• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران استازي په افغانستان کې د "عادلانه حکومتداري" او د بشري حقونو د تامین غوښتنه وکړه

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ایران استازي د مسکو په غونډه کې له قومي، جنسیتي او کلتوري او ژبني توپیر پرته د عادلانه حکومتدارۍ او د اتباعو د حقونو د تامین غوښتنه وکړه. حسن کاظمي قمي وویل چې د طالبان له خوا په "مشروع او ټول منونکي نظام" جوړېدو سره د پرمختګ ضمانت کېږي.

د افغانستان لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت استازي وویل، طالبانو سره یې په تېرو دوو کلونو کې د اساسي قانون د مسودې د تصویب او وړاندې کولو، له جنسیتي تبعیض پرته د زدکړو د حق، د ټولو د رول په منلو سره د سیاسي مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د ټولو قومونو منل او د ګاونډیو امنیت تامینولو په اړه خبرې کړې دي.

د کاظمي قمي په وینا، "د اسلامي جمهوریت له نظره، په دې برخو کې ځواب ورکول ضروري بولي."

د ایران د اسلامي جمهوریت استازي د جمعې په ورځ (د میزان ۷ مه) د مسکو په غونډه کې وویل چې د افغانستان اقتصادي او صنعتي پرمختګ په یوه خوندي او تضمین شوي چاپیریال کې د ګاونډیانو خواخوږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

حسن کاظمي قمي همداراز له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو هیلې پوره کړي.

نوموړي همدا راز له ایران څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو غوښتنه وکړه.

داسلامی جمهوریت استازی د مسکو په غونډه کښې په خپله وینا کښې یو ځل بیا د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو په برابرولو ټینګار وکړ .

ښاغلي کاظمي قمي وویل چې د اوبو د کمښت مسله د ایران او د هغه د ګاونډیانو له جدي ستونزو څخه ده او اسلامي جمهوریت د هلمند د تړون د عملي کېدو غوښتنه کوي.

د مسکو فرمټ غونډه د جمعې په ورځ د ( میزان ۷ مه ) د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو ګډون کړی دی.

دې غونډې ته د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او ترکیې استازي هم د څارونکو په توګه بلل شوي دي.

د طالبانو یو پلاوی چې مشري یې د دې ډلې د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي کوي، د مسکو په غونډه کې د مېلمنو په توګه ګډون کړی دی.

د سیمې د یو شمېر هېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې او په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.

ډېر لیدل شوي

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟
۱
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۲

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۳

حمدالله محب خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط په تړاو پر «لوی خیانت» تورن کړی

۴

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي