• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

میا افتخار حسین: په خیبر پښتونخوا کې حکومت د امنیت په ټینګولو کې ناکام دی

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۱۵ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا لپاره د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین ویلي، په ایالت کې نا امنۍ ډېرې شوي او مرکزي او ایالتي حکومتونه د ولس د امنیت، روزګار او اقتصادي ستونزو په هوارولو کې ناکام شوي دي. نوموړي ټینګار وکړ، د هېواد د واکمنانو د ناکامو پالیسیو تاوان یوازې پښتانه ورکوي.

د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین د جمعې په ورځ (د تلې ۱۰مه) د خیبر پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ په جهانګیره کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چي پښتانه له کلونو راهیسې د ناامنۍ، وسله‌والو بریدونو او د خپلو کورنیو د غړو د جنازو د پورته کولو له زړه بوږنونکي حالت سره مخ دي.
د هغه په وینا، د نېشنل اېکشن پلان پر پرېکړو په بشپړ ډول عمل نه‌کول د اوسنیو امنیتي چیلنجونو د زیاتېدو اصلي لامل دی.
میا افتخار حسین پر مرکزي حکومت او سټېبلشمنټ کلکې نیوکې وکړې او ویې ویل: «په خیبر پښتونخوا کې شپه او ورځ ولسي خلک، ښځې او ماشومان وژل کېږي، خو چې له مرکزي حکومته وپوښتل شي ایالت بې‌ارزښته ګڼي».
هغه زیاته کړه، چې عوامي نېشنل ګوند د خپل حکومت پر مهال د لسګونو خونړیو چاودنو مړي او ټپیان راټول کړي، خو دا چې تل د ولس په حق کې روښانه خبره کوي نو له واک او سیاسي حقونو بې‌برخې ساتل کېږي.
نوموړي د مریم نواز وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وویل: «دوی ادعا کوي چې ګاونډي ایالتونو ورته ګواښ دي، مګر پوښتنه دا ده، چې ایا له هغه ولسه وېره پکار ده چې هره ورځ خپل مړي خښوي؟ موږ د جنازو په پورته کولو ستړي شوي یو».
میا افتخار زیاته کړه، چې په پنجاب او سند کې له چا څخه د سیمو د خالي کولو او کډوالۍ غوښتنه نه‌کېږي، خو په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي زیرمو او کانونو د نیولو او ولس د بې‌ځایه کولو هڅې روانې دي.
د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر پر تحریک انصاف ګوند هم سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، دغه ګوند له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې واکمن دی، خو د «بدلون» په نوم یې له خلکو سره کړې ټولې ژمنې تر پښو لاندې کړې دي.
هغه تور ولګاوه، چې ایالتي حکومت د خپل ګوند د مشر د ازادولو لپاره عامه او دولتي شتمنۍ کاروي او زیاته یې کړه، چې د اکټوبر د ۴مې نېټې اعلان شوی لاریون به هم د سپتمبر د ۲۷مې نېټې د لاریون په څېر بې‌نتېجې پای ته ورسېږي.
میا افتخار حسین روښانه کړه، چې ګراني، بې‌روزګاري او روانه ناامني د عام ولس لومړني ناورینونه دي او عوامي نېشنل ګوند به د فخر افغان باچا خان د «عدم تشدد» د فلسفې او سیاسي فکر پر بنسټ خپلې جدي مبارزې ته دوام ورکړي.

د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت لا تر اوسه د میا افتخار حسین دغو ادعاوو ته غبرګون نه‌دی ښودلی.

