• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي په مسکو کې؛ د سفیرانو منځ کې د طالبانو وزیر

۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۹ تله ۱۴۰۲ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۳ GMT+۱

ګل زرین جیحون موږ باید مسوولینو ته په سالمه توګه عیبونه ور وښیو. یواځې د دوی د خوشالۍ لپاره له حقایقو سترګې پټې نه کړو. غواړم د امیرخان متقي د وروستي سفر اړوند یو څه ولیکم خو دا به ضرور له نورو سره فرق لري.

دا دیپلوماتیک معمول دی چې د یو هیواد چارواکی بل هیواد ته په رسمي سفر درومي نو کوربه هیواد ورسره ټول پلان شریکوي چې هلته کوم مجالس لري او له چاسره به ویني، هره ورځ او ساعتونه هم پکې مشخص شوي وي.
د متقي صیب وروستی سفر مسکو ته ډېر نامناسب اقدام و. زه باوري یم چې له ده سره به ضرور پلان شریک شوی وي چې هلته له چاسره لیدل دي او داسې نور.

کاشکې پخپله تللی نه وای ډېره به ښه وه، ځکه روسانو له څه مودې د طالبانو اړوند ډېر منفي موقف نیولی دی.
تېر کال یې دوی بیخي مسکو فارمټ ته ور ونه بلل، خو دا ځل چې متقي صیب لاړ، هلته کابلوف په ډېره سپین سترګۍ وویل:« د امارت وفد په مسکو فارمټ کې غړیتوب نه لري بلکې یواځي د ګډونوالو په حیث به شرکت کوي او زمونږ وزیر خارجه سرګي لاوروف هیڅ مکلفیت نه لري چې له افغان وزیر خارجه سره وویني. »
بله مسله دا وه چې دغه غونډه کې یواځي د نورو هیوادو خاصو استازو او سفیرانو ګډون کړی و او د طالبانو لخوا پخپله وزیر صیب و.
نو خبره دا ده چې یا خو متقي صیب د خارجي سفرونو چکرونو شوقي دی او یا په خپل او د «امارت» حیثیت باندې پوهیږي نه.

وزارت کې به ضرور د تشریفاتو مسلکي کسان وي چې هغوی هم دومره څه نه ورته وایي چې ستا تګ اوس مناسب نه دی.
پکار دا وه چې کله تاته دا هر څه معلوم وي نو باید یا معین یا کوم رییس ولېږې.
او زما افسوس په دې راشي چې په سوشل میډیا کې د طالبانو اړوند فعالانو نشرات وګورم په ټول سفر کې یې په سطحي شیانو ترکیز وي او غورې پرې کوي.

تاسې به لیدلي وي چې زیاترو لیکل چې زمونږ کلتور پګړۍ او افعاني لباس سره زمونږ مشران پر نړیوال سټیج ولاړ دي.

مګر هلته د جامو فیشن شو وه چې د افغاني جامو ننداره مو وړاندې کوله او بیا مو د وزیر په سطحه وړاندې کوله؟
دې ته هیڅوک پام نه کوي چې هغه قطار کې ټول سفیران ولاړ دي یواځي زمونږ لخوا وزیر صیب دی.
سیاسي شعور ډېر په ضعیف حالت کې معلومیږي.
مونږ وزیران باید دومره بې کاره معرفي نه کړو چې چا دعوت کړی نه وي او یا ټیټ رتبه خلک وي او دوی دې اتي ور منډې وهي.
مونږ باید خپل ګټلي ویاړونه او وطني غرور په پام کې ولرو.
وروستۍ خبره داده چې همدې مسکو فارمټ ناستو ته به د طالبانو له واکمنېدو وړاندې هم د قطر د سیاسي دفتر مشران دعوت کیدل خو هلته به هره ناسته کې لومړی د روسیې وزیر خارجه وینا کوله او موجود به و او همداسې د نورې نړۍ مهم چارواکي به هم حاضر و.
خو دا ځل چې غونډه یواځي له خاص استازو او سفیرانو جوړه وه، مانا یې دا راوځي چې مونږ څومره په سیاسي مجال کې شا تګ کړی دی ان د غرب مخالف او د منطقې نږدې هیواد روسیې سره مو هم تر اوسه اړیکې په دې حال کې دي، ځکه خو سیاسي برخې ته زیاته توجه پکار ده.

