د فرانسې او اوکراین پوځي چارواکو د همکارۍ هوکړه‌ لاس‌لیک کړه

AP ۱۴۰۲ تله ۷

د ژمي له رارسېدو مخکې د اوکراین د الوتکو ضد ځواک پیاوړي کول، د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ د بحث له نورو موضوعاتو څخه دي.

د اوکراین د دفاع وزارت اعلان کړی، چې له فرانسې سره د لاس‌لیک شوي هوکړه‌لیک پر بنسټ به د لا محدودو همکاریو زمینه برابره شي او د پوځي هوکړه‌لیکونو د ترسره کولو لپاره به یوه ډله جوړه شي.

پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، فرانسې دغه هېواد ته عصري هوايي دفاعي تجهیزات، توپخانې، د ټانک ضد زغره‌وال ګاډي او نورې وسلې ورکړې.

د فرانسې لي پوینټ راپور ورکړی، د فرانسې دفاع وزیر په کییف کې ویلي چې پاریس غواړي اوکراین ته د وخت په وخت د وسلو د لېږلو پر ځای د دواړو هېوادونو د پوځي‌ـ‌صنعتي کمپلکس ترمنځ مستقیمه اړیکه ټینګه کړي.

د راپور له مخې، فرانسه غواړي د اوکراین د پوځي‌ـ‌دفاعي سکټور کارکوونکو ته روزنه ورکړي چې په خپله تجهیزات تولید کړي.

له دې سره فرانسې ژمنه کړې، چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه به هره میاشت اوکراین ته وسلې ولېږدوي.

نور خبرونه

رادیو