ډېر لیدل شوي

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي
۱

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۲

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۳
نصیراحمد فایق

افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې

۴

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۵

پاکستان: ملا شیرین په کندهار کې د بلوچ وسله‌والو، ټي‌ټي‌پي او القـ .ـاعدې د استازو کوربه و

•
•
•

نور خبرونه

اپریدی: د تحریک انصاف ګوند اوږد لاریون به د یکشنبې په ورځ له لکي مروت ولسوالۍ څخه پیل شي

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۱۵ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر وایي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند اوږد لاریون به د را روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۴مه د لکي مروت ولسوالۍ له ګنډي چوک څخه پیل او د اکتوبر پر ۶مه شپه به د پېښور متني سیمې ته ورسېږي. هغه زیاته کړه، چې دا «جګړه او مبارزه» په‌خپله ولس باید وکړي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د جمعې په ورځ (د تلې ۱۰مه) په پېښور کې د پاکستان تحریک انصاف په مرکز کې د مالي مرستو راټولولو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې د دغه ګوند اوږد لاریون به د اکتوبر پر ۴مه له لکي مروت ولسوالۍ څخه پیل شي.
هغه د تحریک انصاف له ټولو کارکونکو او پلویانو وغوښتل چې په پوره چمتووالي سره په دغه لاریون کې برخه واخلي.
سهیل اپریدي د تحریک انصاف ګوند د سویلي سیمو کارکونکو او پلویانو ته وویل، چې په دغه لاریون کې به ټولې نړۍ ته دا پیغام ورسول شي چې «غیرتي پښتانه» له عمران خان سره ولاړ دي.
هغه زیاته کړه، چې دا «جګړه او مبارزه» ولس باید په‌ خپله وکړي او له حکومته د خپلو حقونو اخیستلو لپاره له کورونو راووځي.
نوموړي د لاریون پر وړاندې شته محدودیتونو ته په اشارې سره وویل: «دا جګړه باید ولس په‌ خپله وکړي او هر پاکستانی باید په‌کې خپل نقش ادا کړي. ممکن موږ درته د ټرانسپورټ، خدمات او د خوړو ټول امکانات برابر نه‌‌کړای شو؛ نو ځکه له خپلو کورونو په بشپړې چمتووالي سره راووځئ».
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ټینګار وکړ، چې د دوی دغه اوږد لاریون به په بشپړ ډول سوله‌ییز وي او په وینا یې، خلک به بې‌وسلې راځي او يوازې د خپلو ژبو له لارې به د حق غږ پورته کوي.
هغه خبرداری ورکړ، چې چا ته به د ګډوډۍ د جوړولو اجازه ورنه‌کړل شي او که چا د تاوتریخوالي هڅه وکړه سمدستي به پولیسو ته وسپارل شي.
نوموړي څرګنده کړه، دغه ولسي حرکت د هغه ظلم پر وړاندې دی چې په پاکستان کې یې محکمه او انصاف قرباني کړی، د خلکو شخصي حریم او د کورونو حرمت یې تر پښو لاندې کړی او ښځې او ماشومان یې په ناخقو بڼو نیولي دي.
سهیل اپریدي وویل، چې د اوږد لاریون تفصیلي او وروستی پلان به ډېر ژر د تحریک انصاف له کارکونکو سره شریک شي او زیاته یې کړه، چې په دې «جګړه» کې بريا د ریښتینولۍ، ځوانانو او عام ولس په برخه ده.
بلخوا د اپوزیسیون ګوندونو او حکومت ترمنځ د خبرو اترو لومړی پړاو ترسره شوی چې په ترڅ کې یې تحریک انصاف خپلې غوښتنې حکومت ته سپارلې دي او د دغو مذاکراتو دویم پړاو به سبا ترسره شي.

ټاکل شوې وه، د تحریک انصاف دغه لاریون د سپټمبر په ۲۷مه ترسره شي، خو د یاد ګوند د سیاسي کمېټې د پرېکړې له‌مخې د اکتوبر پر ۴مه به پیل شي او د دغه لاریون د مخې د ډب کولو لپاره له څو اونیو راهیسې د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد په غځېدلو لارو کې کانټینرونه اېښودل شوي دي.