ترویج لرونکی

طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې کارکوونکو ته شرایط سخت کړي دي
۱
ځانګړی

طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې کارکوونکو ته شرایط سخت کړي دي

۲

یو بندي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ یې د خبرو اترو دروازه پرانېسته

۳

طالبان پر ډیورنډ کرښه امنیتي پوستو ته د اکمالاتو لپاره خندقونه باسي

۴

طالبان: په بلخ کې د اختر په ورځو کې شپږ کسان د ترافیکي پېښو له امله مړه شوي

۵

طالبانو د غایبو او مفقودو اشخاصو د ملکیتونو د څېړنې نوی قانون توشیح کړ

•
•
•

نور کیسې

د پخواني پوځ لوی درستیز: امریکا په اوکراین کې د افغانستان تېروتنه تکراروي

۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۳ GMT+۱

د پخواني افغان پوځ لوی درستیز وايي، امریکا په اوکراین کې د افغانستان تېروتنه تکراروي. هیبت الله علیزي ۱۹۴۵ امریکايي رسنۍ ته وویل، امریکا له خپلو نیمګړو لوجستیکي مرستو او افغان سرتېرو ته په نامناسبې روزنې سره د افغان پوځ د ناکامۍ لامل شوه.

د ۱۹۴۵ تحلیلي مجله، چې اکثراً د نظامي او امنیتي مسایلو په اړه راپور ورکوي، لیکي چې جنرال علیزي د بریتانیا د ګډو خدماتو کمانډ او سټاف کالج په ګډون د لویدیځ په ځینو خورا پرمختللو جنګي ښوونځیو کې پرمختللې زدکړې کړې دي.

د دې رسنۍ په باور، همدارنګه له القاعدې او طالبانو سره په «سخته جګړه» کې د ښاغلي علیزي رهبري، هغه ته د اوکراین د جګړې په اړه لیدلوری ورکوي.

جنرال علیزي دغې مجلې ته ویلي، چې د امریکا بیروکراسي افغانستان له ناکامۍ سره مخ کړ.

هغه وویل: «زما اوس هم په یاد دي چې امریکایانو د جګړې په ډګر کې د سختو شرایطو په پام کې نیولو پرته، افغانستان ته د یوه عادي وضعیت لرونکي هېواد په سترګه کتل.»

د پوځ پخوانی لوی درستیز وايي، همدا اوس په اوکراین کې همدا حالت د پېښیدو په حال کې دی.

د دغه افغان جنرال په وینا، اوکراینیان نن ملاتړ او اکمالاتو ته اړتیا لري، خو امریکایان ورته د راتلونکي کال لپاره پلان جوړوي، چې هغه وخت به ډېره ناوخته وي.

جنرال علیزی زیاتوي، افغان پوځ هوايي ځواک او د دې ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لرله. هغه وویل، دوی په هغو سیمو کې جګړه کوله چې ان د امریکا او ناټو تر ټولو ښه عسکر هم له هوايي ملاتړ پرته هلته نه شو تللی.

د شپنيو عملیاتو زدکړه

د افغان پوځ دغه پخوانی جنرال وايي، له ۲۰۱۴میلادي کال راهیسې یې د شپنیو عملیاتو د روزنې غوښتنې کولې، خو کله چې یې غوښتنې ومنل شوې، ډېر ناوخته و.

جنرال علیزي وویل، چې دوی په ۲۰۱۸-۲۰۱۷میلادي کلونو کې د شپې روزنې د پروګرام لپاره ډېره هڅه وکړه، خو په ۲۰۱۹میلادي کال کې یې غوښتنې هغه مهال ومنل شوې، چې طالبان ډېر پیاوړي شوي وو او دا روزنې او هوايي ځواک یې د جګړې لپاره کافي نه و.

دغه پخوانی افغان قوماندان زیاتوي، چې اوس د اوکراین په جګړه کې هم ورته لوبه روانه ده.

د ۲۰۲۲ میلادي کال په فبروري کې، د روسیې پوځ په اوکراین کې ځانګړي عملیات پیل کړل.

روسیې د دې عملیاتو په پیل کې د اوکراین د خاورې ډېرې برخې ونیولې، خو دغه ځواکونه ورو ورو له ځینو سیمو ووتل.

پر روسیې د سختو بندیزونو له لګولو سره، امریکا او متحدینو یې د اوکراین له پوځ سره پوځي مرستې زیاتې کړې.

دا مهال د جرمني په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونو اوکراین ته د لیوپارټ-۲ ټانکونو په ګډون ځینې پرمختللي ټانکونه او وسلې ورکړي دي.

په دې وروستیو کې راپورونه ښکاره کوي، چې امریکا پلان لري اوکراین ته د وسلو پر کڅوړو سربیره اوږده واټنه توغندي هم ورکړي.

خو تر ټولو مهمه دا ده، چې د اوکراین متحدین به د اوکراین پوځ ته اف-۱۶ جنګي الوتکې هم ورکړي.

خو جنرال علیزی دغه مرستې کافي نه ګڼي او وايي په اوکراین کې هم د افغانستان سناریو تکرارېږي.

