• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رینا امیري وایي، تېره یوه میاشت کې یې د افغانستان په اړه ګټورې ناستې لرلې دي

۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۴ GMT+۱

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په خپلې اېکس پاڼه کاږلي، چې په تېره میاشت کې یې په بېلابېل ډول د افغان همکارانو او افغان مشرانو او فعالانو سره د افغانستان په اړه ناستې ترسره کړې دي.

هغې زیاته کړې:« په افغانستان کې د ویجاړوونکي وضعیت د ښه کولو لپاره تګلارې ښایي توپیر ولري؛ خو هغه څوک چې د بشري حقونو د ټینګښت په لټه کې دي باید د مدني خبرو اترو او زغم فضا منعکس کړي کومه چې دوی یې په افغانستان کې د رامنځته کېدو هیله لري.»

هغې لیکلي:« موږ باید په ټولیز ډول طالبانو ته دا روښانه کړو، تر هغه وخته به د اړیکو عادي کول ناشوني وي؛ څو چې دوی د افغانانو حقونو ته درناوی ونه کړي.»


هغه وایي، دوی او نړۍواله ټولنه باید په دې برخه کې ښه کار وکړي او افغانان په حقه دي چې ښځې او مدني ټولنې باید د افغانستان په اړه په بحثونو کې، په ځانګړې توګه کله چې طالبان په کې ښکېل وي، په معقوله توګه استازیتوب وکړي.
هغې د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې ویلي:« موږ باید ډاډه شو، چې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو په ملاتړ زموږ څرګندونې د طالبانو د سختو او ځپونکو اقدامونو سره د مقابلې لپاره د زده‌کړو، کار او نورو وسیلو د لاس‌رسي په برخه کې د سرچینو سره د سمبالولو لپاره د قوي ملاتړ سره سمون لري.»
هغې د نړۍوالې زده‌کړې لپاره د ملګرو ملتونو له استازي ګورډن براون سره په خپلې وروستۍ لیدنه کې ویلي:« تر هغې چې د افغانستان نیمایي وګړي له خپلو حقونو بې برخې دي، افغانستان نه شي کولی چې له بېوزلۍ او بې ثباتۍ ووځي.»

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۳

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۴

د بلوچستان سترې محکمې تر پرېکړې وروسته؛ افغان محصلان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي

۵

راپور؛ د افغانستان د شل کلنې جګړې درې ښکېل لوري لاهم پوښتي چې دا هر څه د څه لپاره وو؟