فضل احمد معنوي: طالبان له «لاسپوڅې ډلې» په مخالف او غچ اخیستونکي «واکمن قوت» بدل شوي

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۳۲ GMT+۱
100%

د تېر جمهوري نظام د عدلیې پخوانی وزیر فضل احمد معنوي وایي، له پاکستان سره د طالبانو د «بشپړ لاسپوڅي توب» اړیکه په ختمیدو ده. د هغه په وینا، طالبان به یا دغې «ناشونې اړیکې» ته دوام ورکوي او یا به د « خپلواکۍ او متقابلو ګټو» اړیکې غواړي، چې پاکستان ته د منلو وړ نه‌دي.

فضل احمد معنوي د جمعې په ورځ (د تلې ۱۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه زیاته کړې، چې پاکستان غوښتل طالبان د دوی تر مستقیمو لارښوونو او اغېزو لاندې حکومت وکړي، خو طالب واکمنان غواړي نړیوالو او خپلو ملاتړو ته وښيي چې له اسلام‌اباده قومانده نه‌اخلي.

د دغه افغان سیاستوال په باور، دغه بدلون د پاکستان واکمنان حیران کړي، ځکه هغوی د دغه نفوذ لپاره څو لسیزې درانه لګښتونه ورکړي او اوس په اسانۍ ترې تېرېدلی نه‌شي.

معنوي واک ته د طالبانو له بیا رسېدو مخکې په پاکستان کې د دغې ډلې د مشرانو استوګنې ته په اشارې وایي، چې طالبانو د پاکستان له‌خوا د خپلو مشرانو نیول، سپکول او ذلیلول هم نه‌دي هېر کړي او له پاکستان سره یې اوسنی چلند له دې «خاطرو» اغېزمن دی.

د طالبانو دغه مخالفه څېره ټینګار کوي، چې پر کابل د پاکستان د «مطلق نفوذ افسانه» په بشپړ ډول له‌منځه تللې ده؛ ځکه د ۲۰۲۱ کال له تحولاتو وروسته د طالبانو تګلارو ثابته کړه، چې پر چا اغېز لرل، د هغه لوري د مستقیم او بشپړ کنټرول په معنا نه‌دی.

معنوي باور لري، چې طالبانو له هند سره په نږدې کېدو، د ډیورند په اړه د افغانانو د تاریخي داعیې له دوام، د مذهبي پرېکړو په مرکز بدلیدو ته د کندهار لېوالتیا، له ایران، منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو سره د طالبانو د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د افغانستان د کانونو د پېرلو سیالۍ ته د ګڼو هېوادونو را ګډېدل، د طالبانو او پاکستان په اړیکو کې د بدلون مهم ټکي دي.

سرچینه زیاتوي، چې پاکستان د خپلو ادعاوو برعکس؛ له طالبانو سره یوازې د ټي‌ټي‌پي په سر ناندرۍ نه‌لري، بلکې پر دوی د مخکیني نفوذ ساتل، د امنیت، ډیورند او له هند سره د اړیکو او افغانستان د راتلونکي په تړاو ورسره اختلافات لري.

دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې د پاکستان پوځ تازه، د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا شیرین د پاکستان پر ضد د بلوچ، ټي ټي پي او القاعدې وسله والو په کوربه توب تورن کړی او خبرداری یې ورکړی، چې د افغانستان له خاورې د ټولو ادعا شویو بریدونو مسوولیت به د طالبانو د مشرتابه په غاړه وي.

خو طالبانو د پاکستان د پوځ د ویاند دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې د پاکستان نظامي کړۍ د دا ډول ادعاوو له لارې هڅه کوي په افغانستان کې د ملکي وګړو وژنه او خپل نور جنایتونه توجیه کړي.