په پاکستاني کې د روان کال تر ټولو خونړي بریدونه

۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۲ GMT+۱

د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د تېر کال اوربند ماتېدو سره وسلوالو په دغه هېواد کې بریدونه هم پیل کړل. دلته د هغو خونړیو بریدونو یادونه کېږي چې پر ۲۰۲۳ په پاکستان کې شوي دي.

جنوري

د جنورۍ پر ۳۰ د پېښور ښار پولیسو لین جومات کې د ځانمرګي برید له امله سل کسان- چې ډېری یې پولیس وو- ووژل او تر ۵۷ ټپیان شول.

د ۲۰۱۳ کال په سپټمبر کې د پېښور ښار په کلیسا کې پر عیسویانو له برید وروسته دا برید تر ټولو خونړی و.

له پاکستاني طالبانو بېلې شوې ډلې جماعت الاحرار د برید مسوولیت ومانه، خو د پاکستاني طالبانو ویاند وویل، دا ډله جوماتونه او نور مذهبي ځایونه نه په نښه کوي.

مارچ

د مارچ پر شپږمه ځانمرګي د بلوچستان په سیبۍ کې د پولیسو موټر سره د خپل ټپټپي یا موټر سایکل جنګولو سره نهه سرتېري ووژل.

داعش د دې برید مسوولیت ومانه

اپرېل

د اپرېل پر لسمه په کوټه کې د پولیسو موټر په نښه شو، چې له امله یې څلور کسان ووژل او ۱۵ ټپیان شول.

په ورته پېښه کې د دې ښار یو پولیس چارواکی هم په همدغه ورځ په نښه شو.

بلوځ ازادۍ پوځ د دې او یو بل برید مسوولیت هم ومانه، چې له ۲۴ ساعتونو په کم وخت کې په کوټه کې وشول.

د اپرېل پر ۲۵ په سوات کې د ترهګرۍ ضد ادارې د مهماتو ډېپو کې د چاودنې له امله ۱۷ کسان- چې ډېری یې پولیس وو- ووژل او تر پنځوسو ډېر ټپیان شول.

د سوات د پولیسو مشر وویل، کارپوهانو د پېښې ځای ولید، خو د وسلوال برید نښه یې ونه موندله.

جولای

د جولای پر ۳۱ سوات ته څېرمه په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام پر غونډه ځانمرګی برید وشو چې پکې ۶۳ کسان ووژل او تر سلو ډېر ټپیان شول.

د مولانا فضل رحمان په مشرۍ دا ګوند د افغان طالبانو نږدې ملګری دی، خو په پاکستان کې د وسلوالو بریدونه غندي.

اسلامي دولت یا داعش د دغه برید مسوولیت ومانه.

دا له ۲۰۱۸ کال راهیسې پر یوه سیاسي غونډه تر ټولو خونړی برید و.

اګسټ

د اګسټ پر ۳۱ شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان د ځانمرګي برید له امله نهه سرتېري ووژل شول.

سپټمبر

پرون د سپټمبر پر ۲۹ د بلوچستان مستونګ کې د میلاد النبي پر مراسمو ځانمرګی وشو چې ۵۷ کسان پکې ووژل او تر ۶۰ ډېر ټپیان شول.

دویم برید د پښتونخوا د هنګو په دوابه کې د پولیسو جومات کې وشو او د چارواکو په خبره، درې کسان پکې وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي.

د پاکستاني طالبانو ډله- چې د افغان طالبانو په څېر په پاکستان کې د اسلامي شریعت پلي کولو دعوه کوي - دا دوه بردیونه غندي او وايي لاس پکې نه لري. بلې ډلې هم تراوسه د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

په قزاقستان کې یوولس تنه افغان کډوال د مېشتېدو قانوني اسنادو د نه لرلو امله نیول شوي

۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۴ GMT+۱

یوولس تنه افغان کډوال د قزاقستان په اورال ښار کې د « مېشتېدو د رسمي اسنادو نه لرلو له امله» نیول شوي دي. قزاقستاني رسنیو راپور ورکړی، چې نیول شوي کسان د پوښتنو ګروېږنو لپاره د اورال پولیسو ادارې ته لېږدول شوي.

د قزاقستان د کاز‌لنتا خبري اژانس د شنبې په ورځ د ( تلې په ۸مه) لیکلي: د نیول شویو کسانو د اسنادو تر ارزونې وروسته په ډاګه شوه، چې د دوه تنو د ویزو موده ختمه شوې وه؛ خو لا هم دغه هېواد کې پاتې شوي دي.


د دغې رسنۍ په وینا، ټولو نیول شویو کسانو د قزاقستان جمهوریت د سرغړونې قانون د ۵۱۷ مادې د څلورمې فقرې سره سم اداري پروتوکولونه ورکول کېږي.

