انورالحق کاکړ: د ترهګرۍ خلاف جګړه به د وروستي ترهګر تر لمنځه وړو پورې دوام مومي

AP ۱۴۰۲ تله ۸

د پاکستان لنډ مهاله لومړي وزیر انورالحق کاکړ چې دمګړۍ په سعودي کې دی، د اېکس خواله رسنۍ په پاڼه لیکلي چې:« د بلوچستان په مستونګ سیمه کې پروني برید د نورو پېښو ټپونه تازه کړي دي.»

نوموړي ټينګار کړی، چې د وروستي ترهګر تر له منځه وړلو پورې به د ترهګرۍ پرضد د پاکستان جګړه روانه وي.
سره له دې چې د پرونیو بریدونو پړه لا تر اوسه کومې ‌‌‌‌‌‌ډلې پر غاړه نه‌ده اخیستې؛ خو پاکستاني طالبانو وار د مخه د بلوچستان په مستونګ او په خیبر پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ په دوابه کې شوي ځانمرګي بریدونه غندلي او په هغو کې یې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې لاس لرل رد کړي دي.
دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویلي، جوماتونه، ښوونځي، مدرسې او نور عامه ځایونه د دوی له‌خوا نه په نښه کېږي.
د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې د روغتیایي چارو مشر ‌‌‌‌‌‌ډاکتر رشید محمد شهي ویلي، په پروني برید کې چې یوه جومات ته څېرمه وشو ، په ترڅ کې یې ۵۲ تنه وژل شوي او له اویاوو ‌‌‌‌‌‌ډېر نور ژوبلېدلي دي.
دغه کسان د میلاد النبي د لمانځغونډې لپاره د یوه جومات څنګ ته راغونډ شوي وو؛ خو عیني شاهدان بیا وایي، چې بریدګر هغه موټر په نښه کړ چې دغې سیمې ته ورغلی و.
په برید کې د پولیسو مرستیال قوماندان یا ‌‌‌‌‌‌ډي اېس پي نواز ګشګوري هم وژل شوی دی.
د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر میر زبیر احمد خبریالانو ته ویلي، چې د پېښې په تړاو پلټنې پيل شوي؛ خو هغه زیاته کړې، چې اټکل کوي دا به یو ځانمرګی برید و. خو د بلوچستان د پولیسو عمومي مشر عبدالخالق شیخ بیا ویلي، دغه برید د مذهبي توند لارو ‌‌‌‌‌‌ډلو کار دی.
بل برید د خیبر پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ په دوابه کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوی، چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوولس نور ټپيان دي.
د هنګو مرستیال کمېشنر فضل اکبر خان ویلي، لومړي بریدګر د پولیسو د مرکز په دروازه کې ځان وچاوه؛ خو جومات ته د دویم بریدګر د ننوتو وړاندې لمونځ کوونکي له جوماته وتلي وو.
په پاکستان کې د تېر کال راهیسې وروسته له هغه چې د پاکستاني طالبانو او حکومت تر منځ شوی اوربند مات شو د ترهګریزو بریدونو لړۍ پراخه شوې ده، د روان کال په جنورۍ کې د پېښور ښار د لوی مرکز په جومات کې چاودنه شوې وه، چې له امله یې شاوخوا سل کسان وژل شوي وو.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