د تشدد په ورځ د عدم تشدد پوښتنه؛ د افغانستان او پښتونخوا د لسګونه کاله تشدد تر شا څه دي؟

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۳۷ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

د اکټوبر دویمه د عدم تشدد نړۍواله ورځ ده، خو د پښتنو او افغانانو په پراخه جغرافیه کې له افغانستانه تر خیبر پښتونخوا او بلوچستانه پورې، لا هم جګړې، پوځي عملیاتو، بمبارۍ، ترهګرۍ او سیاسي تاوتریخوالی موجود دی. ایا پښتانه په طبیعي ډول متشدد دي، که تاریخ او سیاست هغوی متشدد کړي دي؟

یوه بله پوښتنه هم شته، چې که د پښتنو په منځ کې د باچا خان په څېر د عدم تشدد یو ستر فکري او سیاسي خوځښت رامنځته شوی و، نو ولې تر ننه هم د افغانانو او پښتنو په خاوره کې تشدد دومره پراخ دی؟

زما په اند، د دې پوښتنې ځواب باید د قومونو د «طبیعي خوی» په افسانو کې ونه لټول شي، بلکې په تاریخ، سیاست، جغرافیه او د قدرت په جوړښتونو کې ولټول شي.

باچا خان د پښتنو په اړه څه ثابت کړل؟

خان عبدالغفار خان، چې نړۍ یې د باچا خان په نوم پېژني، د پښتنو د ټولنیز او سیاسي ژوند په اړه یوه ډېره مهمه خبره په عمل کې ثابته کړه: عدم تشدد د پښتنو له کلتور او ټولنیز جوړښت سره په ټکر کې نه دی.

که پښتانه په ذاتي او طبیعي ډول متشدد وای، نو څنګه ممکنه وه چې باچا خان د «خدایي خدمتګارانو» په نوم یو داسې لوی سیاسي او ټولنیز خوځښت رامنځته کړي چې د برېتانوي استعمار پر وړاندې یې د عدم تشدد مبارزه غوره کړه؟

د باچا خان اهمیت یوازې په دې کې نه و چې د عدم تشدد خبرې یې کولې؛ اهمیت یې په دې کې و چې د نه جګړې فکر یې د سیاسي مبارزې په یوه عملي میتود بدل کړ.

هغه هڅه وکړه چې د پښتنو له غیرت، جرئت، قربانۍ، نظم او ټولنیز پیوستون څخه د جګړې لپاره نه، بلکې د اصلاح، تعلیم او سوله ییزې مبارزې لپاره کار واخلي.

دا تجربه د دې لپاره مهمه ده چې موږ ته ښيي: زړورتیا او تشدد یو شی نه دي.

یو انسان کولی شي ډېر زړور وي، خو له تاوتریخوالي سره مخالف وي.

یو قوم کولی شي د خپل حق لپاره مبارزه وکړي، خو د بل انسان د وژلو او ځورولو پرته.

نو ولې د پښتنو په خاوره کې جګړه دومره اوږده شوه؟

د افغانستان، خیبر پښتونخوا او بلوچستان تاریخ یوازې د پښتنو د داخلي شخړو تاریخ نه دی. دا سیمه د لویو دولتونو، ستراتیژیکو سیالیو، استعماري سیاستونو، د ډېورنډ شخړو، نړۍوالو جګړو او سیمه ییزو رقابتونو په مرکز کې پاتې شوې ده.

په ځانګړې توګه د افغانستان وروستۍ څو لسیزې د شوروي جګړې، کورنیو جګړو، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ، د ۲۰۰۱ کال وروسته نړۍوالې ټولنې مداخلې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ امنیتي شخړو او د داعش په څېر وسله والو ډلو له فعالیتونو اغېزمنې شوې دي.

په خیبر پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو کې هم د څو لسیزو جګړو، پوځي عملیاتو، ترهګرۍ او بې ځایه کېدو تجربه شوې ده.

له همدې امله که موږ یوازې ووایو چې «پښتانه جنګیالي دي»، د تاریخ لویه برخه له پامه غورځوو.

