د نورستان لپاره د طالبانو امنیه قومندان ملا اختر محمد مزمل په کابل کې له یوې ځايي رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې چې د جمعې په ورځ (د تلې ۱۰مه) خپره شوې ادعا وکړه، چې د دغو بریدونو د سرته رسولو لپاره پاکستان له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې افغان ځوانان د ډیورند کرښې له هغې غاړې، نورستان ته اړولي وو.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په هغه وخت کې د نورستان په نښتو کې د اسلاماباد د لاس لرلو په اړه د طالبانو ادعا رد کړې وه.
د نورستان ولایت لپاره د طالبانو قومندان د خپل دفاع وزارت د ادعا برعکس په دغو بریدونو کې د داعش ډلې د لاس لرلو تور پورې نهکړ، خو د ازادۍ جبهې ترڅنګ یې، چې د یادو بریدونو مسوولیت یې منلی وو، په دغو بریدونو کې د «مقاومت جبهې» د ګډون ادعا هم وکړه.
اختر محمد مزمل د نورستان ستراتیژیک موقعیت ته په اشارې سره وویل، چې د شوروي ځواکونو او جمهوري نظام پر ضد د جګړو پيل هم، د ډیورند کرښې له هغې غاړې په همدې لارو له اوښتو شوی او وروسته بریالي شوي وو.
د نوموړي په باور، د دوی وسلهوال مخالفان به په دې هڅه کې بریالي نهشي، ځکه په وینا یې، خلک یې ملاتړ نهکوي.
د طالبانو دغه امنیه قومندان چې د نورستان له جګړې وروسته یې کابل کې دا مرکه کړې ویلي، چې د طالبانو له کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او نورو څخه یې په نورستان کې د اضافي ځواکونو غوښتنه کړې او وړاندیز یې کړی، چې دغه ځواکونه له سیمهییزو خلکو څخه استخدام شي.
هغه په دې اړه نور معلومات ورنهکړل، خو زیاته یې کړه، چې له ډیورند کرښې سره د نښتو ولسوالیو لپاره یې د درې- درې ټولیو او نورو ولسوالیو ته د یوه- یوه ټولي اضافي ځواکونو غوښتنه کړې ده.
نورستان ولایت ټولې ۹ ولسوالۍ لري، چې دوه ولسوالۍ یې له ډیورند کرښې سره څېرمه پرتې دي. د افغانستان په دولتي تشکیلاتو کې د پولیسو د یوه ټولي تشکیلات له ۸۰ تنو څخه تر ۱۲۰ تنو پورې رسیږي.
د طالبانو دفاع وزارت د تلې په ۷ مه ادعا وکړه، چې د نورستان په کامدېش کې پيل شوې جګړه د ۴۱ وسلهوالو مخالفینو له وژل کېدو او ۶۱ نورو له نیول کېدو سره پای ته ورسېده.
سرچینې په دې جګړه کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو د نورستان لپاره د طالبانو امنیه قومندان په یادو نښتو کې د خپلو یو شمېر جنګیالیو ټپي کېدل تایید کړل.
ازادۍ جبهې، بیا چې د دې بریدونو مسوولیت یې پرغاړه اخیستی وو، د طالبانو د یو شمېر پوستو د نیولو او دوی ته د درنو تلفاتو ادعا لرله، خو طالبانو رد کړې ده.