په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د سیمې هېوادونو ته د افغان کډوالو د ورتګ نوې څپه پیل شوه.

د ایران، پاکستان او ترکیې په ګډون له ګڼو نورو هېوادونو تراوسه زرګونه افغانان بېرته افغانستان ته شړل شوي دي.

مسکو غونډه افغانستان کې د ټولګډونه حکومت او د ښځو د حقونو د تامین پر غوښتنه پای ته ورسېده

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۴ GMT+۱

د مسکو غونډه د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د یوه ټولګډي یا همه شمول حکومت پر جوړولو او د ښځو د حقونو پر تامین په ټینګار سره پای ته ورسېده. د غونډې ګډونوالو د نجونو او ښځو لپاره د زدکړو او کار د حقونو پر تامین، د جنسیتي برابرۍ او په واک کې د قومونو پر ونډه ټینګار وکړ.

د مسکو فارمټ غونډه د جمعې په ورځ (د تلې په۷ مه) د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوه او وروستۍ اعلامیه یې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا رسنیو ته وړاندې شوه.

په دې غونډه کې د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او ازبکستان، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې ځانګړو استازو او لوړ پوړو چارواکو حضور درلود.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د مېلمه په توګه بلل شوی و.

د دې غونډې په وروستۍ اعلامیه کې راغلي، چې د غونډې ګډونوالو د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

دوی له طالبانو وغوښتل، چې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او پرې نږدي چې افغانستان د ترهګرۍ پر مرکز بدل شي.

د دغې غونډې په اعلاميه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې د سیمې له هېوادونو سره دې د ترهګریزو ګواښونو او نشه یې توکو د قاچاق د مبارزې په برخه کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.

په دې ناسته کې د ټولو هېوادونو استازو ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د یوه جامع حکومت په جوړولو کې کوم پرمختګ نه دی شوی، داسې حکومت چې په دې هېواد کې د ټولو قومي-سیاسي ډلو ګټې منعکس کړي.

همداراز دوی له طالبانو وغوښتل چې د سولې بهیر د بشپړولو او په افغانستان کې د یو متوازن، ټول شموله او حساب ورکوونکي حکومت د رامنځته کولو لپاره د قومي او سیاسي ډلو له استازو سره خبرې وکړي.

د دغې غونډې په وروستۍ اعلاميه کې راغلي: «موږ له اوسنيو افغان چارواکو وغوښتل، چې د افغانانو د ژوند د کچې د لوړولو، د لا زيات مهاجرت د مخنيوي او د مهاجرينو د راستنېدو لپاره لازم شرايط رامنځته کړي.»

ګډونوالو په افغانستان کې د خلکو اساسي حقونو او ازادیو ته د درناوي غوښتنه وکړه.

هغوی وویل، «موږ د ښځو پر کار او د نجونو د زدکړو د بندیز په اړه پر اندېښنو تمرکز وکړ او له افغان چارواکو مو وغوښتل چې په ښوونځیو کې د نړبوالو معیارونو سره سم عصري زدکړو ته وده ورکړي.»

دوی همدا راز امریکا د افغانستان د روان وضعیت مسووله وبلله او ویې ویل، چې واشنګټڼ باید له جګړې وروسته د دغه هېواد د بیارغونې په برخه کې خپل مسوولیت وپېژني او د افغانستان شتمنۍ دې ژر تر ژره ازادې کړي.

د افغانستان د پخواني پاچا زوی شهزاده میرویس ظاهر ومړ

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۳ GMT+۱

د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه زوی، میرویس ظاهر د جمعې په ورځ د تلې په ۷ مه نېټه په کابل کې ومړ. د راپورونو له مخې شهزاده میرویس په ۱۳۸۱ لمریز کال کې افغانستان ته له ستنېدو وروسته په کابل کې اوسېده.

حامد کرزي او عبدالله عبدالله د هغه پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

ښاغلي کرزي په اېکس ټولنیزه شبکه کې د افغانستان د پخواني پاچا د زوی مړینه یوه «لویه ضایعه» بللې او ویلي یې دي، چې هغه یو هېوادپال، متقي او پرهېزګار شخصیت و.

د راپورونو له مخې شهزاده میرویس په ۱۳۵۲لمریز کال کې د محمد داوود خان په مشرۍ له کودتا وروسته له افغانستانه وتلی او په ۱۳۸۱لمریز کال کې د افغانستان له پخواني شاه سره هېواد ته راستون شو.

د هغه د ژوند او د مړینې د علت په اړه نور جزیات نشته.

د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه بل زوی محمد نادر ظاهر په ایټالیا کې وفات او هلته خاورو ته وسپارل شو.