پوښتنه باید دا نه وي چې ولې پښتانه جګړه کوي؛ پوښتنه باید دا هم وي چې ولې جګړه دومره اوږده موده د پښتنو د ژوند پر یوه مهمه برخه بدله شوې ده؟

ایا تشدد د پښتنو په طبیعت کې دی؟

د یوه قوم لپاره د «طبیعي متشدد» صفت کارول علمي او تاریخي پلوه خطرناک او نادرست مفهموم ساده کول دي.

په نړۍ کې تقریباً هره ټولنه د جګړو، وینې، انتقام او سولې تاریخ لري.

اروپا چې نن د سولې او قانون د حاکمیت د سیمې په توګه پېژندل کېږي، د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې یې دوه نړۍوالې جګړې ولیدې.

جاپان، چې نن د سولې او اقتصادي پرمختګ له مهمو ټولنو څخه دی، د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال یې پراخ پوځي او د امپراتورۍ سیاست درلود.

نو ولې باید د یوه قوم په اړه د هغه د جګړه ییز تاریخ له مخې د «طبیعي متشدد» تصور جوړ کړو؟

د انسان چلند یوازې د جینونو یا قومي ځانګړتیاوو له مخې نه ټاکل کېږي. سیاسي نظام، اقتصادي شرایط، تعلیم، د قانون حاکمیت، د دولت مشروعیت، د جګړې بازار، د وسلو شتون او د ټولنې د شخړو د حل لارې ټول د انسان پر چلند اغېز کوي.

تشدد ډېر ځله قصدي تولیدېږي؛ یوازې د انسان ذاتي پېدا وار نه دی.

ایا پښتانه متشدد شوي دي؟

د «متشدد شوي» اصطلاح هم باید په احتیاط وکارول شي. ځکه پښتانه یوازې قربانیان نه دي او په ټول تاریخ کې یوازې د نورو د سیاست وسیله هم نه دي پاتې شوي.

په پښتني ټولنو کې داخلي شخړې، قومي رقابتونه، د ځمکې او اوبو پر سر منازعات، د انتقام فرهنګي دودونه او وسله والې سیالۍ هم موجودې وې او دي.

خو دا عوامل د دې معنا نه لري چې جګړه د پښتنو طبیعي هویت دی.

بلکې مهمه خبره دا ده، کله چې داخلي کمزورتیاوې له بهرنیو سیالیو، وسلو، بې ثباته دولتونو او اوږدو جګړو سره یوځای شي، تشدد په ټولنیز جوړښت کې ریښې غځوي.

ماشوم چې په داسې چاپېریال کې لویېږي چې هره ورځ د جګړې، مرګ، انتقام او وسلې کیسې اوري، د شخړې په اړه یې تصور هم اغېزمن کېږي.

خو همدغه ماشوم که په داسې چاپېریال کې لوی شي چې قانون، تعلیم، اقتصادي فرصت او د خبرو له لارې د اختلاف د حل فرهنګ پکې غالب وي، د شخړې لپاره به یې انتخابونه هم بدل وي.

د باچا خان ستر درس

د باچا خان تر ټولو مهم میراث شاید دا نه وي چې هغه د عدم تشدد خبره کړې وه؛ بلکې دا وي چې هغه وښودله:

د پښتنو غیرت د ټوپک له لارې نه، د خدمت او خبرو له لارې هم څرګندېدای شي.

د هغه په فکر کې تعلیم، ټولنیزه اصلاح، سیاسي مبارزه او د خلکو خدمت د مقاومت وسیلې وې.

که د پښتنو له غیرت څخه د جګړې لپاره استفاده کېدای شي، ولې له همدې غیرت څخه د تعلیم، روغتیا، عدالت، مدني مبارزې او سولې لپاره استفاده ونه شي؟

ولې باید د یوه ځوان لپاره «زړورتیا» یوازې د ټوپک اخیستل وي؟

ولې باید د حق لپاره مبارزه حتماً د بل انسان له وژلو سره تړلې وي؟

ولې د یوه کلي تر ټولو زړور انسان هغه ونه بلل شي چې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه په خبرو ختموي؟

عدم تشدد د دې معنا نه لري چې انسان دې د ظلم پر وړاندې چوپ پاتې شي. باچا خان خپله د ظلم پر وړاندې فعال سیاسي مبارز و.

