څه باندې ۲۵۰ زره کسان د افغانانو پر وړاندې د امریکا له ژمنو سره په تړلو دوسیو کې لا هم د خپل برخلیک ټاکلو ته سترګې په لاره دي.

د افغان‌ایواک رییس شان وندایور ویلي، چې امریکا په خپلې نوې پرېکړه کې هغه افغانان چې له امریکا سره یې همکاري کړې د ۲۰۲۷ کال د پناه غوښتونکو د منلو په پروګرام کې نه‌دي شامل کړي.

افغان‌ایواک د دې پرېکړې له صادرېدو مخکې د امریکا له حکومت څخه غوښتي وو چې لږ تر لږه پنځه زره سهمیه په ۲۰۲۷ مالي کال کې او پنځه زره نورې سهمیې په ۲۰۲۸ کال کې افغانانو ته ځانګړې کړي.

د سپینې ماڼۍ دغه سند دا هم څرګنده کړې، چې د پناه غوښتونکو منل لا هم د ټرمپ د حکومت د نورو پالیسیو تابع دي. له دې جملې څخه، د پناه غوښتونکو د هویت څېړنه باید له سختو معیارونو سره ترسره شي او هغه فرمان چې په عام ډول د پناه غوښتونکو ورتګ متوقف کوي، لا هم پر خپل ځای پاتې دی.

د دې فرمان پر بنسټ، په استثنایي مواردو کې د امریکا د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیران کولای شي په ګډه دا تشخیص کړي، چې د یوه کس منل د امریکا په ګټه دي او د دې هېواد امنیت یا هوساینې ته کوم خطر نه پېښوي.

د ټرمپ حکومت په ۲۰۲۶ مالي کال کې هم په پیل کې د پناه غوښتونکو د منلو شمېر ۷ زره او ۵۰۰ ټاکلی و، خو دا شمېر بیا په مې میاشت کې د ۱۰ زره نورو سهمیو په زیاتولو سره ۱۷ زره او ۵۰۰ تنو ته لوړ شو.

افغان‌ایواک وایي، چې له دې نوې پرېکړې سره سره، د امریکا د همکارو افغانانو د لېږد او منلو د لارې د بېرته پرانېستلو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د کلني حد ټاکل په خپله د پالیسۍ د راتلونکي بدلون خنډ نه‌کېږي او حکومت کولای شي د کال په جریان کې افغانانو ته نوې سهمیې یا استثناوي حالت رامنځته کړي.

د حمدالله محب په مشرۍ فضايي شرکت د اماراتو لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۵۱ GMT+۱
100%

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب تر مشرۍ لاندې د اماراتو لومړنۍ په کور دننه جوړه شوې تجارتي سپوږمکۍ «التایر-۱» د امریکا له نه کالیفورنیا فضا ته وتوغول شوه. دا سپوږمکۍ د ځمکې د څارنې لپاره د ۱۰ سپوږمکیو د شبکې لومړۍ برخه ده.

حمدالله محب پر خپل ایکس لیکلي چې «التایر-۱» په ابوظبۍ کې طرحه، راټوله او ازمویل شوې او د سپېس اېکس د «ټرانسپورټر-۱۸» ګډ فضايي ماموریت له لارې د امریکا د کالیفورنیا ایالت له واندېنبرګ فضايي اډې څخه فضا ته توغول شوې.

حمدالله محب، چې د تېر جمهوري نظام پر مهال د امنیت شورا سلاکار و او اوس د «اوربټورکس» او «مارلن سپېس» اجراییوي رییس دی، ویلي چې دوه کاله وړاندې «اوربټورکس» یوازې یوه مفکوره وه، خو اوس په ابوظبۍ کې جوړه شوې سپوږمکۍ په مدار کې ده.

محب ویلي، متحده عربي امارات نور یوازې د فضايي ظرفیتونو پېرودونکی نه دی، بلکې د دغو ظرفیتونو جوړوونکی هم دی.

د «التایر-۱» له توغولو سره د «التایر» فضايي مجموعي کار هم پیل شوی دا شبکه به له ۱۰ مصنوعي ځیرکتیا لرونکو سپوږمکیو جوړه وي چې د ابوظبۍ مېشت «اوربټورکس» شرکت یې د ځمکې د پرمختللې څارنې لپاره جوړوي.

د «اوربټورکس» په وینا، «التایر-۱» له ځمکې څخه سیګنال ترلاسه کړی او خپل فعالیت یې پیل کړی دی. د دغې ډلې پاتې نهه سپوږمکۍ به راتلونکی کال فضا ته وتوغول شي.

هره «التایر» سپوږمکۍ پنځه مدغم سنسرونه لري چې نوري، لنډې څپې انفرارېډ، حرارتي، هایپراسپکټرل او رادیويي فریکونسۍ پکې شاملې دي.

تمه ده چې سپوږمکیو دغه مجموعه په ۲۰۲۷ کال کې په بشپړ ظرفیت فعالیت پیل کړي او د ځمکې هره برخه به په شاوخوا هر څلور ساعتونو کې یو ځل څاري.

یاد شرکت ویلي، چې سپوږمکۍ یې په واقعي وخت او په خپلواکه توګه معلومات پروسس کوي او د ځنګلي اورونو په لومړنیو پړاوونو کې د هغوی د پېژندلو او په سمندر کې د پټو فعالیتونو کوونکو بېړیو د موندلو وړتیا لري.

«التایر-۱» به د طبیعي پېښو پر وړاندې د غبرګون، سمندري څارنې، چاپېریال ساتنې، د خوړو خوندیتوب، د زیربناوو څارنې او ملي امنیت په برخو کې کارول کېږي.

«اوربټورکس» د ابوظبۍ د «مارلن سپېس» او د سانفرانسیسکو د «لوفت اوربیټل» شرکتونو ترمنځ د شراکت له لارې جوړ شوی دی.

د «اوربټورکس» د سپوږمکیو د تولید مرکز په ۴۶۴۵ متره مربع ساحه کې جوړ شوی او د شرکت په وینا، په بشپړ ظرفیت کې په کال کې تر ۵۰ سپوږمکیو د تولید وړتیا لري.

حمدالله محب له جمهوري نظام وروسته د متحده عربي اماراتو له فضايي ټکنالوژۍ او سپوږمکیو جوړولو له سکتور سره یوځای شو او د «اوربټ‌ورکس» او «مارلن سپېس» له مشرتابه سره یې په ګډه کار پیل کړ.