اصف علي زرداري او یوسف رضا کیلاني د پخوانیو ۲ دوسیو له امله محکمې ته وبلل شول

AP ۱۴۰۲ تله ۶

د پاکستان احتساب محکمې د پیپلز ګوند د مهمو مشرانو پخواني ولسمشر اصف علي زرداري او پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني پرضد د نېب دوسیې بیا راپورته کړې.

داحتساب محکمې د پنجشنبې په ورځ دواړو سیاستوالو ته احظارلیک لېږلی او ترې غوښتي یې دي چې د اکتوبر پر ۲۴ پخپله محکمې ته ور شي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې ورته دوسیې د پخواني لومړي وزیر نواز شریف، شهباز شریف، شاهد خاقان عباسي، راجه پروېز اشرف او شوکت عزیز او مالیې وزیر اسحاق ډار په هکله را ژوندۍ شوې دي.

د پخواني لومړي وزیر عمران خان پسې ایتلافي حکومت د نېب قانون له مخې دا دوسیې ختمې کړې وې.

خو عمران خان له محکمې غوښتي و چې دا کېسونه بېرته ژوندي کړي.

د پاکستان لوی قاضي عمر عطا بندیال د سپتمبر پر ۱۵ د خپلې دندې په وروستۍ ورځ د عمران خان د غوښټنې په حق کې پرېکړه وکړه او د نېب له لسو ترمیمونو یې نهه بې قانونه وبلل.

نور خبرونه

رادیو