عدم تشدد په اصل کې دا پوښتنه مطرح کوي چې ایا موږ کولی شو د ظلم پر وړاندې مقاومت وکړو، خو د ظلم د تکرار وسیله ونه ګرځو؟

یعنې د یوې ټولنې د ازادۍ غوښتنه داسې هم کېدای شي چې د بل انسان د کرامت، ژوند او حقونو درناوی پکې خوندي پاتې شي.

دا په ځانګړې توګه د پښتنو لپاره مهم بحث دی؛ ځکه د اوږدو جګړو په پایله کې داسې نسلونه رامنځته شوي چې جګړه ورته د سیاست عادي ژبه ښکاري.

د دې ژبې بدلول یوازې د وینا له لارې نه کېږي؛ بدیل سیاسي او ټولنیز بنسټونه غواړي.

حل لاره څه ده؟

د حل لاره یوازې دا نه ده چې خلکو ته وویل شي: «جګړه مه کوئ.» که د جګړې سیاسي او اقتصادي شرایط پاتې وي، یوازې اخلاقي نصیحت کافي نه دی.

د دوامدارې سولې لپاره لږ تر لږه څو بنسټیز کارونه اړین دي:

لومړی، د قانون حاکمیت
خلک باید پوه شي چې د حق اخیستلو لپاره د ټوپک پر ځای محکمه، قانون او مشروع سیاسي لارې شته.

دویم، تعلیم
تعلیم یوازې د دندې لپاره نه دی؛ تعلیم د دې لپاره هم دی چې انسان د اختلاف د حل نورې لارې وپېژني.

درېیم، سیاسي مشارکت
کله چې خلک احساس کړي چې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره قانوني او سیاسي لارې شته، د وسله والې مبارزې جذابیت کمېږي.

څلورم، اقتصادي فرصتونه
بې روزګاري، فقر او د ځوانانو د راتلونکي نشتوالی کولی شي وسله والې ډلې او د جګړې اقتصاد ته زمینه برابره کړي.

پنځم، د جګړې د قربانیانو عدالت
هغه ټولنې چې د لسیزو جګړو قرباني شوې دي، یوازې په «هر څه هېر کړئ» نه رغېږي. د قربانیانو درد، د حقایقو ثبت، حساب ورکونه او د بیا تکرار د مخنیوي لارې مهمې دي.

شپږم، د سیمه ییزو سیالیو د وسیلې په توګه د پښتني سیمو نه کارول
که د لویو قدرتونو او سیمه ییزو هېوادونو سیالۍ په افغانستان، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د نیابتي جګړو په بڼه دوام وکړي، د سولې داخلي هڅې به تل له نوي فشار سره مخ وي.

د پښتنو د راتلونکي لپاره شاید تر ټولو مهم بدلون دا وي چې د «غیرت» تعریف بدل شي.

غیرت یوازې دا نه دی چې څوک انتقام واخلي.

غیرت دا هم دی چې یو څوک د خپل ماشوم لپاره ښوونځی جوړ کړي.

غیرت دا دی چې یو پلار خپل زوی له جګړې وساتي.

غیرت دا دی چې یو ځوان د اختلاف پر مهال ټوپک نه، دلیل پورته کړي.

غیرت دا دی چې یو سیاستوال د خپل مخالف د وژلو پر ځای د هغه د نظر سره سیالي وکړي.

او شاید تر ټولو لوی غیرت دا وي چې یو انسان د هغه چا د وژلو توان ولري چې ورسره مخالف دی، خو نه یې وژني.

تاریخ ښيي چې پښتانه یوازې د جګړې خلک نه دي. په همدې ټولنو کې د جرګې، روغې جوړې، مېلمه پالنې، ټولنیز پیوستون او د باچا خان د عدم تشدد په څېر د سولې پیاوړي روایتونه هم شته.

له همدې امله د پښتنو د راتلونکي لپاره د عدم تشدد فکر پردی فکر نه دی.

شاید دا زموږ د تاریخ له هغو هېر شویو برخو څخه وي چې بیا باید ورته ور وګرځو.

ځکه د تشدد په یوه اوږده تاریخ کې تر ټولو لویه زړورتیا ښايي دا وي چې د تشدد د دوام پر ځای د سولې انتخاب وکړو.

پاکستان: ملا شیرین په کندهار کې د بلوچ وسله‌والو، ټي‌ټي‌پي او القـ .ـاعدې د استازو کوربه و

۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۵ GMT+۱
100%

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د طالبانو د کندهار والي ملا شیرین شاوخوا یوه میاشت مخکې په کندهار کې د بلوچ وسله‌والو، تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او القـ. ـاعدې د استازو د یوې ګډې غونډې کوربه‌توب کړی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند شریف چودري د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، دغه غونډه د وږي په څلورمه په کندهار کې شوې او موخه یې په پاکستان کې د بریدونو د زیاتولو لپاره د دغو ډلو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول وو.

چودري ادعا وکړه چې په غونډه کې د بلوچستان د ازادۍ پوځ، د هند نیمه‌وچې د القاعدې او د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د ډلې استازو ګډون کړی و.

د پاکستان د پوځ د ویاند په وینا، د دغو ډلو استازو د ځواکونو د بسیج او د خپلو فعالیتونو ترمنځ د همغږۍ پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

هغه ادعا وکړه چې د دغو ډلو استازو ویلي، کله چې دوی جلا فعالیت کوي، «سخت زیان» ویني او له همدې امله یې د ګډې همکارۍ پرېکړه کړې ده.

د پاکستان د پوځ ویاند وویل، د بلوچستان د ازادۍ پوځ استازو په غونډه کې ویلي چې دغه ډله د ځواکونو د جذب او جګړې په برخه کې له ستونزو سره مخ ده.

د هغه په وینا، د دغې ډلې استازو له حافظ ګل بهادر څخه د بشري ځواک د برابرولو غوښتنه کړې او ټاکل شوې وه چې دغه کسان د بلوچستان د ازادۍ پوځ یونیفورم واغوندي او د دې ډلې په بریدونو کې برخه واخلي.

چودري وویل، که څه هم د بلوچستان د ازادۍ پوځ او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ له ایډیولوژیک پلوه ګډ اړخونه نشته، خو د ده په وینا، «پیسې او د طالبانو رژیم» د بېلابېلو ډلو د راټولېدو لامل دي.

د پاکستان پوځ دا ادعاوې تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تر دې وړاندې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو اړوند ادعاوې رد کړې دي.

مجاهد ویلي چې د طالبانو حکومت هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد فعالیت وکړي. نوموړي د دې ډول راپورونو په اړه ادعا کړې چې د طالبانو د بدنامولو لپاره «شایعات او تبلیغات» دي.

د پاکستان پوځ تازه ادعا په داسې حال کې مطرح کړې چې اسلام‌اباد له اوږدې مودې راهیسې پر طالبانو تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته یې په افغانستان کې ځای ورکړی او له افغان خاورې د پاکستان پر ضد د بریدونو په اړه اندېښنه لري؛ خو طالبان دغه تورونه ردوي.

په ورته وخت کې، په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د امنیتي چارواکو له لوري د تحریک طالبان پاکستان او ځینو بلوچ بېلتون‌پالو ډلو ترمنځ د همکارۍ د زیاتېدو ادعاوې هم مطرح شوې دي.

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۴۶ GMT+۱
100%

د افغانستان انټرنشنل - پښتو د خپرو شویو راپورونو پربنسټ، پاکستان د ۲۰۲۶کال د سپټمبر په میاشت کې پر افغانستان درې هوايي بریدونه کړي. دغه بریدونه پر کونړ، پکتیکا، کندهار، خوست او هلمند ولایتونو شوي، چې ۱۶ کسان په‌کې وژل شوي او شاوخوا ۱۵ نور ټپیان شوي‌ دي.

پاکستان د ۲۰۲۶کال د سپټمبر په میاشت کې درې ځله د افغانستان دننه هوايي بریدونه کړي چې د طالبانو او ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په دغه بریدونو کې شاوخوا ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د راپورونو له مخې، د سپټمبر په ۲۱مه پاکستان د افغانستان پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هوايي بریدونه کړي وو. سیمه‌ییزو سرچینو هغه مهال ویلي‌ وو، دغه بریدونه د کونړ په نورګل او د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ شوي چې له امله یې په کونړ کې د یوې کورنۍ درې ملکي غړي وژل شوي وو.

پاکستان بیا ادعا کړې وه، چې په دغه بریدونو کې یې ۲۸ «ترهګر او ځانمرګي بریدګر» وژلي دي. ملګرو ملتونو بیا د دغه بریدونو په ترڅ کې د یو ماشوم په ګډون د درېیو ملکي وګړو د وژل کېدو خبر تایید کړی دی.

درې ورځې وروسته، د سپټمبر په ۲۴مه پاکستان یو وار بیا په کندهار، پکتیکا او خوست ولایتونو کې پر ۱۰ ځایونو هوايي بریدونه وکړل. پاکستان هغه مهال وویل، چې دغه ځایونه د ډرونونو د توغولو او زېرمه کولو لپاره کارېدل؛ خو طالبانو بیا ویلي و چې په بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

نن پنجشنبه (د تلې ۹مه) د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل، چې پاکستاني الوتکو تېره شپه د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام سیمې او د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ د صفار سیمې پر ملکي کورونو هوايي بریدونه کړي دي.

مجاهد زیاته کړې، چې په دغه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د هغه په وینا، په بریدونو کې درې کورونه هم نړېدلي دي.
له دغه بریدونو وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ادعا کړې ده، چې د «غضب للحق» عملیاتو پر دوام یې د افغانستان دننه د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او بلوڅ وسله‌والو ډلو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.

تر بریدونو وروسته طالبانو په همدغه میاشت کې درې ځله په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی. د معلوماتو له مخې؛ طالبانو د سپټمبر په ۲۱مه د کونړ او پکتیکا پر هوايي بریدونو، د سپټمبر په ۲۴مه د کندهار، پکتیا او خوست پر بریدونو او د سپټمبر په ۲۹مه د پاکستان له خاورې د وسله‌والو د اوښتو په اړه یې پاکستاني‌ سفیر ته احتجاج لیکونه سپارلي وو.

طالبانو د سفیر د احضار پرمهال له اسلام‌اباد غوښتي وو، چې پر افغان خاوره له پوځي اقداماتو ډډه وکړي او خپلې امنیتي ستونزې افغانستان ته له منسوبولو پرته حل کړي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د ډیورنډ کرښې هاخوا د وسله‌والو فعالیتونو، هوايي بریدونو او یو پر بل د تورونو له امله ترینګلې شوې دي. اسلام‌اباد طالبان تورنوي، چې د تحریک طالبان پاکستان وسله‌والو ته یې په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره کړې؛ خو طالبان بیا دغه ادعا ردوي او وایي چې پاکستان باید خپلې امنیتي ستونزې په افغانستان پورې ونه تړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د چین او نورو سیمه‌ییزو هېوادونو د منځګړیتوب هڅو سربېره، د ډیورنډ کرښې امنیت او د وسله‌والو ډلو پر سر اختلافونه لا هم پرځای دي.